(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو اتلانو

[10.Sep.2022 - 15:51]

په بیلابیلو تاریخي پړاوونو کې دپښتني قبیلو اوپښتنو واکمنانواو اتلانو مشهورې او تاریخي کارنامې (لومړۍ برخه) : 

ډاکټر لطیف یاد

دپښتون ستر قام د ایشیا په زړه کې هغه ستره ډله ده چې دلرغونو زمانو راهیسې په دغه هیواد اوټا ټوبي کې چې نن ورځ دافغانستان په نامه یادیږي ژوندکوي . دعه ستره ډله دآریايي توکم یوه برخه ده چې په زړو ویدي سرودونو او له هغو نه یې په ریګویدا کې په ښکاره اوڅرګنده توګه نوم راغلی دی او دپکهت په نامه سره یادیږي .

آریا ئیان دانسانانو یوه خورا مهمه ډله ده چې له پیړیو پیړیو راهیسې دلوړ مدنیت خاوندان وو. دتاریخ په حواله هغه وخت چې دپکهت قبیله دخپل لومړني ټاټوبی آریانا ویجه نه دهندوکش جنوبي برخوته راکوزه شوه نو ورو ورو دهیواد په جنوبي او جنوبي ختیزو سیمو کې میشته شول چې ددوی سیمه په تاریخي کتابونو کې دپښتیخا ، پکتیکا اوپښتونخوا په نومونو یاده شوې ده .(۱)

یوناني مشهور تاریخپوه هیرودوت چې دحضرت عیسی مسیح علیه السلام تر زیږیدو پنځه پیړۍ دمخه یې ژوندکاوه په خپلې مشهورې جغرافیا کې دپښتنو هیواد دپکتیکا په نامه یادوي چې خلک یې ډیر غښتلي اوپیاوړي دي . همداراز ردحضرت عیسی علیه السلام تر زیږیدو دوه پیړۍ وړاندې یوبل یونانی جغرافیه لیکونکی بطلیموس کلودیوس هم دپښتنو هیواد د(پکتین، پکتیس او پکتویس )په نومونو یاد کړی دی.

دپشت ، پخت ، پښتیخا، پښتونخا اوپښتونخوا نومونه دپښتو په کلاسیکو ادبیاتو کې هم ډیر لرغونتوب لري چې ځینوشاعرانو یې په خپلو شعرونو کې ترې یادونه کړې ده لکه دپښتو ژبې مشهور شاعر ښکارندوي غوري(۵۶۹-۶۰۲ لیږدیز /سپوږمیز/هجريقمري )په خپلې یوې بوللې ( قصیدې ) کې چې دپسرلي په اړوند یې لیکلې ده په هغه کې دپښتنو هیواد دپښتونخا په بڼه راغلی دی لکه چې وایي

پښتونخا ښکلي زلمي چې زغلي هندته 

نوآغلې پیغلې کاندي اتڼونه(۲

وروسته ترهغه چې ددوی په شمیرکې زیاتوالی راغی نو دوی دنووځایونو په لټه کې شول او غزني ، غور ، پيښور ، کوهاټ ، بنو ، کابل ،کندهار ،ننګرهار او دافغانستان په بیلا بیلو برخو کې میشته شول اودتیرووختونو په څیر دکرنې په چارو اودڅارویو په روزلو بوخت شول. له دغو پښتنو نه ځیني یې دخیبر دتاریخي لارې دهند ارتو او پراخه ورشوګانو ته ورښکته شول چې له دغوپښتنو قبیلو نه ځينو یې په هندوستان کې پیاوړي پښتني واکمنۍ او حکومتونه جوړ کړل چې دهند او افغانستان په تاریخونو کې مشهوردي چې په دغو پښتنو کې دغلجیانو ، لودیانو ، سوریانو او کرلاڼیانو نومونه دیادونې وړدي .

پښتنو چې دتاریخ په بیلا بیلو پړاوونو کې یې بیلا بیل قبیلوي جوړښتونه درلودل پر پنځو سترو ټولنیزو ګروپونو ویشل شوي دي او هغه عبارت دي له :

۱- سړبني پښتانه 

۲-غرغښتي پښتانه 

۳- متوزي پښتانه ( چې دبیټ نیکه دلور بی بی متواولاده ده او غلجيان او لوديان ترې مراد دي) .

۴- بیټني پښتانه 

۵- کرلاڼي پښتانه 

باید وویل شي چې دغه دپښتنو پنځه ګروپونه او ډلې یوله بله سره نږدي خلک دي او په ډیر ښاخونو ، څانګو او خیلونو ویشل شوي دي .

داخبره هم باید یاده کړو چې دمعاصرې ژبپوهنې په رڼا کې نوره هغه زړه اوورسته نظریه غلطه او باطله ثابته شوې ده چې ګواکې پښتانه بني اسرائیل دي او دبني اسرائیلو له لسو ورکو شوو قبیلونه یوه قبیله ده .

له بلې خوا دافغانستان او پښتونخوا نو میالیو تاریخپوهانو هریوه ارواښاد استاد احمدعلي کهزاد ،ارواښاد علامه عبدالحی حبیبی اوارواښاد سید بهادرشاه ظفر کاکا خیل هم په خپلو علمي دلایلو دا خبره ثابته کړې ده چې پښتانه دتوکم ( نژاد ) له پلوه آریائیان او ددوی ژبه پښتو هم دنورو ژبو تر څنګ یوه آریایی ژوندۍ ادبي ژبه ده اونه ددوی نسل دسامي نژاد اونسل پورې اړه لري او نه هم ددوی ژبه دعبراني ژبې سره چې دیهودو ژبه ده کومه مشترکه وجه او اړیکې لري .

همداراز دافغانستان دمورخینو دنظریاتو سربیره نور بهرني پوهان او ختیز پیژندونکي لکه پروفيسور كليرتهـ، پروفيسور ډورن، راورټي ، بيليواو ټرمپ هم په دې اند دي چې پښتو ژبه له سامي ژبو سره هیڅ ورته والى نه لري او دا ژبه د جوړښت، قواعدو او اصولو له مخې يوه سوچه آريايي ژبه ده.

دپورتنیو وجوهاتو پر بنسټ ویلای شو چې ژبپوهانو دڅیړنو له مخې داثابته شوې ده چې پښتو یوه آریایی ژبه ده اودیهودو دژبې سره چې عبراني ژ به ده او په انګریزۍ کې ورته هیبریو وایی هیڅ ډول اړیکي او تړاو نلري . همداراراز دپښتنو نسل هم دیهودی نسل سره چې سامي نسل دی هیڅ اړیکه نلري او داسې اوتې بوتې چې پښتانه دیهودیانو له نسله دي نور کوم علمي بنسټ نلري .(۳

اوس به راشو دې خبرې ته چې دتا ریخ په اوږدواوبیلابیلو پړاوونو کې ددغوپښتنو قبیلو مشهورې کارنامې او اتلولۍ کومې دي ؟

پښتانه دتاریخ په اوږدو کې جنګیالي خلک تیرشوي دي او همدااوس دغه عنصرددوی په خټه او مزاج کې شته .دوی دتاریخ په هر دور کې دپردیویرغلګرو دتیریو او ځواک په وړاندې جنګیدلي دي او په آسانۍ سره چاته نه دي ایل شوي .البته دا ددوی فطري اوطبیعي نیچر دی ، ددې تر څنګ دوی میلمه پالونکي اوسوله خوښوونکي خلک هم دي .که په نرمۍ ورسره چلند وشي نو د خپل دښمن سره هم ښیګڼه کوي او ان خپل سر هم ورنه ځاروي اوکه چا ورسره بدي وکړه نوهغه هم نه هیروي اوسل کلونه وروسته هم ورنه خپل کسات اوپور اخلي .

زه به په دې وړه او کوچنۍ لیکنه کې هڅه وکړم چې د تاریخ په اوږدو کې پښتنو قبیلواو ددوی دتاریخي کارنامو او تاریخي شخصیتونوپه اړوند په لنډه او ځغلنده توګه یوڅه ولیکم:

دتاریخ په حواله دعیسی مسیح ترزیږیدو ۳۲۷ کلونه وړاندې پښتنو اسواکا نو چې پرآسونو نو به سپریدل او دجګړه ایزو مهارتونو درلودونکي خلک وو دمقدوني اسکندر او دهغه دیرغلګرو لښکرو په وړاندې ډیرې جګړې وکړې او دهغه ډیر پوځیان یې دجګړوپه ډګر کې سټ کړل . دغو جنګیالیو ته ځکه اسواکان ویل کیږي چې پراسونوبه سپاره وواو زغره والې جامې به یې پرتن وې او دخپلو تیرو توروسره به یې دسکندر پر لښکرو ډ له ایز یرغلونه کول .دغواسواکانو په کندهار غزني ،کابل او دافغنستان په ختیزو او جنوبي برخو کې دمقدوني سکندر دلښکروپه وړاندې په ډیرې پیاوړتیا سره جګړې کړي دي .

دتاریخ په حواله د مقدوني سکندر په وړاندې دپښتنو نوروټبرونو هم خونړۍ جګړې کړي دي چې په هغو کې یوهم دساپیانو قبیله وه چې مقدوني سکندر اولښکرویې دکونړپه غرنیو وادیو،درو او سیمو کې ددوی له لاسه درانه ګوزارونه خوړلي دي .

په افغانستان کې داسلام ددین تر خپریدو وروسته هم په هغه وخت کې چې محمود غزنوي پر هندوستان بریدونه کول نو دده دلښکروزیات پوځي ځواکونه دپښتنو قبیلو نه جوړووچې غلجي او کرلاڼي پښتانه هم پکې شامل وو.دموثقو او کره تارخی څیړنو پر بنسټ د غزنوي محمود سره دسومنات په نیولو کې دلازاک پښتانه او دهغومشر ملک یحیی ملګري وواو غزنوي سلطان محمودته یې په دغه جګړه کې ډیرې تورې ووهلې .(۴)

په هندوستان کې دغلجیانو دواکمنۍ په وخت کې سلطان جلال الدین(۱۲۹۰ زیږدیز) او سلطان علاءا لدین غلجي (۱۲۹۶ زیږدیز) دپښتنو دغلجیو یو پیاوړی حکومت بنسټ کیښود .لکه ستر خوشال بابا چې دسلطان جلا ل الدین خلجی په اړوند وایی

بیا سلطان جلا ل الدین پر سریر کښیناست 

چې په اصل کې غلجی دولایت و(۵)

سلطان جلا ل الدین غلجي او سلطان علاءالدین غلجي دواړو دغلجیواو نورو پښتنو قبیلو په مرسته په هند کې دچنګیزي تاراکګړو او هلاکوخان دلښکروپر خلاف له ویاړه ډکې کارنامې ښودلي دي او هم یې دغو دواړو غلجي واکمنانو سره دهند دبیلابیلو سیمو په سوبو کې پراخه ونډه اخیستې ده چې ددغو سوبوپه پایله کې یې ځینې سیمې ورته نیولي دي چې په دغوسیمو کې مالوه ، کټره مانکپور ،بهلسه ، دکن ،ګجرات ،سوستان ،جالور ، سیوانه ،تلنګانه او ملیباردسیمو نومونه یادولی شو.

یوهم ددغې دورې یو ستر جنرال اختیارالدین محمود بختییار غلجی دی چې دهندپه بیهار اوبینګال کې یې ډیرې سوبې وکړې اودخپلو سوبو لمنه یې تر بینګال اواوړیساپورې وغزوله.په همدغه وخت کې سلطان قطب الدین مبارکشاه غلجي اوغیاٍ ث الدین غلجي هم په خپل وارسره پر هند پاچاهي کړې اوهلته یې ډیرې سوبې کړي دي .

په ۱۴۵۱ زیږدیزکال کله چې پرهند باندې دلودي پښتنو واکمني پیل شوه او سلطان بهلول لودي دهندوستان واکمن شو نو د دروه او افغانستان پښتنو ته یې لیکونه واستول چې هندوستان ته راشي دده ملاتړ وکړي او جاګیرونه او منصبونه ترلاسه کړي .همدا وچې د بې شمیره پښتنو قبیلوخلکو چې په هغو کې لودیان ، سوریان، جلواڼیان ، غلجیان او کرلاڼیان هم شامل ول هندوستان ته لاړل او دده په پوځ کې شامل شول او ده ته یې تورې ووهلې اوجاګیرونه ، خلعتونه او منصبونه یې ترلاسه کړل .دبهلول لودي دواکمنۍ په وخت کې چې کومې کارنامې اوسوبې شوي دي په هغوکې یوه یې دجونپورسوبه وه چې دبیلا بیلوپښتني قبیلوپه مرستې او ملاتړ دجونپورسیمه فتحه او دده دواکمنۍ یوه برخه وګرځیدله .بهلول لودي ۳۸ کلونه اته میاشتې اواووه ورځې پاچاهي وکړه او دپښتنو قبیلوپه ملاتړیې یوداسې پراخه واکمني رامینځ ته کړه چې دهند په شمال کې دجمنا نه نیولې دهیمالیا تر غرونو پورې ، په ختیز کې تر بیهاره پورې او په لویدیزکې دپنجاب او ملتانه پورې یې پراخوالی درلود.(۶)

دبهلول لودي ترمړینې وروسته(۱۴۸۸زیږدیز) دهغه زوی سلطان سکندر لودي دهندوستان دواکمنۍ پر ګدۍ کښیناست .ده هم دخپل پلار په څیر دپښتني قبیلو په مرسته دخپلو دښمنانو سره ډیرې جګړې وکړې ، همدې لودي پښتون واکمن په هند کې دآګرې دتاریخي ښار بنسټ کیښود. دهمدغه لودي بښتون واکمن دواکمنۍ په وخت کې طب اونورو علومو داسې وده وکړه چې دطب مشهور کتاب چې (طب سکندرشاهي) نومیږي ولیکل شو.(۷

دسکندر لودي وروسته دهغه زوی سلطان ابراهیم لودي په (۱۵۱۷ زیږدیز) کال کې دهند دلودیانودکورنۍ دریم واکمن شو .هغه هم دپښتنو قبیلو او دخپل پوځي جنرال اعظم همایون په مرسته دخپلو دښمنانو په وړاندې وجنګید او ډیرې سوبې یې ترلاسه کړې ، خو له بده مرغه مغولي دښمن بابر له موقع نه ګټه اوچته کړه او دیوشمیر ناسیاله پښتنو چې په هغوکې دولت خان لودي او دهغه زوی دلاورخان لودي دخپل پښتون پاچاسلطان ابراهیم لودي په ټکولو کې له مغولي بابرسره مرسته وکړه او سلطان ابراهیم لودي په ۱۵۲۶ زیږدیز کال کې دپاني پت په جګړه کې دمغولي بابر له لاسه ماتې وخوړه او مغولي دښمن دده سر له تنې غوڅ کړ اوپه هندکې دلودیانو پښتنو واکمني دتل لپاره پای ته ورسیدله اوپر ځای یې مغولي بابر په هند کې دمغولي کورنۍ دواکمنۍ بنسټ کیښود.(۸)

باید زیاته کړم مخکې تردې چې بابر په هندوستان کې واکمني ترلاسه کړي په افغانستان او اوسنۍ پښتونخوا کې د غلجیو، درانیواوکرلاڼیو اونورو پښتني قبیلو دسختو مقاومتونوسره مخامخ شوی وچې په دغو مقاومتونو کې دغه لاندنیو پښتني قبیلوونډه درلودله: غلجیو، نیازیو،عیسی خیلو. بنګښو مومندو، دلازاکو ، یوسفزیو. لواڼیو ،درمان اونوروډیرو پښتني قبیلو او بابرپه دغو مقاومتونو کې دډیرو پښتنو له سرونو نه منارې یا کله منارونه هم جوړکړي دي او هغوی یې په ډیرې بې رحمۍ سره ټکولي اووژلي دي .

په هندوستان کې دمغولي کورنۍ بنسټ ایښودونکی بابر په ۱۵۳۰ زیږدیزکال کې مړشو اوبیا ترهغه وروسته یې زوی همایون پاچاشو . دهمایون دپاچاهي لا لس کلونه نه وو تیرشوي چې په هند کې دپښتنو دتیر برم راژوندی کوونکی ستر شیرشا ه(۱۴۸۶-۱۵۵۵ زیږدیز) دچوسې او قنوج په جګړو کې د لودي ، سوري او کرلاڼي پښتنو په مرسته دهند دمغولي کورنۍ دویم واکمن همایون ته داسې تاریخي ماتې ورکړه چې نږدې و په سیند کې ډوب شي . شیرشاه په هندوستان کې دپښتنو تیراو له لاسه وتلی برم او عظمت یوځل بیا راژوندی کړ او پر هندوستان یې دپښتنو دواکمنۍ جنډه یو ځل بیا ورپوله اودپښتون سلطان ابراهیم لودي غچ یې له مغولي دښمنه واخیست.

.دهمایو ن او شیرشاه تر مینځ لومړنۍ جګړه دچوسا جګړه وه چې د۱۵۳۹ زیږدیز کال دجون دمیاشتې په ۲۶ نېټه دهند دبیهار ایا لت په چوسا نومي ځای کې دګنګا دسیند پر غاړې وشوه او همایون پکې دشیرشاه له لاسه ماتې وخوړه.

دشیرشاه سوري او همایون تر مینځ بله تاریخی جګړه د قنوج جګړه وه ،قنوج دهند داتهرپردیش په ایالت کې مو قعیت لري .دغه جګړه د۱۵۴۰زیږدیز کال دمی دمیاشتې په ۱۷ نیټه وشوه چې بیا هم دهند مغولي واکمن همایون پکې سخته ماتې وخوړه او دهندوستان دتخت او تاج نه لاس په سرشو او دسند اوبلوچستان له لارې ایران ته وتښتید او دایراني واکمن شاه طهماسب صفوي دربار ته یې پناه یووړه او شیرشاه سوري دهندوستان پښتون واکمن (باچا) شو.( ۹)

شیرشاه سوري یو عادل پښتون او مدبر واکمن و چې دده په وخت کې ډیر ستر کارونه وشول چې په هغو کې دهند دبینګال نه تر تورخمه پورې دلویی لارې جوړول چې (ګرینډ ټرنک روډ )یې بولي ، دځمکو اصلاحات، دډاګ او پوستې سیسټم جوړول او نور ډیرڅه هغه ستر کارونه دي چې دشیرشاه سوري دواکمنۍ په وخت کې را مینځ ته شول ، خو له بده مرغه نوموړی دکالنجر دکلا دنیولو په وخت کې چې کله دباروتو زیرمې او ر واخیست پکې وسو او وفات شو . دده ترمړینې وروسته دده په کورنۍ کې لاندیني واکمنان تیرشوي دي :اسلام شاه سوري ، فیروزشاه سوري ، محمد عادل شاه ، ابراهیم شاه سوري ، سکندرشاه سوري او سلطان عادل شاه سوري .(۱۰)

مغولي همایون دپنځلس کلونو سرګردانیو وروسته د ۱۵۵۵ زیږدیز کال دفبرورۍ په میاشت کې 

په داسې حال کې بیرته هندوستان ته ستون شو چې دشیرشاه سوري داولا دې ترمینځ شخړې او لانجې اوجګړې روانې وی . مغولي همایون دهمدې فرصت نه ګټه واخیستله له ایرانه راستون شو او ددویم ځل لپاره دهندوستان واکمن شو او په دې توګه دسوریانو پاچاهي په هند کې دتل لپاره له مینځه لاړه .بایدزیاته کړم چې دمغولو پر خلاف دشیرشاه سره په ټولوجګړوکې پښتنو قبیلو شتون درلود او دپښتنودملاتړنه برخمن و،دده په مشهورو پوځي جنرالانوکې چې ده ته یې تورې وهلي دي خواص خان مروت، هیبت خان نیازي ، کالا پهاړ، احمد خان سور، قطب خان سور، پها ړ خان ، زین خان نیازي ، عیسی خان نیازي ، ملک چا لاک، بهادرخان ، داود خان ، برمزیدکور، چاند خان ، تاج خان کرلاڼي اوسلیمان خان کرلاڼي نومونه یادولی شو.(۱۱)

باید ووایم چې مغولوپه مجموع کې دپښتنو سره دښمني درلودله او دهمایون ماتې دهندپه تاریخ کې دمغولوپرزړه داسې داغ و چې پښتانه یې څو پیړۍ وروسته هم دخپل سردښمنان ګڼل اودپښتنوسره دمغولو دغه دښمني دهمایون دزوی اکبر،جهانګیر ،شاه جهان ، اورنګزیب اوان په هند کې دمغولو د وروستیو واکمنانوپه زړونوکې هم شتون درلود.

په هند کې دسوریانو دواکمنۍ په زوال سره دهندپه بینګال کې کرلاڼي پښتانه په دې وتوانیدل چې یوه لویه واکمني رامینځ ته کړي .ددغې واکمنۍ بنسټ ایښودونکی تاج خان کرلاڼی و. د هند په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره دتاج خان کر لاڼي او سليمان کر لاڼي نو مونه چې دسوري شير شاه پوځي جنرالان وو دقنوج په جګړه کې ليد لای شو ٠ داهغه جګړه وه چې شير شاه دمغولي واکمن همايون پر خلاف ګټلې وه او دغو دووتنو کر لا ڼيو دهغه خدمت په بدل کې چې شير شاه ته يې کړي وو دشيرشاه له خوا دوی ته په خواص پور،ټانډه او دجنوبي بيهار په سيمو کې جا ګيرونه ورکړل شول په ١٥٤٤ زېږ ديزکال کې تاج خان کر لاڼي پر بينګال بريد وکړ او دبينګال او بيهار صوبې دده په ولکه کې راغلې او په دې ډول يې دهند په ختيز کې دکر لا ڼيو پښتنو دواکمنۍ بنسټ کيښود٠

دتاج خان کر لاڼي تر مړ ينې وروسته دهغه ورور سليمان کر لاڼی دبينګال او بيهار دواکمنۍ پر ګدۍ کښيناست . د سليمان خان کر لا ڼي دواکمنۍ دوخت يوه مهمه پېښه داوه چې دنوروپښتنو قبیلو په مرسته یې اوړيسا فتحه او دبينګال په واکمنۍ کې يې شا مله کړه٠ په هغه وخت کې داوړيسا صو به يا ايالت ديوه هندو راجا په ولکه کې وه داهغه وخت و چې په هند کې دمغولي واکمن همایون زوی اکبر دهندوستان واکمن و.

دسلیمان کرلاڼي ترمړینې وروسته دده زوی بایزیدخان کر لاڼي دبینګال پښتون واکمن شو ، خوله بده مرغه دخپل ورور دادوخان کرلا ڼي له خوا ووژل شو او دبینګال دواکمنۍ دچارو واګې داودخان کرلاڼی لاس ته ورغلې .ده هم دپښتنو قبیلوپه مرسته چې لواڼیان، سوریان او لودیان پکې شامل وو ډیرې سوبې وکړې .

اکبر پا چا چې دده دپلار سليمان کر لاڼي له وخته دپښتنو واکمني نه شوه زغملی نو ځکه يې خپل وايسرای منعم خان ته امر وکړ چې پر بيهار بريد وکړي په پای کې دداودخان کرلاڼي او اکبرباچا تر مینځ په راج محل نومې ځای کې دډیرو خونړیو جګړو وروسته داودخا ن کرلآڼي ماتې وخوړه.

دهندي تا ريخو نو په قول په دغه جګړه کې داؤدخان کر لاڼی پخپله د يوه زمري په څير دمغولي دښمن سره تر پا يه وجنګيد.

دراج محل جګړه دکر لاڼي پښتنو او مغو لو تر مينځ وروستنۍ فيصله کوونکې جګړه وه ٠ له بده مر غه په دغه جګړه کې د داؤد خان کر لاڼي د پو ځ يو ډېر تو ريالی افسر جنيد خان چې هغه هم کر لاڼی پښتون اود داؤد خان کر لاڼي له تر بورانو نه ګڼل کيده هم دجګړې په پيل کې ډېر سخت ژوبل شو، خو سره له ې هم چې ژوبل و په ميړانې سره و جنګيد ،خو ورو سته بيا د مغو لو له لا سه ووژل شو ٠ همداراز په دغه جګړه کې د داؤد خان کر لاڼي دپوځ يو بل نو ميالی افسر کا لا پهاړ هم سخت ژوبل شو٠ ددې پيا وړو افسر انو په وژلو سره دجګړې په ډګر کې دپښتنو پو ځيانو مورال کمزوری او پښې يې سستې شوې او ماته يې وخوړه ٠ په دغه وخت کې داؤد خان کر لاڼی چې دزمري په څېر جنګېده د مغو لي دښمن لا س ته ورغی٠ مغولي جنرال خا نجهان دده دوژلو امر وکړ چې تر وژلو ورو سته يې سر له تنې غوڅ او داکبر دربار ته وليږل شو دراج محل جګړې په ختيز هند يعنې بينګال ،بيهار او اوړيسا کې د پښتنو واکمنۍ ته دپای ټکی کيښود(۱۲)٠

( دلومړۍ برخې پای)

_______

ولې انګریزانو ته فرنګیان ، پرنګیان یا پیرنګیان ویل کیږي ؟

ما پر دې دمخه یوه لنډه شانته لیکنه کړې وه خو اوس رانه ورکه شوې ده . په پخوا وختونوکې اروپایانو یا دیورپ اوسیدونکوته Frankish ویل کیدل . عربانو به دوی ته فرنجي Faranji، ترکانوبه ورته فیرنګي Feringhee او ایرانیانو به دوی ته فرنګي'Farangi ویل.

په پخوانیو فارسي ، اردو او پښتو تاریخونو کې د انګریزانو هیوادته فرنګستان ویل کیده . دفرنګ او فیرنګ کلمو چې کله پښتو ته لاره پیداکړه نو پرنګي یا پیرنګي ترې جوړ شو ،ځکه پښتانه د(ف) توری یا حرف په سمه توګه نه شي تلفظ کولی او دفرنګي پرڅای یې پرنګی یا پیرنګی تلفظ کوي .

(یاد)

 
-
بېرته شاته