(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قلم او کتاب

[09.Jan.2018 - 12:03]

آزاد قلم

نه به یې آب وي، نه به یې تاب وي

ودان به نشي، تل به خراب وي

د هغو خلکو چې قلم بند وي

اونه یې ژبه ، نه یې کتاب وي

 

قلم او کتاب

د قلم قدر، چې چیرته نشي

د انسان قدر، به هلته څه شي

چیرته مقهور چې لیک او لیکوال وي

د خلکو حال به، یې څنگه ښه شي

 

میزان

د نیا کې تول دی، حساب کتاب دی

اعمال تاله شي، ثواب، عذاب دی

د ښو او بدو، میزان قلم دی

که قلم مات شي، عالم خراب دی

 

مولانا قیام الدین خادم

نصوص الحکم

-
بېرته شاته