(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ایپي فقیر

[01.Aug.2022 - 16:07]

ايپي فقير

#PashtunHeroFaqirIpi 16th April 

---------------------

ليک: ډاکټر آیاز يوسپزي Dr. Ayaz Yousafzay 

د پښتون قام د وياړلي تاريخ پهٔ هر يوهٔ باب کې پهٔ قام، وطن او خپلواکۍ مئين يو نوم خامخا وي. د وخت هر فرعون له خدای پهٔ دې قام کې وخت پهٔ وخت او قدم پهٔ قدم يؤ موسا ارومرو زېږولی دی. د هر دور سامراج چې کله هم د دې قام خپلواکۍ، خاورې، عزت، غيرت، کلتور او ناموس ته سپک کتلي دي نو قُدرت پهٔ دې قام کې د سرو سترګو يؤ خاوند راپيدا کړی دی چې د سامراج مخې ته ودرېدلی دی او د خپل سر پهٔ بيه يې د خپلې خاورې، خپل اولس، کلتور،دين او تاريخ پهٔ سر ننګ کړی دی

پيرنګی هم د تېرې شوې پېړۍ يؤ ستر سامراج ؤ. د دغه سامراج د شر نه پُښتنه خاوره هم پهٔ امن نهٔ وه خو د پُښتنې خاورې خوراک ډېر ګران او ناشونی کار دی. پيرنګي چې کله دلته خپل ناولی قدم کېښودو نو ګام پهٔ ګام ورته پهٔ خپلواکۍ ميينانو لارې بندې کړي دي او هغوی يې پهٔ قلاره نهٔ دې پرېښودلي. د خپلواکۍ او خپلې خاورې او اولس پهٔ دغه ورکو مئينانو کې يؤ حاجي ميرزالي خان هم ؤ چې دُنيا يې د ايپي فقير پهٔ نوم پېژني. د پُښتون قام دغه وياړلی اتل د 1897 ميلادي کال شا و خوا د وزيرستان ټوچي نومې سيمه کې د کهجورۍ سره نژدې پهٔ کړته نومې کلي کې د ارسلاخان کره زېږدلی ؤ. د نيکهٔ نوم يې محمد آیاز خان ؤ او پهٔ خټه اُتمانزی وزير ؤ. دوی ټول څلور وروڼه وو، مشر مولانا شيرزمان خان ؤ، دويم ميرزالي خان ؤ چې نړۍ يې د فقير ايپي پهٔ نوم پېژني، دريم مُلا ميرزمان خان ؤ او د ټولونه کشر ګُل زالي خان ؤ، مُلا ميرزمان خان پهٔ خپل طبعي مرګ د فقير ايپي د غزا ګانو لهٔ پېله مخکې مړ ؤ، ګُل زالي خان د غزاګانو د پيل پهٔ وړومبو ورځو ژوندی ؤ او مشر ورور مولانا شيرزمان د ميرزالي خان سره اوږه پهٔ اوږه ولاړ ؤ او پهٔ 8م جون 1947م کې پهٔ حق ورسېدلو.

ميرزالي خان وړومبۍ زدکړې د خپل پلارارسلا خان نه کړې وې، بيا يې تر څلورم ټولګي پهٔ يوهٔ سرکاري سکول کې زدکړې وکړې او وروستو بیا بنوں ته د مذهبي زدکړو لپاره لاړو. خو څهٔ موده پس بیا بيرته توچۍ ته راغلو او د داوړو پهٔ سيمه کې يې خپلې زدکړې پيل کړې. دغه وخت ميرزالي خان ايله د دولس کلونو ؤ چې پلار يې مړ شو. د پلار د مرګه وروسته د دهٔ مشر ورور مولانا شير زمان د کړتی جاييداد خرڅ کړو او پهٔ سپلګه او شام کې يې زمکه واغيسته. هلته يې جومات، کور او حُجره جوړ کړل. د شام پهٔ زمکه يې هم ودانۍ جوړې کړې. پهٔ دغه وخت کې ميرزالي خان يؤ ځل بيا د نورو زدکړو لپاره بنوں ته لاړو. هلته د دهٔ د پاکيزه سيرت او ښهٔ سړيتوب لهٔ کبله د هغه وخت يوهٔ نوموړي عالم قاضي شير زاده خپله لور دهٔ ته پهٔ نکاح کړه

ميرزالي خان د وادهٔ نه وروسته بيرته سپلګۍ ته لاړو خو د مور د مرګه وروسته يې سپلګه پرېښوده او د داوړو پهٔ ايپي نومې کلي کې مېشته شو او هلته يې د مولوي عالم خان څخه د درس و تدريس لړۍ بيا پيل کړه

ياده دې وي چې د وزيرستان پُښتانهٔ ايوب ته آئيپ وايي، ايپي کلی پهٔ اصل کې ايوبي کلی دی خو د وزيرو، مسيدو او داوړو د ځايي ګړدود لهٔ کبله پهٔ ائيپي کلي مشهور شو او د آئيپي نه ايپي شو او اوس يې ټول خلک پهٔ همدغه نوم پېژني.

ميرزالي خان ته د ايپي کلي خلکو يؤ کور، جومات او جُجره جوړه کړه او د لرې لرې کليو او بانډو نه به ورته هلته خلک د روحاني فيص ترلاسه کولو لپاره راتلل.

پهٔ کال 1928م زېږديز کې چې ميرزالي خان کله د حج نه راستون شو نو د فقيرۍ او بزرګۍ ډونډوره يې پهٔ ټوله سيمه کې لا نوره زياته شوه، د خلکو ورسره بې کچه عقيدت پيدا شو او هم پهٔ دغه موده کې د ميرزالي خان نه د فقير ايپي پهٔ نوم مشهور شو او لا تر نن ورځې يې نړۍ پهٔ همدغه نوم پېژني.

پهٔ کال 1934م ميلادي کې يې د جلال اباد د يؤ نامتو صوفي سيد حسن الګيلاني چې د نقيب صېب پهٔ نامه يې شهرت لرلو، لاس نيوه وکړه. پهٔ ستنېدو يې پهٔ ايپي کلي کې لنګر پيل کړو او ورسره پهٔ عبادت اورياضت کې هم مشغول شو

ژوند يې همدغسې پهٔ عبادت، رياضت او د خلکو پهٔ خدمت کې روان ؤ چې پهٔ 1936م کې يوه پېښه رامنځته شوه کومې چې د يؤ صوفي فقير ايپي نه يؤ مجاهد ايپي فقير جوړ کړو او يؤ ګوشه نشين عابد او صوفي يې ګوريلا جوړ کړو، د پُښتون قام چی ګويرا يې ترې جوړ کړو

پېښه داسې وه چې د بنوں د جنډوخيلو يو ځلمي امير نور علي شاه د جنډوخيل(غيسکي) د يوې هندوې کورنۍ د جينۍ رام کوري سره وادهٔ وکړو، هغه مُسلمانه شوه او نورجهان نوم يې ورله کېښودو. د هغې پلار(ميوه رام) مړ ؤ خو ترهٔ هرنام داس او مور منسه ديوي يې د امير نور علي شاه خلاف د بنوں د ډوميل پهٔ تاڼه کې عريضه وکړه او تور يې پورې کړو چې هغهٔ زمونږ جينۍ پهٔ زور مُسلمانه کړې ده او نابالغه هم ده چې وادهٔ ورسره کول پهٔ قانون کې جرم دی. هغوی دا تور هم پورې کړو چې امير نور علي شاه د رام کوري سره سره د هغې د پلاره لهٔ کوره بلها سرهٔ او سپين زر هم وړي دي. خو حکومت چې کله د هغهٔ کور ولټولو نو هېڅ هم نهٔ وو. د رام کوري(نور جهان) کورنۍ څهٔ وخت پس خپله وړومبۍ عريضه يې بيرته واغيسته او بله يې وکړه چې زمونږه وړومبۍ عريضه زمونږ تېروتنه وه او مونږ پهٔ امير نور علي شاه هېڅ دعوديداري نهٔ لرو. امير نور علي شاه د دغه دويمې عريضې سره لږ پهٔ ساه صورت شو خو بیا هم د احتياط لهٔ مخې د خپلې ميرمن سره د سورنۍ د سيمې پک اسماعيل خيل ته د خپل ماما د زوي ميرزالي خان کره لاړو

کله چې د بنوں هندوان د دغه پېښې نه خبر شول نو ټولو پهٔ رام کوري(نورجهان) د ننګ کولو او د هغې د مور منسه ديوي او هرنام داس د مرستې کولو اعلان وکړو او پهٔ ګډه يې د بنوں پهٔ تاڼه کې د امير نور علي شاه او د هغهٔ د خپلوانو پر ضد استغاثه وکړه

پيرنګي ډپټي کمشنر د دغه استغاثې نه پس د امير نور علي شاه کشر ورور امير عبدالله شاه راوبللو او پهٔ سختۍ يې ورته رام کوري(نور جهان) د سپارلو وينا وکړه. خو امير نور علي شاه د خبلې کور ودانې د بيرته سپارلو پهٔ ځای د سپين وام پهٔ لاره افغانستان ته د تګ پرېکړه وکړه خو يوهٔ مسلمان سب انسپکټر ارباب عطاءالله خان ورته خبرداری ورکړو چې پيرنګي ستاسو د نيولو پوره پلان جوړ کړی دی نو ښه به دا وي چې بل خوا مخه وکړئ. دواړه وروڼو پهٔ خپلو کې مشوره وکړه او د افغانستان پهٔ ځای يې د شمالي وزيرستان شام نومې سيمې ته د تګ پرېکړه وکړه. خو دا کار هم ونهٔ شو ځکه چې څو بې ننګه او خود غرضه مشرانو ترې د بدرګې پهٔ نوم هر پنځهٔ ميله پس شپږ شلې روپۍ غوښتلې. نو دوی د ټانک پهٔ لاره پهٔ ټيکسي کې د تګ پرېکړه وکړه او لهٔ قصده يې د يوهٔ هندو ټيکسي راونيولو. خو لهٔ بده مرغه چا مخبري کړې وه نو چې کله د غوريوالی تاڼې ته ورسېدل نو سمدلاسه ونيول شول. دغه وخت تاڼيدار د رام کوري(نور جهان) نه د نوم تپوس وکړو نو هغې ورته وويل چې زما نوم اسلام بي بي دی او هم د دغه ورځې نه پهٔ اسلام بي بي مشهوره شوه. د نيولو نه پس جيل ته ولېږلی شوه

يوهٔ هندو سرجن هغه لهٔ قصده شپږ مياشتې نابالغه ثابته کړه حالانکې د ډوميل پهٔ تاڼو کې يې عُمر د قانون تر مخه پوره ؤ. يوهٔ پيرنګي ډپټي کمشنر اسلام بي بي سمندر شاه نومې يوهٔ سيکهـ ته پهٔ دې شرط وسپارله چې کله بالغه شي نو بيا به ترې پهٔ عدالت کې بيان اغيستی شي.

پهٔ دغه کار د بنوں مسلمانانو ډېر بد وګڼل، د سمندر شاه پهٔ کور وروختل او هغه يې د اسلام بي بي سره پهٔ کور دننه بندي کړو، ځينې ځوانانو پهٔ چاوڼۍ ورختې وکړه او څوک د ډپټي کمشنر پهٔ بنګله ورغلل. او دا لړۍ څو ورځې همداسې روانه شوه چې بلها حکومتي ودانيو او املاکو ته پکې بلها زيان واوړېدلو.

پيرنګي چې دغه بد حال وليدلو نو اسلام بي بي يې د بزرګ خيلو يوهٔ مشر ملک تجلي خان ته وسپارله

خو کله چې حالات لږ سم شول نو د ډپټي کمشنر او پولیس سُپرنټنډنټ پهٔ مشرۍ کې د پيرنګي فوځ د ملک تجلي خان پهٔ کور ورغلو او اسلام بي بي يې پهٔ زور راوويسته او بوګائی نومې يوهٔ نوموړي هندو سوداګر هغه پهٔ خپل موټر کې د هندوستان هوشيارپور ته يوړه.

اميرنورعلي شاه يې قيد کړو او د هرې پور جيل ته يې واستولو چې څهٔ موده پس راخوشی شو

د پيرنګي پهٔ دغه ناروا او يؤ اړخيزه پرېکړه د بنوں مروتو او خټکو ډېر بد وګڼل او د حکومت پر ضد يې لاريونونه پيل کړل. د توچۍ وزير او داوړ چې کله د دغه پېښې نه خبر شول نو هغوی هم ميدان ته راودانګل. پهٔ 11م اپريل 1936م کې د بنوں عالمان او مشران راغلل او د عيدکو پهٔ کلي کې يې د داوړو د عُلماؤ، ملکانو، سپين ږيرو او مشرانو سره يوه ستره جرګه وکړه، حاجي ميرزالي خان هم پهٔ دغه جرګه کې ګډون کړی ؤ. جرګې پرېکړه وکړه چې بايد پيرنګيان دې زر تر زره اسلام بي بي مُسلمانانو ته وسپاري ګنې پايله به يې ښه نهٔ وي

پهٔ دغه وخت کې د داوړو سترګې يواځې حاجي ميرزالي خان ته راوګرځېدلې خو هغه بيخي غلی پاتې شو او پټ پهٔ پټه به يې د بنوں د مشرانو سره خبرې اترې کولې. د داوړو مشرانو پسې څو ځل سوال جواب وکړل خو حاجي ميرزالي خان به جواب نهٔ ورکولو خو اخير يې غاړه کېښوده او د يوې لويې جرګې د راغوښتلو يې ورته وويل

پهٔ 15م اپريل 1936م پهٔ ملک اژدر کې يوه لويه جرګه راجوړه شوه، د بنوں، ميرانشاه او وزيرستان ګڼ شمېر خلکو پهٔ دغه جرګه کې برخه واغيسته. ټولو مشرانو ډېرې د جذباتو ډکې خبرې وکړې او کشران او ځوانان هم د مشرانو د يوې اشارې پهٔ هيله ناست وو او غوښتل يې چې همدا اوس پهٔ پيرنګي بريد وکړي. خو دغه وخت ايپي فقير پهٔ اس سپور راغلو او پوښتنه يې وکړه چې مشرانو څهٔ پرېکړه وکړه؟ خلکو ورته وويل چې کهٔ چيرې پيرنګي اسلام بي بي بيرته را نهٔ کړه نو دا لښکر به پهٔ بنوں بريد کوي.

ايپي فقير ورته وويل چې دا سمه پرېکړه نهٔ ده ځکه چې پيرنګی زور لري او مونږ يې پهٔ مقابل کې تش لاس او کمزوري يو. کهٔ خامخا د جګړې اراده لرئ نو راځئ چې پهٔ دې خبره بيا لهٔ سره فکر وکړو او کومه بله غوره لاره وټاکو.

پُښتانهٔ خو دي جذباتيان او اکثره وخت د هوش پهٔ ځای لهٔ جوشه کار اخلي نو د ايپي فقير پهٔ دغه خبرو ټولو بد وګڼل او ګنګوسی يې پيل کړو چې بډې يې اغيستې دي، چا به ويل چې د پيرنګيانو ايجنټ دی، چا به څهٔ او چا به څهٔ ويل. خو کله چې ايپي فقير هغوی بيا جرګه کړل او پهٔ سړه سينه يې د هغهٔ پهٔ خبرو غور وکړو نو پرېکړه يې وکړه چې بايد د ښکاره بريد پهٔ ځای ګوريلا بريدونه پيل کړو او پهٔ کومه غرئيزه سيمه کې يو خوندي پټنځای جوړ شي چرته چې مجاهدين ځانونه پټوی شي او لهٔ هغه ځايه پهٔ دښمن ګوزار کولای شي. ټولو دا خبره وومنله او نيتاسي ته يې د تګ پرېکړه وکړه

پهٔ نيتاسي کې تر 19م اپريل 1936م د لښکر شمېر شا و خوا څلور زره ته ورسېدلو. د شا و خوا ټولې سيمې خلکو پهٔ لښکر کې ګډون وکړو خو د خيساره توري خيلو وزيرو ترې انکار وکړو.

کله چې د لښکر د مشر د ټاکلو خبره رامنځته شوه نو د ډېرو جرګو او صلاح مشورو نه پس ټولو پهٔ ګډه د مشرۍ پټکی ايپي فقير ته ور پهٔ سر کړو او د داوړو يؤ مشر احمد خان درپه خيل يې د هغهٔ د مرستيال پهٔ توګه وټاکلو.

بله ورځ د توچۍ د علماؤ د فتوې تر مخه فقير ايپي د پيرنګي خلاف د جهاد اعلان وکړو. پيرنګيان چې خبر شول نو د وزيرستان د پيرنګي ريزيډنټ پهٔ خولهٔ يې د ايپي فقير لښکر ته اخطار ورکړو چې زر تر زره دغه لښکر خور کړي ګنې ښه به درله نشي، خو هغوی پرې ځان ناجاڼه کړو. بيا يې د الوتکو نه د اخطار او خبردارۍ پرچيانې پهٔ ټوله سيمه کې وشيندلې خو بيا يې هم چا پرواه ونهٔ کړه. دريم ځل يې پهٔ 23م اپريل 1936م سکاوټس راولېږل او پهٔ ايپي کلي کې يې د ايپي فقير او نورو دوه مشرانو کورونه ړنګ کړل. بيا يې د داوړو مشران راوبلل او سخت اخطار يې ورکړو چې زر تر زره خپل خلک د خيسارهٔ نه راستون کړئ ګنې تورسرې به مو بې ستره کړو، کورنه او جوماتونه به مو وران کړو او تاسو به بنديان کړو

د پيرنګي د دغه اخطار نه پس مشرانو د حسوخيلو کلي غازي مرجان او حاجي کمال الدين ايپي فقير ته جرګه ور ولېږل. د خبرو اترو نه پس ايپي فقير هغه ټول خلک بيرته ولېږل چې د پيرنګي لاس ورته پهٔ اسانه رسېدلی شو او يا يې پهٔ حکومت کې کوم منصب او دنده لرله. خلک خفه شول خو ايپي فقير د پيرنګي د ارادو نه خبر کړل او پهٔ بيرته تګ يې راضي کړل ځکه چې د سر او مال د تاوان خبره نهٔ وه بلکې د عزت او ناموس سوال ؤ. تر دغه وخته وزيرو د ايپي فقير نه ځان لرې ساتلو.

پيرنګي ته موقع پهٔ لاس ورغله نو د ايپي فقير بلها ملګري يې بنديان کړل، بيا يې يوه جرګه راوبلله او دغه خلک يې دولس زره روپۍ جرمانه کړل.

دلته د وزيرستان غيرتي پُښتانهٔ دوه ډلې شول، يوې ډلې د پيرنګي سره د خبرو اترو لاره غوره ګڼله او پيرنګي ته يې ويل چې بايد د ايپي فقير غوښتنې ومنل شي او سوله ورسره وشي ګنې د دغه پاڅون پايله به سمه نهٔ وي او بلې ډلې د پيرنګي سره جنګ کول غوښتل. د دغه ډلې خلک هم پخپله جنګ ته چمتو وو او هم يې نور خلک جنګ ته راپارول.

د اوړي پهٔ پيل کې ايپي فقير ګړيوم ته لاړو او د ژمي د پيل کېدو پورې پهٔ ګړيوم، شام او شکتوئی کې دېره ؤ. پهٔ دغه وخت کې يې د وزيرو، مسيدو، داوړو او بيټنو سره جرګې وکړې او خلک يې پهٔ فکري توګه د پيرنګي پر ضد وسلوالې مبارزې ته چمتو کړل. کله چې یخني پيل شوه نو ايپي فقير د زرمک سره نزدې دين درګی نومې ځای ته راغلو خو د خپلې قبيلې خلکو لهٔ هغه ځايه (خيساره)کرکڼۍ ته راوستو او هم هلته مېشته شو. دلته يؤ ځل بيا د شا و خوا سيمو خلک رامات شول. فقير ايپي هم د پيرنګي خلاف خپله مبارزه لا ګړندۍ کړه، پيرنګی هم ناخبره نهٔ ؤ. توري خيلو ته يې دړکه ورکړه چې کهٔ د دريم نومبر 1936م پورې مو د ايپي فقير سره کومه پهٔ زړهٔ پورې پرېکړه و نهٔ کړه نو پهٔ خيساره به بريد کوو. ملکان فقير ايپي ته جرګه شول خو هغهٔ د ملکانو خبره ونهٔ منله بلکې خيساره ته يې د پيرنګي راتګ هم چيلنج کړو. ملکانو پيرنګي ته سپينه خبره وکړه چې نهٔ خو ايپي فقير لهٔ خپلې سيمې شړلای شو او نهٔ يې د جګړې نه قلارولی شو. او کهٔ پهٔ فوځ يا سکاوټس څوک بريد کوي نو مونږ يې نهٔ يو ذمه وار او ښه به دا وي چې تر درې مياشتو فوجي نقل و حرکت معطل بیخي شي.

بل خو ايپي فقير خپل تبليغات دوامدار وساتل او پهٔ سلګونو غازيان يې وروزل، پيرنګي پهٔ هغهٔ نظر ساتلو او د هغهٔ د مخ پهٔ زياتېدونکي طاقت نه ښهٔ خبر ؤ.

پهٔ دغه لړ کې د جنوبي وزيرستان پوليټيکل ايجنټ مسټر کريکټن او د هغهٔ مرستيال پوليټيکل ايجنټ مسټر آر اين بيټي د نايب پوليټکل افسر خان محمد نواز خان نه د ايپي فقير د لښکر پهٔ اړه مالومات وغوښتل. هغهٔ ورته وليکل چې د ايپي فقير سره هېڅ قسمه لښکر نشته، بس يؤ فقير دی او ورسره يؤ څو شيخان دي. چې فوځ ورشي نو لاس تړلي به يې راولي. مسټر کريکټن دغه خبره د وزيرستان ريزيډنټ ته وکړه او هغهٔ سمدلاسه پهٔ خيسارهٔ د بريد کولو پرېکړه وکړه. او هم لهٔ دغه ځايه پهٔ باقاعده توګه د ايپي فقير او پيرنګي تر منځه وسلواله جګړه پيل شوه.

پهٔ 25م نومبر 1936م د پيرنګي ريزيډنټ، د جنوبي وزيرستان د پوليټيکل ايجنټ مسټر کريکټن او د نايب پوليټيکل افسر خان محمد نواز خان پهٔ مشرۍ کې د توپونو، ټانکونو او درنې سلاح سره د پيرنګي يؤ ستر لښکر د خيسارهٔ پهٔ لور روان شو. د ساتنې لپاره د لښکر سره الوتکې هم روانې وې او تر شا يې د راشن او تودو کاليو نه بار اوښان او خچرې هم روانې وې. او تر شا يې د وزيرو او داوړو شپږ شلې وسلوال مشران هم روان پهٔ جلب وو

کله چې دغه لښکر د کتيری نه پورې وتو نو مجاهدينو پرې د شا و خوا غونډيو نه بريد وکړو او د تلپکان او عالم شيري پورې ښه توده جګړه روانه وه. د مخې او ګېر چاپېره نه به پهٔ پيرنګيانو د ايپي فقير غازيانو بريدونه کول او د شا لخوا به پرې د وزيرو او داوړو هغه مشرانو ډزې کولې کوم چې پهٔ ښکاره د دغه لښکر تر شا پهٔ جلب کې روان وو. بلخوا باد و باران او جاکړ هم راغلو چې لهٔ امله يې د بنوں او زرمک تر منځه د وايرليس شبکې کار پرېښودلو. پهٔ دغه اړدوړ کې د ميجر ټينډال او کيپټن بايد ترڅنګ د پيرنګي د فوځ دوه سوه اويا (270) کسانو ژوند لهٔ لاسه ورکړو او درې کسان د ايپي فقير لهٔ ملګرو څخه شهيدان شول. هم پهٔ دغه ورځ پهٔ ډمډيل کې هم سخته انښته وشوه چې د ميجر سيکومب ترڅنګ پکې درې سوه نهه(309) پيرنګي فوځيان مړهٔ شول او اووهٔ کسان پکې د ايپي فقير ملګري شهيدان شول.

خو بیا هم د شپې د دولس بجو شا و خوا پيرنګيان کرکڼۍ او مرغۍ نومې ځای ته ورسېدل خو د ميرعلي فوځ لا تر دغه دمه غازيانو پهٔ لاره ايسار کړی ؤ

د شپې ناوخته پهٔ توره تيارهٔ کې غازيانو پهٔ پيرنګي لښکر يرغل وکړو او رؤ ګودر يې ترې خطا کړو. هغوی لهٔ ويرې د تېښتې هڅه وکړه، اسونه، خچرې او اوښان هم پهٔ اړدوړ او ډزو کې وارخطا شول او زياتره يې د غازيانو پهٔ لاس ورغلل. پهٔ دغه بريد کې هم اووهٔ سوه پنځهٔ دېرش(735) پيرنګي فوځيانو ژوند لهٔ لاسه ورکړو او پنځويشت غزيانو هم ژوند باييلو.

خو پهٔ سبا ورځ د پيرنګي جنګي الوتکو خپل فوځ ډاډه کړو او د خيساره سيمه يې ونيوله او پهٔ کرکڼۍ کې يې د ايپي فقير جومات او حجره وران کړل.

پهٔ سبا ورځ(27م نومبر 1936م) شپږ سوه غزيانو يؤ ځل بیا پهٔ پيرنګي بريد وکړو چې پهٔ پايله کې يې 1021 پيرنګيان مړهٔ او ژوبل شول او فوځ يې بيرته ميرعلي ته پهٔ تېښته بريالی شو.

پهٔ دغه درې ورځنۍ جګړه کې پيرنګي ته ډېره بده ماتې وشوه او ټول غرور يې خاورې ايرې شو. د زرګونو مړو تر څنګ يې شا و خوا دوه زره دوه سوه اتهٔ ويشت(2238) تنه فوځيان سخت ژوبل شوي وو. بل خوا د ايپي فقير د سرتېرو نه يواځې درې پنځوس ځوانان شهيدان شوي وو او شا و خو دوه دېرش ژوبل شوي وو

د قام سره خيانت کونکي، د خپل اولس پهٔ سر سامراج او يرغلګرو ته جاسوسي او دلالي کونکي هم قام ته او هم خپل بادار ته تل سپک، ارزان او مختورن وي، دغه بې ناموسه خلک نهٔ تاريخ بخښي او نهٔ يې خپل اولس پهٔ درنه نامه يادوي. همدغه کار د خان محمد نواز خان سره وشو. پيرنګي چې د ايپي فقير د لښکر دغه زور وليدلو نو لهٔ قاره يې هغهٔ ته حکم وکړو چې پهٔ شپږ ساعته کې دننه دننه وزيرستان پرېږده ځکه چې تا مونږ ته د ايپي فقير پهٔ اړه دروغ ويلي وو

د دغه درې ورځنۍ جګړې پهٔ اړه ډبليو ايچ کوڼدن پهٔ خپل کتاب دي فرنټيئر فورس رائفلز پهٔ 146م مخ ليکي چې لهٔ هغې ورځې نه ايپي فقير د يوهٔ باغي قبايلي ليډر پهٔ حيث خپل شهرت او استحکام قايم کړو. هم د دغه کتاب پهٔ 148م مخ ليکلي چې دغه جګړه زمونږ لپاره يوه بد ترينه ماتې وه او لکه څنګه چې مې وړاندې يادونه کړې وه چې دغه پېښې ايپي فقير ته د يوهٔ ليډر ځای ورکړو او هغه د دې خبرې جوګه شو چې پهٔ وزيرستان کې زمونږ لپاره تر يوې اوږدې مودې مشکلات رامنځته کړي.

د دغه شرمناکه ماتې د غچ اغيستو لپاره پيرنګي يو ځل بيا پهٔ خيساره د بريد اراده وکړه. پهٔ دريم دسمبر 1936م يې پهٔ سيمه کې د الوتکو نه پرچيانې وغورځولې چې بايد زر تر زره دا سيمه تاسو خالي کړئ او خپل واړهٔ او زاړهٔ خوندي کړئ.

بلخوا يې د بنوں نه پهٔ خوراکي توکو او نورو شيانو راوړلو هم بنديز ولګولو، پهٔ سړک يې هم کار ښهٔ تېز کړلو. د خاصه دارو چيک پوسټونه يې هم ځای پهٔ ځای جوړ کړل کوم چې د وزيرستان پهٔ خاوره د تاريخ وړومبني چيک پوسټونه وو.

ايپي فقیر به پرې د خپلو غزيانو سره ګوريلا بريدونه کول چې پيرنګي د ډېره قهره د جلير، شکتويی، زيخی، ډاګۍ، شيح محمد کلی، زيړ پيژی، دينور، بوبلي او شا و خوا ټول کلي ړنګ کړل. د وزيرستان خلکو چې دغه جبر وليدلو نو پيرنګيان يې ورواغيستل او پهٔ شا تګ يې مجبوره کړل. پيرنګي يؤ ځل بيا خپل جبر پيل کړو او د 22م او 23م دسمبر پهٔ شپه يې لهٔ قهره لا نور ډېر کورونه وسوځول او د شپې ناوخته يې د ډاګۍ کلي پهٔ لوييديز اړخ ټوله سيمه بمبار کړه. ايپي فقير دغه وخت پهٔ ارسلکوټ کې ؤ، خپل غازيان يې د ګوريلا بريدونو لپاره پهٔ وړو وړو ټولګيو کې وويشل، چا به د ورځې پهٔ ګشتونو او پيکټونو بريدونه کول او چا به د شپې کيمپونو ته لاسي بمونه ور اچول او ډزې به یې پرې کولې. پیرنګي به هم هره ورځ پهٔ شا و خوا سيمه بريدونه او بمبارۍ کولې چې بلها زيان به يې خلکو ته اړلو خو بیا يې هم بريا نهٔ موندله نو يؤ ځل يې بیا لهٔ چل ول څخه د کار اغيستلو پرېکړه وکړه او پهٔ ميرعلي کيمپ کې يې يوه جرګه را جوړه کړه چې پهٔ پايله کې يې د توري خيلو پهٔ سيمه کې ډز بندي وشوه او پيرنګي د نورو بريدونو نهٔ کولو ژمنه وکړه

دغه کار ايپي فقير ته هم لږ وخت پهٔ لاس ورکړو، هغهٔ نهٔ يواځې خپلو ګوريلا بريدونو ته دوام ورکړو بلکې د راروانې جګړې لپاره يې هم يو ستر لښکر چمتو کړو. پيرنګي د هغهٔ د زور ماتولو لپاره د 31م دسمبر 1936م نه تر څلورمې جنورۍ 1937م پورې پرله پسې څلور ورځې پهٔ ارسلکوټ بمباري وکړه

څو ورځې پس پهٔ زېړپېژي او ډاکۍ کلي کې جګړه وشوه چې پیرنګي پکې يؤ ځل بیا ماتې وخوړه او لهٔ تاوه يې د توريخيلو پهٔ ړنګ شو کليو يؤ ځل بیا بمباري وکړه او پهٔ 15مه جنورۍ 1937م يې د يوې بلې جرګې پهٔ ترڅ کې توريخيل يؤ خوا پنځوس زره روپۍ جرمانه کړل او بل خوا يې د هغوی شپږ شلې قامي خاصه دار لهٔ نوکرۍ نه اوويستل او د خپل وړل شوي مال غوښتنه يې ترې هم وکړه. او دا يې ورته هم وويل چې بايد د بوبلۍ نه تر بيچي کسکۍ پورې د ايپي فقير ملګرو ته پناه ور نهٔ کړئ او د دې ترڅنګ به د جلير او خيساره تر منځه څوک ابادي هم نهٔ کوي

خو پهٔ ارسل کوټ او شا و خوا دوميله سيمه پيرنګي وخت پهٔ وخت هم هغه شان بمباري کوله. څهٔ وخت پس پيرنګی فوځ رزمک او بنوں ته بيرته لاړو او حالات هم لږ سم شول

بلخوا يې د سيمې د مشرانو سره جرګو ته هم دوام ورکړو او پهٔ کلکه يې ورته وويل چې بايد ايپي فقير لهٔ وزيرستانه وشړئ او يا يې سولې او روغې جوړې ته اماده کړئ

ايپي فقير دغه وخت سخت ناروغه ؤ خو مشرانو ته يې وويل چې زهٔ ستاسو قدر کوم او کهٔ خدای مهٔ کړه زما لهٔ کبله تاسو ته مشکلات جوړېدل نو زهٔ به دا سيمه بيخي پرېږدم.

ايپي فقير خپلو غازيانو ته وويل چې د يوې مودې پورې بايد غلي کښېنئ، خو چې لږه موده تېره شوه نو غازيانو يؤ ځل بيا خپل ګوريلا بريدونه پيل کړل او د وزيرستان او بنوں پهٔ حکومتي ځايونو به يې هره ورځ خامخا يؤ بريد نيم کولو

د دغه بريدونو پهٔ ترڅ کې د وزيرستان سکاوټس کپتان مسټر جی سي کوغ هم يوه ورځ د جهنډولې پهٔ لاره د مکين د عمرخيلو بهلولزو پهٔ سيمه کې ووژل شو. دوه ورځې وروسته پهٔ اوومه فرورۍ 1937م د قُطبي وزيرستان مرستيال پوليټيکل ايجنټ اين آر بيټي رزمک ته پهٔ لاره روان ؤ، تر شا يې خاصه دار هم روان وو خو د همزونو داوړو د چتون کلي نه بره پهٔ غلانۍ کې پرې بريد وشو او هغه يې سره د دوه نورو سپاهيانو ووژلو. پيرنګي مداخيلو ته وويل چې پهٔ دغه پېښه کې ککړ خلک بايد حکومت ته وسپارل شي خو جرګې يې خبره و نهٔ منله نو پيرنګي لهٔ تاوه د مداخيلو پهٔ دوو کليو يانې د اسماعيل خيلو پهٔ ستر کلي او پهٔ زېړوم کې پهٔ اسړو نومې کلي درنه بمباري وکړه. بله ورځ يې جرګه راوغوښتله او شپږ زره ورپۍ نغدې او يؤ شمېر ټوپکې يې ترې پهٔ جرمانه کې واغيستلې.

بل خوا غازيانو هم خپل ګوريلا بريدونو ته دوام ورکړو او وخت پهٔ وخت به يې پيرنګي ته ځاني او مالي زيان اړولو. پيرنګي هم ورځ پهٔ ورځ د سيمې پهٔ مشرانو خپل فشار زياتولو چې بايد ايپي فقير یا خو لهٔ سيمې وشړل شي او يا قلار کړی شي. مشرانو به پهٔ ښکاره پيرنګي ته هوکړه وکړه خو پهٔ عملي توګه به یې د ايپي فقير خلاف هېڅ ګام هم نهٔ پورته کولو

پيرنګی چې پوه شو چې پهٔ جبر د ايپي فقير مخه نشي نيولی نو يؤ ځل بيا يې د خبرو اترو لاره غوره وګڼله او پهٔ 24م مارچ 1937م يې ميران شاه ته د اُتمانزو وزيرو يوه ستره جرګه راوبلله او ورته يې وويل چې بايد تاسو د ايپي فقير او زمونږ ترمنځه روغه جوړه وکړئ. د جرګې پهٔ پایې کې د ايپي فقي سره د خبرو اترو لپاره يؤ څو مشران چوڼ کړی شول او خيساره ته روان شول. فقير ايپي يې د خپل درانهٔ لښکر سره ډاکۍ ته مخې له راغلو او څلور مشران يې ترې رابيل کړل

ايپي فقير هغوی ته د حکومت سره د روغې جوړې لپاره دغه شرطونه کېښودل:

1. حکومت به پس لهٔ دې د مسلمانانو پهٔ مذهبي چارو کې کار نهٔ لري.

2. حکومت چې د ايپي فقير او د هغهٔ د پلويانو کوم کورونه، جوماتونه او نورې ودانۍ ړنګې کړې دي هغه به د دهٔ پهٔ خوښه بيا لهٔ سره جوړوي

3. دواړه غاړو ته چې د سر او مال څومره زيان اوړېدلی دی هغه به يؤ خوا بل خوا بخښلی کيږي

د دوه ساعته پورې خبرې اترې روانې وې خو هغه مشرانو د ايپي فقير خبرو له ډېر ارزښت نهٔ ورکولو نو هغه ترې پاڅېدلو او ورته يې وويل چې زهٔ د پيرنګي سره د روغې جوړې هېڅ اراده نهٔ لرم خو ستاسو د مشرۍ لهٔ خاطره به د خپلو غازيانو سره مشوره وکړم او څو ورځې پس به مو لهٔ خپلې پرېکړې خبر کړم

مشران خو خوشحاله شول ولې پيرنګي ته تسلي و نهٔ شوه او حکم يې وکړو چې کهٔ چا هم پهٔ بنوں او وزيرستان کې غازيانو ته پناه ورکړه او يا پهٔ کوم کلي کې هغوی لهٔ وړاندې څخه ميشته وي، پهٔ هغه کليو به بمباري کولی شي.

د فوځي کيمپونو شا و خوا به د سحر وختي او يا د ماښام نه وروستو کهٔ هر څوک وليدل شول هغه به دشمن ګڼلی کيږي او ويشتل کيږي به

د بنوں او زرمک پهٔ سړک او شا و خوا يوهٔ ميله پورې به د حکومتي چارواکو نه پرته هېڅوک وسله نهٔ ساتي

د دې تر څنګ يې د بنوں کوهاټ او بنوں ډېره اسماعيل خان سړکونه هم د شپې د تګ راتګ لپاره وتړل شول

پهٔ 29م مارچ 1937م د ډمډيل د کيمپ سره نژدې يؤ ځل بيا غازيانو پهٔ يوه فوځي قافله بريد وکړو خو د بد نظمۍ لهٔ کبله پکې غازيانو ته درنه مرګ ژوبله واوړېدله او شا و خوا اتيا تنه يې شهيدان شول، بلخوا د پيرنګي د يؤ شمېر لوړ رُتبه مشرانو تر څنګ يؤ سل پنځلس تنه مړهٔ او اويا تنه ژوبل شول

د بريدونو او جوابي بريدونو او بمباريو دغه لړۍ ډېره اوږده ده. هر ځل غازيانو پهٔ تش لاس د پيرنګي خولهٔ ورماته کړې ده او پهٔ جواب کې يې پيرنګي د بلها زور زياتي او جبر نه کار اغيستی دی خو پُښتون څوک پهٔ زور کله خپلولی شي؟

هسې به خپلې ککرۍ ماتې کړي

څوک مې افغان سر ټيټولی نهٔ شي

آياز يوسفزی

د ګوريلا بريدونو او جګړو پهٔ دغه لړۍ کې د تيارزی پهٔ قلا بريد، د اليګزنډر پهٔ پيکټ بريد، د تجوړۍ پهٔ تاڼه بريد، پهٔ پهاړپوره بريد، پهٔ سور کمر بريد، د دوسلې پهٔ فوځي کيمپ بريد، پهٔ زرمک کې وړه شان انښته، پهٔ ابلنکي بريد، د ګړيوم پهٔ کيمپ بريد، د پيزو جګړه، پهٔ تجوړۍ بريد، د پسل کلي جګړه او د ګړيوم پهٔ فوځي کيمپ دويم بريد د يادونې وړ دي چې پيرنګي ته پکې بلها مالي او ځاني زيان اؤړېدلی ؤ

بلخوا پيرنګي هم خپل انتقامي بريدونه کول. پهٔ دغه موده کې پيرنګي د مسيدو پهٔ سيمه فوج کشي وکړه، بلها کلي يې ړنګ کړل او پهٔ خلکو يې يره ترهه پرېستله

هم په دغه شپو ورځو کې يې د بيټنو پهٔ بيلا بيلو کليو هم پرله پسې دوه ورځې بمباري وکړه، څهٔ موده پس يې پهٔ لدها باندې بريد وکړو او ګڼ شمېر خلک يې مړهٔ او ژوبل کړل او بلها چور چپاول يې وکړو. پهٔ دغه ورځو کې ايپي فقير بيخي د پيرنګي او د هغهٔ د جاسوسانو لهٔ نظره ورک ؤ خو د هغهٔ غازيانو به کله کله ځان ښکاره کولو. پيرنګي دغه وخت پرېکړه وکړه چې وړومبی بايد د ايپي فقير غازيان خوارهٔ وارهٔ کړی شي او بيا هغه ژوندی ونيول شي خو بريالي نهٔ شول او اپوټه ورته پهٔ دغه هڅه کولو بلها مرګ ژوبله واؤړېدله. لهٔ هغې وروسته هم پيرنګي څو ځل د ايپي فقير د ژوندي نيولو هڅه کړې ده خو يؤ ځل هم بريالی نهٔ شو

لنډه دا چې د پيرنګي او د ايپي فقير او د هغهٔ د غازيانو ترمنځه د بريدونو دغه لړۍ همدغسې روانه وه، غازيانو به پهٔ پيرنګي ګوريلا بريدونه کول، پيرنګي به کله د تاوه پهٔ عادي خلکو او کليو بريدونه او بمبارۍ کولې، کله به يې د سولې او اخبرو اترو هڅه کوله او کله به يې د سړکونو او لارو ولو پهٔ جوړولو حالات او ذهنونه پهٔ خپل حق کې کولو ناکامه هڅه کوله خو پهٔ هېڅ ډول يې هم پهٔ ايپي فقير او د وزيرستان پهٔ خلکو لاس نهٔ رسېدلو. وايي چې شا و خوا يؤ دېرش لاکهه روپۍ يې يواځې د سړکونو جوړلو لپاره منظورې کړې وې. د تش پهٔ نوم د پرمختګ د دغه کارونو سره سره پيرنګي خپل جبر او زور زياتی هم دوامدار وساتلو او وخت پهٔ وخت به يې قامي مشران، غازيان او د ايپي فقير پلويان زورول، د هغوی کورونه به يې نړول او جرمانې به يې پرې لګولې

پيرنګی چې کله پوه شو چې پهٔ زور او جبر دا خلک نشي خپلولی نو د افغانستان د سردار محمد هاشم خان او ملک موسا خان پهٔ مرسته يې پهٔ شپاړسم اکسټ 1937م پهٔ ماڼه نومې ځای کې شا و خوا د شپږ زره علماؤ، سپين ږيرو، مشرانو، ملکانو، غازيانو او سيدانو يوه لويه غونډه راجوړه کړه. د اوږدو خبرو اترو نه پس ايپي فقير د سولې او روغې جوړې لپاره دغه څلور شرطونه کېښودل:

1. اسلام بي بي به بيرته مُسلمانانو ته سپارل کيږي.

2. پهٔ وزيرستان کې به شرعي احکام اجراء کولی شي.

3. پيرنګيان به د تل لپاره د وزيرستان نه اوځي

4. د جنګ پهٔ اوږدو کې بندي شوي ټول وزيرستاني به خوشي کولی شي.

 

افغان پلاوي ايپي فقير ته وويل چې تر څو جرګې د پيرنګي نه سوال جواب نهٔ وي اغيستي تر هغې بايد پهٔ پيرنګي هېڅ بريد ونهٔ کړی شي خو ايپي فقير دغه خبره ونهٔ منله او زياته يې کړه چې تر څو پيرنګي دغه شرطونه نهٔ وي منلي مونږ به د جګړې نه لاس وا نهٔ خلو. بلخوا پهٔ خلکو کې ګنګوسی خپور شو چې ګني پيرنګيان لهٔ وزيرستان څخه اووځي خو پيرنګي څو ورځې پس يوې بلې جرګې ته وويل چې مونږ هېڅکله هم د وزيرستان نه د وتلو نيت نهٔ لرو خو ستاسو پهٔ مذهبي او کلتوري چارو کې مو هم څهٔ کار نشته

د دغه هر څهٔ نه پس د دواړه غاړو نه د بريدونو او جوابي بريدونو، بمباريو، زور زياتي، جبر او جرمانو لړۍ هم هغه شان روانه وه او وخت پهٔ وخت بې شمېره انښتې وشوې چې پکې دواړه غاړه ته درنه مرګ ژوبله واؤړېدله

فقير ايپي چې به چرته هم دېره کېدلو نو پيرنګيانو به پهٔ هغه ځای بمباري کوله او شا و خوا کلي به يې ورسره هم زيانمن کول نو ايپي فقير پهٔ اپريل نولس سوه اتهٔ دېرشم کې د ډيورڼد کرښې ته نزدې پهٔ ګورويک نومې يوه تنګه دره کې خپل مرکز جوړ کړو. دغه ځای داسې ؤ چې نهٔ پرې بمبارۍ اثر کولای شو او نهٔ ورته پيرنګيان پهٔ اسانه راتللی شول. د دغه درې پهٔ غرونو کې ايپي فقير بلها سمڅې وکيندلې. جومات، استوګن ځايونه او د څاروو لپاره پکې غوجلې هم جوړې شوې. د دې ترڅنګ پکې د وسلې د جوړلو کارخانه هم جوړه شوه چې غازيانو له به پکې وسله جوړېدله. لهٔ دغه ځايه به غازيانو وخت پهٔ وخت پهٔ پيرنګي ګوريلا بريدونه کول. چې پکې د پکي کلي جګړه، د سپيري غر جګړه، د اليګزنډر پهٔ چوکۍ بريد، د بويي پهٔ قلا بريد، د ويدون جګړه، د توت نري بريد، د ممش خيلو جګړه، د خوني زاوهٔ جګړه، د ايشا رزمک پهٔ سړک بريد، د ډانډی پهٔ سرائی بريد او ګڼ شمېر نور لوی واړهٔ بريدونه او جګړې د يادونې وړ دي.

د ايپي فقير لخوا پهٔ پيرنګيانو دغه ګوريلا بريدونه پهٔ بنوں، کوهاټ، وزيرستان او ډېره اسماعيل خان کې ښهٔ پهٔ درز کې روان وو. نن به دلته بريد ؤ او سبا هلته يانې يوه ورځ به پهٔ وزيرستان کې بريد ؤ نو سبا ورځ به پهٔ ډېره اسماعيل خان کې، بله ورځ کوهاټ او بيا بله ورځ پهٔ بنوں کې بريد. د پيرنګي نه هم رؤ ګودر خطا ؤ او د دغه بريدونو مخه يې پهٔ هېڅ حال هم نشوه نيولای

او ان تر 14م اګست 1947م پورې دغه لړۍ همداسې روانه وه. کله چې پهٔ 14م اګست 1947م کې د هندوستان ويش وشو نو د کشمير شخړه هم رامنځته شوه، د پاکستان حکومت د وزيرستان د خلکو نه غوښتنه وکړه چې پهٔ کشمير کې يې مرسته وکړي، ايپي فقير د دغه خبرې کلک مخالفت وکړو خو بيا هم د وزيرستان ګڼ شمېر خلک کشمير ته لاړل. او کله چې لياقت علي خان وزيرستان ته راغلو نو د وزيرستان خلکو ورله د کشمير لپاره ښه درنه چنده هم ورکړه چې شا و خوا درې زره روپۍ وې

کله چې پاکستان جوړ شو نو د هغه وخت د صوبه سرحد(اوسنۍ پُښتونخوا) پيرنګي پوليټيکل ريزيډنټ د 1947م د اکتوبر پهٔ وړومبۍ نېټه پهٔ ميران شاه کې د وزيرو او داوړو يوه جرګه راوبلله. د جرګې پهٔ پايی کې يې اعلان وکړو چې د قبايلو ټول مفروران وبخښلی شول او ايپي فقير چې هم چرته غواړي د سولې پهٔ شرط دې مېشته شي، حکومت به پرې هېڅ کار نهٔ لري

د دغه جرګې نه وروسته پهٔ شپږم نومبر 1947م کې د صوبه سرحد(اوسنۍ پُښتونخوا) ګورنر ته د وزيرستان يؤ څو مشرانو لاسليک وکړو چې مونږ به د پاکستان وفادار يو. ګورنر ورسره ژمنه وکړه چې فوځ به د وزيرستان نه واپس کيږي

ايپي فقير چې کله وليدل چې د 14م اګست نه وروستو هم تر ډېرې مودې د رزمک پهٔ فوجي هيډکوارټر، ډويژنل کمانډ هيډ کوارټر، د واڼا پهٔ بريګيډ هيډکوارټر، د ميرانشاه د سکاوټس پهٔ قلا او د سکاوټس پهٔ شا و خوا نورو ټولو پوستو د انګلستان بېرغ یانې یونين جيک رپيدلو، د صوبه سرحد ګورنر سر جارج کنګهم پيرنګی ؤ چيف سيکټري يې پيرنګی ؤ، د قبايلو ريزيډنټ ميجر کاکس پيرنګی ؤ، د جنوبي وزيرستان پوليټيکل ايجنټ مسټر ډانکن پيرنګی ؤ، د پاکستان ګڼ شمېر وزيران او چارواکي يا خو پيرنګيان وو او يا هندوان وو او د ملک قانون هم هغه زوړ د پيرنګي قانون ؤ چې د انډيا ايکټ 1935 پهٔ نوم يادېدلو نو ايپي فقير دغه هر څهٔ ډېر بدګومانه کړو. هغهٔ ويل چې دا خو هم هغه هر څهٔ دي، بايد دلته اسلامي حکومت وای. دا خو هم هغه زوړ د پيرنګي حکومت دی، هم قانون او هم چارواکي زاړهٔ دي. او همدغه لاملونه وو چې ايپي فقير د پاکستان د منلو پهٔ ځای د پُښتونستان د جوړولو اعلان وکړو. د يوې جرګې پهٔ ترڅ کې هغه د پُښتونستان اولس مشر جوړ شو، هغهٔ پهٔ وزيرستان کې خپل يؤ قاضي وټاکلو چې د خلکو فيصلې به يې کولې. ايپي فقير خپلو هلو ځلو ته پهٔ پخواني مرکز ګورويک کې دوام ورکړو چې پهٔ نتيجه کې يې د پاکستان د حکومت او ايپي فقير ترمنځه تاؤ تريخوالی جوړ شو او پهٔ 29م جون 1948م د ملخو پهٔ داوړو، پهٔ جولائي 1948م کې د خدر خيلو پهٔ وزيرو، د 1949م د فرورۍ پهٔ وړومبۍ نېټه د ملک اژدر پهٔ زيارت، پهٔ 12م جون 1949م کې پهٔ مغلګي، پهٔ 26مه جولائي 1950م کې د واڼا پهٔ احمدزو وزيرو، پهٔ 9م ستمبر 1950م کې پهٔ مکين دره او پهٔ 3م اکتوبر 1950م د واڼا او شولم پهٔ سيمو د پاکستان حکومت درنه بمباري وکړه چې پهٔ پايله کې يې د وزيرستان ګڼ شمېر خلک مړهٔ او ژوبل شول

بلخوا د ايپي فقير سره خپلو ځايي او بهرنيو ملګرو هم ټګي وکړه او ډېری ملګري ترې پهٔ شا شول او هغه يې يکې يواځې پاتې کړو. دغه هر څهٔ هغه ډېر زړهٔ ماتی کړو او بيخي خاموشي يې اختيار کړه. خو پهٔ خپله خبره د ژوند تر اخيرۍ سلګۍ کلک ولاړ او د خپل دريځ نه يؤ قدم هم پهٔ شا نهٔ شو.

پهٔ خپلواکۍ، پُښتون غيرت، خپله خاوره، ننګ، ناموس، پُښتو او دين دغه ورک ميين سړي د پنځلسم او شپاړسم اپريل 1960م پهٔ منځنۍ شپه کې د ساه لنډي د ناروغۍ لهٔ کبله د دې نړۍ نه سترګې پټې کړې او خپل جهادي مرکز ګورويک ته مخامخ د غرهٔ پهٔ يوه غونډۍ خاورو ته وسپارلی شو. اروا يې ښاده او ياد يې تل.

ــــــــــــــــــــــــــ

مرسته/کتابيات/ اخستونځی

1. لهٔ پير روښانه تر باچا خانه ليکوال: علي خان مسيد

2. وزيرستان ليکوال: لايق شاه درپه خيل

3. پُښتانهٔ د تاريخ پهٔ رڼا کې بهادر شاه ظفر

.4 One Man against the Empire by Milan Hauner 

5. The Frontier Force 

6. Wikipedia 

7. Magazines

----------------------------

د مبارز  ایپي فقیر په هکله د عبدالباري جهاني لیکنه

دلته ټک ورکړئ

https://www.pashtoonkhwa.com/?page=pashtoonkhwa&cnt=2660

-
بېرته شاته