(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[15.Mar.2018 - 13:35]

هر چا د خپل ځان خبره کړې ده

ما  د هر انسان خـــبره کړې ده

 

زه د بوسو لاندې اوبه نه بوځم 

تل مې په میدان خبره کړې ده

 

تاسو تشدد ته لاس او خپې وهئ

مونګ د باچا خان خبره کړې ده

 

ته د شخصیت په دایرو کې یی

ما د ټول کاروان خبره کړې ده

 

زه په خاپېرو باندې مئين سړی

تـــــا د  تورابان  خبره کړې ده 

 

چا چې د خایست ذکر چېړلی دی

ما مې د جـــانان خبره کړې ده 

 

یار ، ورته عمېر عبارت کړی دی

چا که د بـــاران خبره کړې ده 

 

عمیر یوسفزی

-
بېرته شاته