(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جنګ زنده باد

[05.Oct.2017 - 11:45]

طنز

محمود نظری  

جنګ زنده باد  

که جنګ  وي دغلو محاکمه نسته

د د یموکراسۍ کومه علامه نسته

هر څه چي کوې کوه یې بې خاره

د خاین لپاره کومه جریمه نسته

خاین خپل مل ته وایي دټولو پاچا

د ولس ورسره کومه دعوه نسته

زورورغموردی ورته  محاکمه نسته

هغه ته کوم قانون او لایحه نسته

زورورغویی چي په هر چا غورځي

په هغه توپير د خلکو او غوېمه نسته 

پردي تر خپلو په کې ډیر حق لري

هغه ته د مه درنګوه کومه نغمه نسته

هر خوا ته بې قانوني ده او خرکسي

د وطنپلور په چای کې توره شمه نسته

هر سږمور کیدای سي لوی مشر سي

دلته تولیده  دمشرانو د ماغزه  نسته

هر زورور هر کال مخ په لوړه ځي

دهغو کتل د ښه کارو سې پارچه نسته

وطن جنګل کې کوم قانون نه چلیږي

هلته کومه د انسانیت د کړو ذمه نسته

 دهرپردی دا اصلي وطن خپل دی خپل

پردی خپل دی بیله خپلو په کې میلمه نسته

نر هغه دی چي یې بهرته ډیره یووړه

دهغو د حساب کتاب کومه نخښه نسته

په پوهنتون  کې د سقا انځور ځړیږي

د خرو له دې ډیره بله   ښه ثمره نسته  

 سکته مارشال په کي  نن  پاک شهید سو

د ناروا لپاره په کې هیڅ کومه  خانچه نسته

والي رییس جمهور ته غوره ګوته ورکوي

د دې کار لپاره د سیاست کومه ووده نسته

موږ  خیټور په دې وطن کې جنګ غواړو

موږ ته له دې جنګه بل شي کې مزه نسته

-
بېرته شاته