(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوس به څه کېږي

[11.Sep.2017 - 20:16]

تا نهٔ وفا کېږي او که نهٔ کېږي؟

زهٔ خو مین شؤی شم، اوس به څهٔ کېږي؟

ـ

څهٔ خو کؤه ګلې چې دې یاد یمه

ما سره چې بد کړې، هم به ښهٔ کېږي

ـ

ما به ورک کړي، تا به بندیوانه کړي

تا ته چې رقیب سپېرهٔ سپېرهٔ کېږي

ـ

حسن خو خدای تا لره درکړی دی

ګل هسې نامه ده، په نوم څهٔ کېږي؟

ـ

-
بېرته شاته