(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ائينه

[16.Jan.2018 - 20:00]

ائينه 
ائينه ښه ده څومره خیال ساتي
چې  پټ رازونه د وصال ساتي

ټوټه ټوټه د ټول بدن انځور مې
څه په هنر  او  په کمال ساتي

د مخ ګردونه مې هم نه پټوي
دا څه چې یم دغه مې حال ساتي

که دې په نیت کې د غلا طمع نه وي
خدای به دي رزق تل حلال ساتي

بیداره تل یی په خپل زړه کې ساته
ځینې خبرې خلک سمبال  ساتي

بصیر بیدار ستوری

-
بېرته شاته