(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تماشه

[12.Aug.2017 - 10:21]

بیا ګوره تماشه

یو ځلي ته ها وکړه بیا ګوره تماشه

ته راته خندا وکړه بیا ګوره تماشه

د حوسن د خریداریم ستا په عشق کې ګریفتاریم

وعده په ریښتا وکړه بیا ګوره تماشه

تا باندی مین یمه ستا د مینی تلبګار یمه

راسره قولو وفا وکړه بیا ګوره تماشه

سو نه ښه د وویل چی تاسره مینه کوم

دا خبره راته بیا وکړه بیا ګوره تماشه

زه ذبیح الله وزرو زارۍ درته کوم یوځلي 

د سرو شوڼډو موسکا وکړه بیا ګوره تماشه

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

 اله به راشم ګولی

چی لیونی رسوا شم اله به راشم ګولی

چی ویښتان می شپین شي بوډا شم اله به راشم ګولی

پریږده چی د بیلتون خزان می وسي چی

خاوری هیری تالا والا شم اله به راشم ګولی

چیری لری ځم لی تانه چی ښه پردی پردی شم

درنه چی ملنګ د دنیا شم اله به راشم ګولی

تاته د مبارک وي د خوشحالو نه ډک ژوند

زه چی ستا غمو کې موبتلا شم اله به راشم ګولی

دا به یی عضل کې لکلي وي داسی ګیله په کار

نه دی زه ذبيح الله چی برباد تبا شم اله به راشم ګولی

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

لا خو په ما قیامت نه دی راغلی

هر وقت مه کړی د تلو خبری لا خو په ما قیامت نه دی راغلی

ولی راته په مړو سترګو ګوری لا خو په ما قیامت نه دی راغلی

زما اظار درپسی دی هیران به شی پوی به شی پیښمان به شی  

زه یم سبر ناکه نه وایم سپغی سپوری لا خو په ما قیامت نه دی راغلی

ولی د داسی راسره  وکړل بی وفا ما خو هر غم کې تاسره وژړل بی وفا

څه فکر کوی ولی به اغونځم جامې توری لا خو په ما قیامت نه دی راغلی

چی ځی ځه لاړ شه ورک شه چی ودی نه وینم ورک له د ملک شه

بس دی خبری مه ځیاتوه نوری لا خو په ما قیامت نه دی راغلی

له تا ګیله نه کوم بی وفایي ستا پیدایشي عمل دی ذبیح الله که هر څه درته

ووایم ته د خپل بی عقلي په خرء سپوری لا خو په ما قیامت نه دی راغلی

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

هر انسان ټول جهان خپه خپه دی ؟

سپینه سپږمۍ ده ډوبه په وورو کې اسمان خپه خپه دی

هر خواکې دي د مظلومانو چیغی دي جهان خپه خپه دی

د دنیا په هر ګوټ کی شخړی شور ماشور جنګونه دي

د زړه وینی ورته خوري وښیار انسان خپه خپه دی

چی له ډیره خیاله به یی کاږه وړل ورمیګونه د دغو

ښکلو ځوانانو ورځي جنازې قبرستان خپه خپه دی

ناګهانه تندر شو ګلی را غله تالا والا یی کړل د باغ 

ګلونه له ډیره غمه باغوان خپه خپه دی

دا بعضی خلکو نه هیر شوی خدای دین مذهب دی 

دوۍ ته په قسم شاعر ذبيح الله جان خپه خپه دی

   ۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

د مسافرۍ په ډیره دنیا د ور ولږیږي

ټول کلی بی تاراته تور تم دی

جانانه زړه می مات قلم قلم دی 

ته می سنګ کې نه یی څه کوم دا کلی

په ما پروت د حجران لوی غم دی

بی تا خپه خپه یم هیڅ خوشحالي نه شته

زړه می په منز دوه پړه که چودلی لکه غنم دی

په مړو کې شماریم ویده میدی یم

ستا دیدن زما د زخمي زړګي ملحم دی

د مسافرۍ په ډیره دنیا د ور ولږیږي

ذبیح الله ته قضاوت وکړه څوک ګرم دی

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

 عیسا ع او عیسویان ؟

عیسا هم د خدای یو بنده دی یو پیغمبر دی یو انسان دی عیسویانو

د هم دغه تومت شرک کفر چټیات لپاره عیسا راروان دی عیسویانو

تاسی باید لیږ له عقل نه کار واخل عیسا څنګه خدای جوړی دلی شي دا 

شرک کفر دی چی یو انسانه خدای جوړه وۍ افسوز ارمان دی عیسویانو

عیسا چاته کوم ځای کې ویلي چی زه ځوی د خدای یم زه خدای یم

دا تومت خو تاسی تړی توبه وباسی د کې مو تاوان دی عیسویانو

تاسو د عیسویت د دین مذهب کوم امر په جای کړی دی تاسی ځوانو نه

خدای دین مذهب هیر دی نی پیزني دغه ستاسی ڼنی ګزران دی عیسویانو

اسلي انجیل نشته او اسلي واقعت له انجیل نه لا پوخوا لری شوی دی 

ستاسو ماشومان ځوانان انجیل نه لولي ځکه عیسا ورته فریشان دی عیسویانو

له د منافقت شرک کفر نه لاس واخلی چی عیسا خدای دی د خدای ځوی دی

د ذبیح الله مقصد سمې ښی لاری ته راړول ماشومان دی که ځوانان دی عیسویانو

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

 پښتونه جګړه دی د جهاني مافیاوو

پښتنو تاسی هسی په کې راګیر یی جګړه دی د جهاني مافیاوو

ته ولی بی ځایه له سر تیر یی جګړه دی د جهاني مافیاوو

په د جګړه کې د ایرانیانو پنجابیانو عربانو ګټی خوندي دي

هسی خوراک شوی د دغه ور یی جګړه دی د جهاني مافیاوو

پښتنو د خدای لپاره نور لاس واخلی له خپل منزنۍ وژنو قتلو

ولی نه هسلا کیږۍ دومره مغرور یی جګړه دی د جهاني مافیاوو

خیالي وطن نه مو دوزخ جوړ کړی ولی د چا لپاره په سور مو درولی 

تږی ناست یی وینو ته د خپل ورور یی جګړه دی د جهاني مافیاوو

ذبیح الله دا ورته ووایه طالیب ولی د په قندهار کې د غریبانو د وبو بند

وران کړ ولی ورانکارۍ دخپل کور یی جګړه دی د جهاني مافیاوو

   سرليک ؛ شعر

متن پښتنو د غفلت له خوبه راویښ شۍ ؟

پښتنو هر رقم ګرم ساړه تاوده سپینې خبرې بحصونه مو وکړل

هر رقم یوترفه ګیلې مانې نرمې توندی لیکنی فریادونه مو وکړل

خو تاسی له ځان سره لیږ فکر وکی چی کوم ځای یی ونیاوه کوم

درد مو په دوا کړ ډیر د زړه بړاسونه مو وښکل ارمانونه مو وکړل

خو که د دی په ځای مو د سولی راوستلو ته فکر کړو وای هم دا دومره

وخت مو په سوله کې ځایه کړی وی ولی تیر بی ځایه وختونه مو وکړل

اوس به د سولی په باره کې یو څه ناڅه پرمختږ راغلی وو سوله به راغی وه

سرنویشت سرخت مشر به معلوم شوی وو ولی دا دومره وخت جنجالونه مو وکړل

اوس هم سري وخت دی لاس واخلۍ له د بی ځایه لیکنو ګیلو مانو د زړه له بړاسو

پقت قلم خبری مو د سولی خواته واړوۍ موتوجی یی کۍ ولی د بی غورۍ خوبونه مو وکړل

پښتنو تر سو خپل منز کې سوله ونه کړی دا شخړی داجګړی دا خاوري غریبي نه ورکیږي

ذبیح الله دا ورته ووایه د پلرو نیکو له یوالي نه عبرت واخلۍ نور بس دی ډیر جنګونه مو وکړل

 ۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

بی تا ژوند خپه خپه دی جانانه

بی له تا به سترګی توری نه کړم چاته

هم دا می درسره وعده دی جانانه

ټوله دنیا به هیره کړم ځان به ملنګه کړم

هم دا می هیرا ده دی جانانه

خلک که هر څه وایي وه دی وایي زه توری 

جامی اغونځم زړه می بی تا ویده میده دی جانانه

ستا په نامه به ناسته یم تر سو چی ژوندی یم

لا د مینه سړه شوی نه ده همغه سی توده دی جانانه

ذبيح الله دنیا چی ټوله جانان جانان شي سی کوم چی ته په 

کې نه یی زما زړه ستا هری قورباني ته اماده دی جانانه

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

زما د بابا د وطن ؟

جیږ جیږ یی غرونه دي زما د بابا د وطن

خړ خړ یی کورونه دي زما د بابا د وطن

صفتونه یی ډیر دي کوم یو به یی ستایم

شنه شنه یی باغونه دي زما د بابا د وطن

خلک یی میڼناک دي په اخلاس کوي مینه

رنګا رنګ په کې سیلونه دي زما د بابا د وطن

پسرلی یی ساری نه لري هي چری خاټول ریدی

ګل د ګلاپ یی ګلونه دي زما د بابا د وطن

ذبیح که یوارته د ولید بیابه یی هیڅ کله هیر نه کړی

تور سور شین یی د بیرغ رنګونه دي زما د بابا د وطن

   سرليک ؛ شعر

متن ؛ پښتنو راځۍ دخان پاچاخان لاره تقیب کړو ؟

راځۍ د یوالي د اتفاق اتحاد د سولی لپاره هسی وکړو په جورت پښتنو

غونډی سیمنارونه کانفراسونه جوړ کړو په لر او بر کې په واقعت پښتنو

له هر خوانه په کې راټول شو وټاکو خپل سادقه وښیار پښتون پرسته مشران

خپل سر نویشت سر خت معلوم کړو سولی ته کار په کې وکړو په صداقت پښتنو

راځۍ نور ټولی نړۍ ته د پښتنو باندی د ظلم سیتم غږ ورورسو په زغرده باید لکه

خان پاچاخا له زولنو زیندانو شیکنجو ونه ډارسو په زغرده بوځو خپل حرکت پښتنو

دا د پښتنو زاړه وښیار لیکوالان شاعران وینو چی د قلب د شکر نپس تنګي د رماتیزم 

په ناروغیو هره وځ یو یو مري خو خیر چی یو په زیدان کې مړشو وبه ګټي جنت پښتنو

هم دا یی وخت دی چی مونږه یو د خان پاچاخان غوندی مشر په خپل منز کې راپیدا کړو

تر سو پوری به هم داسی غلي ګنس کیچ یو په مونږ کې لا تر اوسه معلوم نه دی معلامت پښتنو 

له شاشوجاع اشرف غني او توندرو ظالمانو طالیبانو نه څه نه جوړيږي راځۍ لاس په کار شو

ډلی ټپلی حذبونه څه کوو چی جوړه وو د پاچاخان لاره تقیب کړو دا دی د ذبیح الله نصیحت پښتنو

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

پښتنو دخدای لپاره راویښ شی ؟

پښتنو له اشرارو ګیلی مانی پریږ دی معلوم کړی عستقامت پښتنو

بی شرمه اشرار نه سمیږي هسی بی ځایه مه ځایه کوی وخت پښتنو

دا دومره کلونه چی ګیلی مانی مو وکړی کوم ځای یی ونیاوو تاسی

یی راوښایی نور له دغو ګیلو مانو تیر شی وټاکۍ خپل سرخت پښتنو

راځی نور لکه د ګاندي ماندیلا پاچاخان غوندی یو مشر وټاکو په راټول

شو له د خبرو تیرشو چی تا څه وکړل ما څه وکړ لیږ شو راحت پښتنو

نور سوله وکړی دا مه وایی چی ته خلقي وی ته مجاهید وی ته طالیب

وی ته د هذب اسلامي وی باید ووایو مونږ ټول لر او بر یو یوتاقت پښتنو

باید په عمل کې په زغرده د شمالي ټلوالی له زیده لر او بر پښتانه یو لښر

یو موټی شي لکه د احمد شا بابا نور په لاس کې ونسی د وطن ایختیارات پښتنو

د سقاو د زوی په وخت کې پښتانه څنګه سره یو قوت یو تاقت شو راځی

اوس هم دوغو سقاویانو شاشوجایانو ته ورپیاد کړو د وزیر اکبر خان وخت پښتنو

راځی ناټو اروپایانو ته ووایو تاسی خو پاشیزم یاست ستاسو په وزارتونو پارلمان کې

یو خارجي راوښیه چی تاسی مقړر کړی وي نو په مونږه مو ولی مقړر کړي عقلیت پښتنو

پښتنو دوستم بی سواده اهمق ډلی ټپلی جوړه ولی سي نو تاسی څه بلا وهلي یاست چی

ګنس او ګیچ یاست د خدای لپاره راویښ شی داوو د ذبیح الله د زړه خبری نصیحت پښتنو

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

د اسلام ټیکداره پښتونه

تر سو به هم داسی ګرځی خوار او ځار دربدره پښتونه

ولی ګنس او کیچ پروت یی له ځانه نه یی خبره پښتونه 

په خپل کور کې د غلامۍ ځنځیر په غاړه ګرځه وی خوښ

هم یی چی ژوند کوم د دنیا شوی ریشخد مسخره پښتونه 

ځوانان د یوی مړی ډوډۍ پیدا کولو پسی کته پورته بحر ملکو 

کې ګرځي لالوانده څوک به یی تپوس وکړي زما اواره پښتونه

د پښتنو د علم تعلیم خو هي چا سره غم نشته وی خدای یی لویه

وي چی غټ شي شاقه سخت کارونه به کوي زما مزدوره پښتونه

تنکي ځوانان به وي د ای اس ای په فتوه به ځان والوځوي دا سی

څوک نشته چی ورته ووایي ولی دا کار کوی د اسلام ټیکداره پښتونه

اسلي مسلمانان خو د سعودي کویټ کتر دوبۍ خلک دي په قران حدیس

ښه پوهیږي د اسلام وارسین دي دوۍ ولی دا کار نه کوی مغروره پښتونه

زما وطن له نفتو یورانیمو ګازو تیلو تیلاو لالو یاقتو زمروتو ډک دی

زه په پردي وطن کې مزدوریم ذبیح الله ارمان ارمان دی زما مسافره پښتونه

(ویناوال او ليکوال: زبیح الله شریفي)

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

-
بېرته شاته