(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخدای لپاره

[24.Nov.2017 - 12:15]

هی د خدای یاره جبراعیله

ما نیولي سترګی د اميد دا ستا لپاره جبراعیله

یو ښه ځیری راوړه هی د خدای یاره جبراعیله

غواړم ماشومان د خدای په مینه محبت پوهه کړم

دوۍ ته یو ښه خبر راوړه د خدای له درباره جبراعیله

د ماشومانو زړونه ډیر پاک دي زه خدای ورپیژندل غواړم

چی ښه سم باتربیه رالوی شي د خدای په لاره جبراعیله

شیطان د ده دامونه ګناهونه راته افشا کړه چی ماشومان ورنه 

وژغورو هر ماشوم ته کړه د عبادت لاره هواره جبراعیله

که ماشومان په عبادت تقوا فرهض کاري دین مذهب اموخته شي زه 

ذبیح الله دا وایم په خپله لرکیږي له ګنا له او شیطان غداره جبراعیله

.......................

روان شه د خدای په لاره انسانه

په عبادت ځان اموخته کړه لریکیږی له شیطان غداره انسانه

که غواړی له ګوناهونو خلاس شی روان شه د خدای په لاره انسانه

تل تقوا فرهیض کاری کوه هر وخت به خوښ خوشحاله وی 

درنه جوړ به یو ویښار مومین انسان شي هی ګناکاره انسانه

په عبادت تقوا فرهیض کاري کې روح زړه بدن ارامه خوشحاله

خوښ وي له مینی محبت ډک وي تل مدت غواړه د خدای له درباره انسانه

ډیر داسی شتمن خلک شته چی خدای هر څه ورکړي خو دوۍ بیا عبادت نه

کوي په شرابو په قیمار په پوډرو په زنا اموخته شي له خدای وي بی زاره انسانه

وګوره بد عملو ګناهکارو انسانانو تل غمجن خپه خوار او ځاروي نه پوهيږي څه 

وکړي ورنه ورکه وي لاره ځکه چی د خدای تقوا عبادت نه کوي وي ناچاره انسانه

په د کې د اوسنۍ زمانې د دیني مذهبي عالمیان ډیر ملامت ګرم دی ولی په زغرده

په زوره په تونده لهجه یو چا ته نه وایي چی دا عمل ګنا لري لاس واخله له د کاره انسانه

د دین مذهب عالمیان ټول په کونجو کې پټ دي ځانونه یی چوپ غلي ړانده کاڼه نیولي ولی له

کافرو بی ایمانو دیموکراتانو ډاريږي ستا په شعرو کې خدایي نصحتونه وینم ذبیح الله شاعره انسانه

ویناوال او ليکوال

ذبيح الله شريفي

 

-
بېرته شاته