(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما زړه تاته فریاد کوي

25.12.2013   دا دیو پخواني هندی فلم (آ ه ) سندره ده چې هندي سندر غاړو آغلې لتامنګیشکر او موکیش ویلې وه او له نن نه لس کلونه وړاندې مې له هندي ژبې نه پښتو ته ژباړلې وه نن مې هغه پیدا کړه او تاسو دوستانو سره یې شریکومه . هیله ده چې خوښه مو شي . ډاکتر لطیف یاد
راشه چې زما زړه تاته فریاد کوي
اوپه ژړا ژړا ستا له غمه مرمه
راشه او مه پریږده چې زموږ مینه بدنامه شي!
مرګ زما پسې راروان دی
اوزما ځان ستا خواته درومي
ای دجدایۍ ما ښامه !
ووایه څه وکړم؟
چې دهغې دلیدلو هیلې زه ناکراره کړی یم
راشه چې زما زړه تاته فریاد کوي
اوپه ژړا ژړا ستا له غمه مرمه
راشه او مه پریږده چې زموږ مینه بدنامه شي !ٔ
اوه ! زړه مې په څه ډول وحشتونو نیولی دی
یو ځلې زما خوبونو ته راشه او ما ووینه!
راشه او خپل دمینې ناروغ وپوښته!
اویوه شیبه یې دحال پوښتنه وکړه
راشه چې زما زړه تا ته فریاد کوي
اوپه ژړا ژړا ستا له غمه مرمه
راشه او مه پریږده چې زموږ مینه بدنامه شي 
نه دي دي لیدلي چې دافلک څه ډول ظلمونه کوي ؟ 
نو بیا راشه او وګوره چې د فلک لاسونه څه ډول رانه زما ځان اخلي
راشه چې زما زړه تاته فریاد کوي
اوپه ژړا ژړا ستا له غمه مرمه
راشه او مه پریږده چې زموږ مینه بدنامه شي !


Aaja Re Ab Mera Dil Pukare -Mukesh
Hindi Song
Aaja Re Ab Mera Dil Pukare -Mukesh

-
بېرته شاته