(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جونګړه

[24.Feb.2018 - 12:36]

 

راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې

ـ

راځه چې د وصال جوړه دنیا کړُو، په دنیا کې

د ګل په خاموشۍ او د بلبلو په نوا کې

پیدا چې د خندا نُور افشاني کړُو په ژړا کې

تر هغه ګورو یو بل ته چې ورک شو په یو بل کې

راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې

ـ

ډیوه د مشغولا شي زموږ بله چې ماښام شي

ماښام د لیلا لاس کې د شفق د مَیَو جام شي

بدځان یې شي له پامه چې د ستورو په موږ پام شي 

د مَیَنو پټ پټاڼې وي د سترګو په ځمبل کې

راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې

ـ

منت د پاره پېغلې پلوشې که د نمر راشي

جولۍ کۍ غوړولې راته ګل په بستر راشي

هر څو که پریشانۍ په لاس نسیم د سهار راشي

ستا سر دې وي زما او زما سر ستا په څنګل کې

راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې

ـ

چې جوړ کړُو د سپوږمۍ د پلوشو ځنې ټالونه

جوټې چې نرمې نرمې را له راکړي نګهتونه 

اغوستي مو د ګل د رنګینۍ وي څادرونه

تر هغه وخته زانګو چې وخت ورک شي په زانګل کې

راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې

ـ

جذبې چې  پریشانه غوندې مینې کړُو راجمع

دوه شؤي زړونه یو کړُو، ترې پیدا کړُو یوه شمع

ساز واخلي پتنګان چې شي راټول د سوز په طمع

احساس چې فرق ونهٔ کړای شي په سوال او سوځېدل کې

راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې

ـ

فضا د پسرلي چې ګل ورینه خندا کاندي

ستا مسکې مسکې شونډې چې ورېښمینه خندا کاندي

زلمی چې د ارمان سهار جبینه خندا کاندي

پېیلي ورته د شپې نایڼه ستوري په وربل کې

راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې

ـ

راځه چې شُو بهر د دغو شپو ورځو له جاله

پرواز په داسې حال وکړُو چې ؤوځو له حاله

یو حال داسې پیدا کړُو چې مو حال وځي له خیاله

بیا خیال یوه کړۍ کړُو د وصال په سلاسل کې

راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې

ـ

وتلي اسوېلي مو چې وریځ هلته د نُور وي

هجران شړلې اوښکې مو چې څاڅکي د سُرور وي

برېښنا مو د ښایست د بېرته شاته