(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اتحاد او

[28.Jul.2022 - 15:22]

 

د اتحاد ( Alliance ) او ائتلاف (Coalition) توپیرونه

ليکوال: احسان الله ځيرک

ترتيب او راټولونه: امين قرار

 

په هر ډول منځپانګه کې د اصطلاحاتو پر ځای کارول د مخاطب په ژر پوهېدو کې مرسته کوي، د ابهاماتو مخه نیسي او پیغام ته ځانګړې ښکلا وربښي. له دې وجې د هرې منځپانګې لپاره پر وزن د برابرو اصطلاحاتو او کلماتو پیداکول خورا مهم دي

 

 له دې ډلې یو یې د اتحاد او ائتلاف اصطلاحات دي، چې هر یو یې په سیاسي علومو او حقوقي قرادادونو کې جلا جلا معناوې لري. نن د همدې اصطلاحاتو پر تعریفونو او توپیرونو غږېږو.

 

اتحاد(Alliance) 

 د سیاسي موخو لپاره د دولتونو، سازمانونو یا افرادو دوامداره یو ځای والي ته اتحاد  ویل کېږي

 

ائتلاف (Coalition) 

د سیاسي او نظامي موخو یا ګواښونو په وړاندې د دولتونو یا سازمانونو لنډمهاله یو ځای کېدل د ائتلاف په نوم یادیږي

 

د اتحاد (Alliance) او ائتلاف (Coalition) توپیرونه 

 

- اتحاد دایمي وي، خو ائتلاف لنډمهالی وي.

- اتحاد تر ډېره د سیاسي موخو لپاره وي، خو ائتلاف بیا تر ډېره د نظامي موخو لپاره وي.

- اتحاد بقاء لري، خو ائتلاف ژر پاشل کيږي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

د انتخاب (Election) او انتصاب (Selection) توپیرونه:

 

حقوقي مسلک ته ځینې وختونه له اصطلاحاتو سره د لوبې مسلک نوم هم ورکول کېږي. د دې تسمیې وجه دا ده، چې هره اصطلاح په خپل ځای کې ځانګړې اثرات لري. که چېرې د اصطلاحاتو اثراتو ته پام ونه شي، ممکن له وجې یې یوه ګټلې موضوع وبایلو. برعکس، که چېرې له حقوقي اصطلاحاتو سره سمه بلدتیا ولرو، کولای شو یوه بایللې قضیه، دعوا یا موضوع د خپل ځان په ګټه وڅرخوو. له دې اصطلاحاتو سره د بلدتیا په موخه په ننني بحث کې د انتخاب او انتصاب پر توپیرونو غږېږو

 

انتخاب (Election) 

انتخاب هغې رسمي او قانوني پروسې ته ویل کېږي، چې په ترڅ کې یې یو شخص د یو سیاسي مقام لپاره د خلکو په رایه ټاکل کېږي

 

انتصاب (Selection) 

هغه رسمي او قانوني پروسې ته ویل کېږي، چې په ترڅ کې یې یو شخص د یو سیاسياداري مقام یا یوې موضوع لپاره د بل صلاحیت لرونکي مقام له خوا ګمارل کېږي، څو اړوند چارې پرمخ یوسي

 

د انتخاب او انتصاب توپیرونه:

د انتخاب لپاره اصلي معیار عمومي رایه ده، خو د انتصاب معیار معمولاً د شخص ځانګړنو او وړتیاوو په پام کې نیولو سره د صلاحیت لرونکي مقام نظر او خوښه ده

انتخاب ځانګړې اصطلاح ده او معمولاً په سیاسي پروسو کې ترې ګټه اخېستل کېږي، خو انتصاب بیا عمومي اصطلاح ده چې له سیاسياداري چارو ورهاخوا په نورو عامه چارو کې هم ترې ګټه اخېستل کېږي

انتخاب د یوې ډلې له لوري کېږي، برعکس انتصاب د یو شخص یا فرد معمولاً واکمن له خوا کېږي

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

د کاروبار یا کسب (Business)، راکړې‌ ورکړې (Trade ) او سوداګرۍ (Commerce) توپیرونه:

 

موږ په خپلو ورځنیو خبرو کې تل دا یادونه کوو، چې نړۍ د یو کلي حیثیت غوره کړی. په دې کلي کې د استوګنې لپاره د هغوی په ارزښتونو، دود، دستور او عنعاتو پوهېدل اړین دي. د دې پوهې لومړنی ګام بیا افهام او تفهیم دی. د افهام او تفهیم لپاره ژبه یوه وسیله ګڼل کېږي. هرڅومره چې زموږ خبرې، کلمات او اصطلاحات د کلي نورو اوسېدونکو له خبرو، کلماتو او اصطلاحاتو سره نېږدې وي، په هماغه اندازه ژر یو د بل په خبره ځان پوهولای شو

 

د دغو اصطلاحاتو په لړ کې نن د کاروبار یا کسب (Business)، راکړې‌ورکړې(Trade) او سوداگرۍ (Commerce) توپیرونه او پښتو معادل اصطلاحات راسپړو

 

کاروبارکسب  (Business) 

کاروبار ټول هغه فعالیتونه په ځان کې رانغاړي، چې د ګټې ترلاسه کولو په موخه ترسره کېږي.

 

راکړه‌ورکړه (Trade) 

راکړه‌ورکړه د پیسو په بدل کې د پلورونکي او پېرودونکي ترمنځ د توکو یا خدمتونو تبادلې ته ویل کېږي

 

سوداګري (Commerce) 

سوداګري له تولیدوونکي بیا تر مستهلک پورې د توکو او خدمتونو د تبادلې لپاره ټولو اسانچاري فعالیتونو ته ویل کېږي. یا په بله وینا سوداګري د هغو فعالیتونو ټولګه ده، چې له تولیدوونکي څخه تر پېرودونکي او بیا مستهلک پورې د توکو او خدمتونو د تبادلې لپاره ترسره کېږي. په اسانچاري فعالیتونو کې بانکي خدمتونه، بیمه، لېږد رالېږد، ګمرکات، سړې خونې، زېرمتونونه او نور شامل دي

 

د کاروبار یا کسب (Business) او راکړې‌ ورکړې(Trade) توپیرونه:

- د کاروبار اصطلاح عامه ده او راکړه ورکړه هم په ځان کې رانغاړي، خو دراکړې‌ورکړې" اصطلاح بیا ځانګړې ده او یوازې د پیسو په بدل کې د توکو یا خدمتونو د تبادلې لپاره کارول کېږي

- کاروبار د یو توکي مالک له پېرودونکو سره نښلوي، برعکس په راکړه ورکړه بیا یوازې د پلورونکي او پېرودونکي ترمنځ اړیکه ده

- په کاروبار کې خطرونه زیات دي، برعکس د راکړې ورکړې خطرونه ډېر کم دی

- په کاروبار کې زیات کاري فرصتونه رامنځ ته کېږي، خو په راکړه ورکړه کې ډېر محدود کاري فرصتونه رامنځ ته کېږي

 

د راکړې‌ ورکړې (Trade) او سوداګرۍ (Commerce) توپیرونه:

- د راکړې ورکړې ساحه محدوده، خو د سوداګرۍ ساحه پراخه ده

- راکړه ورکړه یوازې له یو شخص بل ته د توکي یا خدمت د ملکیت انتقال دی، خو سوداګري بیا د ملکیت د انتقال ترڅنګ هغه اسانچاري فعالیتونه، چې پورته یې یادونه وشوه، هم په ځان کې رانغاړي

- راکړه ورکړه یوازې د پلورونکي او پېرودونکي ترمنځ اړیکه ده، خو سوداګري بیا د تولیدوونکي او مستهلک ترمنځ او په دې پروسه کې د ټولو ښکېلو اړخونو ترمنځ اړیکه رامنځ ته کوي

- راکړه ورکړه یوازې یو ځل کېږي او بل ځل ممکن وشي یا ونه شي، خو سوداګري دوامداره ترسره کېږي

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 

 

د  پېرودونکي (Customer)، مُستهلک (Consumer) او مؤکل (Client ) توپیرونه:

 

د یوې ژبې بډایتوب د هغې له اصطلاحاتو او کلماتو معلومېدای شي. هر څومره چې په یوه ژبه کې اصطلاحات او مترادف کلمات زیات وي، په هماغه اندازه ژبه سوچه او بډایه وي. له بده مرغه پښتو ژبې ته د لږ کار یا هم د ادب‌پوهانو او هر مسلک متخصصینو له لوري د نه پاملرنې له وجې زموږ شته اصطلاحات هم ورځ تر بلې د ورکېدو په حال کې دي. د دې کار یو عمده لامل دا دی، چې موږ د هر مسلک د ټرمینولوجۍ مسوولیت ادب‌پوهانو ته پرېږدو، چې هغوی باید کار پرې وکړي. اصلاً غوره کار دا دی، چې د هر مسلک متخصص باید په لیکوالۍ کې هم ځانګړی مهارت ولري. ځکه له یوې خوا ادیب د هرې برخې پر ټرمنیولوجۍ حاکمیت نه شي پیداکولای او له بلې خوا ځینې داسې تخصصي اصطلاحات وي، چې که چېرې د ادیب له خوا مترادف هم ورته وکارول شي، د ټولې منځپانګې معنا ته بدلون ورکولای شي. په نني بحث کې په همدې موخه د پېرودونکي (Customer)، مُستهلک (Consumer) او مؤکل (Client) توپیرونه راسپړو

 

پېرودونکی (Customer) 

پېرودونکی هغه چا ته ویل کېږي، چې د یو شرکت، دوکان یا شخص تولیدات او خدمات په دوامدار ډول پېري

 

مُستهلک (Consumer) 

مُستهلک هغه شخص دی، چې د یو شرکت، دوکان یا شخص تولیدات او خدمات د خپلې شخصي اړتیا په موخه پېري او ګټه ترې پورته کوي

 

مؤکل (Client )

مؤکل هغه شخص دی، چې د یو شرکت یا شخص له مسلکي (حقوقي، مالي، حسابي، بانکوالۍ، څارنې او ارزونې، روغتیایي، بازارموندنې... ) خدماتو ګټه پورته کوي

 

د پېرودونکي (Customer) او مُستهلک( Consumer) توپیرونه:

 

- پېرودونکی له یو شرکت تولیدات پېري او پر نورو یې پلوري، خو  مستهلک بیا د خپلې شخصي اړتیا پوره کولو لپاره د یو شرکت تولیدات پېري

- پېرودونکی ښایي د یو شرکت تولیدات یا خدمات خپله وکاروي یا یې پر نورو وپلوري، خو مستهلک یوازې د خپلې شخصي کارونې لپاره تولیدات یا خدمات پېري

 

د پېرودونکي (Customer) او مؤکل (Client )

- پېرودونکی عام او مؤکل خاص دی

- پېرودونکی د هر راز کاروبار له تولیداتو ګټه اخېستونکي ته وایي، خو مؤکل یوازې له مسکلي خدماتو ګټه اخېستونکي ته ویل کېږي

  • پېرودونکی تر ډېره له تولیدي برخې سره تړاو لري، خو مؤکل بیا د مسکلي خدماتو له برخې سره تړاو لري
-
بېرته شاته