(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یونس خان خېبري

[12.Sep.2017 - 06:23]

خدای دې نه کاندي هېڅوک له یاره بېرته

جدایي ده، د ژوندون له شماره بېرته

 

اشنایي له جدایۍ خالي غواړې؟

چېرته شته د چمن ګل له خاره بېرته؟

 

عاشق ځان د عشق په تاو کې اموخته کا

کله پایي سمندر له ناره بېرته؟

 

عاشقان د عشق په میو دیوانه شو

محبت کړه د دنیا له کاره بېرته

 

عظیم بار یې د انسان په تندي کېښو

غرونه شو د امانت له باره بېرته

 

نږدېکت دې ورقیب ته، مرګ زما دی

ته له خونه شه، د خدای د پاره بېرته

 

ښه چې وخوړې د شاه پېچانو زلفو

ولې نه تلې په احتیاط له ماره بېرته 

 

مبتلا به په هجران نه یې یونسه

که نظر کړې د دیدن له ښکاره بېرته

۰۰۰۰۰

شاعر :یونس خان خیبری ، د دیوان مخ ۳۳

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

د یونس خان خیبری رح پېژندګلي

یونس خان خیبری رح د پښتو له خوږو ژبو، کلاسیکو شاعرانو څخه و.

یونس خان خیبری رح د رحمان بابا رح له مستقیم شاګرد (زدوکوونکی) څخه و.

یونس خان خیبری رح په خټه موساخېل و او پلار یې نورمحمد خان له موساخېلو څخه د کسی د بابړو سره راغلی و او په خیبر کې اوسېدهٔ.

د موساخېلو په اړه پوهاند عبدالحي حبیبی رح وایي چې موساخېل له آره (اصلاً) د سلېمان د غره په سوېلي لمن د ږوب (ژوب) په ختیځه خوا کې اوسي او دغه موساخېل د کاکړو یوه پښه ده.

د یونس خان خیبری رح د مینې په نړۍ کې یوازې د مجازي عشق جلوې او کرشمې نه وینو بلکې د حقیقي عشق او عرفان، نور او تجلي پکې زیاته ځلېږي او د دیني مسایلو او ښو اخلاقو د پاللو او روزلو لپاره هم اغېزناک درسونه لري.

 
-
بېرته شاته