(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لمر

[14.Oct.2017 - 10:21]

د ښائست د   اسمان نؤره   

خداےدې مه کړه له نظره

 

بند په بند دې يم تـــــړلے

د زړۀ سره جادوګـــــــــره

 

ستا د خلې هره خبــــــره

ستا  په شانتې  ملغلــــره

 

تابه ستا دپاره پـــــرېږدم

ستانه ځارشم د زړۀ سره

 

هر ماتم ته تماشـګير يې

يه اســـــــــــمانه زورؤره

 

خپل به کـېږي تا به ژاړم

د پښتون وطـــــن پرهره

 

په عمرونو به موړنه شې

د پېړو پېړو نهـــــــــــــره

 

ډېر اورونه دې زغمــــلي

د عابد سوي ځيــــــــګره

-
بېرته شاته