(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درې لنډې کیسې

[12.Aug.2022 - 22:19]

ماشومانو لپاره درې لنډې کیسې

لیک: سید عبید الله نادر

 

لنډه کیسه

د یو سر تیري خدمت انسانیت ته

یوه واقعي کېسه چې د انسانیت عظیم درس په کې پروت دی،

وایي چې د شرقی آلمان یو سرتیري چې د اغزن سیم یوه برخه یې د یو ماشوم له پاره چې د خپلي کورنۍ څخه پاتي وو ، وشلوله او هغه یې خپلي کورنۍ ته خوشی کړ ، دغه سرتیری د دومره انسانی کار سره سره ،د وطن ته د خیانت په جرم پانسی شو ،دغه متن د ده د خاطراتو له دفتره څخه وروسته د ده له مرګه د ده له کوره څخه لاس ته راغلی ،چې یې لیکلي وو :کله کله انسان جوړیدل ، یا انسانی اوسیدل هم لویه ګناه او جرم دی ،زه اوس په دې پوهیږم چې د یو بی ګناه او معصوم ماشوم چې د جنګ او جګړې قرباني شوی ،هغه ته د خدمت په جرم سبا سهار د مخه د لمر خاته څخه ما د خدای تعال حضور ته لیږي ،او ما خدای تعالی ته سپاري ،خو زه په دي پوهیږم ،چې انسانیت هیڅ کله نه مری ،خو په دي پوه شئ چې کله انسانیت لویه ګناه ده ،د دي سرتیري مجسمه د دنیا په اویا ملکونو کې جوړه شوي،او ۳۱۷ کوڅې په دنیا کې د ده په ویاړ نومول شوي ،او هغه ماشوم هم وروسته د ده دمرګه د یوې عظیمی خیریه موسسی بنسټ ایښودونکی په آلمان کې شو ،چې د هغه سرتیري نیت او لر لید د عالم بشریت ته د خد مت په لاره کې ثابتوي ، او انتباهی درس په دي لنډه کېسه کې پروت دی ،نو د ځانه څخه انسانیت په یادګار پریږئ نه انسان ،ځکه د نسل په تولید باندی هر حیوان هم آشنا دی 

----------------------

 

لنډه کیسه

د غله له پنده ډکه خبره او نصیحت

وایی چې ابو حامد بن احمد غزالی چې هر څه به یې په فکر کې راغله ،هغه به یې په دفترونو کې د یادښت په ښکل ولیکل ،یوه وخت د یو کاروان سره یو ځای په سفر کې وو ،او خپلي لیکنې او یادښتونه یې ټولي په یوه غوټه کې له ځانه سره اخیستې وي ،کاروان په لاره کې د غلو سره مخ شو ،غلو ټول کاروان لوټ کړ ،خو غزالي غلو ته مخ واړاوه ،او په عذر او زاری یې دوی ته وویل:چې دغه غوټه له ما نه مه اخلئ ،نور چې هر څه ستاسي په کار وي رانه یې واخلئ د غلو شک نور هم په دې خبره زیات شو ، چې آیا په دې غوټه کې به څه وي ،نو غوټه یې خلاصه کړه ،او بغیر د امام د لیکنو نه یې بل څه په کې پیدا نه کړل ،نو یوه غله ترې وپوښتل : چې دا څه دي ؟ امام ورته وویل : دا زما علم او تجربی دي ،دا رانه مه مړئ؟

غله وویل : هغه علم چې غل یې سړي نه یوسي نو داسي علم به د انسان څه په کار شي ،امام وایي : چې دي خبری پرما ډیر لوی اثر وکړ ، او ماته یې د خودۍ ټکان راکړ ،او تر دې می لوی انتباهی درس نه کله اخیستی وو ،او داسي پند او نصیحت می کله اوریدلی وو ،نو وروسته د هغي په دې تکل کې شوم ، چې علم ساتنه په خپل روح او د ځان په دفتر کې ثبت کړم ،هوکی : لوی دفترد علم او معرفت د ثبت له پاره د انسان د سینې صندوق دی ښايي پوهنې او علم ته په خپل ځان او دماغ کې ځای ورکړو ، او د معارف او علومو کرنه هم باید د زړه په کروندې کې وکړو ،تر څو د هر رنګه ناخوالو او مصیبتونو نه لیری او په امان کې وي ،او واقعی دارایي د انسان هم همدا ده ، او دا وو یو لوی پند او نصیحت چې ما د یو غله څخه واخیست ،

-----------------------

لنډه کیسه

پادشاه او هوښیار وزیر                                  

یوه پادشاه په سهوا په چاړه باندی خپله ګوټه پرې کړه ، شپه یې په دیر زحمت تیره کړه ،چې سهار شو وزیر یې راغی ،او تیره شوي کېسه یې ورته وکړه ،وزیر وویل چې په دې کې د خدای تعالی حکمت دی ،پادشاه په دي خبره غصه شو ،او وزیر یې زندان ته ولیږی وزیر وویل: په دې کې هم د خدای تعالی حکمت دی، ،د قضا او قدر د لوبو نه ،یو څو ورځي وروسته پادشاه د خپلو درباریانو سره یو ځنګله ته د ښکار د پاره ووته ،وروسته د یو څه ښکار څخه پادشاه د خپلو درباریانو څخه لیری پاتي شو او ځان یې د ځنګلیانو په یوه قبیله کې یواځي ولید ، ځنګلیانو پادشاه ګرفتاره کړ او د ونې پوری یې وتړه ،د ځنګلیانو دا رسم او رواج وو ، چې هر کال به یې په همدې ورځ یو سالم انسان د همدې ورځي په ویاړ قرباني کاوه ، خو د پادشاه ګوتي ته په لیدو سره پادشاه یې خلاص او رخصت کړ ، پادشاه چې د دې ګوټي د غوڅیدو په خاطر له مرګه خلاص شوي وو ، ډیر خوشحاله شو او شکرونه یې پر ځای کړه ،او د وزیر د حکمت نه ډک دې خبری ته متوجه شو ،چې هغه ویلي وو چې په دي کې د خدای تعالی حکمت دی ،پادشاه دربار ته د رسیدو سره ، وزیر یې له زندان خلاص کړ ، او خپل حضور ته یې راوغوښت ، او تريې نه یې عذر وغوښت .د مخه لدې چې وزیر رخصت شي نو پادشاه ترې پښتنه وکړه ،نو په دې کې څه حکمت وو چې ته زندان ته لاړې ؟ وزیر وویل : د دي حکمت دا وو ،چې زه به تل ستا په رکاپ کې وم ، که په دې ورځ زه درسره وای نو زه خو روغ او سلامت وم نو خامخا د دې قبیلي د لرغونې دستور په اساس زه وژل کیدم ،دا د خدای تعالی حمکت دی چې مونږ دواړو ته یې وښوده

 

"د فارسی ادب څخه په پښتو ژباړه د ګوګل له سر چینو څخه"

-
بېرته شاته