(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون حال

[25.Oct.2017 - 15:01]

 د پښتون حال 

باغ او بڼ یې بې بلبله، بې عندلیبه

رنځوران یې بې دوا، بې طبیبه

 

څه په لوږه، څه په تبه، څه په تیغ مري

ورک شه، ورک شه، د پښتون خوار نصیبه

 

که یې ښه پوره په حال باندې خبر شې

خدایږو ته به هم پرې وژاړې رقیبه

 

ناپوهي، خواره خواري ده او پښتون دی

کور یې وران، کار یې ګډ وډ او بې ترتیبه

 

لاس یې یو ځای، سر یې بل ځای، پښه یې بل ځای

پښتانه ټوټې ټوټې دي بې ترکیبه

 

نه ډوډی لري، نه پوهه، نه تعلیم څه

بې له تورې، نور له هر څه بې نصیبه

 

چې رښتین خادم یې وینم بینوا دی

پښتو ژبه ده په ژبو کې غریبه

 

که غمخور، همدرد، خواخوږی او دردمند یې

ژاړه ژاړه د پښتون په حال حبیبه

 

توره مه ستایه، هنر ور لره ستایه

چې نور هم نه شي مجروح پښتون ادیبه

 

ارواښاد ګل باچا الفت

 

-
بېرته شاته