(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خادم بابا

[20.Jul.2022 - 17:14]

 

ستر لیکوال او په پښتو او پښتنوالې  مین ارواښاد استاد خادم بابا

لیک: ډاکتر لطیف یاد

مولانا قيام الدين خادم د ملا حسام الدين زوى د ملا علي گل آخوند زاده لمسى په ١٣٢٥ هـ ق١٩٠٧م١٢٨٦ هـ ل کال د ننگرهار ولايت د کامي په ولسوالۍ کې زيږيدلي دى .

لومړنۍ زده کړه يي له خپل پلار نه کړې ده او قرآن عطیم او ادبياتو کتابونه يې ورسره ويلي دي . بيا د کوز کونړ ، بوډيالۍ ، کامه ، د لغمان لړه موړې ، د چپرهار کنډي باغ ، آگام ، د خوگياڼو ارغچ ، کيلغو ، حصارک ، حصار شاهي ، کابل ، پيښور ، ملکنډ ، ډهلي او لوديانې په مدرسو کې يي د هغه وخت مروج علوم : صرف ، نحو ، منطق ، حکمت ، کلام ، فقه ، تفسير ، حديث ، مناظره ، اصول فقه، يوناني طب او نور ولوستل .

ارواښاد خادم صاحب دلومړي ځل لپاره په ۱۳۰۴لمريز کال دکامې په الومړني ښونځۍ کښي دښوونکي په توگه دندي په سرته رسولو وگمارل شو. تر څه مودې وروسته هغه هندوستان ته سفر وکړ تر سفر وروسته کله چې وطن ته راستون شو دجلال آباد په يوه ښوونځۍ کې دښوونکي په توگه مقرر شو.

خادم صاحب دوه نيم کاله په لواړگې کې اوسېده ،همدلته دشاعرۍ ،ليکوالی او ادبياتو سره دهغه مینې وده وکړه ،همدلته په لواړگې کي ېې کوژده او واده وکړ .

خادم صاحب په ۱۳۱۲لمريز کال دلواړگي نه دکندهار ولايت ته لاړ او هلته دکندهار دپښتو ادبي انجمن دغړې په توگه وگمارل شو. په ۱۳۱۴ لمريزکال داسد دمياشتي په ۲۵ نيټه دهغه وخت ددولتي اړونده چارواکو په امر او دستورد((پښتو ادبي انجمن ))له کندهار نه کابل ته ولیږدید ، چي په ۱۳۱۵ لمريز کال دغه انجمن په ((پښتو ټولنه )) ونومول شو . خادم صاحب دري مياشتي د((زيري )) داخبار دخپرولو مسؤليت پر غاړه درلود . په ۱۳۱۸لمريزکال دتاليف او ترجمي دشعبې مدير مقرر شو ،اوپه ۱۳۲۰ لمريز کال دپشتو ټولني دعمومي رياست مرستيال اوپه ۱۳۲۱لمريزکال داتحاد مشرقي مدير اوپه ۱۳۲۴لمريزکال ددايره ت المعارف دترجمي مدير مقرر شو. په ۱۳۲۵لمريز کال دتعاوني ډيپو دتفتيش لوي مدير وټاکل شو ،څه وخت وروسته دهرات ولايت ته ولېږل شو . په ۱۳۲۹ لمريزکال دکندهار دطلوع افغان مدير په توگه وگمارل شو . په ۱۳۳۰ لمريزکال دکابل مجلې دچلوونکې دنده ورپه غاړه شوه ،په ۱۳۳۱لمريز کال دسروبي دبرېښنا دفابريکې دکوپراتيف لوي مدير مقرر شو.

په۱۳۳۲لمريزکال خادم صاحب د((اصلاح)) دورځپاڼي دمسؤل مدير په حيث وټاکل شو. خادم صاحب په مختلفو ددولتي دندو گمارل شوي دی اوپه بیلا بیلو ځایونو کې يې دندي سرته رسولې دي ،دبيلگې په توگه داصلاح دورځپاڼي دمدريت ددندې تر سرته رسولو وروسته هغه څوکاله دپښتو ژبې دکورسونو مدير او په عين وخت کښي د((زيري)) داخبار دچلوونکي دنده هم پر غاړه درلوده . ارواښاد استاد قيام الدين خادم د پښتو ژبي او ادب يو پياوړى ليكوال، شاعر او پوه عالم و، او پدې لاره کښي يې زيات زيار ايستلۍ . خادم صاحب په رښتيا سره دپښتو ژبي او ادب خادم و ،په همدي دليل هغه د پښتو ژبي او ادب د ځلانده آسمان يوله روڼو ستورو څخه گڼل کيږي . استاد د پښتو ژبي او ادب په باب پوره او په زړه پوري منظوم او منثور آثار ليكلي اويوه ښه علمي ذخيره يې زموږ دهيواد راتونکي نسل ته پرې ايښې دي، چي اوس د پښتو ژبي او ادب ليوال ورباندي وياړ ي .

 

د هېواد په سياسي ډگر کې هم استاد قيام الدين خادم يوه فعاله ونډه درلوده. هغه د ويښ ځلميانو د غورځنگ د بنسټ ايښودونکو له ډلې نه و. د ۱۳۲۷ ل کال د غبرګولي د مياشتی په اوومه د ويښو ځلميانو د تدارک د کميسون د لارښوونی له مخې د کندهار، ننگرهار او کابل يو شمير ادبی او عرفانی ملگرو لکه عبدالرؤف بينوا، فيض محمد انگار، نورمحمد تره کی، قيام الدين خادم، استاد صديق الله رښتين، گل پاچا الفت، نيک محمد پکتيانی، محمد ارسلان سليمی، عبدالقدوس پرهيز، ابو الحسن هزاره، پاينده محمد روهيلي، محمد ولی ځلمی، عطا محمد شېرزی، محمد طاهر تائب او ځينو نورو ليکوالانو او روښنفکرانو د موسسی کنگری غړو چې شمير يې دوه ويشتو تنو ته رسيدی د دارالامان په افشار وکې د عبدالمجيد زابلی دنوی تعمير په يوه سالون کې د ماسپښين پر دوو بجو د ويښو ځلميانو دگوند جوړولولپاره دبيلو بيلوولايتونو د نمايندگانو طرحي وړاندی شوی چې يوه يې د عبدالروف بينوا او نور محمد تره کی، بله يې د قيام الدين خادم او دريمه يې د استادصديق الله رشتين وه. لومړی يې مترقي او عصری، دوهمه يې ملی اوو طنی،دريمه يې مذهبی او کلتوری رنگ درلود. د زيات بحث وروسته د ټولو طرحو د مهمو مادو په گډون پر دغو ټوکودټولو موافقه راغله : د اسلام او مشروطه شاهی نظام او د پاچاد مقام درناوی، د دولت د دروگونو قواؤ ترمنځ لکه اجرئيه، مقنينه، قضائېه تفکيک او بيلوالی ، دهغوي د حقوقو او صلاحيتونو ټاکل، د ازادو انتخاباتوپر اساس درابلل شوي لويی جرگی د لاری د وخت دغوښتنو سره سم په اساسي قانون کې تعديلات او تغيرات راوستل ، داساسي قانون پلي کول، د علم او معارف خپرېدل او پراختيا، د مطبوعاتو، دفکر او بيان د آزادۍ تظمينول، د هر ډول نژادي، ژبني، او سيمه ايزو تعصب او لوړتيا غوښتنومخه نيول، د قانون په واسطه د افرادو طبيعی اوټولنيزو حقوقو تأ مينول، ظلم، رشوت، پټي سوداگری (قاچاق) او بی عدالتيو سره مبارزه کول، په ټولنيز ژوندکې د افراط او تفريط څخه ډډه کول، د تخنيک اوصنعت رواجول، په هېواد کې دهر چاله پاره د کار او تعليم د زميني برابرول، د کارگرو او بزگرو حقوق، اقتصادی او زراعتي اصلاحاتو ته پاملرل، د موهوماتو او مزخرفاتو سره مجادله کول، د ملی ژبی پښتو او پښتونستان د ملی خودارديت پرننگه درېدل، د بشر د حقوق د اعلاميې او بين المللي صلح او سلم غوښتل او په عملی صورت بې تطبيقول . بڅرکی صاحب په پورته يادشوي کتاب کې ليکلې چي دويښ زلميانو دجنبش لومړې مرام په ۱۳۲۷ او دوهم يي په ۱۳۲۸ لمريزکال دزمري دمياشتي په ۲۷ نيټه تصويب شوېدی . گران لوستونکي محمد علم بڅرکی (( ويښ ځلميان دافغانستان يو سياسي تحريک)) په نامه کتاب کښي دخادم صاحب او پښتو ادب دشپږو ستورو دسياسي فعاليت په اړوند معلومات تر لاسه کولاي شي . ارواښاد خادم دحقيقت دڅرگندولو سره مينه لرله ،تل يې هر څه بربنډ ويل . خادم صاحب په زيات شمير ادبي او علمي محافلو کې برخه اخيستې ده ،او کله کله ددولت اړونده ا رگانو لخوا په ستاين ليکونو او ډاليو سره نازول شوۍ او ستاينه يې شوېده . مرحوم خادم دفلسفي اند او علمي شخصيت څښتن و،هغه په رښتيا سره دخپل ولس سره مينه درلوده او دهغه خدمت يي په ډيره خوښۍ سره کاوه. هغه د هر ډول مشكلاتو او سختيو په مقابل كښي د مقاومت، صبر او حوصلې لارښوونه كوله . استاد خادم دمعاصرو ادبياتو دهغو پنځو ستوروڅخه وچې دپښتو ادب او کلتور يي ځلولۍ دی ،اوديوه داسي ويښ زلمي په احساس يې دپښتو ادب چوپړ کړۍ چې دنن زلميان يې درناوۍ کوي .

 

چاپ شوي آثار

 

ارواښاد استاد خادم بابا د منظومو او منثورو آثارو ډير په زړه پورې کتابونه ليکلي او ۴۱ځانگړي اثار يې چاپ شوي دي چې د هغو څخه يې يو شمير په دې توگه دي.

1.د کوچنيانو اخلاقي پالنه

2.روهي گلونه

3.د مرغلرو اميل

4.نوی ژوندون

5.مکارم اخلاق

6.پښتونولي

7.بايزيد روښان

8.خيالي دنيا

9.د شريف سرگذشت

10.نبوغ او عبقريت (فلسفي اثر)

11.نوې رڼا

12.د پښتو نني ليکوال

13.د پښتنو د تاريخ يوه سرپاڼه

14.د خوشحال او د رحمان موازنه

15.څاروان

16.د څلورم ټولگي لپاره د پښتو قرأت

17.پښتو کلي (په ۶ ټوکو کې)

18.معلم پښتو

19.پښتانه شعرا (لومړی ټوک)

20.پارتيان څوک ؤ

21.په تذکرة الاوليا تبصره

22.کوشانيان څوک ؤ

23.د بابا نصيحت

24.د پښتو پټۍ

25.د پښتو نثر تاريخي تصورات

26.لوی سهاک

27.ادبي قصې

28.لوی اصحابان (اصحاب کرام)

29.نشنليزم او انټرنشنليزم

30.افغاني حکومت

31.د پښتو نثر

32.معياري پښتو

33.بلکا

34.د پښتو څټه او څانکې

35.نصوص الحکم

36.د مور مينه

37.لرغوني پښتانه قومونه

38.ټولنپال افغان مونوفېسټ (د مولانا قيام الدين خادم سياسي افکار)

 

ناچاپه آثار

 

د نوموړي گڼ شمېر نور اثار لا تر اوسه نه دي خپاره شوي. د ناچاپو کتابونو لړليک يې په لاندې توگه دی او موږ په دې هيله يو چې يوه ورځ د دغو کتابونو د چاپولو زيری واورو.

1.د پښتونخوا قصې

2.مکالمات

3.غرضه حُب خير

4.سورگل

5.کانفرانسونه

6.کره پښتو

7.پښتو زده کړه

8.د پښتو شاعري

9.پښتو په غربي ليکدود کې

10.پښتني پور

11.شلمه پېړۍ او پښتانه

12.د پښتنو قومولي

13.غوره سندرې

14.د پښتنو مشاعرې

15.لرغوني افغانان

16.آينده پښتنو ته

17.د تنقيد حق

18.ساتلې خزانه

19.ريگويدي سرودونه (يا سرود های ريگويدي)

20.د پښتونولۍ ادب

 

استاد خادم بابا په ۱۳۵۸ ش كې د څه وخت لپاره زنداني شو .خادم صیب هغه ستر پښتون و چې له هیچا هم نه ډاریده او هرڅه به یې چې په زړه کې و نو هغه به یې په خولې هم ویل.

 

مړينه:

ارواښاد استاد قيام الدين خادم د ۱۳۵۸ كال د وږي دمياشتې پر پنځمه د كابل په علي اباد روغتون كې د دوه اويا كالو په عمر له دې فاني نړۍ سترګې پټې كړې چې جنازه يې په كامې ولسوالۍ كې په خپله پلرنۍ هديره كې خاورو ته وسپارل شوه.

دخادم بابا اروادې ښاده وی.

-
بېرته شاته