(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مېړني خلک

{د يوې نجلۍ له ريښتيني ژونده يو تاثر}

ګلخندا د شپږو وروڼو يوه خور ده
او يواځې خدمتګاره د خپل کور ده
ستړيا نه پېژني، ناسته پرې حرامه
تل چوپـړ لره تياره د هر ورور ده
پلار ته هم په يوه ږغ ور حاضرېږي
پرې هوسا يې د عمرو ستومانه مور ده

په خوبونو کې هم ويښه ګلخندا وي
بس کارونه او کارونه وي او دا وي
په غوږو د خپلو وروڼو چيغې اوري
په غوسه ورته په نه کړې تادا وي
نه يې ورځ لکه د ژمي ماځيګر وي
نه يې شپه لويه اوږده لکه يلدا وي

ګلخندا په داسې باغ کې خندا وکړه
چي هر چا ورته اغزنه موسکا وکړه
نه وږمې يې تر وجود بهر خپرې شوې
نه پسرليو لورېينه پرې بيا وکړه
له پردي باده يې مخ په پلو پټ کړ
روڼاګانو ترې پخپله حيا وکړه

ارمانونه يې نه شته، نه پرې پوهېږي
نه يې زړه پر څه دردېږي، خوشالېږي
مينځه تل د بادارانو مزدوري کړي
زولنې يې ژمى دوبى پښو ته لوېږي
د دې شپږو وروڼو کور ورته زندان شي
د پلار مېنه شي دوزخ ورته تودېږي

چي د شپږو وروڼو ناوې ورته راغلې
خوشالۍ شولې خنداوې ورته راغلې
وروڼو، پلار او مور ته شرم ګلخندا شوه
د ولور په نوم بلاوې ورته راغلې
مينځه خرڅه شوه، خو چا ژړا ونه کړه
نه ډولونه وو، نه وراوې ورته راغلې

نه ماشومه شوه، نه پېغله، نه مېرمن شوه
سرګردانه شپه او ورځ لکه مېچن شوه
نه يې وکړل کورکي او نه يې لوبې
نه واده شوله، نه ناوې شوه، نه بن شوه
تل يې و ګنډل پرې زړونه او نيتونه
د ژوندون د پاک سپېڅلي سپڼسي ستن شوه

***
٢٥ ديسمبر ٢٠١٣م کال
کوټه

25.12.2013

25.

-
بېرته شاته