(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سینې سرطان

[28.Jul.2022 - 15:02]

#Breast_Cancer     ................... د_سينې_سرطان    

#What_is_Breast_Cancer ?           څه ته وايي ؟

#Genes_Involve_in_Breast_Cancer? 

د سينې سرطان / کينسر څه ته وايي؟ 

کوم جينونه دي چې د سينې د سرطان سبب کيږي؟

 

 د انسان وجود له بې شميره حجراتو څخه تشکيل شوې دى اود  په هرې حجره په هسته  کې د کروموسوم Chromosomes په نامه مواد شتون لري.

 کروسومونه( Chromosomes) په اصل کې د هيسټون پروټين او  DNA څخه تشکيل شوي وي. هر ځل چې يوه حجره په منځ دوه ځايه کيږي او په دې توګه له يوې حجرې يا Cell څخه دوه حجرې جوړېږي نو په همدې وخت کې په حجره کې د موجوده DNA څخه د DNA دوه کاپيانۍ جوړيږيعموماً د DNA دا کاپي ګانې هوبحو د هم هغې زړې DNA پشان وي او ځکه ورته د ډي اين اې کاپي اصطلاح کارول کيږي خو ځينې وختونه د DNA د کاپي کيدو په وخت کې په DNA کې د مختلفو عواملو له کبله مستقل بدلون رامنځ ته کيږي دې مستقيل تغير ته په Molecular Biology کې DNA Mutation ويل کيږي

 کله چې د کوم انسان په ډي اين اى (DNA) کې مستقل تغير رامنځ ته شى نو بيا هغه انسان په کينسر اخته کيږي.

يا په بل عبارت   د انسان په وجود کې د Appotosis په نوم يو داسې عمل تر سره کيږي د کوم په نتيجه کې چې زړې او له کاره لويدلې ژونددانکې (Cells) وژل کيږي او له منځه ځي او پر ځاې يې نوې او روغې ژونددانکې پيدا کيږي , کله چې په کومو ژونددانکو کې دا عمل کار پريږدي نو په وجود کې هغه پخوانې زړې حجرې Cells نه يواځې دا چې له منځه نه ځي بلکې په ډيرې چټکتيا سره نورې ژونددانکې زيږوي او په نتيجه کې کينسر يا سرطان رامنځ ته کيږي

#د_سينې_سرطان  ........ Breast Cancer 

د سينې سرطان يوه هغه ناروغتيا ده د کومې په نتيجه کې چې د سينې د حجراتو Cells  په DNA کې يو مستقل تغير Mutation  رامنځ کيږي له کومې له وجې چې د سينې حجراتو/ ژوندانکو  تعدار زياتيدل له کنټرول څخه وځي او په نتيجه کې يې ناروغ  د سينې په سرطان Breast Cancer اخته کيږي

#هغه_جينونه_چې_د_سينې_د_سرطان باعث کيږي 

د جينيټکي پلوه د سينې سرطان په دوه مهمو جينونو کې د مستقل تغير  Genetic Mutation له کبله رامنځ ته کيږي چې يو يې BRCA 1 او بل يې BRCA 2 جين دې

کله چې په دې جينونو کې Mutation واقع شي نو د سينې حجرات په غير نورمال ډول تکثر پيل کړي چه په دې نتيجه کې بله اخر د سينې کينسر رامنځ ته کيږي .

دا دواړه جينونه داسې پروټين توليدوى کوم چې د کينسر څخه مخنيوې کوي

له دې نه علاوه ځينې نور جينونه هم شته لکه ATM,  TP53 , PTEN وغيره که چېرته په  دې جينونو  کې Mutation رامنځ ته شي نو ممکن چې انسان په کينسر اخته شي

#د_سينې_جوړښت

سينې يا تي له درې ۳ مختلفو جوړښتنو څخه جوړې دي لکه 

۱ ) لابيول Lobule دا په اصل کې هغه غدې دي کوم چې شيدې توليداوي .

۲رګونه Ducts دا هغه ټيوبونه دي کوم چې شيدې د سينې څووکې يا تي ته را رسوي 

۳کنکيټيو ټيشو Connetive Tissue دا جوړښت د سينې مختلفې برخې سره يو ځاى ساتي .

د سينې اکثره سرطانونه د سينې په Ducts او Lobules کې واقع کيږي . د سينې سرطان د وينې د رګونو او لمف رګونو په واسطه د وجود نورو برخو ته خپريږي او کله چې سرطان د وجود نورو برخو ته خپور شي نو دې ته Metastsized ويل کيږي او دا يو خطرناک حالت دې

د سينې د سرطان قسمونه  kinds of breast cancer 

د سينې د سرطان ډير قسمونه دي خو دا دوه ۲ قسمونه يې ډير مهم دي

1) #Invasive_Ductal_Carcinoma (IDC)

د سينې د سرطان دا ډول په اول ځل د شيدو د رګونو په حجراتو  کې پيل کيږي په او بيا د شيدو له رګونو  Ducts څخه بهر  خپريږي . دا سرطان د سينې د سرطانونو په نسبت ډير زيات دې او تقريباً د سينې د سرطان 80%   سلنه همدا د  IDC سرطان دې

د دې سرطان/ کينسر څلور مهم ډولونه دي

1)  ميډولري ډکټل کارسينوما

 Medullary  Ductal Carcinoma 

2) ميوسنيس ډکټل کارسينوما 

Mucinous Ductal Carcinoma. 

3) پيپلري کارسينوما 

Papllary Carcinoma 

4) ټيبولر ډکټل کارسينوما 

Tubular Ductal Carcinoma . 

 

#علايم_Symptoms : 

ممکن چې دا سرطان په اول کې څه خاص علايم ونلري او که چرته علايم ولري نو دا لاندې يې مهم دي

1) د سينې د پوستکي ډبلوالى يا غټ والى 

2) په سينه  کې د Mass يا اضافي غوښې ليدل

3) د سينې خارښ او سره کيدل

4) د سينې په کومه خاصه ساحه کې د درد احساس کول

5) د تي يا د سينې په څوکه کې تغيرات پيدا کيدل

 

2) #Invasive_Lobular_Carcinoma ( ILC)

د سينې دا قسم کينسر ژوندانکې  (Cells )  د سينې په هغو غدو  Lobuls کې رامنځ ته کيږي چې شيدې توليدوي او بيا له دې غدو څخه  څخه بهر د سينې عضلاتو ته لکه Lymph Nodes او د وجود نورو برخو ته خپريږي. د سينې  تقريباً 10% سلنه سرطانونه ILC تشکيلوي

که څه هم د سرطان دا ډول په عمر کې کيداشي خو د زيات عمر په ښځو کې يې امکان ډير دې

#ډولونه_Subtypes

1) Solid

2) Aviolar 

3) Tubulolobular.

#علايم_Symptoms : 

په اولو وختونو کې څه خاص علايم نه وي خو په روسته کې دا لانداې علايم لري

د سينې د يوې خاصې ساحې ډبلوالى 

د سينې پړسوب 

د سينې په رنګ او جوړښت کې تغير 

لکه د نورو سرطانونو په دې سرطان کې په سينه کې کلکه غووټه نه جوړيږي ځکه چې په دې سرطان کې د کيسر حجرات په يو Nodule کې نه حصاريوي بلکې د سينې نورو برخو ته خپريږي

 

#يادګيرنې :

1)  د سينې سرطان عموماً په زړو ښځو کې ډير واقع کيداى شي خو دا حتمي نه ده کله کله په ځوانو ښځو کې هم واقع کيداى شي

2) همدا رنګه د سينې سرطان عموماً په ښځو کې واقع کيږي خو کله کله په نارينه کې هم واقع کيداى خو  شي خو په نسبت يې  نارينه کې يې چانس ډير کم ليدل کيږي

په درنښت 

ستاسو ورور 

ډاکټر سيف الرحمن پښتون.            Dr Saif  Pashtoon 

ماليکيولر بيالوجيسټ .                Molecular Biologist

 مسول :  National PCR Trainer, MoP Afghanistan

#رحمان_طبى_لابراتوار ....  ايستګاه دهن نل .کابل افغانستان

0783120012

 

 

 

 

#اېډز 

ايچ_اى_وي/ ايډز  څه ته وايي ...? What is HIV/AID

محترمو لوستونکو

#ايچ_اى_وي د يو خطرناک وايروس مخفف نوم دې

چې  هيومن ايمينو ډيفيشنسي وايروس ورته ويل کېږي .  

                        (Human Immunodeficiency Virus) 

ساينسپوهان په دې باور دي چې د HIV  وايروس ډېر پخوا تقريبا 1980 لسيزې کې په لومړي ځل په غربى افريقا کې له شادي ګانو څخه هغه افريقايي انسانانو ته منتقل شو کومو چې به د شادي ګانو ښکار کاوه  او له هغه ځايه بيا کرار کرار د نړۍ نورو هېوادونو خپور  شو.     

په کال 2016 کې د ترسره شوو څيړنو له مخې ويل کيږي چې په ټوله نړې تقريباً 36.7 ميليونه خلک په ايچ اى وي ناروغۍ اخته دي( تقريباً د افغانستان د ټول نفوس برابر دي)   له دې 36.7  ميليونه ناروغانو له جملې يې 2.1 ميليون ماشومان دي

د دې څيړنو پر بنسټ ويل کيږي چې تقريباً هر کال 1 ميليون خلک د HIV/AIDS له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي او هر کال 1.8 ميليونه نور خلک په دې ناروغۍ اخته کيږي چې 90 سلنه خلک يې په روسته پاتې هيوادونو کې اوسيږي چې په دې کې ډيرې خلک يې د افريقا دي.  

#جوړښت ... او .. ميکانيزم ... Structure : 

ايچ اى وي يو RNA  وايروس دې او د Retrovirus د کورنې سره تعلق لري . څرنګه چې د ايچ اى وي وايروس پخپله روشت نه شي کولې نو د انسان د دفاعي سيسټم د  سپينو حجراتو په T Helper Cells باندې حمله کوي کومو ته چې ځينې وخت CD4 Cells هم وايي. د ايچ اى وي وايروس د T helper cells په DNA کې خپل ځان ځاى په ځاى کوي او په دې توګه د T Helper Cells د DNA کنټرول په خپل کنټرول کې اخلي,

د يادونې ده چې نوموړي حجرات د مختلفو ميکروبونو او کمياوي موادو څخه د انسان دفاع کوي. که لږ په نور وضاحت سره ووايو نو که چرته  په ايچ اى وي وايروس د اخته ناروغ په وخت علاج ونه شي نو د ايچ اى وي وايروس د CD4 Cell تخربوي کومې چې د T Cells يو قيسم دې.  

د ايچ اى وي وايروس قيسمو ... Types of HIV Virus

په جينيټکي جوړښت او په انټي جين کې د توپير پر بنسټ ايچ اى وي وايروس په 2 غټو ډولونو ويشل شوې دې چې يو ته يې HIV 1 او بل ته يې HIV 2 ويل کيږي او دا قيسمونه بيا په نورو وړو قيسمونو چې  Subtype ورته ويل کيږي ويشل شوي دي

ساينس پوهان وايي چې د وخت په تيريدو سره په يو وخت کې په يو ناروغ انسان کې HIV وايروس په نورو وړو وړو مختلفو وايروسونو کې بدليږي چې هغې ته Quasi Species وايي او دوي په خپل منځ کې ډير لږ تفاوت لري

ايچ اى وي ... ۳ حالتونه لري ... Stages of HIV 

1 Acute HIV Infection Stage.

2  Clinical Latency or Chronic Stage.

3 AIDS

#علايم ..... Symtoms: 

په اول وختونو کې 

ناروغ ته د زکام پشان د تکليف احساس کوي

کافى وخت روستو مريض ته د تبى شکايت پيدا کيږي

د مريض وزن کميږي او د لمفنوډ غدود يې پړسوب پيدا کوي.

 #ايډز ... AIDS 

 ايډز د ايچ اى وي پرمختللي حالت ته ويل کيږي کله چې په ايچ اى وي د اخته ناروغ Anti retroviral تداوي ونه شي نو د وخت په تيريدو سره د ايچ اى وي HIV وايروس د Nef  په نوم يو پروټين(Nef Protien) توليده وي کوم چې په ډير شمير کې د CD4 Cells وژني او په دې توګه ناروغ په وينه کې د CD4 Cells تعداد تر 200 پورې راښکته کيږي.

 د Nef Protien له دې نه علاوه د په حجراتو باندې د موجودو MCH ماليکلونو د جوړيدو مخنيوى هم کوي چې دې دواړو کارونو په نتيجه کې ناروغ  په وجود کې د دفاعى  حجراتو اندازه ډيره کميږي  او له دې کبله ناروغ په نورو ډيرو سختو ناروغيو اخته کيږي او حتا چې ناروغ په کينسر هم اخته کيږي لکه

Centeral Nervous System Lymphoma

Pneumocystis Pneumonia

Tuberclosis (TB)

Fungal Infection of mouth and throut

Cytomegalvirus (CMV) Infection.

بل د ايډز په حالت کې د  ناروغ د ايچ اى وي ټيسټ مثبت راځي او د CD 4 Cells  نتيجه له Cell/mcL 200 يا له 14% سلنه کمه وي  نو بيا مونږ ويلې شو چې دا ناروغ د ايډز AIDS تر حده رسيدلې دې کوم چې ډير زيات خطرناک حالت دې او که چرته د ايچ اى وي ناروغ په وخت Antiviral دوا په واسطه علاج ونه شي نو ډير امکان لري چې پس له څو کالو مريض د ايډز حالت ته ورسيږي

کله چې په ايچ اى وي اخته ناروغ د ايډز حالت ته داخل شي نو دا مريضان بيا اکثراً تر درې (۳ ) کالو پورې ژوند کولې شي

ايچ اى وي ..څنګه خپريږي ...  HIV Transmission

د ايچ اى وي وايروس له يو ناروغ انسان څخه نورو انسانانو ته د لاندې لارو انقاليدې شي .

۱) د وينې له لارې 

که په ايچ اى وي اخته ناروغ بل چا ته وينه ورکړي 

که د ايچ اى وي د ناروغ په پيچکاري بل ته پيچکاري وکړي 

که د ايچ اى وي د ناروغ په پاکي سر يا ګيره وخري .

۲) د جينسي لارې 

که يو څوک په ايچ اى وي اخته ښځې سره جينسي اړيکه ولري

که يوه ښځه په ايچ اى وي اخته نارينه سره جينسي اړيکه ولري

که يو نارينه په ايچ اى وي اخته وي او د بل نارينه سره لواطت وکړي نو په دې ناروغۍ اخته کيږي

۳) د شيدو له لارې.

هغه ميندې چې په ايچ اى وي اخته دي بايد ماشومانو ته د خپل تي شيدې ورنکړي ځکه چې د ايچ اى وي وايروس د تي په شيدو کې موجود وي نو که دوي خپلو ماشومانو ته د خپل تي شيدې ورکړي نو ډير امکان لري چې د هغوي ماشومان هم په ايچ اى وي اخته شي

#واکسين ..... Vaccine :

په خواشينې سره چې تر اوسه د ايچ اى وي د مخنيوي لپاره کوم کامياب واکسين نه دي جوړ شوي .

#علاج .... Treatment : 

د HIV/AIDS  د مکمل روغتيا لپاره  داسې کومه دوا نشته چې د ناروغ په وجود کې د HIV وايروس په مکمله توګه له منځه يوسي ابلته د ايچ اى وي علاج ډير ضروري دې ځکه چې د علاج په برکت د ناروغ په وينه او نورو معياتو کې د دې وايروس اندازه تر ډيره حده راکميږي او ځينې وختونه خو د تداوى په برکت ان په معايناتو کې نه ليدل کيږي او بل دا چې د CD4 Cells تعداد هم د علاج په واسطه لوړيږي او همدا رنګه د ناروغې علايم هم کنټروليږي او د هم دې ۳ واړو مقاصدو لپاره علاج کيږي

#درمل

د ايچ اى وي د علاج لپاره له ۳ قيسمه درملو استعفاده کيږي 

اول ... Antiretroviral دا هغه درمل دي کوم چې وايروس  خلاف خوړل کيږي. دا ۲ قيسمه دي په لومړيو کې د ART چې Antiretroviral Therapy څخه استعفاده کيده خو نن سبا تر دې هم ښه درمل ورته جوړ شوي  HART چې Highly active antiretroviral therapy ورته وايي .  

دوهم .... د Opertunistic infection مخنيوې کول

دريم .....  او هغه درمل کوم چې د دې ناروغۍ علايم کموي

په درنښت 

ډاکټر سيف الرحمان پشتون.

Molecular Biologist.

Infectious Diseases Researcher.

Ex-National PCR Trainer MoPH, KabulAfghanistan.

-
بېرته شاته