(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وطن

[11.Dec.2017 - 17:06]

 


زه وطن ته لاړم ، وطن وران راسره وژړل

لارو ، غرو، رغونو بیابان راسره وژړل

ټول وطن په اور سوی په وینو لمبیدلی ؤ

هر ګام سوو غوښو د انسان راسره وژړل

ځمکې باندې سوربخمل دوینوغوړیدلی ؤ

دښتو بې کـفنه شهیدان را سره وژړل

ما ویل زه پردیس یم دوۍ له ما نه پردیس شوي دي

خلکو د وطن، په وطن ګران راسره وژړل

دا یو غم یې نه ؤ، سل یې نور غمه ملګري ؤ

ژوند یې په زوال ؤ، زوړ او ځوان راسره وژړل

لوږې زورول، څوک ؤ په خاورو مریضان پراته

فکر خیال او ذهن دا خواران راسره وژړل

ساندې وې، مرګونه ؤ،اهـــــونه ؤ

چا پر بل ژړل ، چا پر خپل ځان راسره وژړل

غم ؤ، جنازې وې، هدیرې او لحدونه ؤ

بورو کونډو رنډو خپل خپلوان راسره وژړل

اوښکي تویولې چا د ځان چا د جانان په غم

پیغلو په ګودر کې په ارمان راسره وژړل

زړه مې په لړزان شو، چې یې ړنګ کلي ته ورغلم

خیال کې ښکلو سترګو د جانان راسره وژړل

ته مې راپه یاد شوې ستا غمونو لیونی کړمه

یاره ستا کوڅه کې ستا هجران راسره وژړل

زاڼي په هوا کې په ژړا او فریاد سرې وې

زرکو ګلاب رنګه دلبران راسره وژړل

شنه ګل بوټي سوي، سره ګلونه رژیدلي ؤ

غم باندې یې سوي ګلستان راسره وژړل

اوښکې مرورې مې د سترګو رارواني شوې

تشو محفلونو ښه ځوانان راسره وژړل

کله چې په مرګ د ځوانیمرګ اشنا خبره شومه

تلمه هدیرې ته تیر دوران راسره وژړل

قبر د اشنا ته چې یې زه په ژړا ولیدم

مړي په ژړا شول ګوریستان راسره وژړل

دې غمجن حالات مې خدایږو زړه او ځیګر وتوږل

دواړو دا بې وزله انسانان راسره وژړل

دا وطن د چا دی، دا دغم ژوندون تر څو به وي

سر مې کړ ګریوان ته خپل ګریوان راسره وژړل

ما ددې ویرجن ملت په حال سوې نارې کړلې

لوې وړو ژړل، هم ټول جهان راسره وژړل

ځمکې ګریوان لوند کړ، چې زما احوال یې ولیده

وریځې په ژړا شولې اسمان راسره وژړل

نه دي د زغملو هغه څه چې ما لیدلي دي

ځکه مې زړه واړه یتیمان راسره وژړل

اور چې پرې بلیږي، څه ښه وائې ځای هغه سوځي

ما خپله ژړل د غم داستان راسره وژړل

یار د هر مظلوم دی، ورځاریږمه زما بېرته شاته