(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شهېد عثمان کاکړ

[10.Sep.2022 - 16:04]

بس د پاکستان جهنډۍ پر موټر و ځړوه زياته په دې موټر کې که قتل کوې که ډاکه کوې، 

که د چا مور وړې که د چا خور وړې، 

تاته څوک نه درېږي تا د پاکستان جهنډۍ لګولې ده

پر دکان يې ولګوه هيروين په کې خرڅوه،

 د دنيا هره تماشه په کې کوه،

 بس تا د پاکستان جهنډۍ لګولې ده،

 تاته نه ايف سي څه وايي نه سرکار څه وايي نه فلانه څه درته وايي

د پاکستان جهنډۍ د دې د پاره ده؟

 چې خلګ به غلا په کې کوي؟ 

خلګ به بدمعاشۍ په کې کوي؟ 

او اوس خو يې دغه حال راغلی دی چې پر څوارلس اګست باندې د ملېشې والا په خلګو پسې منډه وهي چې ته دا جهنډۍ ولګوه

دا ستا ددې غلطو عملو له وجې څخه، 

ته په هغو عناصرو باندې دا جهنډيانې لکوې کوم عناصر چې دلته د ولس په قتل کې ملوث دي، کوم عناصر چې په ډرګ کې ملوث دي، 

په اغوا برای تاوان کې ملوث دي.

ددې جهنډۍ وقار تا نه پرېښودی

او انتظاميه! او فوجيانو! او د ای ايس ای والا!

د ای ايس والا نن په سياست کې مداخلت کوي، په ښکاره يې کوي، او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ خلاف سياست کوي.

ای ايس ای چې ده، ايم ای يې کوي ای ايس ای يې کوي

ولې يې کوي؟ دا ددوی حق نه دی، دا ددوی زمه واري نه ده.

نن بيا په چمن کې را ولاړ شو، فلانی چش اتحاد يې دی؟ علاقايي اتحاد يې را پورته کړی دی، په فلانی ځای کې يې ترين اتحاد دی، کاکړ اتحاد دی، بړېڅ اتحاد دی فلانی اتحاد دی فلانی اتحاد دی.

دا ټول سیاست چې دی ای ايس ای او ایم ای يې کوي.

(په چمن کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ يوې ولسي جرګې ته د شهید عثمان خان کاکړ وينا) 

-
بېرته شاته