(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شاعر، لیکوال ، لرغونپوه

[09.Sep.2022 - 16:27]

 

تاریخپوه، لرغونپوه، لیکوال او شاعر محمد پرویش شاهین  نارغه دی. لوې څښتن دې روغه سټه ورکړي.    (نصیر ستوری)  31/08/2022 

 

ښاغلی پرویش شاهین د سوات په منگلور  کلي کې زېږېدلی دی، چې له مینگورې ښار څخه ۹ کیلو متره لرې پروت دی. د زوکړې کره نیټه یې د اکتوبر ۱۲مه، کال ۱۹۴۴ز کال دی

لومړنۍ زده کړې یې د منگلور په لومړني ښوونځي کې ترسره کړې

له لوړو زده کړو وروسته په دولتي ښوونځي کې د سرښوونکي په توگه دنده ترسره کړه، چې له همدې دندې تر تقاعده پورې ورسېد.

زده کړې:

پښتو ادب کې ماسټري، پېښور پوهنتون

تاریخ کې ماسټري، پنجاب پوهنتون

اردو ادب کې ماسټري پېښور پوهنتون

ښوونه و ورزنه کې ماسټري، پنجاب پوهنتون

ټولنپوهنه کې سرټېفیکېټ، , علامه اقبال پوهنتون 

شاهین له پېښور پوهنتون څخه د سرو زرو مېډال هم ترلاسه کړی.

شاهین د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۸ز کال د شهباز پېښور (ورځپاڼېلپاره خپلې لیکنې پیل کړې

ده د  ډېرو ورځپاڼو، مهالنیو او ژونالونو لپاره له  ۱۰۰۰ زېاتې لیکنې کړي دي

له ۵۰۰ زیات کالمونه یې ورځپاڼو ته لیکلي او له ۵۰ زیاتې لیکنې یې د ژورنالونو لپاره لیکلي دي. له ۱۹۸۰ز کال راهیسې یې د هېواد یو شمېر پوهنتونو او نورو معیاري ژورنالونو لپاره یو لړ څېړنیزې لیکنې ترسره کړې دي.

شاهین له ۴۵ ټوکو زیات کتابونه په اردو او پښتو ژبو کښلي دي.

 

محمد پرویش شاهین د پېښور پښتو اکاډېمي د ابیڅو علمي غړی دی.

په ۲۰۰۵ز کال کې د کمپیوټرایزو ابیڅو څېړونکی غړی و.

دخیبر پښتونخوا حکومت د ژبو اداری رییس په توگه یې دنده ترسره کړې.

د کالاشا ژبې باندې یې څېړنیز کار کړی.

شاهین د سوات ادبي جرگې مشر دی.

 

پښتو ژبه او ادبیات، اردو ژبه او ادبیات، گندهارا کولتور، بودیزم، ژورنالېزم، چاپېریالپوهنه، گرځندوی، لرغونی تاریخ ژبه، د کوچنیانو ادب  کښې څېړنې تر سره کړي دي.

 

د شاهین کتابتون څه باندې ۲۵ زره ډول ډول او په بېلابېلو  ژبو کې چاپ، لاس لیکلي او نایاب اثار لري.

له ۴۰ زیاتې د ویډیو کېسېټې، له ۵۰ زیاتې د ټېپ کېسېټې، له ۲۰ زیاتې د سي ډي ډېسکونه.

شخصي لرغونتون (موزیم) لري.

 

دوه کتابونه یې د علامه اقبال پرانېستي پوهنتون (AIOU ) کې منل شوي او د سي ایس ایس کورس کې تدریسېږي. 31.08.2022

(ژوندلیک له ویکېپېډېا)

Muhammad Parvesh Shaheen

 

----------------

محمد پروېش شاهين

       لیک: سراج الدین سراج

       د عقل،علم اوپوهې ژوندے تصوير،د ايلم غر.نر او غېرتي بنيادم،بهترين مقرر،تاريخ دان،د هر محفل ښکلا،د پښتون قام رهبر رهنما او ژوندے اتل.د بېشماره نثري کتابونو خالق،يو زيرک او قابل ماهر تعليم.

      زمونږ دا دروند مشرمحمد پروېش شاهين صېب د سوات د منګلور کلي اوسيدونکے دے.پۀ محکمه تعليم کښې د درس و تدريس د شعبې سره پۀ اعلی' چوکۍ منسلک پاتې شوے دے.اوس ئې عمر د اتياؤ کالو نه هم پۀ بره تلے دے خو نۀ پوهېږم چې د کومې خټې جوړ دے چې پۀ دومره ضعيف العمرۍ کښې هم پۀ قلاره نۀ کښېني او تر لرې لرې پورې ادبي پروګرامونو،سېمنارونو او کانفرنسونو له ځي.پۀ ملک دننه او د ملک نه بهر پۀ یونیورسټيو کښې لیکچرې ورکوي.ما چرته هم د تقرير دوران کښې د هغوې پۀ لاسو کښې کاغذ نۀ دے ليدلے.داسې پۀ روانۍ او پرله پورې خبرې کوي او اوريدونکي ورته داسې غوږ غوږ وی چې پۀ محفل کښې د دوې د آواز نه علاؤه لکه د ځنګل خاموشي خوره وي.د بدھ مذهب پۀ روحانی پېشوا مهاتما بدھ خو ورسره دومره ډېر معلومات دي چې د دغه مذهب پېروکار ورله د بهر وطنونو نه راځي او استعفاده ترې کوي.د دومره ضعيف العمرۍ باوجود د هغوې سره پۀ سوات کښې تر لرې لرې تاريخي مقاماتو له ځي او د راغلو مېلمنو لارښودنه کوي.

       انتهائي مېلمه دوست او يار پرور سړے دے.چې حجرې ته ورله لاړ شې نو کمره ئې د رسالو،کتابونو او نورو تاريخي معلوماتو نه برجته  ده.د مهاتما بدھ مجسمې،د سکندر اعظم مجسمې،د مېوند د ملالې خيالي تصویرونه او داسې نور تاريخي شیان ئې پۀ دغه کمره کښې داسې بې ترتيبه پراتۀ دي چې مېلمه نۀ پوهيږي چې د خپلو کښېناستلو لۀ پاره د کوم ځائے انتخاب اوکړي او بيا پۀ تېره تېره چې مېلمانۀ د شاهين صېب سره خبرو کولو ته هڅه اوکړي او شاهين صېب شورو شي نو بيا مجال شته چې بل څوک دې خُلۀ پرانيزي.بيا خو ورته کښېنه.شاهين صېب به نان سټاپ لګيا وي او ......اوره ې

   کۀ هر څومره وخت تېر شي خو شاهين صېب نۀ ستړے کيږي،نۀ اوريدونکي ته د سوال کولو موقعه ورکوي او کۀ مېلمه له واړۀ بول ورغلي وي او کۀ د اوبو څښلو تقاضه لري خو دومره وخت ورته شاهين صېب نۀ ورکوي چې هغه خپله مدعا ښکاره کړي.يا اورېدونکے ځان قدرې اوګروي

  مونږ ته د هغۀ د دې خوې پته ده او چې خوا له ئې لاړ شو نو سوال پرې نۀ کوؤ.بس کېمره ورته خلاصه کړو او ښۀ اوږد ريکارډنګ ترې اوکړو.بيا چې هغوې پۀ کومو موضوعاتو بحث کړے وي هغه موضوعات پۀ جدا جدا حصو کښې بيل کړو.سوالونه يا وضاحت ورسره د آډيو پۀ شکل کښې ملګري کړو او د اورېدونو نظر ته ئې اورسوؤ.

   يوه ورځ  ما د هغوې د خبرو دوران کښې سوال ته خُلۀ جوړه کړه نو ددې وېنا سره ئې فوراً غلے کړم چې کۀ تۀ لږ چپ شې نو زۀ به څۀ اووايم راځم ستا خبرې له.هر څۀ درته وايم.د خبرو کولو انداز ئې ډېر منفرد او زړۀ راښکونکے دے.مونږ ورته د خندا نۀ شنۀ پراتۀ يو.

يو ځلې پېښور ته تلے ؤ.د خپل یو کتاب چاپ کولو پۀ سلسله کښې د کلچر محکمې ته ورغلو.نوکر ته ئې خپل مختصر نوم ." شاهين سواتد کاغذ پۀ يو ټکړه اوليکلو او ورته ئې اووې چې دا ډائرکټر صېب له ورکړه،ملاقات ورسره کوؤم.چې نوکر دننه ورغلو نو هغه چټ ئې ورله ورکړو.د ډائرکټر صېب سره مېلمانۀ ناست وؤ هغه ئې فوراً فارغ کړل.پاڅېدو.آئينې ته اودرېدلو.ويښته ئې ګومنز کړل.پۀ خپله سينه او ترخونو کښې ئې سپرے اوکړو،خپل سيټ له واپس راغلو او نوکر ته ئې پۀ اشاره اووې چې را ئې وله.د ډائرکټر صېب دا خېال ؤ چې شاهين څوک جينۍ ده خو چې پروېش شاهين صېب را دننه شو نو نوکر ته ئې اووې چې دا بوډا دې ولې دننه راپرېښودو.شاهين صېب ورته ډېر اووې چې ګوره زۀ شاهين يم خو ډائرکټر صېب چرته پرېښودلو.واپس ئې اوویستلو.

شاهين صېب اوس ډېر کمزورے شو دے.ټهوس خوراک خو بيخي نۀ شي خوړلے. پۍ،اوبۀ او نور نرم خوراک خوري خو اينګولے ډوډۍ ئې لۀ ستوني نۀ تيريږي.کله کله چې ورسره اووينم نو ډېر کمزورے او لاغر راته ښکاره شي او زړۀ مې ډېر زيات خفه شي خو چې بل وخت مې ورسره بيا ليدۀ کاتۀ اوشي نو لکه د ګلاب د ګل راته تازه او ښائیسته اوليدۀ شي.زما ورسره د زړۀ مينه ده خو دا مينه د يو اړخه نۀ ده.دوې هم راباندې د زړۀ لۀ کومې مئين دي.زما پۀ غېر موجودګۍ کښې زما سره د حسد لرونکو پۀ وړاندې زما صفتونه کوي.شاهين صېب زما پۀ دوؤ کتابونو خپل تاثرات هم ليکلي دي.ډېره لويه حوصله او درناوے ئې رابخښلے دے.

زۀ د شاهين صېب دماغي استعداد ته کله کله ګوته پۀ خُلۀ حق حيران پاتې شم.د پښتون قام تاريخ، د پښتنو زوړ دود دستور،پښتانۀ اتلان،د برصغير د زړے زمانې تاريخي واقعات،د عرب ملکونو تاريخ د دنيا د ارتقاء او قامونو د عروج او زوال داستانونه.مغل بادشاهان،سکندر اعظم د پښتنو زوړ کلتور او دود دستور،پښتو متلونه،ټپې،محاورے او روزمرې،د پښتنو زاړۀ روايات،د اثار قديمه او نورو شيانو تفصيلات.داسې موضوع به نۀ وي چې شاهين صېب به پرې پۀ ګهنټو ګهنټو نۀ ستړي کيدونکے بحث بې د ستړيا نه نۀ شي کولے.او بيا د هغوې داسې دلفريب انداز بيان چې اورېدونکے ورته داسې غوږ غوږ وي لکه مار چې د پاړو بين ته غوږ غوږ وي.

 

سترګې مې پۀ هغه چا خوَږيږي  چې همخيال مې وي 

زړۀ مې د هغوې سره درَزيږي ــ چې همخيال مې  وي 

خدائيګو چې د وينې ــــــــ د رشتې نه راته خوږ لګي 

ناسته مې هغوې سره خوَښېږي چې همخيال مې وي 

 

                     سرا ج الدین سراج

                  "داغونه مې خالونه کړل"

 

شاهين صېب دا وخت ډېر ناجوړه دے

    الله ته دست به دعا يم چې د علم پوهې د دې ګُور چينارسيورے دې رب تر اوږدې مودې زمونږ پۀ 

سرونو قائم او دائم اولري

--------------

 

 

 

پروېش شاهين صېب ناروغه دې الله دې ورته صحت ورکړي

ډير خذمت يې د ليک لوست له لارې د پښتو او پښتنو کړې دې

او يوو ښه قدردان مشر هم دې 

دعاګانې خو ډيرې اوشوې

 

خو دا چا هم او نه وئيل چې شاهين صېب ته ناروغي څه ده؟

علاج يې څنګه اوشي

داسې کوم روغتون او ډاکټر به وي چې د سوات بدها له علاج وکړي

او مالي حالت او د مرستې ضرورت لري يا نه.

اصل خبرې دغه دي

(ايمل خان ګدون)

-------------

 

 

د شاهين صيب نه هيردونکې خاطره

 لیک: اورنګ صمیم

استاد پرويز شاهين مستند څېړونکى دى

.

هغه مهال چې زه د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ريس وم ښاغلى عبدالکريم خرم د اطلاعاتو او کولتور وزير ٶ  په اماني لېسه کې يې د علامه سيد جمالدين افغان  نړيوال سيمينار جوړ کړى ٶ دې سيمينار ته يې په کور دننه د يو شمير ولايتونو پوهانو په ګډون له ترکې، روسې، ايران، تاجکستان او ګاونډ کې له نورو هېوادونو پوهان هم رابللي ٶ له ننګرهاره زه او څو نور مشران هم بلل شوي ٶ له کوزې پښتونخوا څخه يې نوميالى تاريخ پوه او لرغون پوه استاد پرويز شاهين صيب هم رابللى و خرم صيب ماته تيلفون راوکړ ويې ويل پرويز شاهين صيب مو سيمينار ته رابللى دى سبا راځي تورخم ته موټر وروليږه او په قدر يې سبا کابل ته له ځانه سره راوله ما ارواښاد شيرافغان شهيد تورخم ته د موټر سره وروليږه جلال اباد ته يې راوست شپه يې ماسره وکړه او په سبا دواړه کابل ته لاړو وزير صيب سره مو اړيکه وکړه هغه د سمينارونو مسٶل مخې ته راوليږه ساپي لنډ مارک کې يې دې دروند مشر  ته ځاى نيولى ٶ هلته لاړو په سبا يې سيمينار ته راغلو د سيد جمال الدين افغان پر شخصيت کورنيو او بهرنيو ليکوالو او څېړونکو خپلې مقالې لوستلى او د هغه علمي او نړيوال مقام په اړه يې څرګندونې کولې ددې سيمينار د رياست چارې استاد بختاني په غاړه وې د ايراني ليکوال نوبت شو ددوى له څرګندونو داسې برېښېده چې غواړي ووايي علامه سيد جمال الدين د ايران د اسعد اباد دى کله چې د پرويز شاهين صيب نوبت راغى په دومره مستندو دلايلو يې د هغه څرګندونې بې بنسټه ثابتې کړې چې د مجلس په تفريح کې يې د شاهين صيب نه معذرت وغوښت استاد شاهين زموږ د لرغوتي پښتون کولتور ،ادب او  تاريخ  ځلانده ستورى دى ومې ليده چې د ناروغۍ په بستر پروت دى د الله دربار ته لاسونه لپه کوم چې يا لويه ربه زموږ دې ستوري ته بشپړه روغتيا نصيب کړي يا الله پښتون ټبر له دې سترې هستۍ مه محروموې آمين آمين يا رب العلمين

-------------

 

.استاد شاهين يو زيات شمير ځوانان روزلي او په پښتنه روحيه پاللي دي ځکه خو د مينه والو شمير ېې له يوې ورځې څخه بلې ورځې ته زياتيږي او دده جونګره د پښتو فرهنګ د پتنګانو په مرکز او روزنيزه مدرسه بدله شوې ده چې خلک ترې د علم او پوهې فيض او رڼا تر لاسه کوي او ګټه ترې اخلي

 

شاهين بابا په لرغون پېژندنه کي د پام وړ مهارت لري او د تاريخ په برخه کې ېې زيات اثار لوستي او د تاريخي اثارو او موضوعاتو په اړه ېې کلونه کلونه څېړنې او پلټنې کړي او کوڅه په کوڅه ګرځېدلی دی تر څو کره او سوچه حقايق او شواهد ومومي

(امان الله نصرت)

-
بېرته شاته