(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نوی جهان

[15.Aug.2017 - 10:02]

نوی جهان

علامه قیام الدین خادم

په برمک خالد بابا د خدای رحمت شه

چې تائید ئې په همت خراساني کړ

د کروړ د قبر خاورو ته سلام دی

چې سرلوړی ئې خپل قوم افغاني کړ

دوئ د خاورې او وطن په پاکه مینه

سر او مال او اولاد واړه قرباني کړ

څو آزاد یې کړو وطن د غیر له لاسه

لوړ بیرغ ئې په اخلاص مسلماني کړ

په مرکز د خلافت کې برمکیانو 

په مشرق کې دا خدمت شنسباني کړ

هم په غور هم په ملتان کې پښتانه ‌ؤ

چې خدمت ئې و اسلام ته ایماني کړ

تردامنځ سبګتګین بیرغ اوچت کړ

چې اعلان ئې برخلاف د ساماني کړ

محمود داسې ناکردې په پښتون وکړې

چې هم غور او هم ملتان ئې تاواني کړ

د غزني سیاست واړه لباسي وو

پدې کار ئې ځان بدنام جاوداني کړ

فردوسي غوندې حکیم ئې در په در کړ

هم ئې مات د غور پيمان په نادانۍ کړ

شهزادګان د غور ئې مړه کړل په ناحقه 

خپل فریب ئې د خپلوی پرې اعلاني کړ

د ریا څادر چې رنګ ئې د ادب ‌ؤ

پر غزني باندې خپور شوی دا غضب ‌ؤ

 

په غزني کې خورد، خواب او عیاشي وه

عشق بازي، ساز او سرود او مینوشي وه

غلامان وینځې رقصونه محفلونه

د دربار حمد و ثنا ئې شاعري وه

د اسلام د سپين بیرغ نه مراد دلته

استعباد مال او منال او خونخواري وه

د مرکز د خلافت اطاعت نه وو

د قرآن ژبه مغلوبه په پاړسي وه

د افغان د اخلاقي حکومتونو

پسې لمسه هم په هند هم په غزني وه

ابو الفتح محمد ئې شهیدان کړل

له غوري او له لودي ئې تربګني وه

د پښتو مخه ئې بنده کړه په ظلم

د پښتون سره خپلوي ئې لباسي وه

استثمار ئې د ادب په فردوسي کړ

کناره ئې له درباره ثنائي وه

تل به پټ وو بوعلي د غزنوي نه

چې رد کړې د دربار ئې غلامي وه

فردوسي ورنه کسات په قلم وکېښ

خو پښتون علاوالدین کړې مردي وه

 

د زړه تاو ئې د غزني په لمبو سوړ کړ

تر دې پس ئې په ‌‌‌‌‌‌ډيلي کې څلی جوړ کړ

 

تشې وینې غوري ندي بهولې

منارونه د اسلام ئې درولي

د ګپتا د خاندان عبادتګاه هم

داسې نورې غوري ټولې دي ساتلي

نه ئې هڅې چور چپاو دی چیرې کړی

نه ددوئ په وخت شراب دي چا خوړلي

فحاشي او نور کارونه چې حرام وو

دوئ همداسې په همدې شان وو منلي

خو افسوس چې د پښتو ځينې غافل وو

نور ئې ټول واړه کارونه وو ښاغلي

د عمل پښتو پکې وه خو د ژبې

په باب دوئ کارونه ونکړل ستایلي

ولې بیا هم په بهلول باندې رحمت شه

چې اخلاق د پښتنو ئې وو ساتلي 

چې نوبت شیرشاه ته رسي نو قلم مې

له خوښیه رحمتونه په ده نولي

‌‌‌‌‌‌ډير افسوس دی چې د برق په شانې تیر شه

داسې ستوري کله کله دي ختلي

بیا لا هم جلال الدین غلجی پښتون وو

درباریانو ته ئې داسې وو ویلي

په دربار کې د پښتو خبرې ښائي

بې پښتو ئې له درباره وو شړلي

خانجهان په پښتو ژبه ځان قربان کړ

خو تاریخ د پښتنو ئې زرافشان کړ

 

په روښان د ملیت دوره را درومي

د شعور او حرارت دوره را درومي

سل او شل کاله جهاد په پښتو کاندي

بیا ورو ورو د حریت دوره را درومي

خوشال خان له تېر تاریخه عبرت اخلي

د مغل نه د نفرت دوره را درومي

د خوشال له قلم مښک او عنبر اوري

په افغان کې د نهضت دوره را درومي

چې رحمان بابا قلم په ګوتو اخلي

په پښتو د عزوبت دوره را درومي

پاړسیوان ورته حیران ګوته په خوله شي

په ادب کې د قدرت دوره را درومي

د رحمان خوشال مکتب بل رنګ قبول کا

په رحمان د برکت دوره را درومي

د سړبن او کرلاڼي په هر یو فرد کې 

وینه ځغلي د غیرت دوره را درومي

د خیبر نه ښکته پورته پښتونخوا کې 

د افغان د سعادت دوره را درومي

د شاعر او د ‌‌‌‌‌‌لي‌‌‌‌‌‌ډر په کوششونو

د پښتون د حکومت دوره را درومي

 

چې مې نوم د میرویس خان جاري په خولې شي

له ادبه مې بدن خولې خولې شي

په دې ‌‌‌‌‌‌ډول مایوسۍ او بې کسۍ کې

ټينګ ولاړ میرویس د عزم په مقام ‌ؤ

په تدبیر سره ئې الله اکبر کړ

خدای غیور دی په ګرګین ئې مظفر کړ

په دې دومره لوې ټبر د پښتنو کې 

په رېښتیا یو ته پښتون وې میرویس خانه

د غیرت تله درنه دې تر هر چا وه

له تدبیره دې خالي نه وه میړانه

د پښتو او پښتونوالې نمونه وې

فضیلت دې ‌ؤ موندلی له سبحانه

خزانه د پښتنو د ټول تاریخ وې

ته پخپله صحیفه وې له آسمانه

افغانېزم ملیت له تانه پاتې 

یو سبق دی عملي لویه سلطانه

د شاهي تاج دې په سر کړلو پښتون ته 

ځان دې مشر د جرګې کړو نمایانه

په پښتو پښتونولۍ دې ملت ساز کړ

لوۍ قائده لوۍ رهبره لوۍ افغانه

ستا د خړ څادر له ‌‌‌‌‌‌ډيره برکته

دښمن بایلوده صحنه تر اصفهانه

څنګه هېر به شاه اشرف او شاه محمود کړي

څو چې وي د پښتنو خونه ودانه

ابدالي سره سلوک ئې د ورورۍ کړ

که هر څو ئې قندهار کړلو ستومانه

 

افغان ستا په نوم ژوندی دی تر دې دمه

د پښتون د آزادۍ بابا آدمه

 

د پښتون د کور ‌‌‌‌‌‌ډيوې شوې تتې تتې

خدایه دلته مازدیګر او که سحر دی؟

نمر به پریوزي او تیاره به شي لا ‌‌‌‌‌‌ډيره؟

که دا خړه پړه زیری د کوم لمر دی؟

مزل ‌‌‌‌‌‌ډير دی د پښتون ستړی کاروانه؟

او که داچې ښکاري مخکې دغه غر دی؟

د پښتون دا بده ورځ به لږه ښه شي

او که نه همدغه نور را مقدر دی؟

بل یو ور به چیرته بیرته شي پښتون ته؟

او که نه مخکې تړلی هر یو ور دی

پښتونخوا ادې به ټوله نجونه زوکړي

که په ګی‌‌‌‌‌‌ډه کې ئې پاتې کوم یو نر دی

کوم د خیر ساعت مو شته چېرې په برخه

که همداسې لا د شر د پاسه شر دی

ناسور شوي پرهرونه به مو روغ شي

او که نه همدغه غم را مقدر دی

نه پوهیږو د سبا به څه پيغام وي

نن زمونږه ملیت ته لوی خطر دی

د فارسي سیلاب د پاسه راروان دی

د اردو طوفان رااوښتی په خیبر دی

د فساد مبدا پيدا په هغه ورځ شوه

له پښتو چې خالي شوی مو دفتر دی

 

میرویس خان پښتو داخله په دفتر کړه

احمد شاه بابا ترې بیرته را بهر کړه

 

احمد شاه بابا ښاغلی ‌ؤ هر ګوره

 داغ ئې نه ‌ؤ په شرف او په وقار کې

هم بابا د پښتو ژبې لوی شاعر ‌ؤ

ملغلرې ئې پېیلي په یو تار کې

د رقیب ژبه ئې څنګه بیا رسمي کړه

ګچ او ګول یم پاتې شوی په اسرار کې

بابا ټول پښتو پښتو عزم همت ‌ؤ

ولې پښې ئې شولې خویه پدې لار کې

په پردۍ ژبه ملي حکومت نشي

بابا څنګه وکړه سهوه پدې کار کې

ټول درانه درانه قومونه وو همدلته

دا کار څنګه شو کیدلی قندهار کې

د پردو تاثیر څوک څنګه شي منلی

په هغه بادشاه چې قام ئې وي اختیار کې

خدمتونه د بابا څه هومره ندي

چې ئې دلته شم راوړلی په اشعار کې 

احمد شاه بابا افغان هیواد تکمیل کړ

هم ئې قام کړ د قامونو په قطار کې

خپله ژبه د افغان منلی حق ‌ؤ

بابا پوه ‌ؤ د هرچا نه پدې چار کې

له ادبه خادم هیڅ نشي ویلی

د بابا په لوړ حضور او په کردار کې

 

وایی دومره پښتون  تللی دی ‌‌‌‌‌‌ډوبیږي

د پښتو ازار وهلی دی ورکیږي

 

چې تیمور پایتخت نقل کړو کابل ته

دا سبب د پریوتو د پښتنو شو

ایراني مېندې مو ناستې وې کورو کې

تربیت مو ټول په ژبه د پاړسو شو

په دفتر کې مو مرزا د پاړسي ژبې

سپکاوی د پښتو ژبو د پښتو شو

حل او فصل د کارو چې په جرګه ‌ؤ

اوس پخپله د بادشاه په اشارو شو

د پاچا په خوا کې ناست خوشامد ګر ‌ؤ

هریو کار به په تذویر او دسیسو شو

د قامونو رهبران واړه مایوس شول

هر یو ځان ساته په فکر د آبرو شو

د ښاغلي تیمور شاه غازي تر مخه

بساط خپور د عیاشیو د مزو شو

د بابا مخکې مېړه د کارنامو ‌ؤ

تیمور شاه اوس د دربار د مسخرو شو

بیا لا هم نه ‌ؤ غافل د ملک له حاله

خو تیمور غریب مرغه ‌ؤ بې وزرو شو

دا غرض ‌ؤ د دربار د نمک خوارو

چې زمري غوندې انسان لکه پيشو شو

 

د تیمور دور چې تېر شو زمان راغی

د بهار ورځې وې تیرې خزان راغی

 

دتیمور غوندې زمان هم خواري وکړې

خو مرکز چې څنګه وران ‌ؤ هڅې وران ‌ؤ

مملکت ټوټه ټوټه له لاسه اووت

نن لاهور سبا کشمیر او بیا ملتان ‌ؤ

ورپسې بیا پيښور رانه جدا شو

د انګریز د دسائیسو دا مجران ‌ؤ

چې فتنه شوله محکمه پېښور کې

نو مرکز د استعمار بیا په ایران ‌ؤ

له دوه خواوو په افغان باندې یرغل ‌ؤ

د انګریز لاس کې ایران او هندوستان ‌ؤ

دښمنان ‌ؤ منظم افغان خراب ‌ؤ

نه مرکز نه اتفاق او نه سامان ‌ؤ

افرین د شیر علي په لوړ همت شه

چې انګریز ته دریدلی په میدان ‌ؤ

په افغان باندې داسې دور راغی

چې انګریز او هم افغان پکې ستومان ‌ؤ

تر دا منځه را پيدا عبدالرحمان شو

چې عجیبه کار ئې کړی تر دا میان دی

بې پروا ئې له تېرې تورې نه تېر کړ

څوک چې پاتې له انګریزه په میدان ‌ؤ

عبدالرحمان خپلې کنځلې په پښتو کړې

ټغر ټول نور له کابله د افغان ‌ؤ

 

چې پښتو له منځه لاړه خوار افغان شو

د افغان په خوارۍ خوار افغانستان شو

 

په دنیا کې چې یو نوی شان پيدا شو 

د افغان په خونه هم امان پيدا شو

سخت کوښښ او سخت جهاد ئې په سر واخېست

هلته بیا په مړه کالبود کې ځان پيدا شو

د بیا ګوتې د پښتو په رباب کیښوې

قام راجګ شو پکې نوی توان پيدا شو

په دریم ځل یې انګریز له خاورې اوویست

پدې ځمکه باندې بل اسمان پيدا شو

د امان اعلیحضرت له ګرمه عشقه

د انګلیس و استعمار ته زیان پيدا شو

د امان و بدنامۍ ته ئې ځان جوړ کړ

ناروغ شوي ملک ته بیا تاوان پيدا شو

امان لاړو په لمبو د اغتشاش کې

تخته واوښته یو بل جهان پېدا شو

بیا پښتو پښتو بازي شوه خو چې ګورو

څه عجب غوندې زلمی او ځوان پېدا شو

هر څه شته دی خو هیڅ نشته غني خدایه

د خادم لا په ځان بدګمان پېدا شو

 

چې راتلو به د توپونو په ‌‌‌‌‌‌ډزهار کې

 نن رادرومي په رباب او په ستار کې

استعمار بڼه بدله کړه هر ګوره

فرق ئې وشو په اختیار او په اجبار کې

*****

-
بېرته شاته