(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دزبیح الله شریفي شعرونه

[24.Aug.2017 - 14:47]

ذبیح الله شریفي

 

................

دا د پټی سر دی پټی ورسته سرور دی

لاس کیی مو ډالر دي زور راسره ډیر دی 

دا د پټی سر دی پټی ورسته سرور دی

چرس پوډر د پیسو پیداکولو ښه لار دی نیمایی اولس په د عمل ګرفتار دی 

د وطن کی کوڼډی یتیمان ډیر دي زمونږ د وکیلانو دبدبه نوم نیشان په برابر دی

ټول اولس بی روزګار ګرځی مونږ په سی کتار کتار ګرځي

هر یوه باندی مو زور بر دی زمونږ د والیانو ډار په هر چا باندی خور دی

اسلام د یموکراسي مو شعار دی فارلمان زمونږ بازاردی 

دا د پټی سر دی پټی ورسته سرور دی

ښکولی موټر مو شوحرت دی ښی بنګلی مو عزت دی

دروغ فریب مو لوی عدت دی غلا زمونږ جورت دی

مخ کی ببر ګیری قومندانان وه اوس لڼډ ګیری وکیلان د پارلمان یو

هر یو مو د پردیو استخبارتو اجینټ دی چور چپاول زمونږ سیاست دی

غلامی ښه کار او بار دی دا خیسلت د هرغدار دی

دا د پټی سر دی پټی ورسته سرور دی

وطن مو ټول ګیروګان دی توجارت مو په کی روان دی

ځامن مو د هر چا په سر باداران دي ټول توجاران دي 

نور خلک فارلمان کې د وطن د ګټو د تاوان خبری کړي 

زمونږ د وطن خبرو کې نقسان دی دا مو دبدبه او دوران دی

رایګیری لوی قمار دی زمونږ سات په کی ښه تیر دی

دا د پټی سر دی پټی ورسته سرور دی

بی چاره بی کاره بی عقل بی علمه ځوانان لرو داړه ماری ته بدماشان لرو 

چا که څه راته وویل تباهی وهلو ته یی ظامان لرو هر کلی کی شیطانان لرو

وطن که ورانیږی مونږه یی څه کړو مونږ دوبی غرب هیند کی کورونه لرو

د وطن د ګنجونو زخیرو خرسولو ته هر رنګه پرمان لرو مونږه دا فیلان لرو

ټو پک باډیګارد مو غرورو دی زمونږ ژوند ښه برابر دی 

دا د پټی سر دی پټی ورسته سرور دی

غوغا جوړول زمونږ جال دی دا مو یو چل او ول دی 

مافیا د ټول جهان راسره مل دی هر یو مو ښه تکړه غل دی

ذ بیح الله واوره که بی عقلان په دنیا نه وي وښیارانو به څه کول

په اولس اور د غریبی بل دی هیندی سیریالو نه یی د لاری حل دی

وطن هڅی هم ټول دربدر دی زمونږه په څه کار دی

دا د پټی سر دی پټی ورسته سرور دی

د معدنونو خرسول زمونږ ارمان دی ټولی نړۍ ته مو علان دی 

دۍ کار کی راسره جوړ ګاوڼډیان دي دا زمونږ ګزران دی

اولس که ژاړی او که خاندی مونږه یی څه کړو 

هر یو یی فریشان دی په پوښته نه کی یی تاوان دی

دغریبی له لاسه غار غار دي ټول خوار او ځار دي

دا د پټی سر دی پټی ورسته سرور دی

................

 

 دا د میلتو وطن دی

دلته پشي بلوچ وزبک تاجیک پښتون هزاره مه یادوه دا د میلتو وطن دی

نوریستانی هیندو ایماق قزلباش د خدای لپاره مه یادوه دا د میلتو وطن دی

وطن لکه مور دی مونږ ټول افغانان د هم دغی مور بچیان یو

مونږ ته د نفاق بی اتفاقۍ نوم غداره مه یادوه دا د میلتو وطن دی

ستاسو په نفاق بی اتفاقۍ کې جنګ جګړو کې شخسي ګټی خوندي دي

د پردیو په لمسون د افغانانو د بیلتون نوم اشراره مه یادوه دا د میلتو وطن دی

داعیشه د وهابیانو په مشوره په افغانستان کې د سوني او شویه ور ته لمن 

ولی وهی مونږ ټول ورونه یو دا پیتنه خونکاره مه یادوه دا د میلتو وطن دی

هی افغاناو راویښ شی د اشرارو د داعیش او طالیبانو په زید ملي پاسون وکړی  

افغانه دا د ذبیح الله واوره خپل منز کې د کین بوغز کناره خبره مه یادوه دا د میلتو وطن دی

................

 

 خدایه

افغانان ژړیږي ډیر کلونه وشول خدایه

ناهقه نامردو اشرارو وزورول خدایه

کله به مو له یاده ورته وځي چی افغاني

نجونو له پینځم منزله ځانونه راوغوزول خدایه

چا ټکویل میخونه د افغانانو په سرونو پری یی کړی

سینی له ښځو اشرارو د کابل بازارونه وسوزول خدایه

له شورای نزار دوستمیانو حزب وحدت حزب اسلامي

سیپایانو نه ګیله په کار نه دی دوی ول جاهل خدایه

بی ایمانو اشرارو وطن چور تالا کړ لا شرمیږي نه

د دین مذهب طالیبانو افغانان په بی رحمۍ ووژل خدایه

لا تر اوسه یواشرار هم نه وایي چی زه ملامت یم

ذبیح الله دا ورته ووایه هر اشرار دی لوی غل خدایه

................

 

 نصیب مو نشته په جنتو کې

د دنیا خوشحالو مخ اړولی له مونږ دی

ژوند تیر شو ټول په زحمتو کې

زمونږ خواري غریبي هیڅ چاره نه لري

راګیر یو د دنیا په هر رنګ مشکیلاتو کې

مونږ له عضله بد قیصمته یو ګیله له چا وکړو

ومر ټول تیر شو د دنیا په قیامتو کې

لا به کله په مونږ دا توری تیری رڼا کیږي

نصیب مو نشته د خدای په رحمت برکتو کې

له نا چارۍ ساه اخلو پراتیو لکه لاش ذبیح الله د خدای

د قضاوت ته چی ګورو نصیب مو نشته په جنتو کې

................

 

 له تانه ډیر ګیلمن یم خدایه

ډیر کلونه وشول چی راورک له وطن یم خدایه

ته می هیڅ دعا ځاری نه قبلوی هیران یم خدایه

د بی دینه بی مذهبه خلکو د ایتجا موحتاج کړم

دا می د زړه غږ دی له تانه ډیر ګیلمن یم خدایه

تاته هره ورځ دعا کوم یو کسب کار رازده کړه

ځم خپل وطن ته قسم دلته ډیر جیګر خون یم خدایه

تانه چی هر څه غواړم ته هیڅ کومک مرسته نه کوی

د توری مسافرۍ له لاسه په زړه خوړین پړین یم خدایه

نه می کومه ارضو پوره کیږي نه می کوم ارمان پوره کیږي 

تر سو به د بل لاس لاندی مزدور یم زه ذبيح الله هم انسان یم خدایه

................

 

تر سو به د شعر شاعرۍ بیماري وي خدایه

 

تر سو به زما دا خواري غریبي دا ناچاري وي خدایه

تر سو به می لاس بل ته نیولی دا بی کاري وي خدایه 

ولی دی د بی دینو بی مذهبو خلکو احتیاج موحتاج کړم

تر سو به ستا د کومک درواځه زما په مخ پوري وي خدایه

تر سه وخته به وسم لاسپوسی د بل لاس لاندی هقیر فقیر

تر سو به د یوی مړی ډوډی لپاره دا مزدوري وي خدایه

زه هم انسان یم په زړه کې ارمان هوس ارضو امید لرم 

اخیر تر سو به د چورتونو فکرنو خیالونو رنضوري وي خدایه

ولی غیبي علم کار کسب نه رازده کوی چه ژوند می ارامه شي

اخیر تر سو به زه ذبیح الله او د شعر شاعري بیماري وي خدایه

................

 

 دا انسانیت دی انسانه ؟

دوه دری ښځی کوی دا سرنګه انساپ عدالت دی انسانه

ولی کوی له ښځو سره دا ظلم سیتم دا لوی هماقعت دی انسانه

په غریبو ملکو کې د بوډا پیسداره سړي چی خوښه شي دوه 

یا دری ښځو ته ځوانه نجلی سره واده کوی دا واقعت دی انسانه

د وړو ماشومانو نجونو له لوسو سیکس فیلمو عکسونه اڼټرنیت ډک 

دی سکس کلوب کې بربڼډی به ولاړی وي دا شرافت دی انسانه

دیو سو روپیو لپاره هر رقم خلک په جیږيږي ټیټیږي وای 

دیموکراسي دی دا د ښځو حقوق او سلاحیت دی انسانه

د عیسویانو یهودیانو بودایانو هیندوانو موسلمانانو مولایان

کله به دا غږ وچتوي هم دا د دین مذهب اسلي واقعت دی انسانه

ما خو یو ملا هم ونه لید چی په دغو شیانو نیوکې وکړي یایی

وغندي ذبيح الله دیموکراتانو ته ووایه دا انسانیت دی انسانه

................

 

 مه می ورکوه دغه بوډاته پلاره ؟

ولی می ورکوی د پیسو په زور دغه بوډاته پلاره

ولی می په خرسوی په نوم د ولور دغه بوډاته پلاره

زه ستا لور یم اولادی یم ژوند می ولی راخرابوی

په جبر ظلم سیتم می باسی له کور دغه بوډاته پلاره

زه م یو انسان یم حق لرم چی د ژوند اینده په خپله خوښه

وټاکم خیر دی مه می ورکوه نور دغه بوډاته پلاره

دا لما ډیر مشر دی تمامه ورځ به راته ټوخیږي 

ولی می ورسپاری دغه رنضور دغه بوډاته پلاره

دا کار مه کوه یواری واره د ذبیح الله شعرونه

ځارۍ کوم مه ورکوه دغه خیټور دغه بوډاته پلاره

................

 

 بیابه نه راځم

چی په غریبۍ می شرمیږی یاره بیابه نه راځمه

نور د هیرومه قواره بیابه نه راځمه

دا توری شپی به هم په ما رڼا شي

نه یم نا اومیده د خدای له درباره بیابه نه راځمه

ما څه ګڼلی ته څه راوختلی

وه غداره بیابه نه راځمه

ته چی کوی په ما کبر غورور

څه د کوم هی برخورداره بیابه نه راځمه

ذبیح الله کوه هر څه چی کوی اوس د وخت دی

خو ته څه خبر یی د زړه له اظاره بیابه نه راځمه

................

 

 ولی می ناهقه ژړوی 

ته چی دا مړاوی سترګی رآاړوی

ولی می په غم اړوی

زه چی درته نه ګور ته څله راګوری

ولی جنجالونه راته جوړوی

مینی ډیر خلک تالا والا کړل

ولی می زړه کړوی

ته څه خبر یی د مینی له زوره

ولی می زاړه زخمونه راسپړوی

ذبیح الله مه زیاتوه نوری دا خبری

پوهیږم د مینی جال راته غوړوی

................

 

 په خپلو ځوانیمرګو فخر کړو

 

راځی چی لاسونه د یوالي سره ور کړو

د صولی اشتی ډیوی بلی په هر کور کړو

هر ویده میده راویښ د غفلت له خوب کړو

د اتفاق احتاد جرګی روانی په هر لور کړو

د نوي انقلاب جڼډی کړو پورته دا ړنګ بنګ

وطن په لړځان د خپلواکی د شور ماشور کړو

هر کډوال مرور ورک بچیان د وطن راټول

بیرته د یوالي د مینی محبت په زور کړو

دا تورتمونه توری تیاری رڼا کړو وطن

لکه مور ده نور به ساتنه د خپل مور کړو

دا ټوټی ټوټی وطن لر او بر سره یو کړو

د خان غفارخان ارواح خوشحاله په ګور کړو

نور دښمني خبګیان بس ده راځی چی ټینګ

په غیږ کې خپل خپه ناخبره مرور ورور کړو

کنا تر څو به د بل چا د ګټو لپاره یاغي باغی

تنکي ځوانان سره وژنو بیا به ورباندی فخر کړو

چی پلانکی توریست طالیب یا پولیس اسکر

مو مړه کړل بس ده ډیرمو بندیوان د ګور کړل

................

 

 زړګیه راځه ؟

زړګیه راځه چی جوړه کړو یوه جونګړه په زیارت کې

ډیر ګناه کار یم چی شرمینده نه شم الله ته په اخیرت کې

دنیاته چا راوړي څه دي له د پاني دنیانه چا وړي څه دي

راځه دا باقي ژوند تیر کړو د پاک الله په عبادت کې

چی نه دنیایي نه شیطاني وسوسې اندیښنې وي

ځان غرق کړو د خدای په عشق مینه محبت کې

تقوا فرحیض کاري لویه ګټه د هغې دنیا دی

نور بوخته شو د خدای په ذکر سنا صفت کې

ذبیح الله هر عبادت ډک دی له برکتونو چی ډیر

حکمتونه برکتونه په کې شته هغه دی د قران تلاوت کې

دا شعر د محترمی قمرګلی له خوږ اواز نه الهام شوی ؟

راځه چی یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې

................

 

 د خدای عبادت سنا زکر

زړګیه راځه چی غرق شو د خدای په زکر او سنا کې

یو بل سره مست ورک شو د خدای په عبادت او دعا کې 

د دنیا غمونه سودا هیره کړو چیری لری لاړ شو بله دنیا

جوړه کړو لکه اولیا ځان بوخته کړو د خدای په سودا کې

د خدای عشق مینه محبت کې دواړه پټ شو چی نه شیطان

وي نه دنیا یي وسوسی تقوا فرحیض کارۍ وي سبا او بیګا کې

د ځان لپاره حرام شه که څه غاوړم پقت دا غوام چی خدای په ما 

افتخار وکړي بس زړګیه ډیری خوشحالي شته د عبادت په مشغولا کې

تل به له شیطان او ګناهونو نه په امن وی دا د ذبيح الله واوره که یوارته

خو په اموخته شوی بیا به تل خوښ وی په ژوند په فریض کاري تقوا کې

دا شعر د محترمی قمرګلی له خوږ اواز نه الهام شوی ؟

راځه چی یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې

................

 

؛ مسافرۍ وخوړم

ډیرو غمونو د دنیا وخوړم

څه به یی ستایم چی چا او چا وخوړم

په جهان کې ډیر زړونه پری پری دي

پتنګ ویلی شمعی زه خو تا وخوړم

یو خوار غریب نه می وپښتل چی ستا څه حال دی

راته یی ویل د یوی مړۍ ډوډی پیداکولو غم او سودا وخوړم

یوه ښځه غلی په چورتونو کې ډوبه وه ماورته ویل ولی داسی یی

راته یی وویل سړی می شیخ دی د ده د تسپو ټکا وخوړم 

ذبیح الله که جنګونه نوی ما به پردي وطن کې څه کول

ځواني می هسی تیره شوه د مسافرۍ ببری بلا وخوړم

................

 

 ڼن می لیلا راځي

ڼن می لیلا راځي په دغه لاره

ماته ګلونه راکړه باغوانه یاره

ډیره نازولی ده په ما ګرانه ده

ورته جوړه کړه یوه غونچه د ګولو ښه مزداره 

زړه سلامي ولاړیم سترګی پیری

راتګ ته یی ډیریمه ناقراره 

ډیره ښایسته دی خدای په خپل لاس ده جوړه کړی

لکه ملایکه چی راغلی وي د الله له درباره

شاعر ذبیح الله که د ولیدی له ورایه به غزل 

په جوړ کړی د ټولو امزولو دا ده سرداره

 ................

 

 

ناوی مبارک د شه

ناوی نوي کورته نوئ پل دی مبارک شه

درباندی یی واچو سور شال دی مبارک شه

پوره د شو د زړه ارمان

د نوی ژوند دا حال دی مبارک شه

امځولو په ناز نخرو یی جوړکړی یی

د غاړی امیل -
بېرته شاته