(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان سفیر

[09.Sep.2022 - 15:31]

د افغانستان سفیر د ملکې ویکټوریا په دربار کي

لیکواله :صفیه حلیم 

سلطان محمد د سيالکوټ (پنجاب) د يو غريب کروندګر زوی و او شپونکی و. د نولسمې ميلادي پېړۍ پای کې انګريزانو ټول پنجاب نيولی او ځينو سيمو کې يې ښوونځي پرانستي وو. يوه ورځ شپونکي د کلي سره نږدې يو ښوونځی وليدو نو هلته ورغلو. دلته زده کړه ويړيا وه نو دې پکې داخل شو. هغه د سبق په وخت به خپل څاروي ځنګله کې پرېښودل. د لومړيو زدکړو نه وروسته بل ښوونځی يې نه ليدو نو لاهور ته وتښتېدو.

هلته د ورځې به په ښوونځي کې، ماځيګر د اورګاډي په سټيشن د خلکو سره بار چلوو او د شپې به په جومات کې ويده شو. د محلت خلکو به په جومات کې ايسارو له ډوډۍ ورکوله. هغه جومات ته د افغانستان يو سردار هم د لمانځه لپاره ورتلو. يوه ورځ يې سلطان محمد وليدو چې ښه لوستی ځوان و نو له هغه يې پوښتنه وکړه چې افغانستان ته ځې. ده ورتههووکړل او کابل ته ورسره روان شو. هغه وخت د افغانستان امير عبد الرحمان خان د انګريزانو سره د ډيورنډ کرښې په اړه مذاکرات کول. سلطان محمد د افغانستان د ژباړونکو سره په هغو خبرو کې ګډون وکړو. امير هم د ده له استعداد خبر شو نو خپل مشر سکرتر او بيا يې وزير وټاکلو. خو د سلطان محمد پر ضد په دربار کې تل سازشونه کيدل ځکه دی افغان نه و. څو وارې هغه د انګريز جاسوس په نوم تورن او د مرګ په سزا محکوم شو خو امير عبد الرحمان خان وژغورلو.

دی د يو ملنګ په جامه کې له افغانستان وتښتېدو او بيرته لاهورته لاړو. هلته په رسېدو انګريزانو په دې شک ونيولو چې ګوندې سلطان محمد د افغانستان جاسوس و. د خوشې کېدو نه وروسته هغه په انګلستان کې ډاکټرې اينا هيملټن ته ليک ورواستاو. هيملټن په افغانستان کې د تجارت د لارې ښه ګټه کړې وه او په انګلستان کې يې ښه کور او ژوند لرلو. کله چې هغ د ده له حاله خبره شوه نو دی يې انګلستان ته وروغوښتو او په کيمبرج پوهنتون کې د قانون زدکړو لپاره يې ورسره مرسته وکړه.

امير عبد الرحمن خان خبر شو چې سلطان محمد په لندن کې دی نو هغه ته يې وړانديز وکړو چې هلته د افغانستان سفير شي. هماهغه وه چې سلطان د سبق سره د افغانستان د سفير دنده هم سر ته ورسوله. د قانون د سند او تحصیل نامې له تر لاسه کولو وروسته هغه بېرته سيالکوټ ته لاړو او کور يې ودان کړو.

د سلطان محمد زوی نامتو شاعر فيض احمد فيض وايي چې ځېني خلک دعوه کوي چېپدرم سلطان بودخو زما مور او پلار دواړه سلطان وو. د سلطان محمد د ميرمنې نوم سلطان فاطمه و.

د اردو ژبې ژورناليسټ او ليکوال آصف جيلاني سره په ۱۹۶۵ م کې د فيض مرکه-

د خپريدو نيټه

۱۷ مارچ ۲۰۱۶ م

صفيه حليم

-
بېرته شاته