(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مســافـــر

 

لـمــبــــو ســوی یـــم پـــه غــاړه د ګور پروت یم

«د ایرو غونــدې سپک شوی پــه اور  پروت یم »

هــــم مې هـــلته هــــم مــې دلتــه قـــدر نـــشـتـــه

یـــو د کــفـر بـــــل د اســـلام پــه تور  پروت یم

پروت یـــم د غــڼــې جال کې ویـــنې مې څـښــي

بیــچـاره يـــم،مــسافــر یـــم ســـر تور  پروت یم

اې ګــــریــــوانـــه پـــه اوښــــکو دې لـــمــدومه

زه لـــکــه شبنم ستـــا په نصـیـب خور  پروت یم

ځــــوانـــي مـــې د خــارج کـــارونـــو وخـــوړه

لکه بې پــلاره ماشـــوم پـــه هـــر لور  پروت یم

نه ګودر شـــتــه نه د پېــغــلو شورماشور شـــتــه

ډېر وخت نــه ارمانـجــن د هـغـه شور  پروت یم

احــمــدزي تــه پــه پــښــتـــو ښـکـنځـلې وکــړئ

زړه کې به وایم چې اوس په خپل کور  پروت یم

(جاوېد احمدزی)

 

-
بېرته شاته