(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غرتک سیاستوال

[11.Dec.2017 - 16:13]

طنز، محمود نظری 

غرتک سیاستوال 

د یو ځوان له خپلې مور سره وه توده   مرکه

چې دا شل کاله یې ولي د پلار نسته البشاکه

له نیکه مرغه پلار یې راغلی  د وره شا  ته غوږ و

زړه یې دشلو کلو مسافري څخه خوړین او خوږ و

زوی یې ویل ادې زما پلار  مړدی که ژوندی؟

بس دی نور زما د پوښتنې ځواب راکړه ګړندی

ادې د زوی  پر سر لاس تیر کړ و یې اسویلل

په خوله کې یې خبره په غاښو داسې ژول

هغه د یو کوز اچولو سره سو د کورکلي ورک

دا شل کاله یې نسته تر اوسه  احوال اوڅرک

مسافر خوار چې واریده هیره نه ده  لاخبره

بیرته ستون سوپه اسکیرلې زړه سره له بستر*

داچې په سیاسي ادب کې لاپو او پټکو ته وايي غرتي

پاخه سیاستوالو هم  ورته وایي په خپلو ادبیاتوکې ډرتي

دا د اوس سیاستوال لري  ډیر اوچت او غوره کمال

ولس ته غرتک دی او  پردو ته له حده زیات غوړه مال

دنن سیاستوالو دورځي لس واري پرې کیږې بادونه

په ډیر بوی او لوړ ږغ یې خمار وهل کیږي او شرطونه

اوس ډیر سیاست وال له قسته  خوري بادک شیان

چې هر چا ته ورسوي  خپل نادان سوچ په تندک زبان

که نن پخوانی غیرت وای او دسیاست دا بادک شیان

په ټول   سیاست کې به پاته نه وای ان یو باغیرته  افغان

په دې خوار وطن کې سته ډیر پاخه او لوړ بغه غرتکان

په هره غونډه کې یې جوړکړي وي تورې خړوسکې او بویان 

دلته سیاسي غلامان د امریکا په زور غټ باز ي کوي

دا خوسیان د امریکا په موږۍ غورځي اوکاشوازي کوي

امریکا دنیا  ته دیموکراسي د ښوولو  لپاره  باټکان هڅوي

خپل دولت ته خپله  په لاس خره سیاسي غرتکان ِټمبه کوي 

خره لا پوهیږي ډیموکراسي وي په یو ازاد او بې جنګه هیوادکې

نه چي جنګ  وي نیم خلک یې  وژل کیږي هر ورځ په بمبارد کې

تر هغه چې دا وطن  د پردو    زورورو لاندي تر اشغال وي

تر هغه به د دیموکراسي دتایید لپاره دلته غرتنان فعال وي 

په ویښتلو یې د ځینو قبض سیاستوالو زړه ښاد سي

چې څه د پورته څه د لاندي خولې یې توند باد  ارشاد سي

خدایه دا ساده انسانان ددې غرتکانو له شره ساته

خدایه انسان د بادکو سیاستوالو اوغرتک جرتک خره ساته

......................

د ارګ د جنت ننداره 

ولي مسلمان دي ډیر تر ټولونورو بندګانو ډارن؟

دوږخ ټولو ته دی مګر مسلمان تري دی ډیر کرکجن

دنیا په ځان نار کړي نامالوم نار ته د نه تګ په پار

اخیر دنیا او اخیرت دواړه پرځان حتمي کړې ګلخ 

زړه خوړین سیاستوال دمخ پر تخت ناست وه په جنت کې

شاوخوا یې ناست وه هغه چې پټ وه په ستر خیانت کې

تر شا یې هره خوا  ناست پر تختونه لوی لوی ډانګیان وه

هر خوا پتاوي ته لوڅ لغړ پراته لوی لوی ږیږې سیکان وه 

د غلو، زناکارو وطنپلورو او ډانګیانو ډک وو ټول جنت

هلته  ټول بېرته شاته