(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شعر

[24.Feb.2018 - 12:35]

 رحمت الله درد:

د چـــا پــه درد چــې درديــدلــی نـه دی

د ســړيــتــوب پــــــه لاره تـلـلـی نـه دی

کـــوم يـــو انــــداز دې زه وژلـــی نـه يم

کـوم يـو انــداز مـې ستـا ستايلی نـه دی

بــاڼــه دې هــغــســې لامــده, لامــده دي

د مــيــنــې درد دې لا زغــمــلــی نــه دی

کــوم يـو صـفـت زما لالي کښې نـشـتــه

وفــا پــرســت دی, فــقــط ښکلی نـه دی

چې نه جومات شته, نه حجره, نه ميلمه

يــــارانـــو دا خــو زمــونــږ کــلــی نـه دی

"درد" هـم گيله کوي لـه بخت او له وخت

کـــوم يـــو ارمــــان يــې رژولـــی نـه دی

-
بېرته شاته