(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بس دی

[30.Nov.2017 - 20:57]

دېرو شاعرانو دپښتون راویښېدل کړي

ما هم په دې هکله ورته هرډول وېیَل کړي

 

مړیوته دې ږوند غوښتل که ووکړي ږوند به ووغواړي

دوئ په ږوندانه کې دخپل ځان دې مرګ غوښتل کړي

 

دا عجیبه قام دی په نړۍ کې بېلکی نه لري  

هرقام پاڅېدلی دوئ دې ځان وېده کېدل کړي

 

خلک خپلوموخوته په سولورسېدلي دي

دوئ لکه دګورچونجي یوبل سره خوَړَل کړي

 

بس دی علي خانه پاتې خوند نه شوپه وېلوکې

ماراښکاره کړي دوئ په ځان خاورې اړَول کړي

عليخان ساپی

-
بېرته شاته