(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د الازهر پوهنتون

[16.Jul.2022 - 19:19]

دمصر الازهر پوهنتون :

 Al-Azhar University

لیک: ډاکتر لطیف یاد

د(الازهر )یا (جامعة الازهر) له نامه سره به دېرشمېرکسان آشنا وي . دا دمصر په پلازمیینې قاهره کې  یو لرغونی پوهنتون دی . دغه پوهنتون په ۹۷۱ زیږدیز / میلادي کال دمصر دفاطمي  خلیفه  المعزالدین  الله  دواکمنۍ په وخت کې دده دپوځونو دیوه کمانډر جوهر صقلی لخوا په مصر دبرید وروسته تاسیس شو . په پیل کې دلته یو جومات جوړ شوچې نوم یې ( جامع القاهره ) و ،خووروسته بیا په (جا معة الازهر) سره یې شهرت وموند .دغه پوهنتون په پیل کې داسماعیلیه شیعه مذهب افکار خپرول خو وروسته چې په ۱۱۷۱ زیږدیز /میلادي کال  کې مصر دمشهور اسلامي سوبمن  سلطان صلاح الدین ایوبی لاسته ورغي نو داهل سنت او جماعت افکار پرې غالبه شول او نن په اسلامي نړۍ کې داسلامي علومو یو مشهور پوهنتون دی چې داسلامي علوموتر څنګ پکې دطب ، انجنیرۍ ، کرنې ،وټپوهنې ( اقتصاددرملپوهنې  او طبیعي او ټولنیز علوم  هم پکې تدریس کیږي . نن ورځ دغه پوهنتو ن کې دمصر په ګډون دټولې اسلامي نړۍ نه دوه ملیونه  ښځینه او نرینه  زده کوونکي په زده کړو بوخت دي جې په دوی کې هغه زده کوونکي هم شامل دي چې دمصر دننه او دمصر نه بهر  انلاین زده کړې کوي ..ددغه پوهنتون داستادانوشمیر 162,978 تنوته رسیږي .

همداراز په نوموړي پوهنتون کې داسلامیاتو ،دیني علومو اونورو برخو کې  لاندیني مضامین تدریس کیږي .

فقه

ديني اخلاق

تجويد

استذکار

قرآن کريم

توحيد

سيرة النبي

مطالعه او محفوظات

انشاء

نحو او صرف

خط او بلاغت

تاريخ او جغرافيه

حساب

عملي هندسه

دعلومو مبادي

حفظ الصحه او رسم

حديث

دقران کریم  استذکار

صرف و نحو

بلاغت (بيان، بديع، معانی)

عروض او قافيه

مطالعه او محفوظات

انشاء ادب اللغة

رياضي (شمېرپوهنه، هندسه، الجبر)

ټولنیز علوم  (تاريخ او جغرافيه)

 طبيعي علوم  (کيميا، ژوندپوهنه، فيزيک)

اخلاق 

د فقهې اصول

د اسلامي قانون تاريخ

فقه او د مذاهبو پرتلنه

عربي ادبيات

د بلاغت علوم

منطق

بهرنۍ ژبې

فلسفه

تفسير

تاريخ

علم النفس

علم البلاغة

بهرنۍ ژبې

باید زیاته کړو چې دافغانستان یوشمیر مشهوروشخصیتونو اوله هغونه  دافغانستان پخوانی صدراعظم ارواښاد محمد موسی شفیق ،دشهید داودخان دوخت دعدلیې وزیر  ارواښاد وفي الله سمیعي ، قاضی هدایت الله هدایت ، دافغانستان دعدلییې پخوانی وزیر عبدالستار سیرت ، قاضي عبیدالله خان ساپي ،حضرت  صبغت الله مجددي ،  دجمعیت ګوند مشر برهان الدین رباني او داتحاد اسلامي مشر  عبدالرب رسول سیاف ، مو لوي ایاز نیازي او نورډیر شمیر قاضیانو  او دیني عالمانو هم په الازهر پوهنتون کې زده کړې کړې وې .

-
بېرته شاته