(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملي شاعر

[15.Aug.2022 - 14:14]

ملي شاعرملنګ جان

د پښتونستان شاعر /ملي شاعر ملنګ جان پر١٢٩٣لمريز كال د ننګرهار دبهسودو په چميار كلي كي وزيږيد٠

پلار يي ملك عبدالشكور نومېد٠چي په دري كلنۍكي تري يتيم پاتي شو٠اوپوله پټي يي هم دناوړو دودونواوتربګنيو له کبله له لاسه ورکړ٠

.اصلي نوم يي محمدآمين وه وروسته آمين جان اوپه پاىکي هم ملنګ جان شو

په پنځلس كلنۍ كې دخواري مزدورۍ لپاره له خپلي كورنۍ سره دكامۍ ولسوالي دار بنګ کلي ته كډه وکړه٠

اوهلته يې دشعر ژبه ويانده شوه اوملنګ جان په نامه يې په خوږو نغمو پيل وکړ٠

شپږ مياشتې وروسته له کامې څخه بيرته خپل پلرني کلي ته راستون شو٠

بيا يې دجلا ل اباد په امنيه اوکونړ په لويه ولسوالي کې خپله دوه نيم کلنه سرتيري سرته ورسوله بياپه خپل کلي کې په مزدورۍ اوکرګرۍ بوخت شو٠دشلموپه سرکې يې لومړۍ ترانه په اتحاد مشرقي ننګرهار داهغه مهال وچې شعرونه اونغمې ېې نوري دسندرغاړوخولوته رسيدلی وې اودپوره نوم خاوندشوی وه٠

پر١٣٢٤کال د سردارمحمد داود له خواوبامل شواوپر١٣٢٩کال ورته دسردارشاه محمود دصدرعظم له خو ادکال شپږسوه افغانۍمستري معاش و ټاکل شو٠

پر١٣٣٢کال يې کابل ته راغوښت او په کابل راديوکې دپښتو موسيقۍ منتظم وټاکل شو٠

ده اوڅلورتنوشاګردانو ته دقبايلو په رياست کې ځای ورکړشو او دژوند ترپايه يې همدا دنده پر مخ يوړه

چي په ترڅ کې يې ورسره دپښتونستان ديوساعته پروګرام لپاره هم سندري جوړولې٠

د١٣٣٤کال په ورستۍ نيمايې کې د ځينو ستونزو له کبله وزګارکړشو او دا چې پښتو ټولنې دافتخاري غړي په تګه منلی و نو خپل پوره معاش يې ورکاوه پر١٣٢٨ کال ورته سردار محمد داود صدرا عظم د ليک لوست لپاره يو ښونکی و ګوماره او له هغه څخه يې په شپږو ورځو کې دومره څه زده کړل٠

چې نور يې خپل شعرونه پخپله ليکلای او لوستلای شول دمخه له قران شريف پرته کومه زده کړه یې نه وه کړې او هر شعر په يې خپل سندرغاړي شاګرد ته په يادو ورزده کاوه٠

له بده دمرغه مرګ دغه خوږ ژبی اولسي شاعر نور پر پښتني او افغاني ټولنې ونه لوراوه اود ١٣٣٦کال لړم پرلسمه چې کله له کابله ننګرهار ته له خپل ېې کورنۍ سره ته٠د( لته بند ) په کږلېچونو کې پرې ګاډی واوښت اوله خپل يوازيني درې کلن زوي دواجان سره دمرګ ګورنډي ته وغورځېد جنازه يې ننګرهار ته ولېږدول شوه اود چميار کلي په پلرنۍ هديره کې په ډيردرناوي خاورو ته وسپارل شوپر مړينه يې ډيرې اوښکې توي ېې شوي او ويرنې وويل شوې٠

افغانستان رادېو يو ځانګری پروګرام خپور کړ او په هغه کې د سردارمحمد داود پيغام او پښتو او دري خوا خوږۍ او وېرنې وړاندې شو٠

چې وروسته هغه ديوه غونډ په بڼه چاپ او خپور شو پر افغاني ټوليزو رسنيو سر بېره پرې د پښتونستان اخبارونو هم خپرونې وکړې او دپاچاخان په کډون ډېرو پښتونستاني مشرانو د خواخوږۍ پيغامونه راوا ستول پر هغه ډير ليک باندې چې پر ١٣٣٩کال دپښتو ټولنې له خوا دارواښاد ملنګ جان پر ارام ځای ولګول شو داسې کښل شوي دي٠

دفقيرملنګ جان دغومردبخت بس دي

چي آزاد دي،په آزادوطن کي ګوروي

....................................

 

"ملي شاعر ملنګ جان په خپلو شعرونو ، ترانو  او  غزلو کښې ېوازې او ېوازې پښتونستان یاد کړی دی

هر څوک چې د ملي شاعر ملنګ جان په شعرونو کښې لاسوهنه کوي، هغه د ملنګ جان سپکاوی کوي".

(نصیر ستوری)

.............

خاوره يې د سرو ده هر يو کاڼی يې مرجان دی

زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی

 

دې کې اپريدي اوسي

دې کې اورکزي اوسي

 

دې کې دي خليل مومند

دې  کې  يوسفزي اوسي

 

دې کې مموزي اوسي ، ددې خوړل ډېر ګران دی

زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی

 

دا د خوشحال خان ګلشن

دا  د ميرويس خان ګلشن

 

دا  د  در يا خان ګلشن

دا د ايميل خان ګلشن

 

باسي ترېنه زاغ زغن، ماليار يې باچا خان دی

زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی

 

دې  کې ښه  زلميان اوسي

دې کې شنه زمريان اوسي

 

دې کې ښه خانان اوسي

دې   کې   نوابان   اوسي

 

دې کې صمد خان اوسي، غليم ترې په لړزان دی

زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی

 

خدای دې باجوړي لري 

خدای دې چترالي لري

 

تل  دې  وي  وزير، مسيد

خدای خو دې ساپي لري

 

خدای دې اڅکزي لري، زړګی مې پرې روښان دی

زه   چې   پرې  مين  يم  دا  هغه   پښتونستان

-
بېرته شاته