(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنز

[25.Oct.2017 - 15:08]

طنز _ محمود نظری 

دوږخ یې لا قبضه کړ!

سپين ملادي په بې پلاره ماشوم وژنه  وژني

غټه توره بلا دی په مور  بم غورځونه وژني

که نر یې  ځان له دې لویي کربلاخلاص کړه

مریی بوبلا دی د دوی دبدو په غندنه وژني

دواړو بلاو قسم کړی ما او تا به خلاصوي

د نوم لپاره ګناهکاریتیم بې زکندنه وژني 

بی ګناه پردی دلته بې خاره ګرځي راګرځي 

دواړه ملامت یتیمان اوښځې بې پوښتنه وژني

دهر دوږخی یو کیلوهډوکي اوغوښې ټولیږي

 دا ملا او دا بلا  مو بې جنجاله بې کفنه وژني

***

دا په کوم کتاب  کې دي راغلې

چې غله ته سم مصونیت غواړې

دا په کوم تاریخ کې دي لیکلي

چې د پردوکړو ته حریت غواړې

دا کوم لوی پوه یا عالم دي ویلي

چې له باعزته خاینه صداقت غواړې

مه لیونی کیږه مه غولیږه یاره!

ته له لوی شیطانه کیلۍ د جنت غواړې

هغو دوږخ لکه جنت په دنیا لا چور کړ 

دغلوپه دنیا کې له چا انسانیت غواړې 

دجنت او دوږخ قبالې يي په لاس کې

ته لا له دوی څخه بل ښه تجارت غواړې

په ژمي تود دوږخ په دوبي یخ جنت پلوري

ته لا په دې  دنیا له دوی بل کرامت غواړې

دوږخ یې ان کافرانو ته لا پرې نه ښود

نور لا له دوی څخه  بل ښه شرافت غواړې

بوبلا( توره بلا)

-
بېرته شاته