(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دا څرنګه ژوندون دی

[09.Jan.2018 - 12:32]

دا څرنګه ژوند دی جبراعیله ؟ 

کړی پښتنو کومه ګنا دی دا څرنګه ژوند دی جبراعیله 

خپل کور کې په ژړا دی دا څرنګه ژوند دی جبراعیله 

خدای ته ووایه دوۍ هم ستا بندګان دي ولی یی  دعا نه

قبلیږي غمو کې مبتلا دي دا څرنګه ژوند دی جبراعیله 

د دنیا ټول کافران ورته یوشي دي دوۍ پرته له خدایه بل 

دوست نه لري ډیر تنها دي دا څرنګه ژوند دی جبراعیله 

دا خو ګنا نه شوه چی ساتنه د ایمان دین ناموس وطن کړي 

ولی داسی بد قیصمته بیا دي دا څرنګه ژوند دی جبراعیله 

ذبیح الله دپښتنو غوندی پاک ساده مسلمانان به هی چرې پیدا نه شي 

په ارمان د اذادۍ د پښتون خوا دي دا څرنګه ژوند دی جبراعیله 

::::::

حضرت جبراعیله خدای ته ووایه ؟

خدای ته ووایه زمونږ له وطنه ورک دا جنګ کړی جبراعیله

پښتانه ځلمیان مو روان په لار د غیرت او ڼنګ کړی جبراعیله

ازادي د پښتونستان مو لوی ارمان دی دا د هر پښتون ارمان دی

نور د خپلواکۍ بیرغ خپور په لر او بر رنګا رنګ کړی جبراعیله

په ټولو پښتنو کې د یوالي ډیوه بله کړه دا د نفاق د بی اتفاقي بلا مړه کړه

بیا په کې راپیدا لکه د وزیر اکبر خان غوندی د توری شرنګ کړی جبراعیله

پښتانه ډیر ساده پاک مسلمانان دي په ناموس ایمان وطن تل دوۍ دردیدلي

زما ټولو پښتنو ته دا دعا دی وطنی شمعه دوۍ ورته پتنګ کړی جبراعیله

خدای ته ووایه مونږ ډیر سخت زرورت لرو یو مشرته لکه خان پاچان خان 

ته په کې راپیدا کړی زما ذبیح الله دا دعا دی د قام په مخ کې می ملنګ کړی جبراعیل

 

::::::::::

پښتونه وروره په وطن کې جنګ دی 

سره یو شه پښتونه وروره په وطن کې جنګ دی

په مولا وتړه د هیمت توره بېرته شاته