13.12.2014 غزل
چې مدام پورته کوونکی ستا دنازیم
ځکه هسې دهر چا نه بې نیازیم
دقیامت وعده دې لنډه راته کیښوه
زه له دې فریبه ډیر دور او دراز یم
دهستۍ دا خوبولې نغمې څه دي
خوبس داچې ته مطرب یې زه دې سازیم
هغه زه چې تاته مخ کړم حقیقت یم
هغه زه چې تاته څټ کړمه مجازیم
ته چې څو یې پرده خوښی بې حجاب یې
زه چې څویم خودنما یه هومره راز یم
ته که شمعه خندنی یې په امکان کې
زه ګریان د سوی زړه سوز او ګدازیم
ستا په مخ باندې دازما انجام دی
هم اعجاز یې د مخ ښکلی په آغازیم
خو وزر مې د مجاز وي پری یریږم
ګنې عرش مې یو قدم هغه پروازیم
تعالي مې دغرور له مخې نه ده
تورې سترګې په رنجو د امتیازیم
چې دې مینې کړم غریب ،غریب نوازه
ځار دتانه زه حمزه غریب نوازیم
( حمزه بابا )