(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بښتنو لپاره شر

[12.Oct.2017 - 06:29]

څوک یې اشرو له بوزي څوک ترې لښکر جوړوي

هر زورور د پښتنو لپاره شر جوړوي

 

د پښتنو زمکه به څه فصلونه وټوکوي

څوک پکښې جنګ جوړوي څوک پکښې سنګر جوړوي

 

جنګ به زمونږ نه وي خو مرو به پکښې مونږ لیوني

څوک چی ختن اخلي سنګر به په خیبر جوړوي

 

وخت چی په ما د څه احسان کوي نو داسې کوي 

مانه څرمن وباسي ما ته ترې څادر جوړوي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

صاحب شاه صابر

-
بېرته شاته