(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لمر اوسپوږمۍ

[24.Feb.2018 - 14:40]

لمر او سپوږمۍ هيڅ هم اوس خوند نه کوي

ځواني په تلو ده زړۀ مې ژوند     نه    کوي

لۀ ښاره راغلويو   سړک     غزل           ته

شاعر    اوس      ذکر د    ايلبند *    نه   کوي

اوبو  کې     پټه ئې چاړۀ   ايښي          وي

قاتل چالاک شو کش   څرگند        نه   کوي

يوورځ به وړې   وي  سيلاب     دا    کلې  !

خوړ  ئې   لوئيږي غم  د    بند       نه کوي

فاران نه  هېر شو ستا  د  شونډو       لذت  !

فاران     خبرې     اوس     د   قند    نه کوي

 

  • ايلبند دغرۀ بره څرځائې چې کوچيان پکې اوړي کې مال څروي بره وطن کې داسې ايلبندونه مشهور دي
  • فیصل فاران
-
بېرته شاته