(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اصلاح افاغنه

[06.Aug.2022 - 07:32]

انجمن اصلاح افاغنه او جديد سماجی تنظیمونه /  ( تقابلي جائزه )

تحقيقي مقاله پروفيسر ډاکټر اقبال شاکر 

په مينه او مننه د محترم ګل محمد بيتاب ورځ پاڼه وحدت پيښور  4,اګست 2022 

Anjuman-e-Islah Afaghina & Modern Social Organization (A Comparative Analysis)

Muhammad Iqbal (Iqbal Shakir) *

Pashtun society, which was manifested by feudism, moral evils, social injustice and economic bankruptcy, some hundred years ago, has been lucky enough to see Khan Abdul Ghaffar Khan (Bacha Khan Baba) as its savvier, Bacha Khan Baba with the assistance of his friends laid the foundation of Anjuman-e-Islahul Afghania (A Social organization) on modern and scientific lines in the dark ages of a brutal society to uplift the people socially, morally and economically through education and social activities. This organization was brought into existence by virtue of his philosophy of Non-violence. In course of events the Pashtun society altered, to some extent, from a savage into one of humanism as a result of this organization. The organization may, therefore, be given proper attention to actualize the dream of this noble soul of seeing Pashtun as socially, morally and economically uplifted people, and revered nation of the world. 

سماجي تنظيمونه د معاشرتي ژوند په معيار لوړولو کښې له پخوا راهسې ډېر لوئے کردار ادا کوي ۔ د پښتنې معاشرې غوبل ، اشراو د غم ښادۍ په وخت د کلي کلوېغۍ او رورۍ عزيز ولۍ د يو بل سره شريک کار کول په اصل کښې د سماجي او معاشرتي تنظيم يو Informal شکل دے ۔ د پښتنې معاشرې د هر فرد او وګړي ذهن په دې خبره جوړ دے چېيواځې خو خدائے ښۀ دےد سماجياتو په جديدو علومو کښې د تنظيم او معاشرتي اتفاق په حواله ټوله دنيا دې نتيجې ته رسېدلې ده چې اشتراک عمل لوئے لوئے ستونځې هوارولے شي ۔

دلته زۀ مناسب ګڼم چې د تنظيم او جديد تنظيم د اهميت او غرض په حواله يوه خبره رانقل کړم ۔

 

*Lecturer Government Degree College Batkhela

Ph.D Scholar University of Peshawar

“Organization Play a central role in our lives in the present day. An Organization can be difined as a large association of people, set up to achieve specific objectives” (1)

کله چې په معاشره کښې بې علمي وده اومومي نو جاهليت لکه د تورې بلا کومے واز کړي او ټول معاشرتي اقدار چې د رورولۍ، اخلاقو، سماجي انصاف او اجتماعي ژوند په ستنو ولاړ وي سر اوخوري ۔ تربګنۍ دشمنۍ اخلاقي برايۍ او معاشرتي بې انصافۍ عامې شي ۔ معاشي سرګرمۍ په ټپه اودرېږي، ځان ځاني او ځان اساني د قام وطيره شي قامي عزت نفس د پستۍ ګړنګونو ته ارتاؤ شي او د قوم منزل ورک شي ۔ د دوېم جنګ عظيم نه لږ پس چې باچا خان او د هغه ملګري د قام د مذهبي، معاشي او معاشرتي پستۍ غم راغستې وو ځکه چې پدغه ورځو کښې په پښتنو کښې ډېرې زياتې اخلاقي برايۍ او ناوړتياګانې پېدا شوي وې لکه شوکې ډاکې، بټېر بازي د يو بل په زمکو جائيدادونو قبضې کول ۔ په لوبو کښې ډېر وختونه صرف کول او بيا پکښې فضول خرچۍ او دشمنۍ کول، ډم بازي ، د تعليم او خپلې ژبې نه لرې والے، کار کسب ته سپل کتل ، اسخات، تجارت ته سپل کتل، پيرپرستي او نشې تماشې پدې حقله فضل رحيم ساقي صېب وائي۔  

”(د خدائي خدمت ګار د تحريک شورو کېدو نه وړاندې د پښتنو اخلاق هم هغه هومره غورځېدلي وو لکه چې د جاهليت دور کښې د عربو وو) ۔

 لارې شوکول: يو سړے په لاره تلو شوکمار ورله راپاسېدل د ده تالشي يې واغسته چې پرتوغاښ پورې يې د يوې روپۍ پشان څه تړلي وو ۔ دوئې ترې اغستل او هغۀ نۀ ورکول نو حلال يې کړو۔ چې غوټه يې پرانيسته نو ډبله پيسه يې پکښې تړلې وه)“( ۲)۔

په دغه وخت کښې بې تعليمي او کار کسب ته سپک کاتۀ د پښتنو په طبيعت کښې داسې شوي وو لکه دا چې د دوي په وينه کښې شامل وي۔ او دغه دوه خامۍ د اولس او قام د پستۍ د پاره داسې دي لکه سړے چې مردار بوټي ته څره اچوي ۔

”(تعليم: مذهبي تعليم به اکثر غريبانو خلکو کوو او د سکول کالج د تعليم مليان برخلاف وو۔ دا مثال وو چې سبق د مدرسې وئي د پاره د پېسې وئي جنت کښې به ځائے نۀ وي دوزخ کښې به غوپې وئي۔ دا فتوا يې هم مشهوره کړې وه چې کوم پلار ځوئے د ګوتې ونيولو او مدرسې ته يې بوتلو نو دواړه دوزخيال شو۔ اکثر خلک بې علمه وو۔ 

کار کسب:    کار کسب ته به خلکو سپک کتل خو شې ګرځېدل ورته ښۀ ښکارېدل په حجرو کښې به ټوله ورځ اوزګار ناست وو ۔ جولا چې د يو قوم بنيادي ضرورت يې پوره کولو ، مليانو ورپسې د کتاب نه د سپکاوي مسئلې راوويستې او ټوق مارو به ورپسې ټوقې جوړولې او په لويو مجلسونو کښې به يې جولا شرمولو۔ دغه کسب ورک شو او ټول خلک د فرنګيانو کار خانو ته کېناستل) (۳)۔

پيرپرستي عام وه لکه اوس چې هم دغه څۀ د دروغو پير خانې د غريب ، جاهل او ناخبره اولس د وينې او خولې په ګټه چلېږي او د بااثرو خلکو عياشيانې په دغه نزرانو او چندو انحصار لري ۔

اسخات چې چرته هم يوه مذهبي خبره نۀ ده عام وو، خلکو به قرضونه او سودونه کول او د اسخات او خېرات اهتمام به يې کوو ګني مړے به يې نه بخښلے کېدو ۔

”(اسخات: د مړي کور به په وړمبۍ ورځ تالاشو د کفن سره به مليانو له د سان مصلې هم راغلې، د اسخات ګوړه، صابون ، نقدې پېسې به د جنازې نه پس ويشلې شوې که خپلې به چا کره نۀ وې  نو په سود به يې اغستلې تر جمعې پورې به هره شپه ديګونه باندې وو د مړي کټ به خلکو هله اوچتوو چې لس اته ديګونه به باندې شو، څاروي به حلال شو، د څلوېښتۍ پورې به جمعه په جمعه او د څلوېښتۍ په ورځ چې به ديګونه د وريژو او حلواګانو پاخۀ شو نو مليانو به ارواح هله نورو ارواح ګانو سره شريک کړو۔ نوي نوي پڼې به يې په پښو کړې، نوي پټکي به يې په سر کړل، نوي جامې به يې واغوستې بيا به کال په کال يو لوئے خېرات په مړي پسې کېدو، کونډې او يتيمان به يې خواروزار شو)(۴)

(پير پرستي: اخلاقي کمزورۍ پير پرستۍ ته څملولي وو د پيرانو لنګرې ټولې د دوئ په دولت چلېدې ۔ بغېر د يو څو پيرانو نه نور اکثرو پيرانو د پيرنګيانو د حکومت نه هم د لنګرو د پاره وظيفې حاصلولې او مريدانو به يې په فخر وې چې زما د پيرد کرامت فرنګيان هم قائل دي ۔ د دوي اولاد مياګانو خو په هر چا فصلانې مقرر کړې وې۔(۵)

اوس  چې په يو قوم کښې بې ديني، بې تعليمي، بې ځايه مقدمې، اخلاقي پستي، جنګ جګړې او معاشي پسته حالي دومره عام شي ، رياست د اغيارو په قبضه کښې وي د خبرې خلک خرڅ وي نو بيا هم د الله رحم په خپل ځائے موجود وي، په قوم کښې د زړۀ درد لرونکي خلک راپېدا شي، قام راويخ کړي، هلې ځلې شورو کړي او د خپلې برخې کار او زيار اوکړي، که نور هېڅ  اونه شي خو خدائے، خاورې او تاريخ ته خو يې غاړه ازاده شي ۔ لکه د خدائي خدمتګارۍ مشرانو دا اندازه ولګوله چې د مذهبي او دنياوي تعليم وتربيت د کمي له کبله په معاشره کښې دغه خامۍ او کمۍ پېدا شوې دي او څنګه چې د يو سماجي تنظيم د قيام د پاره جواز، مرام او مقصد ټاکلے کېږي دغسې د پښتون قام د اولسي بېدارۍ دغه کدائي خدمتګارانو ملا اوتړله او د يو تنظيم د قيام فيصله يې اوکړه چې دغه موجوده مدرسه به يو مرکزي حيثيت لري او د دې نور شاخونه به په ټوله صوبه کښې پرانيستے شي، دا خبره هم اوشوه چې د غېر شرعي رسوماتو، بدعاتو، د بې ځايه مقدمو، جنګ جګړو او سماجي ستونځو هوارولو د پاره به هم هلې ځلې کولے شي، او په دغه هيله چې پښتانۀ په سمه لار روان شي ، تعليم يافته شي، د خدائے او رسول صلي الله عليه وسلم د لارې نه خبر شي، په اتفاق شي ، اسوده شي، حلال خوارۀ شي ،او معاشرتي ژوند معيار يې لوړ شي ۔ يو تنظيم جوړ کړے شو چې نوم يې ورله انجمن اصلاح افاغنه کېښودو۔

په دې حواله علي خان محسود په خپل تاليفله پير روښانه تر باچا خان پورې د پښتنو مبارزې ته کتنهکښې وايې 

"باچا خان ورستو خپل سياسي ژوند کښې زياته توجه معاشرتي مرضونو ختمولو ته ورکړې ده ۔ چې ورمعلوم وو چې دغه بنيادي کار دے ۔ د دې ګډوډۍ په وجه پښتون کور د تشدد کور جوړ شوے ؤ۔ فرنګي او هندوستاني نوره لمن ورته وهله، مېلو کښې به جګړې وې، په زمکو به مرګونه وو، چې پښتون په څه ګټل د تاڼيدار، وکيل او کچرو دوا به شول ، دے به د خپل تشدد په وجه بربنډ پاتې شوے وو، باچا خان پخپله ليکي! چې د دې سره پښتنو کښې دروغ او چغل خوري مرضونه راغلل چې مخکښې په دې پېمانه نۀ وو يعني د باچا خان په ځوانۍ کښې پښتون قوم سياست نۀ درلود، نۀ  يې اقتصاد وو، او معاشرتي توګه توړ پهوړ سره مخامخ وو، او لنډه خبره داده چې د مرضونو جاله جوړه شوې وه" (۶)۔

باچا خان او د هغۀ ملګري د يو قامي او اولسي فکر خاوندان وو هغوئ د خپل چاپېرچل اصلاح په پرامن طريقه او د تعليم په زور په زړۀ اخستې وه ۔ ځکه چې تعليم او امن لازم ملزوم دي او هم په دغه لاره د يو قام ترقي ،خوشحالي او سوکالي ممکنه کېدے شي ۔ قامونه د تعليم په زور د قامونو سيالي کولے شي  او چې کله تعليم عام شي نو د معاشرې هر فرد خپله ذمه واري او حقونه اوپېژني ۔ د حقونو او ذمه وارو د پېژندلو توازن يوه خوشحاله سوکاله او مخ په ترقۍ معاشره جوړوي ۔ پښتون په بنيادي توګه ترقي پسند ، امن پسند او اعتدال پسند قام دے ۔ خو که چرې صحيح لارخودنه يې اوشي ۔ باچا خان د دې اولس سره د ښېګړې د پاره دغه سماجي تنظيم انجمن اصلاح افاغنه جوړ کړے وو ۔ او د امن او تعليم په ذريعه يې د دغه تنظيم د لارې د قام اصلاح مقصد وو ۔ په دې حقله ډاکټر شېر زمان سيماب وائي ۔

باچا خان چې د يو اولسي فکر خاوند وو او سماجي شعور يې لرلو د خپل اولس د خېر ښېګړې سره يې د هغوئ د اصلاح او تعليم طرفته هم پام لرنه کولۀ او په دې سلسله کښې يې انجمن اصلاح افاغنه تنظيم جوړ کړو او بيا يې د دغه تنظيم د سيوري لاندې د ډېرو لويو ملګرو په مرسته د ازادو سکولونو بنياد کېښودو۔“ (۷)

اوس چې زۀ د دغه انجمن اغراض و مقاصدو، دستور او کار ته ګورم نو دجديد دور تنظيم سازي او د هغې کار او پروګرام بيخي د انجمن اصلاح افاغنه پشان دے ۔ نو په دغه دور کښې چې د ابلاغو ذريعې لکه د نيشت برابرې وې پښتانۀ مشران د تنظيم سازۍ په سائنسي طريقه څومره ښه پوهېدل ۔ زۀ پخپله د يو ادبي سماجي تنظيم مرستيال ليکوالململاکنډ غړے يم دا تنظيم د حکومت سره رجسټرډ دے ۔ د رجسټرېشن په مرحله کښې چې مونږ ته د کومو ثبوتونو او تنظيمي دستاوېزاتو ضرورت وو نو چې زۀ د انجمن اصلاح افاغنه دستاويزاتو، اغراض ومقاصدو ، غړيو او آئين دستور ته ګورم نو سل کاله مخکښې پښتنو مشرانو د خپل تنظيم د پاره هم هغۀ شان کار کړے وو۔ زما په خيال دغه وخت د سماجي تنظيمونو په سائنسي بنيادونو جوړښت دنيا په داسې انداز کښې نۀ پېژندو ۔ 

 لکه څنګه چي د يو سماجي تنظيم د قيام اولنۍ پړوۍ د هم خيال ملګرو راغونډېدل ۔ د هغوئ په يوه اېجنډه او لائحه عمل متفق کېدل ،او بيا په شريکه د دغه تنظيم آئين سازي او طريقه عمل وضع کول وي ۔ د انجمن اصلاح افاغنه بنياد هم په دغه سائنسي او د سماجي تنظيمونو د اوسني طريقه کار په بنياد کېښودلے شو ۔ په دې حقله فخر افغان باچا خان په شهره آفاق کتابزما ژوند او جدوجهدکښې فرمائي ۔۔۔۔۔

مونږ په ۱۹۲۱ ع کښې د دوستانو په امداد په اتمانزو کښې د ازاد سکول بنياد کېښودو چې په دې سکول کښې قاضي عطاالله ، ميا احمد شاه ، حاجي عبدالغفار خان ، محمد عباس خان ، عبدالاکبر خان اکبر، تاج محمد خان، عبدالله شاه ، او خادم محمد اکبر، زما ملګري وو۔ د مدرسے ترڅنګه مونږ د پښتنو د غلطو رسمونو او رواجونو د اصلاح کولو، د تشدد نه د منع کولو، او پکښې د قامولۍ د مينې او محبت د پېدا کولو په غرض د اصلاح افاغنه په نامه يو انجمن جوړ کړو ۔ د دې انجمن ممبران دا کسان وو۔ (۱) محمد عباس خان (۲)صدر عبدالغفار خان (دواړه د اتمانزو) (۳) حاجي محمد اکرم خان د خانمائي (۴) جمعدار نور محمد خان(ترنګزو) (۵) محمد زرين خان د ترنګزو (۶) عبدالاکبر خان د عمرزو (۷) غلام محي الدين خان د تنګي (۷) فخر قوم ميا صاحب (۹) ميا جعفر شاه د زيارت (۱۰) فضل اکرم د نرۍ قلعه (۱۱) فضل ربي د بدرګے (۱۲) ميا احمد شاه د قاضي خېلو (۱۳) ميا عبدالله شاه (۱۴) خادم محمد اکبر د چارسدے (۱۵) تاج محمد خان د چارسدے (۱۶) مولانا شاه رسول د امازو ګهړۍ (۱۷) شاد محمد خان د ميرزو (۱۷) شېر بهادر خان د کوترپاڼ (۱۸) جليل خان د جليل (۱۹) خوشحال خان د باريکاب (۲۰) شاه پسند خان د چارغولۍ (۲۱) امير ممتاز خان (۲۲) بېرسټر محمد جان د بنو (۲۳) محمد رمضان د ډيرو (۲۴) حکيم عبدالسلام د هري پور (۲۵) ميا صاحب د پکلۍ (۲۶) قاضي عطاالله د مردان (۲۷) ثمين جان خان د محب بانډے (۲۸) علي اصغر خان وکيل د هزارے (۲۹) افندي صاحب د ملاکنډ (۳۰) يو ملګرے د ګدر حمزه خان “ (۸)

او بيا د دغه مشرانو انجمن اصلاح افاغنه د غړيو په کوششونو ، زيار او کړاؤ د انجمن آئين سازي هم وشوه ۔ 

د دې انجمن نوم انجمن اصلاح افاغنه (سوشل اپ لفټ) اوټاکلے شو، زۀ ميا احمد شاه صاحب او خادم صاحب يې د انجمن د قواعد وضوابطو او اغراضو مقاصدو ليکلو د پاره اوټاکلو مونږ لسو دولسو ورځو کښې دا اغراض و مقاصد، قواعد وضوابط جوړ کړه (دا يو قسم آئين وو)۔

(۱)۔ د دې انجمن نوم به انجمن اصلاح افاغنه وي يعني د پښتنو د اصلاح جرګه 

(۲)۔ د دې فيصله به په اکثريت وي۔

(۳)۔ د دې انجمن به باقاعده عهدېداران وي ۔ 

(۴)۔ باقاعده حساب کتاب به ساتي او سالانه رپورټ به پېش کوي ۔ 

(۵)۔ د دې انجمن د دفتر مقام به د ممبرانو په مرضۍ وي ۔ 

(۶)۔ د دې جرګې به يوه مجلس شوریٰ وي چې د هغې د ممبرانو تعداد به تر پنځو سو وي۔

(۷)۔ د مجلس شوریٰ اجلاس به پنځلس ورځو کښې يو ځل ضروري وي ۔ 

(۸)۔ مجلس شور یٰ ممبران به د جرګې او مدرسې د اخراجاتو ذمه وار وي ۔ 

(۹)۔ عام چنده به لکه د نورو جماتونو د چانه نۀ جمع کوي ۔ 

(۱۰)۔ هر د شوریٰ ممبر به کم از کم پنځوس روپۍ سالانه چنده ورکوي ۔ 

(۱۱)۔ په کلو کښې مقامي اصلاحي جرګو کښې به هغۀ کسان اخستے شي چې زمونږ منشور سره اتفاق لري ۔ بې پرې جنبې وي د قچرو مقدمو پخپله ځان ساتي ، د پيرنګيانو د پاره کار نۀ کوي ، پښتو ژبې او پښتنو سره يې مينه وي ۔

(۱۲)۔ دا جرګه به د پښتو ادب په خاطر په کال کښې يو ځل په اتمانزو کښې د ټولې صوبې شاعرانو له د مشاعرې او په سالانه جلسه کښې د شموليت دعوت ورکوي ۔ 

(۱۳) ۔ دا جرګه به د اولسي شاعرانو حوصله افزائي کوي او ناچارو سره به حسب توفيق مدد کوي ۔ 

(۱۴) ۔ دا جرګه به يو اخبار يو رساله هم جاري کوي که اجازت ورکړے شو ۔ 

(۱۵)۔ د دې جرګې به يو صدر ، دوه نائب صدران، يو جنرل سيکتر او يو نائب سيکتر يا ناظم او خزانچي وي ۔ 

(۱۶) ۔ د مدرسو د امتحانونو د پاره به يو انسپکټر وي يا ممتحن وي )“ ۔ (۹)۔ 

اوس که مونږ د انجمن اصلاح افاغنه دغه دستور يا قواعدو جوابطو ته اوګورو نو دا د يو کوټلي او پوره تنظيم ټول ضرورتونه پوره کوي ۔ لکه د جمهوريت خيال پکښې هم ساتلے شوے دے ۔ د حساب کتاب او احتساب د پاره پکښې هم ښۀ واضحه کړنلاره موجوده وه ۔ د اجلاسونو د ضرورت په خاطر ورله باقاعده وخت مقرر شوے وو۔ د مالياتو يو ښۀ نظام جوړ کړے شوے وو ۔ د ممبر سازۍ طريقه کار او څوک به د ممبر جوړېدو اهل وي د پاره پکښې اُصول هم ټاکلي وو۔ د ادبي هلو ځلو کار يې هم متعين کړے وو۔ د شاعرانو اديبانو د مرستې او تعاون نظام پکښې هم وو ۔ د نشرواشاعت او اخبار رسالې خبره پکښې هم وه، او د دې نه هم خبر وو چې که حکومت اجازت اوکړو نو هله به اخبار يا رساله اوباسي ، د مدرسو د امتحانونو د پاره پکښې هم يو ممتحن يا نظام موجود وو ۔ 

په دغه قاعدو او ضابطو کښې څه نورې خبرې هم وې چې دلته د هغې حوالې ورکول ضروري دي ۔ 

د مدرسو نصاب تعليم : د انګرېزۍ ، حساب ، تاريخ ، جغرافيې ، اُردو سره به دينيات او کسب ګري لازمي وي ۔ 

ذريعه تعليم به پښتو وي 

 د سياسي ، معاشرتي ، اقتصادي ، ديني خيالاتو د اظهار به استاذ شاګرد ته آزادي وي ۔ چې بغېر د تعصب د خپلو خيالاتو اظهار کوي ۔ (د دې د پاره په هفته کښې دوه ګنټې وخت مقرر کړے شوے وو۔ تقريرونه به کېدل ، مباحثې به کېدې هغې داسې مبلغان پېدا کړۀ چې په ټوله صوبه کښې خوارۀ شو او د ۱۹۳۰ انقلاب د هغې نتيجه وه ) ۔ 

هر هلک او هر استاذ به د ملک اودلې شنډينه خامتا اغوندي۔ (۱۰)

اوس که مونږ د دغه انجمن اصلاح افاغنه د سېوري لاندې د مدرسو انتظام ته راشو نو د هغې نصاب انګريزي ، حساب، تاريخ، جغرافيه ، اُردو دينيات او کسب ګري يعني  (Technical Education) څومره د قدر وړ دے ۔ د استاذانو او هلکانو د وردۍ(Uniform) تعين پکښې هم شوے وو ۔ او د اظهار رائے د جديدو تقاضو سره يعني د نن دور د تقاضو سره سم طريقه کار او قاعدے پکښې موجودې وې البته که جديد دور د تعليمي نظام، قواعد وضوابو په حواله ورته اوکتے شي نو صرف جينکۍ پکښې نۀ وي ، او هغۀ د هغۀ وخت د معاشرتي ژوند عين مطابق خبره وه ۔ 

 دا خو وو د دغه انجمن طريقه کار ، دستور ، اغراض و مقاصد او قواعد وضوابط چې د پښتنو د هغې وخت د سماجي اقتصادي او اخلاقي ژوند د تقاضو عين مطابق وو ۔ خو اوس راځو دې له چې دغه انجمن د خپلو اغراضو مقاصدو په پوره کولو کښې څومره کامياب شوے دے ۔ 

د انجمن مشران کلي په کلي ګرځېدلي دي او اصلاحي کميټۍ او مدرسې يې جوړي کړي دي ۔ دلته ترې يو څو زۀ د حوالې د پاره وړاندې کوم ۔ 

"ترنګزي، عمرزي، شېرپاؤ ، تنګي، کتوزي، ميرزي، سريخ ، کانګړه، ترناب، دلدارګړۍ، چينه، چارسده، غونډه، کرکڼه، زرين آباد، سخا ډهنډ، مناف خان کلے، خادي کلے، ګل آباد او د تحصيل مردان دوره ما، خادم صېب، مولانا شاه رسول او صاحبزاده خورشېد صېب، د ادينه کړې وه ۔ دا ټول مزل به مونږ پياده کوو په دې علاقې کښې د حاجي صېب د وختو ګدر مدرسه هم وه بيا مونږ هغې له ترقي ورکړه ۔ په ادينه بر کړۍ، نوي کلي ، رستم ، تولاندۍ، ګړياله، مانيرۍ ، بام خېل، مرغز کښې مو اصلاحي کميټۍ او مدرسې جوړې کړې۔ (۱۱)

انجمن اصلاح افاغنه د هغۀ وخت د ضرورتونو او قامي نفسياتو مطابق خپل کار ښۀ د زړۀ نه کړے دے ۔ خو دا ضروري نۀ ده چې يو تنظيم ، پارټي ، ګروپ يا يو کس دې خپل اغراض ومقاصد سل په سله حاصل کړي ۔ د انجمن اصلاح افاغنه د مشرانو کار اولس د خپل منصب خبرول وو  او هغوئ په دې کښې د ډېره حده پورې کامياب شوي وو ۔ 

د انجمن اصلاح افاغنه کار او د کارنامو په باره کښې ارواښاد ډاکټر اشفاق احمد وطنيار په خپله مقاله (د پښتو ادب په ترقۍ کښې د پښتون رسالې کردار) کښې وائي ۔

د انجمن اصلاح افاغنه د تاريخ د مطالعې او جائزې اخستو نه پس هر محقق ليکوال، اديب، دانشور او هر لوستونکے په دې خبره باندې ښۀ پوهېږي چې د انجمن اصلاح افاغنه تنظيم بنياد د پښتنو په اصلاح باندې اېښودے شوے وو او د انجمن د سيوري لاندې يې د قام هر اړخيزې اصلاح ته په منظم ډول د قام خوا خوږو مشرانو ښۀ په ايماندارۍ د زړۀ د اخلاصه بډې وهلې وې، مثلاً د جائيدادونو او پټو په مقدمو او دعوو باندې په پښتنو هسې عبث خپل وخت د انګرېز سامراج سرکار په عدالت کښې بربادولو۔ دغه مقدمې به تر کلونو په عدالت کښې روانې وې۔ چې آخر به خلق د معاشي ستونزو سره مخ شول او خبره به اکثر تر مرګ او ژوبلې پورې ورسېده ۔ ولې سرکار د خلقو مسئلې هوارول نۀ غوښتل، او په دې وجه د پښتنو په سيمه کښې ناحقه قتلونه کېدل ۔ چې په نتيجه کښې يې د پښتنو په معاشره کښې د نااتفاقئ ناسور خور وو او د دې طاقتور او مېړني قام قوت هم ورسره کمزورے کېدو ۔ نو په دې وجه د انجمن مشرانو د ټولو نه اول د جرګو په ذريعه دغه قامي خدمت ته پوره پاملرنه اوکړه ۔ 

دغه شان د غم ښادۍ په موقع باندې هم بېځايه خرچونه د پښتنو يو عادت او رسم جوړ شوے وو ۔ چې د پښتنو په مالي اړخ يې ډېر لوئے خراب اثر غورځولو ۔ نو انجمن اصلاح افاغنه د پښتنې معاشرې په دې اړخ کښې هم د اصلاح کولو د پاره خپل کوششونه اوکړل ۔ چې تر ډېره حده پورې په کښې کامياب شول ۔ دغه شان د سپو ، غوايانو ، سنډاګانو، چرګانو او مړزانو په جنګولو د پښتنو ساعت تېرے وو۔ نو د انجمن د خلوص ډکو کوششونو په اثر پښتنو خپل وخت د ورورلۍ عزيز ولۍ او د پښتونولۍ په احساس خپلو کښې د اتفاق او اتحاد د پېدا کولو په لار کښې تېرول شروع کړل او دغه وجه وه چې په ډېر لږ وخت کښې د پښتنو د ټولو قبيلو او خېلونو په خپلو کښې يوه بې مثاله ورورولي جوړه شوه ۔ 

پښتنو د جديد تعليم حصول ته نۀ يواځې شا کړې وه بلکې د جديد تعليم د حصول خلاف په پښتنې ټولنه کښې عجيبه عجيبه خبرې خورې وې ۔ نو په دې احساس د انجمن اصلاح افاغنه په پښتنو کښې د جديد تعليم د حصول جذبې پېدا کولو د پاره په ځان شپه او ورځ يوه کړۀ، او په داسې خوږ او زړۀ راښکونکي انداز کښې يې د پښتنو فکر او پام د جديد تعليم حاصلولو طرف ته راوګرځولو چې د فيرنګي او د هغۀ د تالي څټو غلامانو په زړۀ يي يخې اوبۀ توئې کړې ،او د پښتنو په ټولو سيمو او علاقو کښې د مدرسو يو ډېر موثره جال خور کړے شو چې په نتيجه کښې يې د پښتنو تاريک ذهنونه د علم په رڼا روښانه شول ۔

دغه شان پښتنو ته خپله پښتو ژبه د اغيارو په پروپېګنډه دوزخي ژبه ښکارېده ۔ ولې دا فکر او سوچ يې نۀ کولو چې د دوزخ نه څوک راغلي دي ۔ چې هلته واقعي پښتو وئيلے کېږي ۔ د انجمن سپېځلو مشرانو په ځان دا فرض اوګڼل۔ چې پښتنو کښې د خپلې ژبې پښتو سره مينه او محبت پېدا کړي ۔ او د هغوئ د زړونو نه دغه د غېرو کېنولې وسوسې او وهمونه لرې کړي ۔ نو که په يو اړخ يې په خپلو مدرسو کښې پښتو ژبه لازمي کړه نو په بل اړخ يې د پښتو ژبې خدمت هم د خپل قلم په ذريعه شروع کړو ۔ 

په دغه ورځو کښې خصوصاً په پښتني ټولنه کښې کسب ګرو ته په ډېر سپک نظر کتلے شول دا هم دپښتون قام د وېشلو او وهلو د پاره د مغلو د زمانې نه راروانه پاليسي وه ۔ چې فېرنګي سامراج ترينه هم په خپل دور حکومت کښې بې کچه فائده اخسته ، او د پښتو په ټولنه کښې يې په دغه تقسيم د نفاق او بي اعتمادۍ فضا پېدا کولو د پاره خپل ناوړو کوششونو ته دوام ورکولو ۔ ولې دغه ټول ناوړه کوششونه د انجمن د کوششونو په وړاندې ناکاره او ناکام شول ۔ د انجمن اصلاح افاغنه په سبب په پښتنې معاشره کښې د کسب ګرو او هنر مندانو قدر او يو مقام پيدا شو ۔ په ټولنه کښې داسې خوږ او جامع تبليغ د دې د پاره شروع کړې شو چې خلقو دا واقعي محسوسه کړه چې کسب ګر زمونږ خپل پښتانۀ روڼه دي چې د هنر مندانو په اهميت د قام سترګې په حقيقت کښې بينا شوې۔ (۱۲)۔

د اشفاق احمد وطنيار صېب د دې حوالې په رڼا کښې دا خبره ثابتيږي چې انجمن اصلاح افاغنه د پښتون اولس د آګاهۍ ، تعليم و تربيت او قامي ذمه وارو او فرائضو نه د خبرولو کوم مقصد په خپل آئين او دستور کښې لرو نو د ډېره حده پورې په هغې کښې د دغه تنظيم مشران کامياب شوي وو ۔ د سماجي لاندي باندي په حقله يې په پښتون قام کښې حساسيت پېدا کړے وو ۔ د پښتون قام د سياسي او معاشي ضرورتونو آګاهي يې هم د څۀ حده پورې پېدا کړې وه ۔ زما په خيال په دې دور کښې بيا د يو داسې فعال او مخلص ، سماجي تنظيم ضرورت دے چې د باچا خان او د هغۀ د ملګرو په شان مشران يې رهبري وکړي او پښتون اولس کښې چې کومې کمۍ ، کمزورۍ او سياسي سماجي نا آګاهۍ کومې بيمارۍ پرتې دي د هغې يو ځل بيا په سائنسي بنيادونو تشخيص اوکړي او د جديد دور ابلاغو د زرائو او سوشل ميډيا د لارې يې داسې علاج اوکړي چې پښتون اولس په هره خبره کښې دانۀ ويي چې

        ”زما لويه ګناه دا ده چې پښتون يم“ 

بلکې په خپلو کمزريو هم قابو بيامومي ۔

 

حوالې

(۱)۔Giddens Anthany, Socialogy 4th Edition , Blackwell Publishing Ltd, 2004, Page-370 

(۲)۔ فضل رحيم ۔۔۔۔۔ ساقي  ۔ ۔۔۔۔ خدائي خدمتګار ۔ (د پښتنو د ازادۍ د تحريک يو مختصر تاريخ) ، باچا خان ريسرچ سنټر پېښور ، ۲۰۱۲ ۔ ص ۵۷

(۳)۔ هم دغه ۔۔۔۔۔۔۔ ص ۵۸

(۴)۔هم دغه ۔۔۔۔۔۔۔ص ۵۸ ، ۵۹

(۵)۔ هم دغه ۔۔۔۔۔۔ ص ۵۹

(۶)۔ محسود ، علي خان ، له پير روښانه تر باچا خانه پورې د پښتنو ملي مبارزې ته کتنه ، دانش خپرندويه ټولنه پېښور ۔ ص ۳۶۰ ، ۳۶۱

(۷)۔ سيماب ، شېر زمان ، ډاکټر ، د باچا خان د نثر ليکنو تحقيقي او تنقيدي جائزه ، پښتو نړيواله مرکه ، ۲۰۱۶، ص۔ ۲۲

(۸)۔ عبدالغفار ، زما ژوند او جدوجهد ، کابل دولتي مطبعه ، ۱۹۸۳، م، ص ۱۸۳ ، ۱۸۴

(۹) ۔ اکبر ، عبدالاکبر خان ، د برصغير پاک وهند په ازادۍ کښې د پښتنو برخه ، يونيورسټي پبلشرز پېښور ، کال ۲۰۰۹ ، ص ، ۶ ، ۷، ۸

(۱۰)۔ هم دغه ۔۔۔۔ ص ۸ ، ۹

(۱۱)۔ هم دغه ۔۔۔۔ ص ۲۳

(۱۲) ۔ وطنيار ، اشفاق احمد ، د پښتو ادب په ترقۍ کښې د پښتون رسالې کردار ، پښتو نړيواله مرکه، کال ۲۰۱۶ ، ص ۱۵۵ ، ۱۵۶ ، ۱۵۷

افبال حسین افکار

-
بېرته شاته