(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خدایي خدمتګارو

[01.Aug.2022 - 15:17]

دخدایي خدمتګار غورځنګ سوګند/ ژمنه :

 

(١): زه خداى حاضر او ناظر ګڼم او خداى سره دا وعده کوم، چې زه به خدايي خدمتګار يم.

(٢): څنګه چې خداى ته د خدمت ضرورت نشته دى، نو د هغه د مخلوق خدمت د خداى خدمت دى.

(٣): تشدد به نه کوم، ځکه چې تشدد نفرت پيدا کوي او عدم تشدد محبت او د تشدد د لاسه د پښتنو کور وران دى، ولې چې د پښتون تشدد همېشه د خپل ورور سره وي.

(٤): پرې، جنبې، تربګنۍ او دښمنۍ به د خپل پښتون ورور سره نه کوم.

(٥): که پښتون ورور بد راسره وکړي، د هغه نه بدله نه اخلم.

(٦): د ملک او قام خدمت به خداى لپاره کوم. د خپل خدمت په بدل کښې به له چا نه څه نه غواړم.

(٧): په بل تحريک کې به نه شاملېږم.

(٨): ناجايز رسمونه او رواجونه به پرېږدم.

 

کله، چې په ١٩٤٧ کال کې د انګرېزانو له خوا پاکستان جوړېده، نو خدايي خدمتګارانو په بنو کې د خان اميرمحمدخان تر مشرۍ لاندې غونډه/ جلسه وکړه او خپل آزاد حکومت يې اعلان کړ.

 ................

پښتنو د خپل آزاد حکومت پرېکړه ( فيصله) وکړه!   

پښتانه،  نه هندوستان غواړي نه پاکستان.

د صوبې د جرګې د اسمبلۍ د ممبرانو، د خدايي خدمتګارانو افسرانو او د (زلمي پښتون) د جرګې يو شريک اجلاس په يو ويشتم د جون ١٩٤٧ع په مقام د بنو کې د خان امير محمد خان د صدارت د لاندې وشو، دې اجلاس په اتفاق سره دا فيصله وکړه، چې په دې ملک کې دې د پښتنو يو آزاد حکومت جوړ شي، چې د هغې د ائين بنياد به په اسلامي اصولو ، جمهوريت، مساوات او ولسي انصاف باندې ايښودلى شي، دا اجلاس هر پښتو ته اپيل کوي چې د دې اعلى مقصد د حاصلولو لپاره په يو مرکز باندې راغونډ شي او بې د پښتون نه دې د بل چا اقتدار ته سر ټيټ نه کړي.

له طرفه د صوبه سرحد د لويې جرګې نه!!

 .....................

په همدغه ١٩٤٧ کال کې په کندهار کې د محمد ګل خان مومند، ګل باچا الفت او عبدالرؤف بېنوا په مشرۍ د باچاخان په ملاتړ د ويښ زلميانو په نامه د ليکوالانو يو غورځنګ منځ ته راغى، چې بيا وروسته پکې د ژوو (حېوانانو) په نومونو ډېر کسان هم شامل شول، چې په پاى کې په سياسي ډلو او ګوندونو وويشل شو

د برې پښتونخوا ځنې سياسي ګوندونه، لکه د خلق ډيموکراتيک ګوند، افغان ملت، مساوات، او شغله جاويد د ویښ زلمیانو غورځنګ لاسته راوړنه او پیداوار  (محصول) دي.

همدغه شان په ښکته پښتونخوا کې هم د باچاخان دخدایي خدمتګارو غورځنګ په ١٩٥٧ع کال کې د نيشنل ډيموکراټيک پارټۍ (NAP/NDP) بدله شوه او يوه برخه يې د مزدور کیسان په نامه ياده او بله برخه يې د نيشتل عوامي پارټۍ پښتونخوا په نامه پاتې شوه، بيا وروسته د نيشتل ډيموکراټيک پارټۍ څخه يوه برخه د نيشتل پروګريسو او بله برخه د پاکستان نيشتل پارټۍ (PNP ) په نامه بېله شوه، وروسته بيا دغه دواړه برخې د پاکستان نيشتل پارټي په نامه يو ځاى شوې.

١٩٨٦ کال کې ٢٦ جولاي NDP ېا NAP په نیشنل عوامي پارټۍ ANP بدله شوه او  د پاکستان نيشتل پارټي څخه ډېر کسان پکې بېرته يو ځاى شو.

د پښتنو ټولنيز او لسوليز ګوند (پښتون سوسيال ديموکراتيک پارټي (PSDP) هم د باچاخان د نظريو سيده محصول دى، چې د نیشنل عوامي پارټۍ (ANP) او ويښ زلميانو د غورځنګ اغيزه پرې هم شته دى.

(سرچینه: پښتانه د ولس پېژندنې له نظره)

----------------------------

 

 

 

 

باچا خان بابا 

خان عبد الغفار خان 1889-90 کښې پۀ اتمانزو چارسده کښې د بهرام خان کور کښې پېدا شو.

 

1896 کښې ئې جومات کښې د قران کريم زده کړه شروع کړه.

 

1898کښې پۀ ميونسپل بورډ هائي سکول پېښور کښې داخل کړے شو.

 

1901 کښې پۀ اېډورډز مشن هائي سکول کوهاټي ګېټ پېښور کښې داخل کړے. شو هغه وخت E.F.E Wigram د دې سکول هېډ ماسټر ؤ.

 

1906 کښۍ د ارمي د کمېشن اخستلو نه ئې انکار وکړو.

 

1908 کښې اسلاميه سکول علي ګړهـ ته لاړو.

 

1909 کښې انګلستان کښې ئې د تعليم نۀ کولو فېصله وکړه.

 

1910کښې ئې پۀ خپل کلي اتمانزو کښې يو سکول د مولانا عبد العزيز پۀ ملګرتيا کښې شروع کړو.

 

1911 کښې د رځړو د يار محمد خان د لور سره ئې وادۀ وشو.

 

.

 

1913 کښې د مسلم ليګ يو اجلاس له اګرې ته لاړو.

 

1914 کښې ئې مشر زوے عبدالغنی خان پېدا شو.

 

1914 کښې د مولوي فضل ربي او مولوي فضل محمود سره د شېخ الهند محمود الحسن پۀ بلنه دېوبند ته لاړو.

 

1914 کښې د چېلې ويستلو لپاره باجوړ ته لاړو.

 

1915 کښې انګرېزانو د اتمانزو پۀ ازاد سکول پابندي ولګوله.

 

1915 کښې ئې دوېم زوے خان عبد الولي خان پېدا شو.

 

1918 کښې ئې کور واله وفات شوه.

 

1919کښې ئې د رولټ اېکټ خلاف د سياسي ژوند اغاز وکړو.

 

1919کښې ګرفتار کړے شو .

 

1919 کښې ئې دوېم وادۀ د سلطان محمد خان د لور نامياته سره وکړو.

 

1920 کښې پۀ خلافت کانفرنس کښې د شرکت کولو لپاره دهلي ته لاړو.

 

1920 کښې افغانستان ته پۀ هجرت لاړو.

 

1920 کښې صوبائي خلافت کمېټي جوړه شوه او د هغې صدر منتخب کړے شو.

 

1920 کښې د خلافت تحريک لپاره ئې د چندې راټولولو مهم شروع کړو. دا رقم به پۀ هغه مدرسو لګولے شو کومې چې حکومت پۀ ١٩١٥ کښې بندې کړې وې.

 

1921 کښې پۀ اتمانزو کښې ئې وړومبۍ ازاده مدرسه جوړه کړه.

 

1921 کښې ئې تحريک اصلاح الافاغنه جوړ کړو چې وړومبے صدر ئې باچاخان او د پښتو ژبې وړومبے ډرامه نګار ميا محمد شاه د هغې سېکرټري جنرل مقرر شو او محمد اکبر خان خادم د شاعر پۀ حېث.

 

1921 پۀ 25 مۍ ئې د دوېم ټبر نه لور مهرتاجه پېدا شوه.

 

1921 پۀ 17 دسمبر د 40 اېف سي ار د لاندې ونيولے شو او درې کاله بامشقته قېد کړے شو. د دۀ خلاف الزامونه دا وو چې د هجرت پۀ تحريک کښې لويه برخه ئې اخستې وه او دوباره ئې پۀ اتمانزو کښـې ازاد سکول شروع کړے ؤ.

 

1921کښې حکومت د هغۀ د مشر ورور ډاکټر خان صېب او د نورو پښتنو مشرانو پۀ ذريعه پۀ جېل کښـې هغۀ ته ووې چې مونږ تا ته د ازاد سکولونو چلولو اجازت درکوو خو د صوبې دورې پرېږده.

 

1922 کښې هغه پۀ جېل کښې ؤ چې پۀ 20 اګست ئې درېم زوے عبد العلي خان پېدا شو چې مشهور ماهر تعليم ؤ او د پېښور يونيورسټۍ او ګومل يونيورسټې وائس چانسلر پاتې شوے دے.

 

1923 کښې چې کله د ډېره غازي خان پۀ جېل کښې ؤ نو مور بي بي ئې وفات شوه.

 

1923 کښې د هغۀ مشر ورور ډاکټر خان صېب د لندن سېنټ تهامس هسپتال نه ډاکټري وکړه او هلته ئې د يوې انګرېزې سره پۀ دوېم ځل وادۀ وکړو. د هغې نه د ډاکټر صېب يو زوے جان خان او يوه لور مريم وه.

 

1924 کښې د جېل نه رها شو.

 

1924 کښې د جېل نه پۀ واپس راتلو ورته د اتمانزو يوې جرګې د فخر افغان خطاب ورکړو.

 

1924 کښې پۀ صوبه کښې د جوړو شوو ازادو سکولونو چې خدائي خدمتګارانو چلول د هغې پۀ دوره روان شو.

 

1926 کښې د ال انډيا کانګرس د تحريک خلافت پۀ حقله پۀ کلکته کښې کېدونکي اجلاس له لاړو .

 

1926 کښې د باچا خان بابا پلار بهرام خان وفات شو.

 

1926 کښې د خپل ټبر او مشرې خور سره حج له لاړو.

 

1926 کښې د حج ادا کولو نه پس سره د خپلې کور واله هلته ايسار شو او د سعودي عرب او فلسطين مختلف ځايونه ئې وکتل. هم هلته ئې کور واله پۀ حق ورسېده او پۀ بېت المقدس کښې دفن کړې شوه.

 

1928 کښې پۀ مۍ ١٩٢٨ کښې ئې يوه رساله دپښتونپۀ نوم پۀ پښتو ژبه کښې شروع کړه.

 

1928 کښې باچا خان د انجمن نوجوانان صوبه سرحد پۀ نامه يو تنظيم جوړ کړو.

 

1928 کښې د ملګرو سره کلکتې ته د خلافت کانفرنس له لاړو. هلته ئې مولانا ظفر علي خان، علامه اقبال او علي برادرانو سره د سرحد او افغانستان پۀ حقله خبرې اترې وشوې.

 

1928 کښې پۀ ١١ نومبر د کانګرس د صوبائي کمېټۍ صدر وټاکلے شو.

 

1929کښې د کانګرس سالانه اجلاس کښې د شرکت لپاره لاهور ته لاړو. چې پۀ هغې کښې د ټول هندوستان د ازادولو غوښتنه وشوه.

 

1929کښې د کانګرس اجلاس له لکهنو ته لاړو چې پۀ وړومبي ځل ئې مهاتما ګاندهي او جواهر لعل نهرو سره ليدل کتل وشو.

 

1929کښې پۀ افغانستان ئې د بچه سقه خلاف د نادر خان فتح د نورو خدائي خدمتګارانو سره ونمانځله.

 

1929 کښې د ټول هندوستان دوره ئې پۀ دې غرض وکړه چې د افغانستان د پښتنو پۀ حقله د نورو خلقو مرسته نوره هم تېزه او تنده کړي.

 

1929کښې د نوجوانان صوبه سرحد تنظيم له ئې د يو غېر سياسي نتظيمخدائي خدمتګارنوم ورکړو چې وروستو دا تنظيم د پېرنګي د ظلمونو له وجې يو سياسي تحريک شو، بابا پۀ خپله د دې تنظيم سالار اعظم ؤ.

 

1929 کښې کلي پۀ کلي وګرځېدۀ چې خلقو کښې خدائي خدمتګار تحريک معرفي کړي.

 

1929 کښې د خلافت تحريک د کانګرس سره د اختلاف راتلو له وجې ئې د خلافت کمېټۍ د صدارت نه استعفي ورکړه.

 

1929 کښې پۀ اتلسم او نولسم اپرېل ئې پۀ اتمانزو کښې د خدائي خدمتګار تحريک يوه غونډه وکړه چې پۀ کښې پۀ سرو جامو کښې ملبوس پۀ سلګونو خلک شريک شو.

 

1929 کښې پۀ ستمبر کښـې ئې د خدائي خدمتګار سياسي څانګه د زلمو جرګه پۀ نوم پرانسته چې وروستو بيا د هغې نوم افغان جرګه کېښودے شو.

 

1930کښې پۀ درويشتم اپرېل ئې پۀ اتمانزو کښې يوه جلسه وکړه او خلقو ته ئې د حکومت خلاف پۀ سول نافرمانۍ کښې د شريکېدو خواست وکړو.

 

1930 کښې پۀ درويشتم اپرېل سره د ملګرو پوليس پۀ نحقۍ کښې د اېف سي ار د لاندې ګرفتار کړو او درې کاله قېد کړے شو.

 

1930کښې مياشتنۍ پښتون مجله (پۀ وړومبي ځل) بنده کړې شوه.

 

1930 کښې د قصه خوانۍ دردناکه پېښه وشوه.

 

1930 د مۍ پۀ دويم تاريخ د پښتونخوا خلقو د حکومت خلاف هړتال وکړو.

 

1930 د مۍ پۀ ديارلسم تاريخ حکومت اتمانزو کلے محاصره کړو چې خلق پۀ دې مجبور کړي چې هغوي خدائي خدمتګاري پرېږدي.

 

1930 پۀ اتويشتمه مۍ د ټکر پېښه رامېنځ ته شوه.

 

1930 د قېد دوران کښې باچا خان بابا کانګرس سره خبره وکړه چې کۀ هغوي زمونږ امداد کوي نو هغوي به خپل تحريک کانګرس سره وتړي.

 

1931 د يو کال قېد تېرولو نه پس د ګاندهې جي او ارون پېکټ ترمخه د ډېره غازي خان جېل نه رها کړے شو.

 

1931 پۀ مارچ کښې د کانګرس پۀ کراچۍ کښې کېدونکي اجلاس له پۀ وړومبي ځل د هغوي پۀ بلنه د سلو خدائي خدمتګارو سره شريک شو.

 

1931پۀ اپرېل کښې دهلي ته د کانګرس اجلاس له لاړو.

 

1931پۀ مۍ کښې يو ځل بياپښتون مجلهد عبدالخالق خليق پۀ ادارت کښې شروع شوه.

 

1931پۀ نهم جون د ګاندهي جې سره د کانګرس د ورکنګ کمېټۍ اجلاس له لاړو.

 

1931 پۀ جوﻻئي کښې د ګاندهي جي زوے دېوداس ګاندهي د پښتونخوا د حالاتو معلومولو لپاره پېښور ته راغے او پۀ اتمانزو کښې د بابا سره دېره شو.

 

1931 کښې حکومت د خدائي خدمتګار تحريک د اثر رسوخ ختمولو پۀ غرض خاکسار تحريک شروع کړو او د پېښور ګورنمنټ هائي سکول هېډ ماسټر عنايت الله مشرقي ئې د هغې وړومبے صدر مقرر کړو.

 

1931پۀ دېرشمه جولائي د صوبې چيف کمشنر سر سټيورټ پيئرز د باچا خان سره انټرويو وکړه.

 

1931 پۀ ديارلسم اګست باچا خان بمبۍ ته د آل انډيا کانګرس اجلاس له لاړو پۀ دغه اجلاس کښې فېصله وشوه چې پۀ صوبه سرحد کښې دې يوه نوې کمېټي د سرحد کانګرس کمېټۍ پۀ نوم يا د سرحدي صوبې جرګه پۀ نامه جوړه شي.

 

1931 پۀ پنځويشتم اګست د ګاندهي جې او جواهر لعل نهرو پۀ ملګرتيا کښې د وائسرائے سره مټينګ له شمله ته لاړو.

 

1931 پۀ څلېريشتم دسمبر پۀ تحريک پابندي ولګېده او پۀ خپل کور کښې ګرفتار شو او د درې کاله قېد بامشقت سزا ورکړې شوه.

 

1932 پۀ دسمبر کښې بيا يو ځلپښتونمجله د حکومت د جبر ښکار شوه او بندېز پرې ولګېدو.

 

1934 پۀ اوولسم اګست ئې د ګاندهي جي د روژې نيولو پۀ وجه هغۀ سره د همدردۍ کولو لپاره يوه هفته روژې ونيولې.

 

1934پۀ اوويشتم اګست د درې کاله قېد تېرولو نه پس رها شو خو خپلې صوبې ته پۀ تللو ئې پابندي ولګولې شوه او پنجاب کښې نظربند کړے شو.

 

1934 پۀ دېرشم ستمبر ئې پۀ کلکته کښې اولس ته د يوې جلسې پۀ دوران کښې پۀ هندو مسلم اتحاد باندې خطاب وکړو.

 

1934 پۀ بمبۍ کښې ئې يو اجلاس ته خطاب وکړو، د هغې پۀ وجه حکومت پۀ يو پي واردها کښې پۀ اووم دسمبر ګرفتار کړو.

 

1936پۀ اګست کښې رها کړے شو خو لا پۀ خپله صوبه او پنجاب تللو ئې پابندې وه د دې وجې نه دوباره واردها ته لاړو او ګاندهي جي سره دېره شو.

 

1937 پۀ فرورۍ کښې عام انتخابات وشو چې پۀ کښې خدائي خدمتګارو پۀ نولسو سيټونو کاميابي حاصله کړه.

 

1937 پۀ مارچ کښې د ګاندهې جي سره آل انډيا کانګرس اجلاس له دهلي ته لاړو.

 

1937 پۀ سرحد او پنجاب ته تللو چې کومه پابندي پرې لګېدلې وه هغه پۀ شپږويشتم اګست پورته کړې شوه.

 

1937 شپږ کاله بهر تېرولو نه پس د ګاندهي جي سره خپلې صوبې ته راغلو او خان عبدالولي خان پۀ اتمانزو کښې د دواړو استقبال وکړو.

 

1937 سرحد ته د راتلو نه پس ئې فېصله وکړه چې د ټولې صوبې او بلوچستان يوه دوره وکړي او خدائي خدمتګار تحريک فعال کړي.

 

1938پۀ وړومبۍ مۍ ګاندهي جي د صوبه سرحد د اتو ورځو پۀ دوره راغلو.

 

1938 پۀ مۍ کښې باچا خان بابا بياپښتونمجله شروع کړه اوس مياشتنۍ نۀ وه بلکې لس ورځې پس به چاپ کېدله او ايډيټر ئې عبدالخالق خليق صاحب ؤ.

 

1938د ګاندهي جي سره د آل انډيا کانګرس د ورکنګ کمېټۍ اجلاس له کلکتې ته روان شو.

 

1938 ګاندهي جي د صوبه سرحد د يوې مياشتې پۀ دوره د تللو پروګرام جوړ کړو.

 

1940پۀ مارچ کښې باچا خان بابا د آل انډيا کانګرس سالانه اجلاس له رام ګړهـ بهار ته روان شو.

 

1940باچا خان بابا د کانګرس ورکنګ کمېټۍ اجلاس کښې شرکت وکړو. پۀ دې اجلاس کښې پۀ صوبه سرحد کښې د سول نافرمانې د تحريک شروع کولو کار ورته وسپارلے شو.

 

1940يو وار بياپښتونرساله بنده کړې شوه.

 

1941 پۀ دريشتم دسمبر باردولي ته د ورکنګ کمېټۍ اجلاس له لاړو.

 

1941باچا خان با با پۀ ټوله پښتونخوا کښې د خدائي خدمتګارو لپاره ټرېننګ کېمپونه پرانستل.

 

1942ګاندهي جي او با چا خان بابا دواړو د آل انډيا کانګرس نه استعفي ورکړه ځکه چې هغوي حکومت سره پۀ دوېم عالمي جنګ کښې د تعاون اعلان وکړو.

 

1942پۀ جولائي کښې باچا خان بابا د خدائي خدمتګارو لپاره د پېښور نه څوارلس ميله لرې پۀ سردرياب کښې يو مرکزي دفتر د مرکز عاليه خدائي خدمتګاران پۀ نامه جوړ کړو.

 

1942 پۀ اوويشتم اکتوبر باچا خان بابا سره د نورو خدائي خدمتګارانو د چارسدې نه مردان ته د تللو پۀ وخت ميروس ډېرۍ کښې د پوليس نه وهل وخوړل چې پۀ هغې کښې ئې دوه پُښتۍ ماتې شوې او هري پور جېل ته بوتللے شو او دوه کاله قېد کړے شو.

 

1945 ډاکټر خان صاحب د لارډ کننګم پۀ دعوت صوبه سرحد کښې خپل وزارت جوړ کړو.

 

1945 پۀ اوولسم مارچ د لارډ وېويل د اعلان ترمخه د نورو قېديانو سره رها کړے شو.

 

1945 باچا خان بابا او ګاندهي جي د کانګرس او د هغې د ورکنګ کمېټۍ نه د وتلو نه پس پۀ بمبۍ کښې بيا پۀ کانګرس کښې شامل شو.

 

1945 پۀ مۍ کښې باچا خان بابا بيا دپښتوناجرا وکړه. خو دا ځل د هفته وار اخبار پۀ شکل کښې ؤ.

 

1945 پۀ پنځويشتم جون باچا خان بابا او ډاکټر خان صاحب پۀ شمله کښې د وېويل پۀ کانفرنس کښې د کانګرس د نمائندګانو پۀ حېثيت شريک شو.

 

1946باچا خان بابا د انډيا د مرکزي پارلېماني اسمبلۍ ممبر وټاکلے شو.

 

1946 حکومتي مسئلو باندې د خبرو اترو کولو لپاره باچا خان دهلي ته د ګاندهي جي ملاقات له لاړو.

 

1947 پۀ دوويشتم اپرېل باچا خان بابا وړومبي اېشين ريلېشن کانفرنس ته خطاب وکړو.

 

1947 باچا خان بابا د ګاندهي جي، لارډ ماؤنټ بېټن او محمد علي جناح سره پۀ يو اجلاس کښې شرکت وکړو. کانګرس ته پۀ صوبه سرحد کښې د رېفرنډم کولو کار وسپارلے شو خو باچا خان بابا د دې نه بائيکاټ وکړو.

 

1947 د پاکستان جوړېدو نه پس پۀ دوويشتم اګست حکومت د ډاکټر خان صاحب وزارت مات کړو او د هغۀ پۀ ځاے ئې عبدالقيوم خان راوستو.

 

1947 پۀ دوېم او درېم ستمبر باچا خان پۀ پاکستان کښې دننه د صوبې د خپل نوم مطالبه وکړه.

 

1948 باچا خان بابا د قامي اسمبلۍ اجلاس کښې د شرکت کولو لپاره کراچۍ ته لاړو.

 

1948 پۀ درېمه فرورۍ باچا خان د وړومبۍ پارلېماني اسمبلۍ د غړي پۀ حېثيت حلف وچت کړو.

 

1948 پۀ پينځم مارچ ئې قامي اسمبلۍ ته پۀ اردو کښې خطاب وکړو.

 

1948 د مارچ پۀ مياشت کښې باچا خان د پيپلز پارټۍ پۀ نوم يوه پارټي جوړه کړه چې عبدالصمد خان اچکزے، عبدالمجيد سندهي، جي اېم سيد، شېخ هشام الدين دوي هم ورسره ملګري وو. باچا خان بابا پۀ متفقه توګه د دې صدر منتخب شو.

 

1948 د اپرېل پۀ منځومانه کښې جناح صېب صوبه سرحد ته راغے باچا خان بابا ئې هرکلے وکړو.

 

1948 پۀ ديارلسمه مۍ باچا خان بابا د خدائي خدمتګار تنظيم پۀ ټول ملک کښې د خورولو اعلان وکړو او وې وئيل چې دا خدائي خدمتګار به د نوې جوړې شوې پيپلز پارټۍ رضا کاره ډله وي.

 

1948 پۀ مۍ کښې باچا خان بابا خپلې صوبې ته راغلو او پۀ ټوله صوبه کښې ئې د حکومت خلاف تحريک شروع کړو.

 

1948 د شمالي علاقو د دورو نه پس باچا خان بابا اراده وکړه چې اوس سوېلي علاقو ته لاړ شي خو د دې نه اګاهو پۀ پينځلسم جون ګرفتار کړے شو او درې کاله قېد کړے شو.

 

1948 پۀ څلورمه جولائي ١٩٤٨ د سرحد حکومت د يو ارډيننس پۀ ذريعه خدائي خدمتګار تحريک خلاف قانون وګرځولو.

 

1948 پۀ دولسم اګست هر کله چې باچا خان بابا جېل کښې ؤ د بابړې دړدناکه واقعه پېښه شوه.

 

1948 د ستمبر پۀ مياشت کښې خدائي خدمتګار تحريک خلاف قانون وګرځولے شو او د سردرياب مرکز وران کړے شو.

 

1950 د باچا خان بابا درې کاله قېد ختم شو خو څو ځله د بنګال ريګولېشن ١٨١٨ د لاندې شپږ شپږ مياشتې زيات کړے شو.

 

1952 پۀ فرورۍ کښې د بابا پوخ ملګرے او دوست قاضي عطاء الله خان چې د ډاکټر خان صاحب پۀ وزارت کښې وزير تعليم ؤ، وفات شو.

 

1952 د باچا خان بابا پۀ ميو هسپتال لاهور کښې اپرېشن وشو.

 

1954 پۀ جنورۍ کښې باچا خان بابا سره د نورو خدائي خدمتګارانو د جېل نه رها کړے شو خو د پنډۍ پۀ سرکټ هاؤس کښې نظربند وساتلے شو.

 

1954 پۀ مارچ کښې باچا خان بابا ته اجازت ورکړے شو چې د بنګال اسمبلۍ اجلاس له لاړ شي، هغۀ هلته اسمبلۍ ته پۀ اردو کښې تقرير وکړو او پۀ کښې ئې هغه ټول وجوهات بيان کړل د کومو له وجې چې هغه جېل ته کړے شوے ؤ.

 

1954 باچا خان بابا د ون يونټ مخالفت وکړو. پۀ دې مسئله کښې هغۀ د خپل ورور ډاکټر خان صاحب مخالف ؤ کوم چې هغه وخت د مغربي پاکستان چيف منسټر ؤ.

 

1955 حکومت د باچا خان بابا خپلې صوبې ته پۀ راتللو چې کومه پابندې لګولې وه هغه ئې وچته کړه.

 

1955 پۀ ستمبر کښې باچا خان بابا د صوبه سرحد دورې ختمې کړې او د بلوچستان پۀ دوره د عبد الصمد خان اچکزي پۀ وېنا روان شو.

 

1955 بلوچستان ته لا پۀ لاره ؤ چې سره د دوو ملګرو ګرفتار کړے شو. خو بيا پۀ شپږويشتم ستمبر رها کړے شو.

 

1956 پۀ شپاړسم جون باچا خان بابا ملکي سلامتيا ته د نقصان رسولو پۀ الزام کښې پۀ شاهي باغ پېښور کښې ګرفتار کړے شو. دغسې هم پۀ دغه ورځ عبد الصمد اچکزے هم پۀ کوټه کښې ګرفتار کړے شو.

 

1956 پۀ شپږم ستمبر پۀ لاهور هائي کورت کښې د جسټس شبير احمد پۀ عدالت کښې پۀ باچا خان بابا کېس شروع شو.

 

1956 پۀ شپږم ستمبر باچا خان بابا عدالت ته خپل يو ليکلے بيان ورکړو چې هغې کښې ئې د خپل ټول ژوند حالات ليکلي وو.

 

1957 پۀ څلېريشتمه جنورۍ عدالت باچا خان بابا څوارلس زره روپۍ جرمانه کړو چې د هغې د ورکولو نه هغۀ انکار وکړو نو د هغۀ جائيداد پۀ کښې ضبط کړے شو.

 

1957 باچا خان بابا پرېښودے شو.

 

1957 پۀ اوويشتمه جنورۍ باچا خان بابا پۀ پاکستان نېشنل پارټۍ کښې شامل شو چې د شپږو مخالفو سياسي پارټو نه جوړه شوې وه.

 

1957 د باچا خان بابا مشر ورور ډاکټر خان صېب پۀ اوومه جولائې د مغربي پاکستان د وزير اعلي د عهدې نه لرې کړے شو.

 

1957 د جولائي پۀ مياشت کښې باچا خان بابا، مولانا بهاشاني، ميا افتخار الدين او جي اېم سيد پۀ ډهاکه کښې پۀ يو کانفرنس کښې نېشنل عوامي پارټي جوړه کړه.

 

1958 باچا خان بابا دون يونټ او پښتانۀپۀ نوم د يو يونټ خلاف يو پمپلټ چاپ کړو.

 

1958 پۀ ديارلسم ستمبر باچا خان بابا بلوچستان ته د داخلېدو پۀ جرم کښې کوټه کښې ګرفتار کړے شو ځکه چې ډسټرکټ مجسټرېټ بلوچستان ته د هغۀ پۀ داخله پابندې لګولې وه. پېښور ته ئې راوستو او رها ئې کړو.

 

1958 پۀ يوولسم اکتوبر باچا خان بابا او مولانا بهاشاني صېب د نورو اتو لويو لويو ليډرانو پۀ شمول پۀ مشرقي پاکستان کښې د پاکستان سېفټي اېکټ د لاندې ګرفتار کړے شول. پۀ دې موقع عبد الصمد خان اچکزے هم ګرفتار شو او څوارلس کاله بامشقته قېد کړے شو.

 

1959 پۀ څلورم اپرېل باچا خان بابا رها کړے شو. هغۀ د ټولې صوبې دوره شروع وکړه. هم پۀ دغه کال باچا خان بابا سره د نورو سياسيانو د اېبډو يعني (Elective bodied disqualification order د لاندې تر کال 1966 پورې نااهله وګرځولي شول.

 

1961 پۀ دولسم اپرېل کښې باچا خان بابا چې کله د سوېلي علاقو پۀ دوره ؤ نو پۀ ډېره اسماعيل خان کښې د Public order Ordinance د لاندې ګرفتار کړے شو.

 

1962 يو غېر سياسي تنظيماېمنسټي انټرنېشنلباچا خان بابا Prisoner of the year وګرځولو.

 

1962 د دسمبر پۀ مياشت کښې اېمنسټي انټر نېشنل د باچا خان بابا د رها کولو غوښتنه وکړه ځکه چې حکومت به د هغۀ قېد هر شپږ مياشتې پس زياتولو.

 

1964 پۀ دېرشمه جنورۍ باچا خان بابا د هري پور جيل نه رها کړے شو ځکه د هغۀ صحت ورځ تر ورځ خرابېدو.

 

1964 پۀ اوويشتمه مۍ پنډت جواهر لعل نهرو مړ شو. باچا خان بابا د هغۀ لور ته د تعزيت پېغام د تار پۀ ذريعه ولېږلو.

 

1964 پۀ ستمبر کښې حکومت باچا خان بابا له برطانيې ته د علاج لپاره د تللو اجازه ورکړه. پۀ لندن کښې هغۀ د صوبه سرحد د زوړ ګورنر جنرل اولف کېرو سره ملاقات وکړو.

 

1964 پۀ دولسم دسمبر باچا خان بابا د يورپ نه افغانستان ته لاړو.

 

1965 پۀ يو دېرشم اګست باچا خان بابا پۀ کابل کښې پۀ پښتونستان چوک کښې د پښتونستان د ورځې نمانځلو دستوره کښې شرکت وکړو.

 

1969 د مۍ پۀ مياشت کښې د هندوستان حکومت باچا خان بابا له د بېن الاقوامي خېرخواهۍ پۀ لړ کښې د هغۀ د کړو خدماتو پۀ اعتراف کښېنهرو امن اېوارډورکړو.

 

1969 پۀ جون کښې د هندوستان وزير اعظمې اندرا ګاندهي پۀ کابل کښې د باچا خان بابا سره ملاقات وکړو او د قرآن پاک د يوې نسخې نه علاوه ئې ورله د هندوستاني جوړه کپړه پۀ تحفه کښې ورکړه.

 

1969 باچا خان بابا د کابل نه د بېروت (لبنان) پۀ لاره هندوستان ته لاړو.

 

1970 پۀ فرورۍ کښې باچا خان بابا د هندوستان نه واپس افغانستان ته لاړو.

 

1972 پۀ څلېريشتم دسمبر باچا خان بابا د يوې جرګې سره پاکستان ته د اتۀ کاله جلاوطنۍ نه پس راستون شو. پۀ دې جرګه کښې خان عبدالولي خان، اجمل خټک، محمد افضل خان، مولانا ګل بادشاه او مولانا عبد الباري شامل وو.

 

1975 پۀ دوېم اپرېل د باچا خان بابا خلاف يو کېس جوړ کړے شو او پۀ ديارلسم اپرېل د خانپور رېسټ هاؤس ته ولېږلے شو.

 

1976 پۀ اوويشتم اپرېل باچا خان بابا ازاد کړے شو.

 

1977 پۀ وړومبي اکتوبر جنرل ضياء الحق پېښور ته پۀ دوره راغلو او د باچا خان بابا سره ئې ملاقات وکړو.

 

1978 پۀ دوېم مارچ باچا خان بابا د پاکستان نه افغانستان ته د خپل کتابزما ژوند او جدوجهدليکلو پۀ غرض روان شو.

 

1980 پۀ شپږويشتم مارچ باچا خان بابا د طبعي معائنې لپاره د کابل نه هندوستان ته روان شو.

 

1980 د جولايۍ پۀ اتلسم تاريخ بابا د هندوستان نه واپس افغانستان ته لاړو.

 

1980 پۀ يويشتم اګست باچا خان بابا د علاج لپاره روس ته روان شو.

 

1980 پۀ يولسم اکتوبر د روس نه واپس افغانستان ته راغلو.

 

1981 پۀ ديارلسمه فرورۍ باچا خان بابا ناجوړه شو.

 

1981 پۀ نولسم اګست د افغانستان صدر ببرک کارمل وغوښتو چې پۀ ځنې اهمو مسئلو ورسره خبرې اترې وکړي.

 

1981 پۀ شپږم نومبر د افغانستان نه هندوستان ته روان شو.

 

1982 پۀ وړومبې جنورۍ د هندوستان نه افغانستان ته راواپس شو.

 

1982 پۀ درېم مارچ باچا خان بابا پۀ جلال اباد کښې د کټ نه پرېوتو او ژوبل شو او د هغې له وجې د کابل پۀ هسپتال کښې داخل کړے شو.

 

1982 پۀ اتويشتم اپرېل باچا خان بابا واپس پاکستان ته راغلو.

 

1983 د حکومت له خوا د کالا باغ ډېم جوړولو خلاف ئې تحريک شروع کړو.

 

1983 د ټولې صوبې دوره ئې شروع کړه چې د حکومت له خوا د کالا باغ ډېم جوړولو خلاف اولس بېدار کړي.

 

1984 باچا خان بابا د کالا باغ ډېم د مخالفت کولو پۀ وجه پۀ خپل کور کښې نظربند کړے شو.

 

1984 پۀ وړومبي اپرېل باچا خان بابا د علاج لپاره افغانستان ته روان شو.

 

1984 پۀ شپږمه مۍ د افغانستان نه واپس پاکستان ته راغلو.

 

1984 پۀ نولسمه جولايۍ باچا خان بابا د عبد الولي خان، مېرمن نسيم ولي خان او محمد اعظم خان سره افغانستان ته لاړو.

 

1984 د ستمبر پۀ نهۀ ويشتمه نېټه د افغانستان نه واپس پاکستان ته راغلو.

 

1985 د ال انډيا کانګرس پۀ دعوت باچا خان بابا د سلمې کليزې نمانځلو له پۀ شپږويشتم دسمبر هندوستان ته روان شو. پۀ دغه موقع عبد الولي خان او د د باچا خان نمسے ذالفقار علي خان هم ورسره وو.

 

1986 د جنورۍ پۀ څلورم تاريخ باچا خان بابا د هندوستان نه راستون شو.

 

باچا خان بابا خپل اخري تقرير د پښتو عالمي کانفرنس ته پۀ نولسم اپرېل وکړو.

 

1987 د مۍ پۀ مياشت کښې باچا خان بابا سخت ناروغه شو او د پېښور پۀ لېډي ريډنګ هسپتال کښې داخل کړے شو.

 

1987 د جون پۀ څلورم تاريخ پرې د فالج حمله وشوه، د هندوستان د حکومت پۀ بلنه د ال انډيا مېډيکل انسټيټوټ آف مېډيکل سائنس ته منتقل کړے شو چې تر شپاړسم اګسته پورې هلته ؤ.

 

1987 باچا خان بابا له د هندوستان د ټولو نه لوے اېوارډ بهارت رتن ورکړے شو.

 

1987 د اګست پۀ مياشت کښې بېرته پاکستان ته راوستلے شو او پۀ لېډي ريډنګ هسپتال کښې داخل کړے شو.

 

1988 د اګست نه تر شلمې جنورۍ باچا خان بابا بې هوشه پاتې شو او اخر ئې پۀ شلم تاريخ سحر پينځۀ دېرش منټه کم پۀ اووۀ بجې ساه ورکړه.

 

1988 پۀ يويشتمه جنورۍ د بابا جنازه پۀ جناح پارک کښې درې بجې ماسپښين ادا کړے شوه.

 

1988 پۀ دويشتمه جنورۍ د خپل وصيت مطابق پۀ جلال اباد کښې پۀ خپل کور کښې خاورو ته وسپارلے شو.

 

پۀ يويشتمه جنورۍ د بابا جنازه پۀ جناح پارک کښې درې بجې ماسپښين ادا کړے شوه. جناح پارک د هغۀ وخت د هند وړومبي وزير راجيو ګاندي د خپل يو حکومتي ډلې سره هم حضور کړے وو.

 

1988 پۀ دويشتمه جنورۍ د هغه وخت د عوامي نېشنل ګوند صوبائي سالار شېخ احمد علي پۀ مشرۍ کښې جنازهد جناح پارکنه پورته کړې شوه. د خپل وصيت مطابق پۀ جلال اباد کښې پۀ خپل کور کښې خاورو ته وسپارلے شو. د جنازې د مراسمو پۀ وخت هم د تشدد پلويانو د عدم تشدد د دې ستر علامت پۀ جنازه کښې ډېر پښتانه پۀ بمي چاؤدنو کښې ووژل. د اشرف غني پۀ وخت کښې ئې پۀ څلي ستره وداني جوړه کړې شوه.

 

باچاخان د خپل ژوند څومره برخه پۀ زندان کښې تېره کړې .

 

ليکوال حيات روغاني د باچاخان د زندان د مودې پۀ اړه د څېړنې پۀ نتيجه کښې وائي :

 

1947-1919 پورې: 11 کاله، 4 مياشتې، 19 ورځې

 

1984-1947 پورې: 13 کاله، 8 مياشتې، 2 ورځې

 

ټوله قېدونه: 25 کاله، 21 ورځې

 

جلاوطني: 15 کاله، 2 مياشتې، 9 ورځې

-
بېرته شاته