(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکتر لطیف یاد

[10.Sep.2022 - 13:27]

ډاکټر لطیف یاد 

زما دفیسبوک ملګري او علمي شخصیتونه 

دخپل فیسبوک په ملګروکې داځل تاسوته دجنوبي پښتونخوا یو بل پیاوړی علمي شخصیت درپيژنم چې زیاتې علمي او تحقیقي لیکنې یې کړي دي اوډیرزیات شمیر علمي او ادبي کتابونه یې لیکلي او چاپ کړي دي .دغه ستر شخصیت ښاغلی ډاکټر عبدالروف رفیقي صاحب دی .ښاغلی عبدالروف رفیقي د حاجي مددخان زوی دخیرمحمد خان لمسی اودامیر بلندخان کړوسی دی ،دی په خټه اڅکزی پښتون دی اود۱۹۶۸ زیږدیز /میلادي کال داګست دمیاشتې په شپږمه نېټه دجنوبي بښتونخوا په چمن کې زیږیدلی دی.

ښاغلي ډاکتر رفیقي په نباتاتو ، اسلامي علومو اوپښتو ادبیاتو کې یې ماستري کړې ده .همداراز ده خپل ایم فل هم په پښتو ادبیاتوکې کړې دی چې موضوع یې (پر پښتو شعر دعلامه اقبال اغیزې) نومیږي .همداراز ده په پښتو ادبیا تو کې پي ایچ ډي (دکتورا) هم کړې ده چې موضوع یې په ( افغانستان کې اقبال پیژندنه ) نومیږي .دی تردې دمخه دبلوچستان دپښتو اکیډیمۍ جنرال سیکرټري اوپه اوسني وخت کې په بین الاقوامي اسلامي پوهنتون کې ریسرچ فیلودی.

ښْاغلي ډاکټر رفیقي دخپلې مورنۍ ژبې پښتو برسیره په فارسي ، اردو ، انګریزي او عربي ژبو هم برلاسی لري اولیکنې ،څیړنې او ژباړې پکې کوي .باید زیاته کوم چې ښاغلي ډاکتر صاحب رفیقي دپنځو کلونو راهیسې زما دفیسبوک ملګری دی . دی یو حلیم ، مهذب ، عالم ، مهربانه او پرپښتو او پښتنواله مین انسان دی ،زه دښاغلي ډاکټر رفیقي صیب پر ملګرتوب ویاړم او ده ته دلازیاتو بریاوواوخوشالیو هیله کوم.

دښاغلي ډاکټر عبدالروف رفیقي چاپ شوي آثار:

۱-دکوږک ستوري(دملا عبدالسلام اشيزي په باب دمقالواوشعرونو ټولګه) (تدوين او تاليف )چاپ بزم ادب چمن ۱۹۸۷م مخونه ۲۵۵،چې دوې غوره څیړنې له کبله یې په ۱۹۸۷ زیږدیز کال کې دبلوچستان ايالتي ايوارډ هم ګټلی دی.

۲- د قلندر ګلدسته (د قلندراڅکزي شعري ټولګه) څېړنه او سمونه چاپ پښتو اکيډمي کوټه ۱۹۹۱م مخونه۸۱

۳- دملاجانان دحج احکام( دملا جانان کاکړ کندهاري اثر) ترتيب اوڅېړنه چاپ حبيبي اکيډمۍ چمن ۱۹۹۶م مخونه ۳۳۵

۴-پښتو تشریحي (څېړنه او ټولونه) چاپ حبيبي اکيډمۍ چمن۱۹۹۶م مخونه ۲۸۸

۵ -دڅرک په څار (لومړۍ شعري ټولګه) د حبيبي اکيډیمۍ چاپ ، چمن ۱۹۹۷ ۱۳۷۶ لمریزکال ،مخونه۱۴۴ 

۶- علامه اقبال ته دپښتوشاعرانو پيرزويني (څېړنه ټولونه) چاپ پښتو اکيډمۍ کوټه۲۰۰۳م مخونه ۱۲۸ 

۷- اقبال او پښتو شاعري (څېړنه) دايم فل د مقالې ځيني برخي،چاپ اقبال اکادمي پاکستان لاهور۲۰۰۴م مخونه ۵۰۵ ۷۲(دبلوچستان ايالتي ايوارډ غوره تحقيق پښتو ۲۰۰۴م

۸-مهريه ادبي ايوارډمردان۲۰۰۴م

۹- سير اقبال شناسي در افغانستان (فارسي) څېړنه چاپ اقبال اکادمي پاکستان لاهور ۲۰۰۴م مخونه۲۶۴ (دبلوچستان ايالتي ايوارډ غوره تحقيق فارسي ۲۰۰۴م 

۱۰- له سپوږمئ سره خواله (دوهمه شعري ټولګه )چاپ حبيبي اکيډمي چمن ۱۳۸۱ ه ل/ ۲۰۰۲مخونه۱۵۲ )خدمت خلق ايوارډ(

۱۱-د اقبال ژوند (ژباړه) چاپ اقبال اکادمي پاکستان لاهور ۲۰۰۷م ۱۲- د مرحوم عبدالرؤف مخلص کليات (څېړنه او تدوين )چاپ يونائيټيډ پريس کوټه ۲۰۰۸م مخونه ۳۱۴

۱۲-دعلاوالدين الهامي کليات (څېړنه او تدوين) چاپ مکتبه الهاميه علمو چوک کوټه ۲۰۰۶م مخونه ۳۹۹

۱۳- زين البيان ،د ملا جانان کاکړ کندهاري پښتو نثر(څېړنه اوسمونه) چاپ ډاکټر رفيقي څېړنيز مرکز، کوټه ،۲۰۱۰م، مخونه ۶۸۹ (دبلوچستان ايالتي ايوارډ غوره تحقيق پښتو ۲۰۱۰ م

۱۴- شکرستان روه (اردو) دپښتنو فارسي شاعري تذکره ۴۳۰ کسان) چاپ ډاکټر رفيقي څيړنزيز مرکز کوټه ۲۰۱۰م مخونه ۹۰۰( صوباي ادبي ايوارډ غوره تحقيق اردو ۲۰۱۰م

۱۵- اکبر نامه (دلومړي افغان انګليس جنګ تاريخ، فارسي ويونکی حميد کشميري، پښتو منظومه ژباړه ملا جانان کاکړ کندهاری(څېړنه سمونه او تعليقات) ،چاپ ډاکټر څيړنيز مرکز ،کوټه ،۲۰۱۱م، مخونه ۶۶۷

۱۶- سراج الاخبار(د سراج الاخبارد تاسيس د سلم کال دجشن په مناسبت د اول کال ۲۴ شماري سره د څېړني ) چاپ ډاکټر رفيقي څېړنيزمرکز ،کوټه اکتوبر۲۰۱۱ممخونه۳۴۶

۱۷-مرغسن قطعې چاپ ډاکټر رفيقي څيړنزيز مرکز، کوټه ،۲۰۱۴م مخونه۱۴۲

۱۸-دژوند راز څلوريځي چاپ ډاکټر رفيقي څيړنزيز مرک،کوټه ۲۰۱۳زیږدیزکال ، مخونه۱۰۴

دعالم ارواح سیل ، منظوم ،پښتوچاپ ډاکټر رفيقي څيړنزيز مرکز، کوټه ۲۰۱۲م ، مخونه۱۰۲

۱۹- دعلامه سيد جمال الدين افغاني د پېژندني لارښود چاپ ډاکټر رفيقي څيړنزيز مرکز کوټه ۲۰۱۳م مخونه ۱۸۸

۲۰- دغيرپښتنو پښتو پېژندونکو د پېژندني لارښود ، چاپ ډاکټر رفيقي څيړنزيز مرکز کوټه ۲۰۱۴م مخونه ۱۷۴

۲۱-دپښتنو ښڅينه ليکوالو او شاعرانو د پېژندني لارښود چاپ ډاکټر رفيقي څيړنزيز مرکز کوټه ۲۰۱۵م مخونه ۳۱۰

دښاغلي ډاکټر رفیقي ناچاپه آثار:

۱-افغانستان مين اقبال شناسي کي روايت ( ددکتوری تيزس)

۲-اقبال داردو کلياتو پښتومنظومه ژباړه تدوين او سريزه 

۳-اقبال د فارسي کلياتو پښتو منظومه ژباړه تدوين او سريزه

۴-سوسن چمن ملا عبدالسلام اشيزي تدوين سريزه او لغتنامه 

۵-ارمان جانان ملا محمد شريف جانان کاکړ کندهاري تدوين سريزه او لغتنامه 

۶-افغانستان سېل د علامه سيد سليمان ندوي د اثرژباړه سريزه او لغتنامه

ژباړه اوڅېړنه ۷-افغانستان او موهن لال

۸-دعلامه حبيبي پېژندني لاښود

۹-دخوشحال پېژندني لاښود

۱۰-دعلامه رشاد پېژندني لاښود

۱۱-دبېنوا پېژندني لاښود

۱۲- دغني پېژندني لاښود

۱۳-دحمزه پېژندني لاښود

۱۴-دالفت پېژندني لاښود

۱۵-دهېوادمل پېژندني لاښود

۱۶-درشتين پېژندني لاښود

۱۷-دباچاخان پېژندني لاښود

۱۸-دولي خان پېژندني لاښود

۱۹-دخان شهيد پېژندني لاښود

۲۰-دبختانی پېژندني لاښود

۲۱-درفيع پېژندني لاښود

۲۲-داجمل پېژندني لاښود

۲۳-اقبال اورپښتو شاعري

۲۴-الفنامه څېړنه 

۲۵-پښتون پاچا دمحمد حسين خان د اثر ژباړه

۲۶-جانان کاړ کندهاری احوال آثاراو ياداښتونه 

۲۷-چمن روه (تذکره)

۲۸-دافغانستان نوميالي، ۵،۶،۷،۸ ټوکونه

(اردو). ۲۹-اقبال اور مشاهير افاغنه

۳۰-اقبال اور افغان اهل قلم (اردو)

۳۱-دعبدالخالق تارن دېوان تدوين او څېړنه

دښاغلي ډاکټر عبدالروف رفیقي له خوا 

پربیلابیلو کتابونو ليکلي شوې سریزې (مقدمې):

۱-راه وفا اردو عبدالحکيم ناصر چاپ لاهور۲۰۰۶ 

۲-خان شهيد کي سياست (اردو،دخان شهيد عبدالصمدخان اڅکري په باب) شوکت ترين ،چاپ قلات پبلشرز کوټه فروري ۲۰۰۷م 

۳-رڼې چينې (تذکره) نادر خان اڅکزی چاپ خپلواک ادبي ټولنه کوټه ۲۰۰۹ 

۴-د ژوند راز دقران او حديث په رڼا کي مرزا محمد نبي بزمي مطبوعه نورالقران خپرندويه ټولنه کوټه ۲۰۱۳ع ج-ز

۵-د تاند او بهاند تخيل شاعرخوشحال خان خټک، پروفېسر ډاکتر ايم ۳۹-اقبال نسيم خټک مطبوعه پشتو اکيډمي کويټه ۲۰۱۴ع ک -م

۶-دبابو جان مجموعه تحقيق وحواشي سليم بنګش ،مطبوعه پشتو اکيډمي کويټه ۲۰۱۴ع ۲۰-۲۲

۷-دثقافت وړانګې پښتو ژباړه پروفېسر ډاکتر نصرالله جان ،مطبوعه پشتو اکيډمي کويټه ۲۰۱۴ع ۱۴-۲۰

۸-دتاريخ مقدمه د East to West A journey Round The World By Arnold J. T oynbee

پښتو ژباړه عبدالکريم بريالی ، مطبوعه پشتو اکيډمي کويټه ۲۰۱۴ع د-و

۹-زموږ لرغونپوهنه،پوهنوال محمد رسول باوري، 

مطبوعه پشتو اکيډمي کويټه ۲۰۱۵ع ۸-۱۰

۱۰-ادبي ليدلوری ،عبدالغفور لېوال ، مطبوعه پشتو اکيډمي کويټه ۲۰۱۵ع ث-ح

۱۱-هغوي چي بيا نه راځي، حبيب الله رفيع، مطبوعه پشتو اکيډمي کويټه ۲۰۱۵ع ۱۵-۲۰

۱۲-دپښتو هممانيزونواو ورته لغتونو قاموس،احمد ولي اچکزی ،مطبوعه پشتو اکيډمي کويټه ۲۰۱۵ع ۴-۷

۱۳-د جديد توخي دېوان، تحقيق ترتيب او لغتنامه مطيع الله روهيال ،مطبوعه پشتو اکيډمي کويټه ۲۰۱۵ع د-ه

۱۴-د افلاطون ږغاوي، Dialogues Of Plato پښتوژباړه کمال خان شيراني ،مطبوعه پشتو اکيډمي کويټه ۲۰۱۵ع ۹-۱۴

۱۵-مکتبي قاموس ،اکادميسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد ،مطبوعه پشتو اکيډمي کويټه ۲۰۱۵ع ج-ه

۱۶-مستغاث،صاحبزاده محمدي، تحقيق تدوين او مقدمه پروفېسر ډاکټر حنيف خليل ،مطبوعه پشتو اکيډمي کويټه ۲۰۱۵ع ۸-۱۲

۱۷-دپښتو سفرنامې تحقيقي جاج سليم راز، مطبوعه پشتو اکيډمي کويټه ۲۰۱۵ع 

۱۸--منهاج العابدين امام غزالي، پښتو ژباړه عبالخالق پانيزی ،مطبوعه پشتو اکيډمي کويټه ۲۰۱۶ع ۱۶-۲۰

۱۹-ادبي تحليلونه،کانديد اکادميسن محمد صديق روهي،مطبوعه پشتو اکيډمي کويټه ۲۰۱۶ع ۷-۸

۲۰-د ابن بطوطه سفرنامه ژباړه کاکاجي صنوبر حسين،مطبوعه پشتو اکيډمي کويټه ۲۰۱۶ع 

۲۱-هغه لس ورځي چي نړۍ يي ولړزوله ژباړه کمال خان شيراني، مطبوعه پشتو اکيډمي کويټه ۲۰۱۶ع 

۲۲-لال او کوتي لال ډاکتر څراغ حسين، مطبوعه پشتو اکيډمي کويټه ۲۰۱۶ع 

۲۳--نقد حيات دايوب صابر،مولفين رومان شاه رومان، ملنګ جان شهاب وال، الفت اورکزۍمطبوعه پشاور ۲۰۱۶ع ۴-۹

دښاغلي ډاکټر عبدالروف رفیقي ځيني چاپ شوې مقالې :

۱-افغانستان مين اقبال شناسي شماره ۲-۳، ۲۰۰۷م ۶۰-۷اقبال لاهورسه ماهي بزم اقبال کلب روډ لاهور 

۲-اقبال اورغازي امان الله خان ،اپرېل جون ۲۰۰۶ع ۷۱-۸۴

۳-اقباليات لاهورسه ماهي اقبال اکيډمي آف پاکستان

لاهور 

۴-اقبال اور اعليحضرت نادرشاه، اکتوبر دسمبر ۲۰۰۹ 

۵-عبدالهادي داوي پيام مشرق کا اولين افغان مبصر، جولايي ستمبر۲۰۱۰ع ۹۵-۱۰۰ 

۶-اقبال اور صلاح الدين سلجوقي، جولايي ستمبر۲۰۰۸ع ۱۰۵-۱۱۴ 

۷-متون اقبال مين بعض مشاهير افاغنه کاتذکره 

۸-متون اقبال مين معاصرين مشاهير افاغنه کا تذکره 

اسلامي يونيورستي اسلام آباد 

۹-افغانستان مين اسلامي عظمت رفته کا پرتو اور علامه اقبال کا سفر افغانستان 

پيغام اشنا اسلام اباد 

سه ماهي سفارت اسلامي جمهوريه ايران اسلام آباد 

۱۰-علامه عبدالحي اور علامه اقبال،شماره ۳۲، جنوري مارچ ۲۰۰۸ع۱۵۸-۱۷۲

پشتو پشاور 

سه ماهي پشتو اکيډمي پشاور يونيورستي 

۱۱-په پښتو شعر کي د اقبال ياد، نومبر دسمبر۲۰۰۲م ۴۳-۶ 

۱۲-دملا جانان پښتو اکبرنامه ستمبر۲۰۰۷ نه ترمارچ۲۰۰۸ پوري ۱۳-۴۶ 

۱۳-سيدعلاوالدين الهامي او دده شاعري،اکتوبر ۲۰۰۶مارچ ۲۰۰۷ع ۱۵۵-۱۷۷ 

۱۴-دهندوانو او سکهانو دپښتو علمي ادبي خدمتونه ، شماره۵۹۳،۲۰۰۷ع۱۶-۵۱

تکتو کويټه

شش ماهي شعبه پشتو بلوچستان يونيورستي کويټه 

۱۵-داقبالياتو پښتو ژباړي او ژباړونکي،جولايي دسمبر۲۰۱۰ع۸۸-۱۱۳ 

الريحان (پشتو،اردو بلوچي،انګرېزي) کويټه

مجله ،ګورنمنټ ساينس کالج کويټه

اسلام يو ريشتونئ مذهب ۱۹۸۷-۸۷

۱۶-داقبال د خودئ فلسفه ۱۹۸۶-۸۷م ۶۷-۷۸

الفت پشاوردوماهي

۱۷-دعلامه عبدالعلي اخوندزاده او ملا عباس کاسي کورنۍ اړيکي، ستمبر اکتوبر۲۰۰۸

۱۸-اولس (پشتو) کويټه ماهنامه ،پريس انفارميشن ډپارټمنټ حکومت پاکستان

۱۹-اقبال او د مسلمانانو اتحاد، فروري ۱۹۸۴ ۳۷-۶۶-

۲۰-اقبال او د عشق رسول ، ستمبر ۱۹۸۴،۱۲-۲۱

۲۱-ملا غلام يحي اشيزی اګست ۱۹۸۶،۱۳-۲۲

۲۲-ملا حبيب الله کاکړ کندهاری،جنوري ۱۹۸۸، ۳۴-۴۴ اپرېل ۱۹۸۸، ۳۷۴۲

۲۳-منهاج العابدين،نومبر دسمبر ۱۹۸۸،۸۳-۸۷ جنوري فروري،۱۹۸۹، ۳۴-۳۹

۲۴-سوسن چمن،ستمبر۱۹۹۰، ۳۵-۴۷

۲۵-تاراته کتل، مادرته کتل،اپرېل ۱۹۸۷، ۴۵- ۴۸

پالنه کويټه ماهنامه

ښايستې واوسطې،فروري مارچ ۲۰۰۲

۲۶-مولانا مدرارالله مدرار فن او شخصيت،جون جولايي ۲۰۰۲

پلوشه کراچي دو ماهي

۲۷-پروفيسرصاحبزاده حميدالله ،جون ۱۹۹۲

جرس کراچي سه ماهي

۲۸-پروفيسر عبيدالله درويش دراني،جولايي ستمبر۱۹۹۴

خال کويټه شش ماهي

۲۹-د پښتو ادب ګوهرونه، اپرېل جون۲۰۱۶ع ۱۶۳-۱۷۸

سکام کويټه سه ماهي

۳۰-دملاجانان کاکړ کندهاری ياداښتونه، اګست ۱۹۹۴

۳۱-شمله ګردي ځنګل 

۳۲-هسکه مو شمله ده ټيټېدوته چي يي پري نه ږدي ،د ډاکتر عبدالروف رفيقي پيغام اکتوبرنومبر ۲۰۰۰م۲

۳۳-د شملي په ميلمستون کي (مرکه ) مارچ اپريل ۲۰۰۹/ ۴۲- ۴۶

قلم پېښوردوماهي 

جميله،اپرېل جولايي ۱۹۸۸، ۱۵۵-۱۵۷

۳۴-کندهار کندهاردوماهي، محکمه اطلاعات و کلچر کندهار حکومت افغانستان

۳۵-افغانستان او موهن لال ستمبر اکتوبر ۲۰۰۱

۳۶-کوژک (پشتو،اردو ،انګرېزي)چمن

سالانه ،ګورنمنټ کالج چمن بزم ادب چمن کبهي اور ابهي ۱۹۸۴،۶۹-۷۱

۳۷-محنت که دولت،۲۵-۳۵

۳۶- 77-78-The Great Poet Iqbal

ليکني کويټه سه ماهي ،پشتو اکيډمي کويټه

۳۸-دپښتو ادب اخوند او اخوندان،جنوری مارچ ۲۰۱۴ع۷۵-۱۰

۳۹-دپښتو ادب ارمان او ارمانونه،اپرېل جون ۲۰۱۴ع۱۴۳-۱۵۸

۴۰-دپښتو ادب ،خواران غريبان محتاجان مفلسان او ملنګان جولايي ستمبر۲۰۱۴ع

۴۱-دپښتو ادب سپېڅلي خادمان غمخواران عاشقان او عارفان ،اکتوبر دسمبر ۲۰۱۴ع۶۸-۸۴

۴۲-دپښتو ادب رشتني مينان صادقان او همدردان ،جنوری مارچ۲۰۱۵ع ۳۶-۵۹

۴۳-دپښتو ادب وال ،اپرېل جون ۲۰۱۵ع ۱۰۲=۱۳۷

۴۴-دپښتو ادب ياران،جولايي ستمبر۲۰۱۵ع ۱۱۱- ۱۴۴ 

۴۵-دپښتو ادب مله،اکتوبر دسمبر ۲۰۱۵ع ۵۱-۷۳

په ځينو اخبارونو کي دښاغلي ډاکټر رفیقي صاحب چاپ شوې ليکني:

۱-جنګ (اردو،روزنامه اخبار) کويټه

۲-بزم ادب چمن کبهي اورابهي ،۲۳جولايي ۱۹۸۴

۳-ني نسل کي نوجوان شاعر عصمت دراني،۳۰مارچ ۱۹۸۵

۴-چمن مين قاضي عبدالسلام اچکزی کي ياد مين کل بلوچستان پشتو مشاعره،۲۱دسمبر۱۹۸۵

۴-الريحان مجله ساينس کالج کويټه ۱۹اپرېل ۱۹۸۷

۵-کمال خان شيراني مرد خود آګاه، جمعرات ۶جنوري ۲۰۱۱

۶-خان شهيد شناسي کې چاليس سال،پير۲ دسمبر۲۰۱۳

۷-مشرق (اردو،روزنامه اخبار) کويټه

۸-پروفيسر علامه غلام محمد شاه ندوي ايک مشفق استاد، ۲۲دسمبر۱۹۸۴

۹-انجمن نابينا بلوچستان کي کارکردګي،۲۳اکتوبر۱۹۸۵

۱۰-پشتو کي نوجوان قلمکار ولي محمد ولي کي تاليف دملغلرو امېل،۲۲ اکتوبر ۱۹۸۶

۱۱-جهاد افغانستان اور ملت اسلاميه کي ذمه دارياڼ ۲۷دسمبر۱۹۸۶

۱۲-پشتونون کي فارسي شاعري،۲۵ اکتوبر۲۰۰۱

۱۳-هېواد (پشتو،هفت روزه اخبار) پشاور

۱۴-د قاضي ملا عبدالسلام اشيزي په ياد کي مشاعره۲۳دسمبر ۱۹۸۵

۱۵-ملا قلندر يوه څېړنه، اکتوبر ۱۹۸۶

هغه سیمینارونه چې دښاغلي داکټر رفیقي صاحب په ویاړ جوړشوي دي :

۱-دڅيړندود ارزوني يو ورځنی غونډه او ددوو وتليو څېړونکو استاد زلمی هيواد مل او ډاکټر عبدالرؤف رفيقي نمانځغونډه جلال اباد ۱۰ اپريل۲۰۱۲م ۲۲- ۱ ۱۳۹۱ ه ښ

۲- ددوه ادبي خدمتګارانو ډاکتر عبدالروف رفيقي او شفيق العالم معذوريارلمانڅن غونډه پښتوادبي تړون چمن۲۴اګست ۲۰۱۴م چمن

هغه مونوګرافونه چې دښاغلي ډاکټر رفیقي په اړوند لیکل شوي دي :

۱-ډاکټر عبدالرؤف رفيقي فن او شخصيت ليکواله رحمت بي بي اڅکزۍ ( ناچاپه )

(هغه کتابونه او تذکرې چې دښاغلي ډاکټر رفیقي صیب ذکر اویادونه پکې شوې ده :

۱-ادبي ګلدسته 

پروفيسرمحمد قاسم بنوي جلد دوهم مطبوعه پشتو ادبي مرکز بنو ۱۹۸۴

۲-داحساس سترګي 

عبدالباري اسير،مطبوعه شيدايان پشتو ادب پشين قلات پريس کوټه ۱۹۸۵م ۶۸-۷۰

۳- روشن اګتې هاتهـ (اردو تذکره) عبدالباري اسير چاپ سعد پبليکشنز زونکی رام روډکوټه ۱۹۹۱م 

۴-د اور تراني دژوند شعرونه عبدالباري شهرت ننګيال چاپ فرهنګ جهاد افغانستان ۱۹۸۹ ع ۲۰۶-۲۰۸ 

۵-د قلم خاوندان ازهمېش خليل چاپ پښتو اکېډمي پېښور ۱۹۹۹م

په هغو مجلو او رسایلو کې چې دښاغلي ډاکټر رفیقي صیب ذکر اویادونه شوې ده

اباسين اسلام اباد 

۱ـ له سپوږمئ سره خواله ،ډاکټر علي کميل قزلباش جولائي ۲۰۰۶/ ۲۰- ۳۱

پالنه کوټه 

۲ـ درفيقي دشاعرانه فکردرې ابعادي جهتونه ،پروفيسررازمحمد راز پښين جون جولائي ۲۰۰۲ / ۷۷۸۴

تنده کندهار 

۳ـ دډاکترعبدالروف رفيقي سره مرکه غلام سخي نوريوال، اکتوبر نومبر ۲۰۰۵/ ۴۱- ۴۳

ځيرک کوهاټ 

۴- اکبر نامه و شکرستان روه اداره، مارچ اپريل۲۰۱۳م د ټائيټل د شا پاڼه 

سهار کوټه

۵- د پښتو ژبي دوه ځلانده شاعران عبدالرؤف رفيقي او شفيق العالم معذوريار ،عبدالباري ستمبر۲۰۰۳ ۶۶-۶۷

۸- پښتو ادبي کاروان زيارت کې زير اهتمام شاعر ومحقق عبدالروف رفيقي کے شعرے مجمعوعه له سپوږمۍ سره خواله کي تقريب رونمايي، عادل اڅکزی ستمبر ۲۰۰۴م ۳۶-۳۷

۹- اکتوبر۲۰۰۴م ۳۲-۳۳ 

۱۰-عبدالرؤف رفيقي ،سلطان محمد قدر دان ،نومبر ۲۰۰۶/ ۲۳- ۲۴

کندهار مجله 

۱۱- پښتواکبر نامه ،محمد معصوم هوتک، وری غويی ۱۳۹۲ ه ښ/ ۲۷- ۳۳

دکوتې اوپیښور په مجلو او رسالوکې دښاغلي رفیقي صیب یادونه

۱-عبدالروف رفيقي پشتو ادب کې ګلشن مين ايک نيا پهول ، مقدس خان معصوم ۱۲مارچ ۱۹۸۳

۲- د څرک په څار، ايوب اچکزی ، هفته جولايي ۱۹۹۷

۳-عبدالروف رفيقي صحرايي بلبل ،عمر ګل عسکر هفته ۲۰ستمبر۱۹۹۷

۴-عبدالروف رفيقي کا اعزاز کشميرميډل برای ادب سال ۱۹۹۹ع ۳جون ۱۹۹۹

۵-رحمان بابا کې کلام کي ابديت اورډاکټر عبدالروف رفيقي کي راے ،عمر ګل عسکرجمعرات يکم اپرېل ۲۰۱۰

۷-ډاکټر عبدالروف رفيقي کي تازه تحقيق اکبرنامه ،عمر ګل عسکرجمعرات ۱۶فروري۲۰۱۲

۸- ډاکټر عبدالروف رفيقي کانېاشاهکار۱۹۱۱کا سراج الاخبار،عمر ګل عسکرجمعرات ۲۲مارچ۲۰۱۲

۹- ډاکټر عبدالروف رفيقي کې فن و شخصيت پر ننګرهار يونيورسټي مين سېمينار،عمر ګل عسکر

۱۰-جمعرات ۱۳مي۲۰۱۲

۱۱- جمعرات ۱۷مي۲۰۱۲

۱۲-کوهستان روزنامه کويټه

۱۳- د څرک په څار، بشير کاکړ ، منګل ۹ ستمبر ۱۹۹۷

۱۴-مشرق روزنامه کويټه 

۱۵-سراج الاخبار،اکبرعلي ساسولي ، جمعرات ۵مي۲۰۱۲

۱۶-وحدت ،هفت روزه اخبار) پشاور

۱۷-د کوږک ستوری،ډاکټر شېرزمان طايزی غمژن، ۱۸جون ۱۹۸۸

۱۸-د کوږک ستوری،ډاکټرعرفان خټک، ۱۴جولايي ۱۹۸۸

۱۹-هېواد هفت روزه پشاور 

۲۰-دکوږک ستوری، شفيق العالم معزوريار ،۱۳جولايي ۱۹۸۷

 -۱۹۸۸۲۱- بېل جهان، شفيق العالم معزوريار۳۱اکتوبر 

 

 

زما دفیسبوک ملګري

زما دفیسبوک په ملګروکې یوهم دروند پښتون ښاغلی لیاقت علي سیماب صیب دی چې دپښتو ژبې شاعراو په خټه یوسفزی او په ۱۹۷۸ زیږدیز کا ل د پښتونخوا په ملکنډ کې زیږیدلی دی . نوموړی دامهال هم په ملکنډ کې اوسي اوهلته یو شخصي ښوونځي هم لري او دښوونځي نه سربیره دخپلې استوګنې په سیمه کې دیو سوشل وړکړ په توګه دخپلو پښتنواو دخپلې سیمې دخلکو خدمت هم کوي اوخپل سوداګریز کارونه هم پر مخ بیایی. ،برسیره پردې ده دمشال راډیو ، ډیوه راډیو او نورو ایف ایم جینلونو له لارې یې تل هڅه کړې ده چې خلکو ته دامن او ورور ولۍ پیغامونه ورسوي،څو انسانان یودبل سره په روغه او جوړه کې ژوند وکړي ، .ښاغلی سیماب صیب په دې انددی چې دپښتنوټولنه کې دښځورول ډیر مهم دی اودمیډیا له لارې باید ښځې تعلیم ته وهڅولې شي ،ځکه داولادونو روزنه ددوي په لاس کې ده اودوی کولای شي دتعلیم اوپوهې له لارې خپل ماشومان ښه وروزي او دښوونې اوروزنې او روغتیا په برخه کې ورته اغیزمن معلومات ورکړي

ښاغلی سیماب صیب په ټولنه کې درسنیو اوسوشل میډیا رول هم مهم او اغیزناک بولي او هم په دې انددی چې نن ورځ پښتني ټولنه دډیرو ناخوالو سره مخامخ ده اویوازینۍ لاره یې دښوونې او تعلیم ترلاسه کول دي .دی دیوې ټولنې پر مختګ او نیکمرغي یوازې او یوازې په تعلیم اوښوو نه کې ګڼي .

ښاغلی سیماب صیب ددووکلونو راهیسې زما دفیسبوک ملګری دي ،دی یو مهذب ، حلیم او دبښتني لوړو صفلتو څښتن پښتون دی ،زه ښاغلي سیماب صیب ته دلا زیاتو بریاوو اوخوشالیو هیله کوم..دادی دده دکلام یوه بیلګه هم تاسوته وړاندې کومه :

په زوړ رباب نوی تارونه تړم 

خوښوم مینه نفرتونوته بندونه تړم 

چی وی مثبت او پښتانه فکرونه

زه یې پښتو په زنځیرونو تړم 

د مودو تږی جل وهلی ګل ته 

د خپلو سرو وینو ورخونه تړم 

سیمابه ځان سره رڼا چی راوړی 

په توره شپه بل مشالونه تړم

__________

ډاکټر لطیف یاد 

زما دفیسبوک ملګری او فرهنګي شخصیتونه 

داځل آغلو او ښاغلودوستانو ته دخپل فیسبوک یو دروند ملګری درپيژنم چې ډیر بااستعداده شاعر دی او هره ورځ دده شعرونه او غزلې دفیسبو ک له لارې خپریږي

دغه نامتو شاعر ښاغلی شاه سعودخان دی چې په سعود بنګښ سره شهرت لري . ښاغلی سعود بنګښ دسعدالدین خان زوی دی چې د۱۹۶۵ زیږدیز/میلادی کال داپریل دمیاشتې په (۱۵) نېټه دپښتونخوا دهنګوولسوالۍ په ( کوهي باغ ) کې زیږیدلی دی او په خټه بنګښ دی

ده خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په خپله سیمه هنګو کې بشپړې کړي دي او بیا یې دپخواني شوروي اتحاد (USSR) داوزبیکستان دجمهوریت په پلازمیینې تاشکند کې یې دژورنالیزم (Journalism) په څانګه کې خپله ماستري(M.A) ترلاسه کړې ده

ښاغلی سعود بنګښ دخپلې مورنۍ ژبې پښتو نه سربیره په روسي، انګریزي او اردو ژبو هم پوهیږي

ښاغلی سعود بنګښ د پښتو ژبې ښه شاعر دی او په شعر کې دغزل سره زیاته مینه لري.دده زیاتره غزلې دپښتونخوا دډیرو هنرمندانواسحاق خان ، حشمت سحراو ګل نواز ولي  له خوا زمزمه شوي هم دي .

ښاغلی سعود بنګښ صیب د پنځو کلونو راهیسې زما دفیسبوک ملګری دي . دفیسبوک له لارې مې ورسره تل اړیکي نیولي دي او دافغانستان او پښتونخوا پر اوسني ویر او ناتار مو سره یوځای اوښکي تویې کړي دي . باید زیاته کړم چې دده دغرلونو ټولګه تر چاپ لاندې ده او نوم یې دی ( دشپون شپیلۍ

دادی زه تاسو ته دده داشعارو او غزلو ځینې بیلګې وړاندې کوم :

ژونــدانــه تـه خلک پرېږده پـه قلاره

اې د حــورو او غـلـمـانــو دعـویـداره

دا وحشیان يې چې مزې کوي پر غاړه

نو کـوثـر وچ کړه اې لوی پروردګاره

جنت ډېر د ښکلو ښکلو خلکو ځای دی

پکې ځای مه شه د ستا څیره خونخواره

د پنجاب پـه ایـوانـونـو تاواني شوې

اې د خــوار پښتون د حق علمبرداره

احمد شـاه بــابــا نــه پسته بله نوې

هنګامــه دې جــوړه نکـړه کـنـدهــاره

چې دوستانو یک تنها پرې و پرېښی

سعود نن هم دی روان پـر هغه لاره

سعود بنګښ

***********************

رتـه غـږونه مـه کړه بس دی یاره

دا ژوندی نه دی، مړ اولس دی یاره

کړي ازادي به ترې، سل واره قربان

ګران پر غلام، دومره قفس دی یاره

زمـــوږ د امــن هڅې ، کــفــر کــفــر

د دوی خو جنګ هم، مقدس دی یاره

پر لمونځ ولاړ دی، د مسلم پر څرمن

هم يې پر خون، کړی اودس دی یاره

ځان سره ما هم وژني، تا هم وژني

غرق دومره حورو، په هوس دی یاره

پښتون پرې سر ورکوي، چوپ سعوده

د چا له لاسه ، چې تس نس دی یاره

سعود بنګښ

********************

چې بیرون نـه شې، رندانو له انګړه

زاهــدانـــو جـوړه کړې، بـهـر شـخـړه

دا ټولنه به دې مړ کړي انځـور ګره

دا دې څوک جوړه کړه، لوڅـه او لغړه؟

چا په مري*کې شراب له ګني جوړ کړل

چا ترې جـوړه اشنغر کې کړله ګوړه

د ستا تـوره مې هم ولـیـده پښتونه

د ستا توره وه پښتون پر خون ککړه

د نـړۍ پیغلې تحقیق کړي پوهنتون کې

پښتانه پیغله غـوجـل کې، خړه پـړه

که دې وخت یوسي تیارې سمندر تل ته

اراده ســاتــه تــر لـمـره پــورې لــوړه

نن رندي نه کړو سعوده! ملنګي کړو

ځه چې پورته له چیلم کړو شنه لوخړه

سعود بنګښ

مري* په پاکستان کې د پنجاب په ولایت (صوبه) کې د یو ځای نوم دی چې د شرابو قانوني بټۍ (فابریکه یا کارخانه پکې شتون لري)

**************************

چې تېر شـوی پــر ځیګر د پښتنو دی

خـوښ همـدا، نفاق خنجر د پښتنو دی

خوشال خان غريب به خاورې بریالی شي

چې مغولو درست لښکر د پښتنو دی

تش پـه خوله تر مارګلې د پښتنو ده

تش په خوله باندې خېبر د پښتنو دی

زه هم وایم، تـه هم وايې، پر درواغو

چې دا کـوېـټـه، پـېـښـور د پښتنو دی

نــړیــوالــو شـیـطانــانــو پـــه ولکه کې

د بــابــا د غــرو، هر سر د پښتنو دی

خـامخـا بــه بیا راخېژي ، دا قانون دی

غروب شوی که سپين لمر د پښتنو دی

ګاونډیان يې ټول د امن پر ساز رقص کړي

تش پــر خــونـه شوروشر د پښتنو دی

اې سـعـوده! که هـر څـومـره فولادي و

سـوری شــوی اوس ټـټـر د پښتنو دی

سعود بنګښ

*******************

پټه نه ده، ښه ښکاره توره چاوڼۍ ده

هر جمات ، هره حجره توره چاوڼۍ ده

ته لا سوات چاوڼۍ تـه ژاړې؟ غلی کینه

پـښـتـونـخـوا زره زره توره چاوڼۍ ده

دلـتـه داسې پـتـنـګان دي، اې لالــیــه!

دوی مشال، او دوی ډېوه توره چاوڼۍ ده

دا چې دين په نوم فعاله ده، هر ځای کې

دغــه هــره مــدرسـه تـوره چاوڼۍ ده

که بهر يې ورتـه ورانـه کړې نو څه یار

جـوړه فکر کې پخـه تـوره چاوڼۍ ده

ځان پــرې مــه وژنــه سـعـوده لېونیه!

دوی ایمان، دوی عقيده توره چاوڼۍ ده

سعود بنګښ 14/11/2016

*********************************************

هـمـدې لرګي نه ، چـا جمات ته دروازه کړه جوړه

هـمـدې لرګي نـه، چا رباب ، چا سرینده کړه جوړه

هـمـدې لرګي نه، چا بدرنګ کونداغ ټوپک ته جوړ کړو

هـمـدې لرګي نه، چا شپېلۍ څومره ښایسته کړه جوړه

هم دغې خاورې نه، چا جوړې معبدې کړې ځان ته

هم دغې خــاورې نــه، رنــدانــو مـیـکـده کړه جوړه

هم دغې خـاورې نــه، چا جـوړ کړلو سپېڅلی معبود

هم دغې خــاورې نه، چا میو ته پیاله کړه جوړه

هم دغــه کاڼي نــه، نــړۍ کـړل شـاهـکارونــه تیار

هم دغه کاڼي نه، پښتون شاهکار مورچه کړه جوړه

هـمـدې لفظونو نه، چا جوړ کړلو ، فرمان د مرګي

هـمـدې لفظونو نه، سعود د ژونـد ټپه کړه جوړه

سعود بنګښ 8/11/2016

********************************************

راشـــه وګـــوره لالـــیــه، خـــوي خـصلت د افغاني

خوشال نـۀ پـرېږدي پـر قبر هیڅ ګـردونه مغولي

اوس په کلي کې هم خدایږو، ګرځېدی نه شو ویرېږو

زغــلــول بــه مــو اســونــه ، اصفهان او پر ډیلي

کابلیه پېښوریـه، د یـــو بـل پــر غم غمجن شئ

تــا سو یئ پـــه حـقـیقت کې، د یــوې ادې بچي

خپل هېواد کیسه کې نۀ دي، چې ټوټې یې کړي راټولې

مــا چې ولېدل تـــر نـنــه، پښتانـۀ هم داسې دي

دا چې مـوږ کومې بلا ته، مخامخ یو اې سعوده!

دا ازار د کــنــدهــار دی ، د کابـل دي اسـویـلي

سعود بنګښ 30 /10/2016

**********************************************************************

پر دغه خاوره هم غازي، او هم شهيد دی پښتون

عجيبه کار دی، هم حسین دی، هم یزيد دی پښتون

ورتــه هېواد کې، چې بــابــړه، جـوړوي هره ورځ

افسوس خو دا دی، هم د دې سړي مريد دی پښتون

له عاشورې نـه يې غم هیر کړو، تـر قیامته پورې

داسې په وينو کې تېر کړی، هر یو عيد دی پښتون

اې د مــذهب ټـېـکــدارانــو! مـقـدس جنګ لره

نسل کشۍ تـه مو پکار، څومره مزيد دی پښتون؟

شا ته خونخوار وږي پړانګان، مخ ته بې رحمه لېوان

ولاړ تنها، زخمي زخمي ، پر داسې بريد دی پښتون

سـعـوده! هـر اندام يې غوڅ دی ، قبيلې په خنجر

څه یوسپزی ، څـه بارکزی، او څه مسيد دی پښتون

سعود بنګښ 26/10/2016

***********************

فـرهـاد ویل وڅـښـه اې زما تـږې شیرینې اوبۀ

دا غـرونه تـور دي، خو دننه لري سپينې اوبۀ

نه به دې پرېږدي په قلار، یو ګوټ شرابو ته څوک

او نه به درکړي درته څوک دلته په مینې اوبۀ

که له غمونو خلاصون غواړې، نو راځه ما سره

دربـاندې نوش بـه کړمـه ، مستې بهترينې اوبۀ

دوی زريـن ټکي ړنګـوي، داسې ټـولـنـه ده دا

او تــور ټوپک تـه ورکوي ، هم دا زرينې اوبۀ

پــه ګــودرونــو د پـیـریـانـو قافلې ناستې دي

لـه کـومــه راوړي دا معصومې نـازنینې اوبۀ؟

یوې نازکې پـرې پسته نازکه خـوله اېښې ده

ځي له سعود سترګو ترسکونې او مالګینې اوبۀ

سعود بنګښ 22/10/2016

***************************

دوی نــه لــري یـو بـل تـــه پـــه نـیـتـونـو کې رڼا

نــو څـــرنـګـه بـــه جـــوړه شي ذهـنـونــو کې رڼا؟

تور خیال، توره کوټه کې، قاتلان مورچه کې ناست دي

دنـــنـــه نـــۀ پـــرېـــږدي روشـــنــدانـــونـــو کې رڼا

دا کوم چې زموږ کلي کې پـه ويښه يې تلاش کړي

والله کــه دلــتــه وویـنـي خـــوبـــونـــو کې رڼا

پښتونه! ستا هېواد کې خـو تـر ورایه ، ولې ولې؟

ښـکاره نـه شـوه هـیـچـا تــه دوربـیـنـونــو کې رڼا

هغۀ سړي لاسونه يې د غل پــه شانې غوڅ کړل

چې کــــوم ســـړي نــېــولې وه لاســونـــو کې رڼا

دې کلي کې هر څـوک چې پخوي د ټوپک نخښه

نـــو دې لـپـاره ږدي دوی هــــدفــــونــــو کې رڼا

سعوده! نـیـمـه شپه ده، د جمات څراغان مړۀ دي

خــو ښکاري د خـیـام پــه مـحـفـلــونـــو کې رڼا

سعود بنګښ 6/10/2016

*********************

دومـــره لــــوی دی د انــســان انـسـانـیـت

پـکـې ورک حــــورې غــلــمـــان دي او جنت

یو انسان يې سره ویش کړو، په خپل مینځ کې

دې مـلا، او دې پــــادري، او دې پـنـډت

تــه انـسـان يې ، زه انـسان یم کیسه ختمه

څــه مې کار، چــا پـه بـودمت او هندومت

تـعـصـب يې بــنــیــادونـــه ، دیـــوالـــونـــه

تنګ نـظـري نــه يې جــوړ کـړی ورتـه چت

تــوپـیـر دومــره، لکـه ځمکـه او اسمان چې

د اســـلام سپـېـڅـلي دیـن ، او مـــلایـت

عــرش دنـنـه دی زمــا او سـتـا وجــود کې

بـهـر څــــه دي؟ خـــو هـــوا کې دی الــوت

پـه دېــوانــو کې راګــېــر یم، ګني زه خــو

بـــــاشــنــده یم ښـــاپـــېـــرو د مـمـلکـت

پــه هـغـوی دې تف لعنت وي اې ســعـوده

چـــې لــري څـوک، تـنـګ نـــظـــره ذهنـیت

سعود بنګښ 4/10/2016

****************

د کافـرې پښتونخـوا، پښتون کافر دی

قتلِ عام يې دی روا، پښتون کافر دی

ما ته کشر ورور وایل، د کیمپ خیمه کې

زه پښتون نه یم لالا، پښتون کافر دی

که باور نـه کړې ملا نـه تپوس وکړه

درواغ نـه وایم بابا! پښتون کافر دی

چې پښتون پرې د اسلام کلیمه زده کړه

هم هغۀ ورکړه فتوا، پښتون کافر دی

لویه خدایه! ولې ولې ، څه کیسه ده؟

په اسلام باندې شیدا، پښتون کافر دی

د پوښتنې يې هیڅوک نشته سعوده!

ټول يې وژني برملا، پښتون کافر دی

سعود بنګښ 17/9/2016

********************

ســنــدره

تا تــه وایم اې بابا د غـرونو بازه

هنګامـه جـوړه کړه بیا د غرونو بازه

بیا توپان شه ، په ټپه کې د ملالې

بیا تس نس کړه، د زاغانو تورې ځالې

اې لــرغــونې اریـانـا د غرونو بازه

تــا تــه وایم اې بابا د غرونو بازه

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

ناست دی بیا خپله کېږدۍ کې ډوب په اوښکو

تـــا لپاره هـمـېشـه د غــــرو پــــه څــوکــو

بیټ نيکه کـــوي دعـــا د غـــرونـــو بــازه

تــا تـــه وایم، اې بــابــا د غــرونــو بــازه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ولې کړو دې بی ننګۍ زنځير پر غاړه؟

شـرم وکړه مـرهـټو پــر ننګ ولاړه

تا ته وایم، احمد شاه د غرونو بازه

تـا تــه وایم، اې بـابـا د غـرونـو بازه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د خـونیانو لاره پرېږده سـړیتوب شه

د وحشیانو لاره پرېږده سـړیتوب شه

خدای لپاره، اې بودا د غـرونو بازه

تـا تـه وایم اې بابا د غـرونو بازه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

بیا راغونډ کړه اولسونه، او خیلونه

یو وجود کـړه، پلرګنۍ او ټبرونه

اې زردشت، اې د یما د غرونو بازه

تا ته وایم، اې بابا د غرونو بازه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سـعـود وايي د مـغـلـو لښکر پـرېږده

قلم ونیسه دا تــوره، خنجر پـرېږده

درقربان شم، اې شیر شاه د غرونو بازه

تــا تــه وایم، اې بابا د غـرونـو بازه

هنګامه جوړه کړه بیا د غرونو بازه

سعود بنګښ

*******************

ما تـه وګوره پښتون یم، څومره زوړ یم

هر یـو غـر وايي، د ستا وجود نه جوړ یم

ستا لپاره مناجات  کې  شپه او ورځ یم

پـه یـو ځای کې بیټ نیکه یـمـه عاجز یم

پـه بـل ځای کې نر اتل یم امير کروړ یم

مـا ته وګوره پښتون یم، څومره زوړ یم

پـه یـو ځای کې اریـانـا یـم خـراسان یم

پـه بـل ځای کې زه باختر یمه روان یم

پـه تاریخ کې هیڅ غریب نه یمه موړ یم

ما ته وګوره پښتون یم، څومره زوړ یم

په یو ځای کې تاریخ دان نه فراموش یم

پـه بل ځای کې زه کوچی خانه بدوش یم

د لـرغــونــو تـهـذیـبـونـو زه نــچـوړ یم

مـا تـه وګوره پښتون یم، څومره زوړ یم

نن نـه، نـه. زه داسې یم له ډېره وخته

اې سـعـوده! یـمـه زړه داسې بـدبـخـتـه

همیشه زه د خپل ورور په وينو سوړ یم

مـا تـه وګوره پښتون یم، څومره زوړ یم

هر یـو غر وايي د ستا وجود نـه جوړ یم

سعود بنګښ 5/5/2015

____

زما دفیسبوک په ملګرو کې یو هم د هېواد فرهنګي او علمي شخصیت ښاغلی استاد مطيع الله روهيال صیب دی چې دده تحقيقي او علمي کارونه د هیچا له سترګو پټ نه دي .

ښاغلی استاد مطیع الله روهیال په ۱۳۶۰ لمریز کال کې دکندهار دښارپه یوې عالمې او فاضلې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولي دي. پلار یې ارواښاد عبدالقدوس ا خونزاده او نیکه یې ارواښاد عبدالله اخونزاده ساګزی دکندهار دښار مشهور عالمان تیرشوي دي .

ښاغلي استاد روهیال صیب خپلې زده کړې دکندهار دالبیرونی او محمد هوتک په لیسو کې سرته رسولي دي او خپل لیسانس یې دکندهارپوهنتون دژبواوادبیاتودپوهنځي دپښتو څانګې او خپله ماستري یې په همدې څانګه کې دکابل پوهنتون دژبو او ادبیاتو دپوهنځي نه ترلاسه کړې ده او دا مهال دکندهارپوهنتون دژبو او ادبیاتو دپوهنځي د پښتو څانګې استاددی.

ښاغلی استاد روهیال صیب د بښتومتونو په پلټنې ،څیړنې تحقیق او تدوین او ددغو متونو د تعلیقاتو ، تحشیو، ترتیب ، سمون او لغتنامو او سریزود لیکلو په کارکې ډیر ماهر دی او تراوسه پورې یې پر ډیرو پښتو آثارو حواشي ، تعلیقات او سریزې لیکلي دي او ډیر پښتو آثاریې پیا له سره چاپ ته چمتو کړي او راژوندي کړي دي .

دپښتو ژبې یو بل فرهنګي شخصیت ښاغلي محمد یار یار داستاد روهیال پر ژوند ، اثارو او دده پر علمي کارونو یو ه ډیره جامع او هراړخیزه مقاله لیکلې ده چې زه دلته یوازې دده دمقالې نه دښاغلي استاد روهیال صیب دهغوعلمي کارونو لسټ را نقلوم چې دده په زیار ترسره شوي دي .

ليکلي او ترتيب کړي آثار:

الف- ليکلي (چاپ):

۱- د بېنوا کتابښود، د محمدمعصوم هوتک له لنډ یادښت سره، چاپکال: ۱۳۹۳، مخ شمېر: ۱۴۴، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپروونکی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۹۱، چاپځای: ملالۍ مطبعه (کندهار).

ناچاپ:

۲- د حبيبي کتابښود.

۳- پښتو ښېراوي.

۴- پښتو دعاوي.

تدوين او بیا احیاء (چاپ):

۵- د عبدالله محزون پوپلزي دېوان (نقل، تصحیح او لغتنامه)، سریزه او لمن لیکونه: محمدمعصوم هوتک، چاپ: ۱۳۹۲ ش- ۲۰۱۳ ع، مخ شمېر: ۱۵۶، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپروونکی: د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، چاپځای: ملالۍ مطبعه کندهار- افغانستان

۶- د ګل محمد مالګيري دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه)، چاپکال: ۱۳۹۳ ش، مخ شمېر: ۱۶۰، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپروونکی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه، د خپرونو لړ: ۸۶، چاپځای: ملالۍ مطبعه.

۷- د جديد توخي دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه)، دوه یادښتونه: سید خیر محمد عارف (صدر پښتو اکېډمۍ کوټه) او ډاکټر عبدالرؤف رفیقي، چاپکال: ۲۰۱۵ ع، مخ شمېر: ۲۶۳، د چاپ شمېر: ۵۰۰ (ټوکه)، ډیزاین: خلیل الله تصمیم، خورونکی: پښتو اکېډمۍ بلوچستان کوټه.

۸- اوسني ليکوال (بشپړ متن)، ترتيب او زياتوني، لیکوال: عبدالرؤف بېنوا، چاپکال: ۱۳۸۸ ش- ۲۰۰۹ ع، مخ شمېر: ۱۱۹۹، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ زر ټوکه، کمپوز او ډیزاین: م. روهیال، چاپچاري او د ټایټل طرحه: صحاف نشراتي مؤسسه، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه، د خپرونو لړ: ۳۱، کندهار.

۹- پښتانه شعراء (بشپړ متن)، ترتيب، تصحیح او زياتوني، لیکوالان: (علامه عبدالحی حبیبي، پوهاند صدیق الله رښتین، علامه عبدالشکور رشاد او سرمحقق عبدالله بختاني)، د دوهم چاپ یادښت: محمد معصوم هوتک، دوهم چاپ: ۱۳۹۱ ش- ۲۰۱۲ع، مخ شمېر: ۱۲۱۶، چاپ شمېر: زر ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپروونکی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه، کندهار- افغانستان.

۱۰- د بېنوا شعري کليات، (ټولونه، سمون او سریزه)، یادښت: عبدالباري جهاني، چاپکال: ۱۳۹۳ ش، مخ شمېر: ۲۸۰، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۸۵، چاپځای: ملالۍ مطبعه.

۱۱- د حبيبي شعري کليات (ټولونه، سمون او ترتيب)، یادښت: محمد معصوم هوتک، چاپ: ۱۳۹۳ ش، مخ شمېر: ۳۲۸، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز اوډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپروونکی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۸۴، چاپځای: ملالۍ مطبعه.

۱۲- پرېشانه افکارد بېنوا نثري ټوټې (سريزه او ټولونه)

۱۳- خوږ بانډارد استاد نوري (سريزه او ترتيب)

۱۴- زوړ کندهارد استاد نوري (سريزه او ترتيب)

۱۵- کندهاري خطاطان (لومړۍ برخه)، د عبدالقدوس نجيب کندهاري تتبع او لیکنه، (زیار او سمون)، چاپکال: ۱۳۹۳ ش، مخ شمېر: ۹۶، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۹۰، چاپځای: ملالۍ مطبعه

۱۶- اراکوزياد نجيب کندهاري (سريزه او ټولونه)

۱۷- د پښتو د شعر او ادب خواږه اړخونه او خوندوري خواوي، لیکوال: م. عبدالخالق واسعي، زیار او سمون، چاپکال: ۱۳۹۳ ش، مخ شمېر: ۸۸، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۸۷، چاپځای: ملالۍ مطبعه.

۱۸- د پښتو ادبي او شعري قاموس، لیکوال: م. عبدالخالق واسعي، زیار او سمون، د ډاکتر عبدالرازق پالوال یادښت، چاپکال: ۱۳۹۳ ش، مخ شمېر: ۱۱۲، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۸۸، چاپځای: ملالۍ مطبعه.

۱۹- ملي هينداره (اول، دوهم او دریم ټوک)، مؤلف: محمد ګل نوري، مهتمم: مطیع الله روهیال، سریزه: محمد معصوم هوتک، چاپکال: ۱۳۸۷ ش= ۲۰۰۸ م، مخ شمېر: ۴۵۴، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: م.روهیال، د پښتۍ طرح: ع. افغانزی، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۲۲.

۲۰- تاریخچهء سبکهای اشعار پښتو، علامه عبدالحی حبیبی، چاپ اول: ۱۳۱۹ ش- کابل، چاپ دوم: ۱۳۹۰ ش= ۲۰۱۲ ع، صفحات: ۱۲۰، تیراژ: هزار جلد، کمپوز و دیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، ناشر: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار- افغانستان، نمبر مسلسل: ۵۶

۲۱- کندهاري معماران، لیکنه او ترجمه: انجنیر محمد حسن نعیمي، چاپکال: ۱۳۹۳ ش، مخ شمېر: ۴۰، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپرندوی: علامه رشاد ځپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۹۳، چاپځای: ملالۍ مطبعه (کندهار).

۲۲- تتمه البیان فی التاریخ الافغان، سید جمال الدین افغان، ژباړن: ارواښاد محمد رفیق حبیبي، لمنلیکونه او زیاتوني: محمدمعصوم هوتک، تصحیح او مقابله: مطیع الله روهیال، د ژباړلو کال: ۱۳۱۸ ش، چاپکال: ۱۳۸۶ ل= ۲۰۰۷ ع، مخ شمېر: ۱۲۰، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز: م. روهیال، خپرندوی: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه- جرمني، د خپرونو لړ: ۸۹.

ناچاپ:

۲۳- د بريالي دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه)

۲۴- د رحمت داوي دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه)

۲۵- د ملا رحمت الله بابا دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه)

۲۶- د ملا شېرمحمد دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه)

۲۷- د عبدالنبي بېټني دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه)

۲۸- د ملا عبدالمنان حيرت دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه)

۲۹- د نسيم ګلد ارواښاد نسيم نوري ناچاپه اثر (سريزه او ترتيب)

ترتيب، تدوین او ټولوني:

۳۰- کندهار د تاريخ په اوږدو کي (د سیمینار د مقالو ټولګه)، چاپکال: ۱۳۸۴ ش، 

مخ شمېر: ۳۸۸، چاپشمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: رشاد کمپیوټر اداره (روهیال)، خپرندوی: د کندهار اطلاعات و کلتور ریاست، د خپرونو لړ: ۲، چاپچاري: صحاف نشراتي مؤسسه.

۳۱- بېنوا يادونه (د مقالو ټولګه)، چاپکال: ۱۳۹۰ ش= ۲۰۱۱ ع، مخ شمېر: ۲۸۸، چايشمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوتر اداره، خپرندوی: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د خپرونو لړ: ۴۱، مالي لګښت: عینو خیریه بنیاد، کندهار.

۳۲- شل مقالې (پنځلس برخيد علامه حبيبي د مقالو ټولګي)، خپرندوی: د رشاد خپرندویه ټولني تر څنګ د بېلابېلو ټولنو له خوا او په مختلفو وختو کي.

۳۳- د پښتو ادب لنډ تاريخ (د علامه حبيبي اثر)، چاپکال: ۱۳۸۷ ش= ۲۰۰۸ ع، مخ شمېر: ۲۶۸، چاپشمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: مطیع الله روهیال، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۲۳، مالي لګښت: د علامه حبیبي د څېړنو مرکز.

علامه رشاد خپرندویه ټولنه:

دغه د فعال روهیال په پرُفیضه بازو رامنځته سوې، فعاله او له افتخاره سرشاره ټولنه ده چي په ۱۳۸۳ کال کي تاسیس سوې ده چي مؤسس، مدیر، پرسونل او هرڅه ئې یکي- یوازي په یوه سر سره همدا یو کس دئ، که تر دې دمه ئې چا په دغه کم و کیف بل مثال پیدا کړ نو ما دي هم په خبر کړي.

ټیک په همدغه کال (کندهار د تاریخ په اوږدو کي) سیمینار ته علامه رشاد بابا هم له کابله تشریف را وړی وو، په یوه ترڅ کي ئې روهیال څنګ ته ورغی او تر غوږ ئې ور تېره کړه چي دی، په دغه نوم، دغسي یوه اراده لري؛ علامه بابا له خپل معمول سره سم درنه خندا ور ته وکړه او ور ته و ئې ویل چي زه به یو مستحق سړی در وښیم: د میرزا حنان بارکزي په نوم ئې ونوموه خو په دا سبا بیا روهیال ورسره پر بغل سو او غوڅه ئې ور غبرګه کړه چي (خدای یو مالګي تروې) چي په همدغه نامه به ئې نوموم، نور نو هغه سنګین شخصیت څه ورته ویلای سوای او نور نو کار او بېساري کار د پیاوړي محقق محمدمعصوم هوتک د (احمدشاهي کندهار/ اول ټوک) په چاپ سره په همدغه کال کي شروع سو.

د دغي ټولني له چینله د استاد روهیال د خپلو لیکلو، تدوین کړو، احیاء کړو او را ټولو کړو آثارو تر څنګ، چي لوړ معرفي سول، د نورو کتابونه ئې هم چاپ کړي دي چي دلته ئې د دې لیکني د وروستي سند په توګه په لنډیز سره د لیست وړاندي کول ضروري بریښي:

1. احمدشاهي کندهار (اول ټوک)/م. معصوم هوتک

2. احمدشاهي کندهار (دوهم ټوک)م. معصوم هوتک

3. پر معياري ژبه د معيار په ژبه يوه څېړنه/ م. معصوم هوتک١٣٨٦ش

4. د پلار ليکونه لور ته/ د نسيم سليمي ترجمه١٣٨٦ش

5. انکار/ شاعر: عبدالقديم پتيال١٣٨٦ش

6. د پښتنو د ټولنيز تاريخ مبادي/ محمد انور نوميالى١٣٨٦ش

7. د کوډو سرنوشت د علمي پلټني په روڼا کي/ محمد انور نوميالى١٣٨٦ش

8. په افغانستان کي د يوه بندي خاطرات/ د نسيم سليمي ترجمه١٣٨٦ش

10. شل مقالې (لسمه برخه)/ علامه حبيبي١٣٨٦ش

11. شل مقالې (نهمه برخه)/ علامه کشف شاهنامه قبل از دورۀ مغل/ علامه حبيبي١٣٨٦ش

12. د خليل الله خليل دېوان/ شاعر خليل الله خليل١٣٨٦ش

13. پښتو متلونه/ د نسيم سليمي ټولونه١٣٨٦ش

14. احمد شاهي کندهار (دواړه ټوکه يو ځاى)/ م. معصوم هوتک١٣٩٢ش

15. شل مقالې (يوولسمه برخه)/ علامه حبيبي١٣٨٦ش 

16. شل مقالې (دوولسمه برخه)/ علامه حبيبي١٣٨٦ش

17. شل مقالې (ديارلسمه برخه)/ علامه حبيبي١٣٨٦ش

18. افغان شاغاسيان (انګريزي)/ م. معصوم هوتک٢٠٠٨م

19. ستايني او وېرني/ عبدالمجيد بابى١٣٨٧ش

20. پښتو ستا ميني بوداپيست ته بوتلم/ م. معصوم هوتک١٣٨٧ش

21. انګور/ علي محمد کرزى١٣٨٧ش

22. ملي هينداره (درې ټوکه)/ محمدګل نوري١٣٨٧ش

23. د پښتو ادب لنډ تاريخ (دوه ټوکه)/ علامه حبيبي١٣٨٧ش

24. پوليټکل ساينس ته يوه کتنه/ د صديق ظهير ترجمه١٣٨٧ش

25. د ميوند فاتح/ د عبدالنافع ثنا ترجمه١٣٨٧ش

26. د بېنوا پرېشانه افکار (دوهمه برخهنثر)/ استاد بېنوا١٣٨٧ش

27. کندهاري وروڼه/ م. معصوم هوتک١٣٨٧ش

28. پردېس بېنوا/ عبدالقديم پتيال١٣٨٧ش

29. د کندهار دودونه/ مولانا عبدالخالق واسعي١٣٨٧ش

30. د کندهار مشاهير/ محمدولي ځلمى١٣٨٧ش

31. اوسني ليکوال (درې ټوکه)/ استاد عبدالرؤف بېنوا١٣٨٨ش

32. نبوي معجزې/ مولوي عبدالهادي حماد١٣٨٨ش

33. نبوي کورنۍ/ مولوي عبدالهادي حماد١٣٨٨ش

34. ځوان کلونه ناځوان وختونه/ شاعر: سعيد لودين١٣٨٨ش

35. د لومړي افغانانګرې جنګ مقدمه/ د نسيم سليمي ترجمه١٣٨٨ش

36. اراکوزيا/ عبدالقدوس نجيب١٣٨٨ش

37. په کندهار کي کورنى جوړښت/ د اکاډميسين کانديد ظاهر افق١٣٨٨ش

38. د کندهار ښار/ عبدالهادي ريشا١٣٨٨ش

39. افغانان نه ژاړي/ حاجي محمد رزمي١٣٨٩ش

40. له کندهاره تر اټکه/ م. معصوم هوتک١٣٨٩ش

41. پردېس عربي قاموس/ د اخترمحمد جهيد ترجمه١٣٨٩ش

42. د پښتو ژبي نننۍ مسئلې/ محمد هارون خپل١٣٨٩ش

43. افغانستان، سياسي کمزوريبهرنۍ مداخله/ د ډاکټر نثاراحمد صمد ترجمه١٣٨٩ش

44. ليک نښي/ ظاهر افق١٣٨٩ش

45. ويکبلري/ محمد نعيم قاسمي١٣٨٩ش

46. پټه خزانه/ محمد هوتک١٣٩٠ش

47. ادبي فنون/ استاد بېنوا١٣٩٠ش

48. پښتني قبيلې/ م. معصوم هوتک١٣٩٠ش

49. بين المللي سياست ته يوه کتنه/ د صديق ظهير ترجمه١٣٩٠ش

50. د پند او عبرت قصې: لومړى ټوک/ ډاکټر نثاراحمد صمد١٣٩٠ش

51. پند او عبرت/ شاعر: عبدالباري جهاني١٣٩٠ش

52. کليله او دمنه/ د صالح محمد زېري ترجمه١٣٩٠ش

53. د پښتو فوکلوري نکلو لنډ تحليل/ عبدالباري جهاني١٣٩٠ش

54. پښتو متون سمېدل غواړي/ م. معصوم هوتک١٣٩٠ش

55. تاريخچۀ شعر پښتو/ علامه حبيبي١٣٩٠ش

56. تاريخچۀ سبکهاى شعر پښتو/ علامه حبيبي١٣٩٠ش

57. پښتو و لويکان غزنه/ علامه حبيبي١٣٩٠ش

58. پند او عبرت (دوهم چاپ د زياتونو سره)/ عبدالباري جهاني١٣٩١ش

59. احمدشاهي کندهار (دريم چاپ)/م. معصوم هوتک

60. پښتانه شعراء (اول ټوک)/ علامه عبدالحى حبيبي١٣٩١ش

61. پښتانه شعراء (دوهم ټوک) پوهاند صديق الله رښتين١٣٩١ش

62. پښتانه شعراء (دريم ټوک) پوهاند عبدالشکور رشاد١٣٩١ش

63. پښتانه شعراء (څلرم ټوک) سرمحقق عبدالله بختاني١٣٩١ش

64. پښتانه شعراء (پنځم ټوک)/ سرمحقق عبدالله بختاني١٣٩١ش

65. د ناوې مخور/ م. معصوم هوتک١٣٩١ش

66. اخلاقي کنايې/ ډاکټر نثاراحمد صمد١٣٩١ش

67. تعميې او تاريخي مادې په پښتو ادب کي/ م. معصوم هوتک١٣٩١ش

68. خوږ بانډار/ محمد ګل نوري١٣٩١ش

69. د افغانستان لنډ تاريخ/ علامه حبيبي١٣٩١ش

70. زر او يوه شپه (څلرم ټوک)/ د م. معصوم هوتک ترجمه١٣٩١ش

71. زر او يوه شپه (پنځم ټوک)/ د م. معصوم هوتک ترجمه١٣٩١ش

72. زوړ کندهار

73. زر او يوه شپه (لومړى ټوک)/ د محمد انور نوميالي ترجمه١٣٩٢ش

74. زر او يوه شپه (دوهم ټوک)/ د محمد انور نوميالي ترجمه١٣٩٢ش

75. زر او يوه شپه (دريم ټوک)/ د محمد انور نوميالي ترجمه١٣٩٢ش

76. زر او يوه شپه (شپږم ټوک)/ د م. معصوم هوتک ترجمه١٣٩٢ش

77. زر او يوه شپه (اووم ټوک)/ د م. معصوم هوتک ترجمه١٣٩٢ش

78. زر او يوه شپه (اتم ټوک)/ د م. معصوم هوتک ترجمه١٣٩٢ش

79. زر او يوه شپه (نهم ټوک)/ د م. معصوم هوتک ترجمه١٣٩٢ش

80. زر او يوه شپه (لسم ټوک)/ د م. معصوم هوتک ترجمه١٣٩٢ش

81. خپل وطنه ګل وطنه/ عبدالنافع همت١٣٩٣ش

82. د حبيبي شعري کليات/ شاعر: علامه حبيبي١٣٩٣ش

83. د بېنوا شعري کليات/ شاعر: استاد بېنوا١٣٩٣ش

84. د ګل محمد مالګيري دېوان١٣٩٣ش

85. د پښتو شعر خواږه اړخونه او خوندوري خواوي/ م. عبدالخالق واسعي١٣٩٣ش

86. د پښتو شعري او ادبي قاموس/م. عبدالخالق واسعي١٣٩٣ش

87. هغه پلا او دا پلا/ محمد انور نوميالى١٣٩٣ش

88. کندهاري خطاطان/ عبدالقدوس نجيب١٣٩٣ش

89. د بېنوا کتابښود/ مطيع الله روهيال١٣٩٣ش

90. معرفة الافغاني/ پير محمد کاکړ١٣٩٣ش

91. کندهاري معماران/ محمد حسن نعيمي١٣٩٣ش

92. د پند او عبرت قصې (دوهم ټوک)/ ډاکټر نثاراحمد صمد١٣٩٣ش

ښاغلي استاد مطیع الله روهیال دددوو کلونو راهیسې زما دفیسبوک ملګری دی ، ما دده علمي او تجقیقي مقالې اولیکنې په ډ یرو انټرنیټي پاڼو لکه تاند ، بینوا ، کابل ناتهـ، کندهاراو نورو خپرونو کې لوستلي دي

دی یو عالم شخصیت دی چې خپلې ګرانې او خوږې ژبې بښتو ته یې ډیر سترخدمتونه کړي دي ، زه دښاغلي استاد روهیال صیب پر ملګرتوب ویاړم او ده ته په علمي هلوځلو او ګرانې او خوږې پښتو ته دخدمت په لاره کې دلازیاتو بریاوو هیله کوم . دده پر ګوتو او قلم دې برکت وي او خدای پاک دې ده ته اوږد عمر او خوشاله ژوند ور په برخه کړي !

_________

ډاکټر لطیف یاد 

زما دفیسبوک ملګري او ادبي شخصیتونه

زما دفیسبوک په ملګرو کې یو هم دپښتونخوا شاعر ، نثرلیکونکي او ناول لیکونکی ښاغلی قاضی منظور موسی خېل صیب دی.ښاغلی قاضي صیب منظور موسی خیل په ۱۹۷۴ زیږدیز/میلادي کال کې دپښتونخوا په مرکز پيښور کې زیږیدلی دی او دمحترم پلار نوم یې قاضی صیب مصنیف خان موسی خیل دی.دی په قام مومند او ددغې سترې قبیلې دموسی خیلوپه څانګې پورې اړه لري . ده خپلې زده کړې دپښتونخوا په مرکز پيښور په دریم نمبر های سکول کې سرته رسولي دي او بیا یې په ګورنمنټ کالج کې هم زده کړې کړي دي .قاضي صیب قرآن شریف حفظ کړی او دداودزیو په یوې مدرسه کې یې ًدفقهې اصول او دقرائت په علم کې هم زده کړې کړي دي . همداراز ده په پيښورکې دای. آر. سي هغه انګریزي کورسونه هم لوستلي دي چې دافغانانو لپاره جوړ شوي وو

قاضی صیب په ۱۹۹۳زیږدیز /میلادي کال کې دخپلې کورنۍ ته درزق او روزۍ دپیداکولو په لټه کې دشخصي کار اوبار لپاره جاپان ته تللی او هلته یې دکاروبار تر څنګه ځينې دلنډې مودې کورسونه هم لوستلي دي . بیا نوموړی په ۲۰۰۰ زیږدیز/میلادي کال کې دعربي متحده اماراتو ددوبی ښارته تللی دی او هلته په خپل شخصی کار اوبار اخته دی چې لا تراوسه پورې هما غلته ژوند کوي .

لکه چې دمخه مې وویل قاضی صیب دنثردلیکلو تر څنګ شاعر هم دی ،خو ډیر شعرونه نه لیکی . دده یومشهورناول چې (لور) نومیږي دوه ځلې چاپ شوی دی چې ددې ناول دلیکلوپه وجه ورته دوه جایزې ( ایوارډونه ) هم ترلاسه شوي دي چې یو یې داباسین آرټ کونسل ایوارډ اوبل داجمل خټک ادبي ایوارډ دی.دده بل نوی ناول به که خدای کول ډیر زر له چاپه راووځي .

ښاغلی قاضی صیب منظور موسی خیل اوس په عربي متحده اماراتو کې دپښتو ادبي ټولني مرکزي مشر هم دی.

ښاغلی قاضي منظور موسی خیل صیب یو حلیم ، به پښتو او پښتنواله مین او یوملی شخصیت دی. دی دڅلورو کلونو راهیسې زما دفیسبوک ملګری دی . دی یو خوږ او دروند انسان دی چې زه دده په ملګرتیا ویاړم اوده ته دلویه خدایه دزیا تو بریاوو او خوشالیو هیله کوم .

__________

یاد

زما دفیسبوک ملګري او علمي شخصیتونه

زما دفیسبوک په ملګروکې نن تاسو ته داسې یو علمی شخصیت درپيژنم چې هم انجنیر دی ، هم دپښتو ژبې لیکوال هم طنز لیکونکی او شاعر دی او هم زما پخوانی ملګری او دوست دی .

ښاغلی محقق انجنیر ستانه میر زهیر شینواری دیارمحمد زوی دی چې د۱۳۳۲ لمریز کال کې چې د۱۹۵۳ زیږدیز کال سره سمون خوري دننګرهار ولایت دهسکې مینې دولسوالۍ دثنا خیلوپه کلي کې زیږیدلی دی.

ښاغلي انجنیر زهیر شینواري خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په كابل كې د رحمن با با په لیسه ( های سکول ) کې سرته رسولي دي او ددولسم ټولګي تر بشپړولو وروسته په ۱۳۵۲ لمریز کال کې دکابل دپولیتخنیک په پوهنتون کې شامل شوی دی او په ۱۳۵۷ لمریز کال دجیو لو جۍ او دجامدو ګټورو کاني موادو دپلټنې په څانګه کې خپلې زده کړې بشپړې کړي دي .همداراز ده په ۱۳۶۵ لمریز کال کې په همدې څانګه کې خپله ماستري ( MA) هم اخیستې ده .

دولتي دندې :

ښاغلي انجنیر ستانه میر زهیر شینواري لاندینۍ دولتي دندې سرته رسولي دي

*د۱۳۵۷ لمریزکال نه د ۱۳۵۸ لمریز کاله پورې د کانواو صنایعووزارت د جيوانجنیرۍ په مدیريت کې دانجنیر په توګه .

* د۱۳۵۸ نه تر ۱۳۶۳ لمریز کاله پورې د پوهنې وزارت د تاليف او ترجمې رياست ، د ښوونځي د جغرافيې د کتابونو مولف او د جغرافيه بلوټن دمسئول مدير په توګه .

* د۱۳۶۳ نه تر ۱۳۶۴ لمریز کاله پورې دفوايدعامې وزارت د لارو او ډګرونو رياست د جيوانجنیرۍمديريت .

*د۱۳۶۴ کال نه تر ۱۳۷۴ کاله پورې د افغانستان د علومو اکاډمۍ دجيولوجي انستيتوت علمي غړی .

په فرهنګي برخه کې دښاغلي زهیر صیب هلې ځلې :

* په هيواد ورځپاڼه کې د( ستاسو صفحه) متصدي ١٣٥٠- ١٣٥١ل کال 

* دزيری جريدې ، مصحح _ ١٣٥١- ١٣٥٢ل کال

* د راډيو افغانستان د ( کورني ژوند ) د پروګرام د پښتو برخې ليکوال

١٣٥٨- ١٣٦٢ ل کال 

* د شمشاد تلويزون د ( خوږې ترخې ) طنزيه خپرونې سکريپټ ليکوال، 

١٣٨٩- ١٣٩٠ ل کال

* دافغانستان دعلومو اکاډمۍ د آريانا دايرة المعارف د پارټ ټايم ليکوالانو د ټيم غړی د ١٣٨٦١٣٩٥ ل کال

* د BBC تعليمي پروژه ، 1994 م -2014 اگست مياشت 

د نوي کور نوی ژوند د ډرامې ليکوال

چاپ شوي آثار:

الف - فرهنګي برخه

١_ دزهرو ګل _ تصويري لنډه کيسه ، د GTZ موسسې له خوا ، کابل چاپ 

٢_ نوی ژوند _ تصويری لنډه کيسه ، د GTZ موسسې له خوا په 2008 م -کابل چاپ 

٣- د عامه پوهاوي لارښود ------. STEP- کاونټر پارټ انټرنشنل د ټاکنو څخه د ملاتړ بهير، ١٣٨٨ لمریز کال چاپ 

٤- زما له مينې نه توبه ده ، د لنډو کيسو ټولګه ،د ١٣٨٩ لمریز کال چاپ 

٥- د ملا نصرالدين ټوکې ( ژباړه ) ، د الازهر د کتابپلورنځي چاپ

ب- مسلکي برخه :

٦_ جنګ های بيست ساله وتباهي ذخاير معدني افغانستان .

د افغانستان د مطالعاتو مرکز. د پيښور چاپ 

٧_ په افغانستان کې زلزلې

داريک د ګرځنده کتابونو اداره ،١٣٧٨کال ،دپيښور چاپ 

٨ _ د افغانستان کاني زيرمې 

داريک د ګرځنده کتابونو اداره ،د پيښور چاپ

٩_ په افغانستان کې د منرالي اوبو چينې 

د ١٣٨٤لمریز کال چاپ ، د افعانستان د کلتوری ودې ټولنه_ جرمني ( د انجنير شيرشا ه رشاد سره په ګډه ليکل شوی )

١٠_ د زلزلې له خطرونو به څنګه ځان ساتو؟

( دتير فنډ موسسه ) ١٣٨٦ لمریز کال چاپ ، كابل 

١١_ بايو ګاز ، ژباړه ، داريک د ګرځنده کتابونو اداره ،د پيښور چاپ 

ناچاپ اثار:

١_ د ازادو شعرونو ټولګه _ ناچاپ 

٢- د معلوماتي ټکنالو ژۍ تشريحي قاموس 

٣- خوږې تر خې - تلويزوني لنډې نندارې

٤- راډيويي ډرامه

ښاغلي انجمیر زهیر صیب دنيټ په نړۍ کې دیوه weblogs چلونکی دی چې زلزله نومیږي :

http://zalzala.bloguna.tolafghan.com/ زلزله

شعري بيلگه :

د كډوالۍ ژوند

د پرديو په کوڅو کې

هره ورځ اورم له سيالو

ستغې، سپورې، پيغورونه

نه خو دلته اوسيدای شم

او نه هلته ورنه تلای شم

دروازې دي په ما بندې

وهم چغې او کو کارې

ای زما غيرتي ولسه!

ته يې اورې او که نه؟

پيښور _ ١٣٧٧ لمریز کال

لکه چې دمخه مې ورته اشاره وګړه زه ښاغلی انجنیر ستانه میر شینواری دډیر پخوانه پيژنم او په یوه علمي موسسه کې مو دیوې مودې لپاره سره یوځای کارکاوه . ښاغلي زهیرصیب یو هیوادپال افغان دي چې دخپل هیواد او خپل مسلک سره ژوره مینه لري .په فیسبوک کې دده لنډې طنز آمیزه لیکنې ډیرې خوندورې دي .زه ښاغلي انجنیر ستانه میر زهیر شینواري صیب ته دلا زیاتو بریاوو اوخوشالیو هیله کوم.

 
-
بېرته شاته