(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شیخ اسد سوري

[28.Sep.2017 - 17:28]

دپښتو ژبې یو لرغونی شاعر شیخ اسعد سوري (مړ۴۲۵ لیږدیز)

لیک: ‌‌‌‌‌‌ډاکتر یاد

دلرغوني پښتانه لیکوال شیخ کټه علیه الرحمه له تاریخ سوري نه داسې روایت کوي چې اسعد سوري دافغانستان په غور کې اوسیده او د غور دواکمن امیر محمد سوري په دربار کې دقدر او عزت خاوند و.اسعدسوری په ۴۲۵ لیږدیز کال کې دزمینداور په بغنین کې چې اوس یې بغنی بولی مړشوی دی.ده دامیر محمدسوري دمړینې په ماتم کې یې یوه ویرنه ویلې ده:

دفلک له چارو څه وکړم کوکار(۱)

زمولوی(۲) هر ګل چې خاندي په بهار

هر غاټول چې په بیدیاغوړیده وکا

رژوی یې پاڼې کاندي تار په تار

ډیر مخونه دفلک څپیړه شنه کا

ډیر سرونه کا دخاورو لاندې زار

دواکمن له سره خول پریباسي مړشي

دبیوزلو وینې توی کاندي خونخوار

چې له برمه (۳)یې زمري رپي ځنګلو کې

له اکوبه (۴) یې ډاري تیرو (۵)جبار

هم یې غشي سکڼي(۶) ډال دژوبلورو(۷)

رستمان ځینې ځغلا کاندي په ډار

چې یې ملاوي نه کږیږي په غښتلیو

دافلک پرې وکړي څه کاري ګوزار

په یوه ګردښت یې پریباسي له برمه

نه یې غشی نه لیندۍ نه یې سپار(۸)

څه تیری څه ظلم کاندي ا ی فلکه 

ستا له لاسه نه دی هیڅ ګل بې له خار

په ورژلو(۹) لور (۱۰)نه کړي په زړه کراړیه (۱۱)

پر نتلیو اوروي دغم ناتار

هیڅ روغی مې په زړه نشته ستا له ځوره

بیلوی په ژړا ژړ(۱۲)مین له یار

له تیریو دي اوښي څاڅي له اوریځیو

ځیني ژاړي په ورټ ورټ ستا له شنار(۱۳)

نه به لاس واخلي له ځوره نه به لورې(۱۴)

نه به ملا(۱۵)کړي له بیوزلو له ترار(۱۶)

نه به زړه وسوځوي په هیچا باندې

نه به پریوځي له ګر دښته له مدار

نه به وصل کړي مین له بل مینه

نه په درملي(۱۷) ټپونه دافګار

ستا دلاسه دي پراته ژوبل زګیروی کا

هر پلوته ټپي زړونه په ځار ځار

کله غوڅې کاندي مراندې (۱۸) دزړګیو

کله تیر باسي وګړي هو ښیار

کله ټکې (۱۹) واچوي پر نا زولیو

کله څیري کړي ګریوان دنمنځي چار(۲۰)

کله غورځوی واکمن دپلازونو(۲۱)

کله کینوي په خاورو کې بادار

زموږ په زړونو دې نن بیاوویشته غشی

ودې ژوبلل(۲۲) په دې غشي سل هزار

پرسوریو باندې ویر پریوت له پاسه

محمدواکمن چې لاړ په بل دیار

یو وار شو اسیر په لاس د میر څمنو(۲۳)

انتقال یې وکړ قبرله بل وار

په سماو (۲۴) يې ودان آهنګران و

په ټیکنه(۲۵)پر درست جهان اوڅار(۲۶)

دمحمود بېرته شاته