(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنې له چا نه

[09.Sep.2022 - 16:32]

 پښتنې د چا نه کمې نۀ دي

 ليک :بخت روان عمر خېل

څو ورځې وړاندې مې د فېس بک د لارې د خپلې يوې خوشحالۍ اظهار کړے وو چې زما لور په انګريزي ادبياتو کښې د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،

داسې نۀ چې ګني دا د ډېرې زياتې خوشحالۍ خبره نۀ وه، خو په فېس بک د دغې خوشحالۍ د خورولو په حقله نۀ يواځې دا چې د خپلې لور ډاډګېرنه او ستائېنه وکړم، بلکې يو څو غرضونه مې نور هم لرل، دا يقيني خبره ده چې پښتنې پېغلې او مېرمنې په هر رنګه وختونو او حالاتو کښې ځان منلے هم شي او ثابتولے هم، د دې دعوې په ثبوت کښې زۀ د خپلې لور يو ژوندے مثال ستاسو په وړاندې راوړم، ګل ورين زما ايکې يوه وادۀ کړې لور ده، چې په غېږ کښې ئې د کال ماشوم هم دے، دسخر په کور کښې هم دغه يواځينۍ اينګور ده، نۀ ئې يور شته او نۀ ايندرور، نو ظاهره خبره ده چې د کور زياتره کارونه ئې په خپل سر دي،

اخلے پخلے او باندې کوز ئې هم ډېر زيات دے، ځکه چې د حجرې جمات، مېلمه ،،، سره سره لوے نسب هم لري، د نوکر فقير اسانتيا ورته شته، ولې پښتنې عموماً د کټوۍ څمڅۍ کار په خپل لاس کوي، او دا ورته خپل درناوے ښکاري، دغه خوي خصلت او پښتون فطرت ئې په هره خوا ستائېلے کېږي، او د ټبر ټول خلق، نر ښځې ئې په صفتونو نۀ مړېږي، ځکه چې زمونږ د ټولنې د ټولو نه لوے عېب دا دے چې اول خو ئې دقلم کتاب سره پخه دشمني ده او په تېره تېره د ښځې ذلت د پاره خوشبختي ممنوعه ده، او بله داچې که چرې له نېکه مرغه دوه څلور ټکي ووائي نو بيا ورته د دنيا هر يو کال کول د ځان توهين او هتک ښکاري، بغېر د حکم چلولو نه خو شکر دے چې دغه کار مې د بچي نيم نه علاوه نورو کښې نيشته،

خو ګل ورين ته چې کومه لويه ستونزه ورپېښه ده، کومه چې د دې پخپل کور کښې کله کله د دې د صلاحيتونو د اعتراف په توګه او کله د فضولياتو په معنو کښې زوتولے کېږي، هغه د دې په رنګونو لړلې ګوتې او جامې دي،

دې د کتاب او قلم په نسبت د رنګ او برش سره خپله رشته ډېره اوږده او پخه ساتلې ده، يوه ورځ چې دا به ايله د درې څلورو کالو وه چې په فرش ئې په سکور يوه سترګه شان جوړه کړه، او ما ته ئې په ګوته کړه، ما وې وو واه زما لور خو دومره ښکلې سترګه جوړه کړې ده، باڼۀ ئې ورله هم کړي دي، خو لور جانې ګاټې دې پکښې هېر کړے دے، وې، بابوجي دا سترګه نۀ ده، دا ګونګټۍ ده، په دېوال يوې ګونګټۍ ته ئې ګوته ونيوله،

زۀ ورته حېران پاتې شوم چې دې په دې عمر کښې دا دومره زبردسته متشابهـ عکس کښې څنګه وکړه؟

لنډه دا چې دا هغه خدائي ورکړه ده کومه چې تر دې دمه ګل ورين ځان سره ساتلې ده او د خپلو جذباتو او احساساتو د اظهار په خاطر ئې د يو معصوم او ساهو غږ په توګه کاروي، او دغه غږ ته تر خپله وسه کله ښکاره او کله تجريدي انځور هم ورکوي،

د ژوند ځنې ترخو له د فطرت د خورو ورو او تسنې وسنې رنګونو، خوندونو او ښکلاګانو نه يو څو خيالونه مستعار کړي او بېرته ئې ورته په يو ويانده وحدت سره په احسنه توګه وروسپاري،

دغه ترخو له د شيرينۍ ورکولو په غرض کله کله دومره باريک قلم استعمال کړي لکه د بڼو، په دې خيال چې د درد نازک احساس هم چرته مجروح نۀ شي،

او کله کله د شاړ شبړ او بې حسه دېوالونو په مخ په څپېړو څپېړو داسې رنګونه وروتپي چې دغه دېوالونه پرې چغې راوباسي، خو چې کله ورته له هرې خوا د محبت او د تحسين ډکې سترګې ورواړوي نو هم دغه دېوالونو ته د خپل اهميت او ښائست احساس وشي او په ډېره مشعله د حسن بخښونکي انځورګر مننه وکړي،

خبره د کوم ځاے نه کوم ځاے ته لاړه، وئيل مې څۀ ا و ومې وې څۀ؟ خو ځه خېر دا پکښې هم يوه خبره وه نو خبره مې دې پورې کوله چې که چرې زما لورکۍ د دې دومره سرسين او راښکلي ژوند باوجود په خپل همت او استقامت په انګرېزي ادب کښې د ماسټر ډګرۍ حاصلولو غوندې سخته وظيفه په ښۀ شان سره سرته رسولے شي، نو زما د قام نورې بچيانې هم په هيڅ جوړ له د چا نه کمې نۀ دي، بس همت پکاردے، لکه چې ستر خوشحال بابا فرمائي:

که اسمان دې د زمري په خله کښې ورکا

د زمري په خلۀ کښې مۀ پرېږده همت

او يا دا چې 

پښتنې په قامت سترې نۀ دي څۀ دي

د اصل موضوع نه وړاندې به درسره د لورکۍ د مطالعې په حواله هم يو څو خبرې شريکې کړم، د دې د مطالعې څۀ ډېر عجيبه او احمقانه غوندې انداز ؤ، د مطالعې د پاره به هيڅ قسمه اهتمام نۀ ؤ، نۀ به ئې وخت معلوم وو او نۀ ځاے ځائېږے، لکه ما دا په داسې حالاتو کښې هم ليدلې ده چې ماشوم به ئې په ټټر وو، په يو لاس کښې به ورسره د هغه د قلارولو د پاره يو نه يو څيز موجود ؤ، لکه فيډر يا چرته کهلونه، او په بل لاس کښې کتاب، دا حالت به ئې په ملاسته څه، چې په ناسته، ولاړه او ګرځېدو کښې هم ؤ، ما به ورته کله کله وې "يه لورکۍ! دا لا د مطالعې ستا کومه طريقه ده؟ کوې په انګريزي ادب کښې شپاړسم او د غېر سنجيدګۍ دې دا حال دے؟ که نه د کور کارونو ته دې سبق بهانه کړے دے؟"

هغې به په خندا خندا جواب راکړو، وې به ئې "بابوجي زۀ که وغواړم نو د کور دکارونو نه ځان نۀ شم خلاصولے او زما خو هم دغه سټائل دے نو، زۀ خو په کچن کښې هم د پخلي سره سره هم کتاب ګورم او هم ورسره دا صېب قلارووم، ځوي طرف ته ئې اشاره وکړه"

يوه ورځ ئې راته کال وکړو، وې بابوجي! دوه ورځې پس مې د تنقيدپرچه ده، په پوئټېک (Poetic) راته لږه رڼا واچوه، ما وې نورې پرچې دې څنګه دي؟ وې "نورې ډېرې زبردستې شوې دي خو دا لږه سخته ده" ما ورته په تنقيد باندې د خپلې پوهې ترمخه يوه عام غوندې سريزې شان تبصره وکړه او د Poetic په حواله چې مې څومره اورېدلي وو، هغه مې ورته بيان کړل، ځکه چې دغه کتاب زما تر نظره نۀ دے تېر شوے، خو د نېکه مرغه د هغې له نصيبه استاذ فېض الوهاب فېض صېب په ګوتو راغے،

وشوه داسې چې د خداے بخښلي محمد اسلام ارماني صېب جنازې له د شعر و ادب سره تړلې د هرې سيمې نه ډېر لوے لوے او معتبره شخصيتونه راغلي وو چې د مردان د مردم خېزه خاورې هم بلها ملګرو په دغه جنازه کښې شرکت کړے وو، چې يو پکښې استاذ فېض الوهاب فېض صېب هم وو، د جنازې نه پس په دغه ټولو مېلمنو چاے شربت کرنل ابرار صېب وکړۀ، خو د ډوډۍ بندوبست جميل خان کاچوخېل کړے وو، زما خپل ځاني خيال دا وو چې د مردان، صوابۍ مېلمانه به زۀ د ځان سره بيايم، خو د اله ډهنډ د زورورو نه مېلمه راشوکول د هر چا څۀ چې د هيچا د وس خبره نۀ ده، دغه زورورتوب ئې بېشکه چې د پښتونولۍ معراج دے،

د ډوډۍ نه پس چې لږ ساه صورت شو نو ما فېض صېب ته خواست وکړو چې په بوطيقا Poetic راته لږه خبره وکړئ، فېص صېب غرض وپوښتلو نو ما ورته ټوله قيصه تېره کړه، چې دغه رنګ زما د لورکۍ پرچه ده، د هغې غوښتنه ما نه وه خو زۀ د دغه لېول علم نۀ لرم، او دې سره مې خپل موبائل فېض صېب ته د ريکارډنګ په غرض وړاندې کړو، نۀ پوهېږم چې دا زما د فېض صېب په علم د حق اليقين حالت وو او که د کم عقل توب انتها وه؟

فېض صېب عرض ولرلو چې د لورکۍ پرچه په کومه ژبه کښې ده؟ ما وې په انګرېزۍ کښې، وې بيا خو به ورته په انګرېزۍ کښې وئيل غواړي، ما وې نۀ په دغه ژبه د هغې پوره لاس بر دے خو د علم او پوهې ضرورت دے ورته،

بهر حال فېض صېب بسم الله وکړه، او په خپل مخصوص مهين او معصوم انداز کښې ئې د دغه کتاب د پوره نچوړ سره سره د دغه کتاب د ليکونکي ټوله تاريخي کنهه زنهه داسې راوسپړدله، چې زۀ يقين نۀ کوم که بل څوک به د دغه کتاب مغز ته دومره رسېدلے وي لکه د استاذ فېض الوهاب فېض،

په کتاب د يوې ګټورې سنجونې سره سره په تنقيد ئې هم داسې علمي بحث وکړو چې خبره ئې راټولوله نو په حجره کښې ناستو ټولو محترم (چې پکښې پروفېسران، ډاکټران، شاعران، اديبان او د ذوق او شوق خاوندان ناست وو) داسې لاسونه وپړقول لکه چې په يوه علمي ادبي دستوره کښې ناست وي، داسې نه لکه چې دوي تازه تازه د مقبرې نه واپس شوي وي،

زۀ خو په خپل ځاني غرض اخستے ووم او په خټه مې اور لګوو، خو شکر دے اور داسې ولګېدو چې سمې غرغرې ئې وکړې،

لور مې په انګريزي ادب کښې شپاړسم پاس کړو او په ښو نمبرو ئې پاس کړو، خو د حېرت خبره دا ده چې د انګرېزي ادب د ټولو نه ګرانه پرچه ئې د نورو پرچو په نسبت په ډېرو لوړو نمبرو پاس کړه، ځکه چې هغې ته د يو جينيس Genious پښتون استاذ له خوا په خپله ژبه پښتو کښې يو علمي لکچر ملاؤ شو، کوم چې هغې ډېر په اسانه واخستو، ولې چې ژبه ئې خپله وه، ژبې د علم هيڅ معيار نۀ شي ټاکلے، ژبې محض ژبې وي،

09/09/2022

-
بېرته شاته