(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونستان

[09.Sep.2022 - 16:39]

 

د پښتونستان ملي ورځې په مناسبت 

—————————————————

افغانستان ــ ډيورنډلايڼ ــ پښتونستان 

لیکوال: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

Afghanistan -Durand line-Paschtunistan:

Stamps to commemorate Pashtunistan Day. 

The one on the left was issued as a souvenir stamp in 1961. The second is from the era of Daoud Khan, or Republic of Afghanistan 1974. 

The Pushtunistan flag was black. In Englisch, French and Pashto.

الف ـ افغان پښتون

————————-

لوی خدای مونږ پښتانه له پينځه زرو کلونو راهيسې د نړۍ په يو برخه کې استوګن کړي يو . يو مو ملي تاريخ، يوه مو ګډه خاوره، يو مو دين، يوه مو ژبه، يوه مو پښتونولي، افغانيت، يو مو دود دستور او کولتور، يوه مو لاره، يوه مو ملي هيله، د يوه نيکه او ټبر، يوه مو ورورولي، يو مو ملي بيرغ او په سيمه کې تر ټولو ننګيالی، توريالی او په خپلواکۍ، سوله ميين لوی قام دی پښتون، ښه او بد مو په ګډه دي، ځکه نوم او تاريخ مو د يو افغان پښتون په نوم په نړۍ کې ژوندی دی.

 

څنګه به انګريزي نړيوال تور استعمار له هند څخه د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو خوندي کولو لپاره يو واحد افغان ملت د يوې کورنۍ غړي په يوه هوایې مکاره، کبرجنه خبره په ډېر سپين سترګتوب سره پيل کړي ؟

 

ب ـ د ډيورنډ لايڼ تاريخ

پښتونستان، پښتونخوا، افغانيه د افغانستان نه بيليدونکې، نه  وېریدونکې او نه ورپريښودونکې خاوره ده

په ١٨٩٣ م کال کې انګريزي استعمار په افغانستان باندې د ډيورنډ توره هوايي غير فطري کرښه د بریتانوي هند او افغانستان تره مېنځ د افغانستان په زړه کې تحميل کړه، چې په ميليونونو پښتانه د افغانستان له سياسي، مدني، بشري قوانينو څخه او له خپل پلارني هيواد څخه په پښتونخوا کې محرومه، بې حقوقه پاتې کړای شول او پښتانه ورونه سره بيل کړای شول. د دغې کرښې په ايستلو کې دغه سيمې لکه د ازادو قبايلو پټاره، منځنۍ پښتونخوا، وزيرستان، خيبر، پيښور ، کوټه، سمندري لار ، بنو، سوات، چترال او داسې نور ښارګوټي له افغانستان څخه د يوې مودې لپاره بېل کړل شول. دغه سيمي له اوسني افغانستان د دريوو نه يوه برخه جوړوي.

NWFP) North West Frontier Province) ــــ Federally Administered Tribal Areas

 

ډيورنډ کرښه يا Demarcation line ٢٦٣٠ کيلو متره اوږده کرښه ده. انګريزانو دغه کرښه له پيل څخه په دقيقه توګه نده ويستلې. دا کرښه د انګريز کلونیالیستي سېسټم د ساتلو لپاره په موقته توګه ويستل شوې وه. دغه کرښه د برلن ديوال، د سويلي شمالي کوريا، د کشمير بيلونکې کرښې سره هيڅ نه پرتله کيږي. افغانانو هم له لومړي پيل څخه تر ننه د دغې کرښې قانوني خيال ندی ساتلی. د بېلګې په توګه کرښې ته نږدې د پرتو پښتنو او په ميليونونو افغان کوچيانو په کرښه د تګ راتګ لړۍ دوام لري

د انګريزانو هغه استعماري موخې د هند نه د وتلو سره يو ځای له مينځه تللې دي.

دا سيمې هيڅکله له بریتانوي هند امپراتورۍ سره تړلې سيمې نه وې. د دغې سيمې ټول عوايد او ماليات به تر ډيرې مودې پورې د انګريزانو له خوا د افغانستان شاهي دولت ته ورکول کيدل. همدا وجه ده چې د ډيورنډ کرښه افغانستان ته، ټولو پښتنو ته په هماغه لومړۍ ورځ Irredentismus ( چې يو ملي لږکی يا اقليت خپل پلارني هيواد ته او مورنۍ خاورې ته بیرته يو ځای کيدل غواړي) جوړ کړی دی. ځکه پښتانه په اوسني پاکستان کې په سلو کې ١٣ سلنه برخه دي.

د دغې کرښې تړون د افغانستان امير عبدالرحمن خان او بریتانوي هند د باندنيو چارو وزير سر مارټم ډيورنډ Sir Montimer Durand له خوا په ۱۸۹۳ کال د نوامبر په ۱۲ مه نېټه ورسته له دوو ناکامو افغان او انګليس جګړو څخه له انګريزي چل او فشار لاندې د لوی لوبې په ترڅ کې په امير عبدالرحمن خان باندې وروتپل شو . افغانستان مجبور کړل شو، څو يواځې د نړۍ په نقشه کې دغه کرښه په موقتي ډول مني.

دغې کرښې ته له هماغې ورځې نه راپديخوا تر اوسه پورې يو ريښتېني افغان پښتون هم د يوې قانوني پولې په څير ندي کتلي. مونږ پښتنو ته په تاريخ کې او په سيمه کې لوی ملي سياسي پيغور جوړ شوی دی. له هغه وخته چې د روسانو او انګريزانو ښکيلاکګرو ځواکونو لويه لوبه The Great Game پيل کړې دی، انګريزانو له پخوا څخه د هند په شمال ختيځ کې د خپل کولونيال سيستم امنيت ته يو سوری يا ګواښ احساسوه، هغه د وريښمنو لارې دي چې افغان لښکرې له لسو ځلو ډېر پرې تللي وو او له دوی نه مخکې هم افغانانو په هند کې سلطنتي حکومتونه جوړ کړي وه.

د افغانستان په شمال کې روسيي ځواکونو د يرغل په حالت کې ولاړ ول، چې پراختیا وږي او شتمنيو پسې ليوني ګرځيده. روسان او انګريزان د نړۍ نيولو او ويشلو تجربو سره په افغان پولو تيارسۍ ولاړ ول. روسان او انګريزان د افغانستان له استراتيزيکي موقعيت پوره خبر ول. د لويې لوبې دواړه خواوې په دې پوهيدې چې په يوازې ټول افغان ولس نشي کنترولولي .

په ١٨٦٩ کال د برلن په کنګره کې د بسمارک په مشرۍ روسانو ، انګريزانو خپلو ټولو خپل منځي اختلافاتو ، زبرځواکي، سيالۍ او ټکرو ته د پای ټکی کيښود. د انګريزانو په پريکړه د افغانستان نيمايي به انګريز او نيمايي برخه به يې روسان کنترول کړي. دا به د دواړو سيالو امپراياليستي ځواکونو په ګټه وي او هم به د افغانانو خاوره د دوی تر منځ يوه بيلونکې سيمه اعلان شي. د پښتون ولس ويښ ځواک او ګواښ به د دوی په اند لنډ او پڅ کړل شي .

دغه سيمه يا ختيځ افغانستان ته له ستر افغان د پښتنو د خپلواکۍ او ميړانې د فکرونو مخکښ لوی احمد شاه بابا څخه نيولې بيا تر ستر هيواد پال شهيد سردار محمد داود خان پورې ځانګړي پام شوی. دور د دورانو د ښکلې پښتونخوا د غرونو سرونه ځکه هير نه کړل چې په عشق کې يې ښکلي ځلميانو د وينو ډک ځيګرونه بايللي ول.

کومې سيمي چې د ډيورنډ کرښې د افغاستان نه جلا کړي، هغه د ګران افغانستان د تن يوه نه بیلیدونکي برخه ده او دغه سيمو بيرته افغانستان سره يو ځای کيدل د افغان ملت ملي داعیه او غوښتنه ده.

ج . د ډيورنډ کرښې په يوې خوا کې

١ . په ١٨٣٦ کال کې امير دوست محمد خان د افغانستان ښار پيښور د نيولو لپاره د امير المومنين لقب وګټلو . د پنجاب سکانو په ضد يې د جهاد اعلان وکړ ، د خيبر په دره کې د افغان غازيانو او سکانو په منځ کې جګږه وشوه.

٢ . په همدې کال کې د امير سوله ییز وړانديز برتانوي هند ته او له روسانو څخه مرسته چې په سکانو فشار راولي، پيښور افغانستان ته بيرته ورکړي. په لومړي سره کې انګريزانو دغه خبره منلې وه.

٣ . په ١٨٣٥ کې وزير اکبر خان د پيښور بيا نيولو لپاره د پلار اجازت څخه پرته لښکرې پنجاب ته واستولې خو بری يې ونه موند.

٤ . په ١٩١٩ کال کې د افغان خپلواکۍ ستوري غازي شاه امان الله او د هغه د باندنيو چارو وزير محمود طرزی مجبور شول چې د افغانستان د لويې برخې د خپلواکۍ اعلان وکړي. دا مهال په سيمه کې ټول هيوادونه د روس او يا د انګريزانو د استعمار او تر ولکې لاندې ول. غازي امان الله خان چې انګريزی کافر پوځ يې له افغان اسلامي خاورې ويستلو او دی بيا د کفر په نوم له خپل پلارني هيواد څخه د انګريزانو په لمسون ويستلو ته مجبور کړل شو.

٥ . په ١٩٤٧ کال صدراعظم شاه محمو خان د پښتنو او قبائیلو د برخليک په اړه په کابل کې د سفارت له لارې د برتانيې حکومت سره د پښتونستان مسله په رسمي ډول مطرح کړه.

٦ . د ١٩٤٧ کال د سپتمبر په مياشت کې افغانستان په ملګرو ملتونو کې د نړۍ يوازينی هيواد و چې د پاکستان له شموليت يا ورګډولو په ضد يې اعلان وکړ او مخالفه رائیه يې ورکاروله.

٧ . د افغانستان په رسمي نقشو کې له پاکستان سره دولتي پوله نه په نښه کيدله، پښتونستان به د نيول شوي خاورې په توګه په خاص رنګ ښودل کيده.

٨ . په ١٩٤٨ کال کې د افغانستان خبري رسنيو سرليکونه او په دولتي کچه عالي غونډې جوړې، په لوی کندهار ، کابل، ننګرهار او لویه پکتيا کې مظاهرې او لاريونونه ترسره کيدل.

٨ . د هند او پاکستان په دوو جګړو کې افغانستان سره د ډيورنډ کرښې له کړکيچ په جګړه کې پاکستان ولس په ضد کوم ګام اوچت نه کړو . بلکې د دواړو هيوادونو تر منځ يې د سوله ييزو هڅو ملاتړ وکړو.

٩ . په ١٣٤١ کال کې شهيد محمد داود خان د ماسکو او لندن د راستنيدو په وخت وويل ... د پښتون ولس د يووالي مبارزه د نړيوالو قوانينو په رڼا کې د دوی منلی مشروع حق دی او په لندن کې د پښتونخوا د خلکو لپاره د عمومي ازادو ټاکنو د حق غوښتنه وکړه. ورسره په راډيويي وينا کې يې زياته کړه

د افغانستان او پښتون ولس د ملي يووالي ژورې اړيکې او د خواخوږۍ احساس به نه نننۍ ځواک او نه به د سبا کوم بل ځواک سره پيل کړل شي.

دا کرښه له پيله د نړۍ په تاريخ کې له سترو پيښور څخه يوه پيښه ګڼل شوې ده. د نړۍ خبري رسنيو غټ ټکي لکه د لندن، فرانسې، روسيي، هند، ايران، چکوسواکيه او داسې نورو هيوادونو له دغې کشالې او مسئلې څخه ډک ول.

١٠ . په ١٩٥٠ کال کې افغانستان بيا د پښتونستان (( مسئلې )) حل غوښتنه وکړه، افغان وسله وال پوځ قبائیلي سيمې ته سفر بري پيل کړه.

١١ . پخواني شوروي اتحاد، بلغاريه په نړيواله ټولنه کې د پښتونستان  په برخه کې د افغانستان سياسي او ډیپلوماتیک ملاتړ اعلان وکړو.

١٢ . په ١٣٣١ کال کې امريکې متحده ايالاتو د افغانستان او پاکستان حکومتونو تر منځ د ډيورنډ کرښې شخړې په اړه خپل منځګړيتوب او ديپلوماتيکي هڅې په کابل کې له خپل سفارت له لارې د افغانستان شاهي دولت سره پيل کړې. د همدې کال د لړم په مياشت کې سپينې ماڼۍ د جمهور ريئس خاص استازي له افغان دولت سره د خبرو لپاره کابل ته ورسيد.

١٣ . په ١٩٧٦ کال کې شهيد محمد داود خان د زولفقار بوټو په بلنه پاکستان ته سفر وکړو . دواړو مشرانو د ډيورنډ کرښې شخړې له خبرو اترو او سوله ییز حل لاره وړاندېز  وکړو . شهيد محمد داود خان په سيمه کې يو عملي افغان سياستپوه سړی و. هغه ته جوته شوه چې وسمهال د نړۍ سياست دغې مسئلې حل په اړه نه راڅرخي او نړيوال ملاتړ يې ډېر کمزورۍ دی.

دغه هيواد پال مشر په همدې سفر کې په اسلام اباد کې له شاهي دولت څخه مرور مشر زمرک خان ځدراڼ د افغانستان د ملي خپلواکۍ اتل غازي ببرک خان ځدراڼ له زوی سره وليدل. غازي ببرک په سويلي محازونو کې له انګريزانو سره جنګيدلی، او د ډيورنډ کرښې په ضد يې ټل، ميرانشاه، سپين وام او هنګو کې د پرنګي ټولې پوځي چوڼۍ چې اغزن سيمونه هم ورنه تاو شوي وو ، د ځايي غازي قامونو په ملاتړ له منځه وړي وو. غازي ببرک خان د پيښور په لور د تيارۍ په حال کې و، چې په سيمه کې د انګريز په خلاف خوځښتونه پيل شول. د انګريزانو په لښکر کې له ماتې ورګډيدو سره جوخت په پيښور کې د افغان غازيانو په پلوۍ پاڅون پيل شو . انګريزانو امان الله خان ته سمدستی د اوربند او د افغانستان خپلواکۍ په رسميت پيژندنې وړانديز وکړو. امان الله خان د اوربند عملي کولو فرمان صادر کړو او لومړي خو ټولو غازيانو له دغه فرمان څخه د سرغړونې فيصله وکړه. شاه امان الله خان له هغوی څخه وغوښتل چې د مرکزي دولت د اوامرو اطاعت وکړي. محمد داود خان د نايب سالار زمرک خان لپاره کابل ته د هغه د راتګ لاره هواره کړې وه. زمرک خان ددروند مشر له ليدنې کتنې سره سم د تيارۍ په حال کې و چې د غويي کودتاه وشوله.

د زمرک خان بل ورور سيد اکبر خان هم له شاهي کورنۍ نه مرور په پاکستان کې له خپل اورو سره ژوند کاوه، هغه د افغان په ننګ د پاکستان لومړی صدراعظم لياقت علي په قتل ورساوو . سيد اکبر خان هملته د پيښې په مهال ووژلي شو . په پاکستان کې له زمرک خان سره د شهيد داود خان ليدل څه عادي خبره نه وه. په سمبوليک ډول پاکستان ته د خپل بيل شوي مرور ورور يو ځای کيدلو ته اشاره وه .

١٣ . په ١٩٤٩ کال کې د افغانستان پارلمان یا ولسي جرګې په غوڅ اکثريت پريکړه وکړه چې د ډيورنډ کرښه نوره ټوله شوې، نشته او مړه شوي ده، انګريزان هم په سيمه کې ورک شوي، د تړون يو خوا هيڅ شتون نه لري، د تړون له منځه تلل يې هم اعلان کړل. د وږي يا سنبلې نهمه د پښتونستان ملي ورځ اعلان شوه، چې تر اوسه په هيواد کې لمانځل کيږي.

١٥ . په ١٩٤٩ کال کې د جلال اباد جرګې د ولسي جرګې پريکړې تائید کړې او د ډيورنډ کرښې د پای اعلان وشو.

١٦ . په کابل کې د پښتونستان لپاره د اعانې دفترونه خلاص شول. د کرښې په دواړو غاړو کې د لر او بر يو افغان لاريونونه پيل شول.

١٧ . پښتونستان مسئله د داود خان حکومت د اجنډا په سر کې وه. په همدې وجه يې خپل ورور نعيم خان امريکې ته د پوځي مرستې راوړلو لپاره وليږلو.

١٨ . په ١٩٥٣ کال کې امريکايانو د کمونستي روسيې په وجه پاکستان ته د پوځي مرستو اعلان وکړو.

١٩ . په ١٩٥٣ کال کې د امريکې جمهور رئيس کابل ته راغی خو په افغانستان کې يې کومه ګټه ونه ليدله، چې د پښتونستان د مسئلې په اړه يې خپل دريځ څرګند کړی وی.

٢٠ . شهيد محمد داود خان که څه هم کمونیستي ضد احساسات لرل خو مجبور شو چې د دغې مسئلې په اړه له روسانو څخه پوځي مرسته د لويې جرګې په تصويب تر لاسه کړي

٢١ . په ١٩٥٥ کال کې پاکستان د پښتونخوا نوم په صوبه سرحد واړولو او د خپل اداري سيستم په تشکيلاتو کې يې اعلان کړو . د پښتنو د يووالي ارادې ته، د دوی خپلواکي ته پام نه کولو او د دی بشري حقه حقوق تر پښو لاندې کولو په اړه د افغانانو غبرګون پاکستان ته ډير شديد و.

٢٢ . شهيد داود خان د سفر بری اعلان او د پوځي احضار اتو امر وکړ . په څلور ویشتو  ساعتونو کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه افغانانو په حيرانونکي ډول په خپل شخصي لګښتونو په خپله خوښه ځانونه د ولاياتو مرکزونو او پلازمينې کابلذته ورسول.

٢٣ . افغان ولسمشر د ډيورنډ کرښې د سياسي کړنلارې په اړه د افغان ولس پاڅو او د دغه ولسي يووالي احساس په ښودلو کې يو ځل بيا حکومت د خپل سياست تائید وليد. نړيوال سیمه ییزه سياسي څارونکي او کتونکي د افغانانو دغه احساس ته ګوته په غاښ پاتې شول. د افغانستان ټولو حکومتونو او په پښتنو کې دغه کرښه تر ننه چا نه ده منلې او په راتلونکي کې به يې هم ونه مني. هر افغان قانوني منتخب، مضبوط حکومت چې د کرښې منلو پريکړه وکړي. هغه د حکومت د له منځه وړلو پریکړې او اعلان کړي دی.

٣٤ . افغان حکومت په نړيوالو ټولو غونډو او ملګرو ملتونو په ټولو غونډو او جرګو کې د پښتنو او بلوڅو ورونو د حقه حقوقو د تر لاسه کولو لپاره پرله پسې ديپلوماتيکي هلې ځلې کړي دي. په دې برخه کې په تيره بيا د ارواښاد عبدالرحمن پژواک هڅې د هيرولو نه دي

د ډيورنډ کرښې په بلې خوا کې

١ . په ١٩٢٩ کال په پيښور کې د فخر افغان عبدالغفار خان د عدم تشدد غورځنګ (( خدايي خدمتګارو غورځنګ )) بنسټ کيښودل شو او ورسره د پښتون کنفرانس ګوند جوړ شو. دوی خپله لويه موخه د خپلواکۍ ګټل اعلان کړه.

٢ . د باچا خان اسلامي عدم تشدد غورځنګ او بې وسلې جهاد پيل شو چې په اسلامي نړۍ کې يې ساری نه لرلو .

٣ . پښتنو مشرانو خپلواک پښتونستان اعلان کړو ، د نړيوالې ټولنې لخوا په رسميت ونه پيژندل شو.

٤ . په ١٩٣٠ کال کې پيښور د يوه لنډې مودې لپاره د انګريزانو د کولونيال ځواک له لاسه ووت، تر څو چې پرنګي نوې لښکلرې ورورسيدلې.

٥ . په ١٩٣٦ او ١٩٣٧ کال کې په وزيرستان کې وزيرو، مسيدو، اپريديو، شينوارو او د نورو پښتنې ننګيالو او توريالو قومونو او قبائیلو پرله پسې پاڅونونه پيل او په ترڅ کې يې خپل کلي، کورونه د پرنګي له سختې ظالمې بې رحمه بمباریو او هوايي ځواک تر بريدونو لاندې ونيول شول.

انګلستان په لومړۍ نړيوالې جګړې کې د وسلو په تصليحاتي کنفرانس کې د ګواښمنو وسلو او هوايي بمباريو منع تړون له لاسليک کولو څخه ډډه وکړه. انګريزانو دلايل دا و، چې افغان قبائیل مونږ يوازې او يوازې د هوايي بمبارۍ له لارې تر کنټرول لاندې راوستی شو .

٦ . د خپلواکۍ بل ځلاندی ستوری مير زا علي خان ــ اپيي فقير ــ د انګريز ښکليلاکګرو په ضد مبارزه کې زمونږ د تاريخ ځلانده کرښې جوړوي. د انګريزانو په وړاندې پښتني قبيلو د مبارزو تاريخ ډېر اوږود دی . دا مبارزه او بهير تر نننه پورې په پښتونخوا، د خپلواکو قبايلو په پټاره کې د ملي ولسواکو ځواکونو او د ملتپالو ګوندونو لخوا په مخ درومي. هيواد پال پښتون قام تل په خپل ملي، تاريخي ټاټوبي کې هر ډول بلهارۍ ورکړې دي.

٧ . خان عبدالغفار خان د خپل وصیعت له مخې د پښتون په غيرتي خاوره جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو . دا د ډيورنډ کرښې په ضد د هغه د اوږدې مبارزې يوه برخه ګټلی شو .

٨ . په ١٩٤٧ کال د جون په مياشت کې د بنو لويه جرګه جوړه شوه، د ټولې پښتونخوا او بلوچستان ملي مشرانو په ګډون فيصله وشوه چې پښتانه نه هند غواړي نه پاکستان، يو واحد افغان ملي دولت جوړول غواړي.

٩ . کله چې د پيښور په چوک يادګار کې، خيبر او تورخم کې پښتنو ننګيالو ځلميانو د لر او بر يو افغان شعارونه ورکول، اسلام اباد د ساړۀ جنګ په مهال دوی لويديځ او امريکې ته د روسانو مخته راليږل شوي استازي او ګوډاګي ورپيژندل.

١٠ . قاضي عطاالله خان، ظفر کاکاخيل په افغانيت هغومره وياړي لکه د کابل، کندز، کندهار پښتون. د ډيورنډ کرښې په دواړو خواو کې پښتانه تاريخي سياسي، مذهبي، ژبني، ګډ کلتور او فرهنګ لري او هيڅ څوک نه شي کولی چې دوی د کرښې دېخوا او هاخوا پښتانه په نوم سره بيل کړي. پښتانه پوهيږي يا به يو کيږيو، که نه ورکيږو، که د زمانې توپانونو مخې ته سره يو نشو، نو برباديړو.

د لوی افغانستان د زر رامنځته کیدو په هیله.

د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ملي ورځ دې ټولو وطنپالو او محکومو پښتنو او بلوڅو ته مبارک وي.

-----------------------------------------------

 

«د پښتونستان ورځ»

***

فقیر ایپي د مستقل پښتونستان پلازمېنه ګورویک اعلان کړې وه او بیا دغه حکومت د اندونیزیا جمهور رئیس احمد سوکارتو لخوا په رسمیت هم پیژندلی شوی وو.

په ګرویک کې ډېرې ادارې څانګې فعالې وې، ددغه مرکز نه دوه ورځپاڼې د «غازي» او «ازاد پښتونستان» په نومونو هم خپریدې!

***

سرچېنه:

د لرغونې زمانې نه د پښتنو ملي واکمني او د پښتنو اوسنی ملي ناورین، از: نظیف الله نهضت

 

 

کال 1948 د اګست په دولسمه اپریدو په تیرا باغ کې د خپلواک پښتونستان بیرغ هسک کړ، د پښتونستان ملي اسمبلۍ اعلامیه یې صادره کړه، په دغه اعلامیه کې د پښتونستان حکومت حدود له چترال نه تر بلوچستان او له خیبر او بولان نه د اباسین تر غاړو اعلان شو

 

په 1950 د جنوري په میاشت د وزیرستان قبېلو (وزیر، مسید او داوړ) او د خټکو مروتو، تڼیو او بنوڅو د پښتونستان د ملي شورا انتخابات وشول، منتخبې جرګې ایپي فقیر د پښتونستان د جمهور ریس په توګه وټاکه. ددې وروسته هغۀ د پاکستان حکومت نۀ وغوښتل' چې خپلې لښکرې د پښتنو د وطن نه وباسي او پښتانه خپلې خپلواکۍ ته پرېږدي.

 

افغان صدراعظم شاه محمود د جولاي په 26 لویه جرګه راوبلله، دغې جرګی د پښتونستان ملي حکومت سره خپل ملاتړ اعلان کړ او همدارنګه یې 1950 کال کې د ډیورنډ موافقنامه لغوه اعلان کړه، لوی جرګې وویل; «ټول هغۀ تړونونه چې د پښتنو په اړه شوې باطل دي»

 

Noorrashid Khan 

میاوالي د پښتونخوا برخه ده؛ اسلام اباد کې تر مارګلې پورې د پښتنو برخه ده، اخوا تر جېلمه پوټهار دی، پوټهاري ځانله ژبه ده، ددوې ځانله کلتور دی او دوې کشمېریانو او هندکیو ته په رنګونو او ژبو کې نږدې دي ـ اصل پنجاب لږ دی، جنوبي پنجاب د سراېکیانو سیمه ده' چې مرکز یې تاریخي توګه ملتان او بهاولپور پاتې شوی دی، په پنجاب کې ډېره غازي خان د بلوچستان ولسوالي ده' خو موجوده وخت کې پنجاب سره ده ـ

 

 

Noorrashid Khan 

د احمد شاه بابا په وخت کې د افغانستان پوله د جېلم سېند او د مارګلې (اسلام اباد) غرونه وو ـ

 

 

Yousaf Baheer 

چې تر کومې روغ وو' نو پاکستان سره جنګېدۀ او مبارزه یې جاري وه' وروسته بیمار شو' نو مبارزه یې هم کمزورې شوه او غالباً ۱۹۶۰ کې وفات شو، مرګ سره یې مبارزه هم ختمه شوه ـ

 

 

 

 

 

فقیر اېپي تر کله لۀ پاکستان سره وجنګېد، کله او ولې یې مبارزه بس کړه ؟

 

 

سلمان پښتون 

افغان صدراعظم شاه محمود د جولاي په 26 لویه جرګه راوبلله، دغې جرګی د پښتونستان ملي حکومت سره خپل ملاتړ اعلان کړ او همدارنګه یې 1950 کال کې د ډیورنډ موافقنامه لغوه اعلان کړه، لوی جرګې وویل; «ټول هغۀ تړونونه چې د پښتنو په اړه شوې باطل دي»

 

 

 

 

 

سلمان پښتون معاهده که د ګندمک وه او که د ډیورنډ موږ یې تباه کړی یو، خو تر موږ زیات افغانستان انېګلو افغان جنګونو کې تباه شوی دی. ځکه چې دهغه جنګونو کې نه یواځې انګرېزانو د جلال اباد نه نیولې تر کابله په افغان ښځو جنسي تېری وکړل؛ بلکي ډېر افغانان یې ژوندي سوځولې هم وو.

دهغه وخت افغانستان په جهنم بدل شوی وو او افغان امیرانو څخه ددې نه علاوه بله چاره نه وه' چې انګرېزان په معاهده د وطن نه وباسي او هسې هم دا سیمې د وخته نه د انګرېزانو په کنټرول کې وي' نو د هغوي خو تشه زباني وینا هم ډېره وه ـ

 
-
بېرته شاته