(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

انګرېزۍ نظم

[04.Sep.2017 - 15:19]

 

د وليم بټلر ييټس د انګرېزۍ نظم 

When You are Old   

پښتو ژباړه _ همایون مسعود 

.

کله چې عمر اوخورې!

(نن مې د مينې نه بې نيازې۰۰۰

 پۀ ما ګرانې،

 يۀ خوږې محبوبې!

د مستقبل پۀ هينداره کښې۰۰۰ 

د هغې ورځې تصوير ځانته رامخې ته کړه لږ )

چې وخت دې تېر وي، وېخته سپين،  سر دې اوده اوده وي۰۰۰ 

د اور پۀ وړاندې  تنها ناسته تۀ خپل سر خوځوې!

دغه ګړۍ دې بيا د تېر ژوندون کتاب اوسپړه

او پۀ ورو ورو يې لوله هغۀ وخت ته  اورسېږه 

چې،

 سيوري د سترګو دې هم ګڼ هم يې پاسته کتل کړو!

 

څومره وو ستا، چې مئينان ول د کمال د ورځو

لۀ دې خبرې مبرا چې دوي پۀ پاکه مينه۰۰۰

کۀ له هوس، خو د ښائست  نه دې چاپېر تاوېدل

خو پۀ دې ټولو کښې ممتاز يو سړې داسې هم وۀ

چې ټول اخلاص وۀ ستا د روح پۀ لېونتوب مئين وۀ

 او (د وخت له لاسه) ستا د مخ پۀ تغير دا ستا پۀ  غم شريک وۀ

 

بيا پۀ شغله شغله سکروټو شه نسکوره لږه  

د ګنګوسۍ پۀ ژبه  ځان ته پۀ ارمان اوايه!

څنګه دا ستا شړلې مينه ستا د څنګ نه لاړه

د لويو غرونو پۀ سرونو باندې والوته اسمان ته لاړه

هلته د ستورو پۀ ګَلَه کښې لۀ تا پټه شوله

 
-
بېرته شاته