(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[08.Aug.2017 - 11:38]

غزل

د محبت  چې  تقاضې  زياتېږى

 خوبونه  کم  شى،  شوګيرې  زياتېږى

مونږ  جوړ د  يو  بل  اپوټه  يو  روان 

 زمونږ  تر مينځه  فاصلې  زياتېږى

بلې  دنيا  ته  به  د چا  زړۀ   اوشى

  دلته  خو  رنګ  رنګ  تماشې  زياتېږى

پې  مخى  ستايئ  خو لږ  خيال  هم  کوئ

 په  دې  د ښکلو ناز  نخرې   زياتېږى

جوړ د ريا  کارويار  زور  کړی  دی

 په  بازارونو  کښې  تسبې  زياتېږى!

د دې  جنګرېز نتيجه  هر  څۀ  چې  وى

په  مقبرو کښې  مو  جنډې  زياتېږى

د دې  تعليم  ډيوو کښې  تيل  نشته  دی

ډيوې  ډيرېږى   او تيارې  زياتېږى

اسراره  ژوند  د  مسئلو  نامه  ده

ژوند چې  تېرېږى  مسئلې  زياتېږى

 Dr. Israr ډاکټر اسرار

-
بېرته شاته