(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نظم

[03.Dec.2017 - 22:16]
الله تعالی پیدا کړي نعمتونه خوندور
بنده ګان  ډيري ناشکره او چټي وي مره ور
آسمان،ځمکه،لمر،سپوږمۍ او هوا اوبه ډوډۍ
شکر باسي پې هغوی چې وي سرور او سترګه ور
په حلالو چې ېې ګټي ،دانشور که هنرور دی
هیڅ به نه شي پوروړی تل به وي ګذاره ور
که هر څومره عالِم پوخ وي ژبه ور او خوله ور وي
په عمل که ګامور نه وي،د چا نه شي پرې باور
مقتدیان نلري ډوډۍ ،ملایان شول خیټور
<دین ېې ایښی دام دنیا> ته که مفتي دی که رهبر
چې زحمت باسي ځوانان مټور او هډور
د محمود لټان به ګرځي پوډریان او ځناور
څوک ېې ورک شول په ژوندوني څوک ېې مړه په لر اوبر
آ خانان او مخه ور وو شمله ور او نامور
هاغه ثور خندآور وء که دا طغیان ژړاور
<<او کابل په وینو سور شو او سوځي پیښور>>
ټاکنې ټکڼۍ دي درغلۍ د زر او زور
که خدای غوښتل یو وخت به پرې ورځمه زه <<<زړءور>>>
 
 او دا هم  د پوهاند زیار بابا سم شوی کاپي:
په هرډول سم له لاسه مې تش ليکدود در سهي کړ، سره رنگونه ناسم دي!
 
سرو سترگې دې ښکلوم، ټولو ته سلامونه- ستا ماما او بابا زيار

زړور که زړهءور ؟

الله تعالی پيدا کړي نعمتونه خوندور

بنده ګان ډيري ناشکره او چټي وي مره ور

آسمان،ځمکه،لمر،سپوږمۍ او هوا اوبه ډوډۍ

شکر باسي پې هغوی چې وي سرور او سترګور

په حلالو چې ېې ګټي ،دانشور که هنرور دی

هېڅ به نه شي پوروړی وي به تل پاسره ګذاره ور (صرفجو)

که هر څومره عالِم پوخ وي ژبور ژبه ور او خولور خوله ور وي

په عمل که ګامور نه وي،د چا نه شي پرې باور

مقتدیان نلري ډوډۍ ،ملایان شول خېټور

<دين ېرې اېښی دام دنيا ته که قاضي مفتي دی که رهبر

چې زحمت باسي ځوانان مټور او هډور

د محمود لټان به ګرځي پوډريان او ځناور

څوک ېرې ورک شول په ژوندوني څوک ېې مړه په لر اوبر

آ خانان او مخه ور وو شمله ور او نامور

اووم وو د غويي، که اتم يې خندآور؟ وء که دا طغیان ژړاور

او کابل په وينو سور شو او سوځي پېښور

ټاکنې ټکڼۍ دي درغلۍ د زر و زورور

که خدای غوښتل يو وخت به پرې ورځمه زه زړءور

زړور ساپی

-
بېرته شاته