(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پوهاند میرازي دوهم تلین

[28.Jul.2022 - 15:18]

 

دپوهاند دوکتورنوراحمد( ميرازى) ددويم تلين په ياد 

لیک: پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزى ځدراڼ

دوه کاله دمخه زما ملګرى ، ،زما همځو لى، زما هم ټولګى اود هيواد نامتو فرهنګي ، ملي ، وطنپال شخصيت ، دکابل پوهنتون فاضل استاد  ارواښادپوهاند ميرازى په حق ورسىد ٠ 
انه الله وانه اليه راجعون
ارواښا د ته دالله ج څخه جنت الفردوس او کورنۍ ، خپلـوانو ،دوستانو ، شاګردانو ته صبر جميل غـواړم
 ياد يې تل پاتې ٠
داواښاد په هکله لاندې متن زه کټ مټ همداسې خپروم چې دحميدالدين  صديقي له خوا دوه کاله پخوا خپور شوى دى

خداى بخښلى پوهاندصاحب دوکتور ميرازى د پکتيا ولايت دځاځى آريوب ولسوالى د احمدخيلو په کلى دنيا ته سترګى خلاصى کړى. خپل تحصيلات يى درحمان بابا په عالى ليسه کى بشپړ کړ.
او له همدى ليسى څخه يى دلوړو تحصيلاتو لپاره سکالرشيپ تر لاسه کړ.
د دوکتورا ترلاسه کولو او هيواد ته را ستنيدو وروسته يى په ټوله موده کى دکابل پوهنتون دساينس په پوهنځى کى خدمت وکړ. 
. د کابل پوهنتون د ساينس او علومو د پوهنځى له پياوړو، تجربه لرونکو او مهربانو استادانو څخه وو دخپل علم په رڼايى ټول عمردجهالت دتورتمونو درڼا کولو په موخه اوږده نه ستړى کيدونکى مبارزه وکړه.
دآريوب ځاځيو له مخه ورى کورنۍ څخه وو.

 هغه وخت کى درحمان بابا ليسه پښتانه ميشته ولايتونو کليواله خلکو ته تخصيص شوى وه. چه دشپى اوسيدلو ځاى يا ليليه يى هم درلودله.
د ليسى عمومى مدير هم د پکتيا ولايت دآريوب ځاځيو اوسيدونکى خداى بخښلى مديرصاحب دورمرجان وو، حکومت کى ديوشمير متعصبو کړيو دمخالفت با وجود د سپين غراحمدخيلو دکلى اوسيدونکى مرحوم حاجى محى الدين(صديقى)، معاون صاحب آدم خان (ځاځى) او يوشمير نورومشرانو، مديرصاحب درمرجان او وزير صاحب على أحمد (پوپل) د خاصى توجه په برکت تاسيس او بنياد شوه
 دغه  ګلدسته  ديوه بڼ هغه لاندى ذکر شوى  ګلونه او شخصيتونه وه چه د رحمان بابا ليسى له لومړى او دوهم دورى څخه د هغه وخت دمعارف بااحساسه اوخدمتګار وزير خداى بخښلى على أحمد پوپل په ميړانه اروپا ته وليږل شول ترڅو په بيلابيل علمى څانګو کى لوړ تحصيلات تر لاسه کړى دوى ټولو له تږ نه وړاندى ژمنه وکړه چه په راګرځيدو سره به د استادى درنه وظيفه اجرا کوى :
دليسى مدير محترم دور مرجان (ځاځى)
مرحوم پوهاند دوکتور نوراحمد ( ميرازى) دساينس پوهنځى استاد.
مرحوم پياوګل (صديقى) د تعليم او تربيه پوهنځى، او سيد جمالدين د ښونى او روزنى دعالى انستيتيوت استاد.
داکتر صاحب نظر محمد (ځدراڼ) دساينس او علومو پوهنځى استاد.
دوکتور محمد نبى (مصداق) دمدير صاحب دور مرجان ورور، د BBC د پښتو ځانکى بنسټ ايښودونکى.
عبدالروف (خپلواک) د اقتصاد پوهنځى استاد.
استاد رڼا ګل (ځاځى) د ښونى او روزنى پوهنځى پخوانى ريس او استاد.
مرحوم دوکتورسرمحقق خواجه الدين(صديقى) د افغانستان دعلومو اکاډمى علمى غړى
ډوکټور ګل افضل (ځاځى) دساينس او علومو اکاډمى استاد او بلجيم کى دافغانانو دټولنى او مسجد بنياد ايښودونکى.
مرحوم محمد حکيم (تڼيوال) د کابل پوهنتون دادبياتو پوهنځى او مهاجرت کى داستادانو داتحاديى مشر او دپکتياولايت شهيد والى. 
استاد سيد احمد( مومند) 
او دهمدى علمى دورى يوشمير نور درانه شخصيتونه چه انشالله راتلونکى کى به په کوم بل پست کى به يى تکميل کړم.
دا ټول شخصيتونه دعلم هغه بله ډيوى وى چه په ډيرو سختو شرايطو او مخالفتونو سره سره يى  ډيرو لوړو دولتى مقامونو ته په شا کولو سره  د استادى لوړى، باعزته او مهمى دندى ته ځکه ترجيح ورکړه چه نيغ په نيغه د محرومو پښتنو او کليوالو خلکو خدمت وکړاى شى او هغوى دعلم په رڼا سمبال کړى.
لدى جملى څخه يو شمير يى د دوکتور نبى مصداق په شمول شکر لا هم ژوندى دى. دغو لوړو شخصيتونو دخپلى مبارزى او خدمت په اوږده دوره کى نه يوازى زيات شمير نور علمى او دولتى کدرونه ټولنى ته تقديم کړى بلکه هر يوه يى څو څو علمى او تحقيقى آثار او کتابونه هم را تلونکو نسلونو ته په ميراث پريښى چه اميد دى نوى کهول به يى په قدردانى سره دخپل ژوند دلارى مشال وګرځوى.
 الله(ج) دی خدای بخښلى پوهاندصاحب ميرازى ته جنت، او دهغه درنى کورنى ته دزړه صبر نصيب کړى.
پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزى ځدراڼ

27.07.2022

-
بېرته شاته