(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کشران څه ملامت دي

[30.Oct.2017 - 20:43]

مشران چې ګوندیمار شي نو کشران څه ملامت دي

سپینږیري چې نااهل شي، هلکان څه ملامت دي

د پوهو عالمانو په منځو کې چې نفاق وي

ناپوهه بېسواده شوده ګان څه ملامت دي

چې زړه د ناصحانو وي ډک شوی له حسده

وینا کې تاثیر نه وي سامعان څه ملامت دي

کوښښ چې یو پښتون د بل پښتون د نابودۍ کا

په دې کار کې پردي او ګاونډیان څه ملامت دي

بینا خلک چې مخ شي د نفاق په ګړنګونو

ګیله وکړم له چانه حافطان څه ملامت دي

ریښتیني پښتانه لوی خادمان او سلیم زړونه

دا ټول چې یو شان نه وي ملنګان څه ملامت دي 

ریښتیا وینا دې وکړه خدای دې خیر کړي ملنګ جانه

که هر څه درته پېښ شول، ستا یاران څه ملامت دي

 

ملنګ جان

-
بېرته شاته