(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګوګل ژباړن کې

[08.Jul.2022 - 15:26]

په ګوګل ژباړن کې څنګه ونډه اخیستلای شو؟

لیک: اسحاق عزيزي

په ګوګل ژباړن کې هر څوک کولای شي چې په رضاکارانه ډول همکاري وکړي، دا همکاري په دو برخو وېشل شوې. یوه برخه یې له انګریزي څخه پښتو ژبې ته د جملو ژباړه ده او بله برخه یې په پښتو یا انګریزي ژبو ژباړل شویو جملو کره کتنه ده.

که تاسې غواړئ په ګوګل ژباړه کې ګډون وکړئ، لاندې ټکي په پام کې ونیسئ.

 

لومړی باید د ګوګل یا جیمېل کارن یا برېښنالیک ولري.

خپل ګوګل کارن ته د برېښنالیک په کارولو ننوزئ.

د ګوګل د ژباړې برخې ته لاړ شئ. له دې ځایه یې پرانیزئ

دلته به انګریزي په اتومات ډول ټاکل شوې وي. تاسې د جمعې (+) د علامې په وهلو سره د ژبو له لړ څخه پښتو وټاکئ.

اوس تاسې د ژباړې په پاڼه کې یاست. د پاڼې په پورتنۍ برخه کې تاسې د ژبې غوراوي مومئ (له انګریزي نه پښتو ته، له پښتو نه انګریزي ته).

د پاڼې په منځنۍ برخه کې تاسې دری غوراوي لرئ. لومړی ژباړه، دوهم د ژباړې کره کتنه او دریمه برخه یې تاسې ته دا لاره هواري چې خپل نور ملګري هم ژباړې ته راوبولئ.

 

راوبولئ.Pashto Google Translate page پښتو ګوګل ژباړن

تاسې په هر ځل کولای شئ چې لس لس جملې وژباړئ او یا یې کره کړئ.

 

د دې لپاره چې ستاسې همکاري او چوپړ هېر نشي، ګوګل تاسې ته د ویاړونو یو پروګرام لري چې د هغه په مټ ستاسې د همکارۍ او چوپړ کچه ښکاري.

 

همدا شان تاسې کولای شئ چې په مخامخ ډول د ګوګل ژباړن پرانیزئ او څه په کې له هغې ژبې وژباړئ چې تاسې پرې بلد یاست.

ددې لپاره چې ژباړه په لومړني پړاو کې ده، تاسې ته به خامخا ژباړه کره نه کوي، نو دلته تاسې کولای شئ چې د ژباړونکي په مخ هم دا چاره ترسره کړئ او جمله سمه کړئ د بېلګې په ډول ماته د هالنډي دا دوه جملې داسې وژباړل شوې.Pashto Google Correction 0

 

خو تاسې یې بېرته د suggest an edit په ټاکنه سره په لاندې ډول سمولای شئPashto Google Correction 02

 

ددې لپاره چې په دې ستر چوپړ کې مو په ښه ډول برخه اخستي وي، هیله ده په لومړيتوب کې د پښتو یاګانو، پښتو کمپوز؛ څو پاموړ ټکي، واوونه او هې ګانې او همدا شان نورې ورته ادبي لیکنې چې تړوني یې لاندې ستاسې لپاره اچول شوي یو ځل تر نظر تېرې کړئ.

 

پښتو ياګانې

پښتو کمپوز؛ څو پاموړ ټکي

واوونه او هې ګانې

 

څنګه کولای شو چې یوه ژبه په ګوګل ژباړه کې پښتو ته وژباړو؟

 

۱. خپل (Gmail) بریښنالیک ته دننه شئ، که نه لرئ نو یو جوړ کړئ.

۲. بیا دغه تړاو پرانیزئ " translate.google.com/community "

۳. دلته به تاسو ته د ژبو لېست درښکاره شي، تاسو ورپکې یوازې ۵ ژبې خوښولی شئ، نو هغه ژبې خوښې کړئ کومې چې مو زده وي.

۴. بیا تاسو به یو څو آپشنې وګورئ لکه، Translate, Rate, Match, Validate ،

  ا، که غواړئ چې ژباړه وکړئ نو په Translate کلېک وکړئ.

 ب، که غواړئ چې جملې یا لغاتونه تصحیح کړئ نو په Validate کلېک وکړئ.

 ج، که غواړئ چې لغاتونه سره ونخلوئ نو په Match کلېک وکړئ.

 د، که غواړئ چې ژباړل شویې جملو ته نمرې ورکړئ نو په Rate کلېک وکړئ.

 

د Translate په برخه کې، که په کومو جملو نه پوهیږئ نو "Skip" تخته کوئ.

 

نوټ: ضرور نه ده چې تاسو یوازې انګلسي پښتو ته وژباړئ، تاسو کولای شئ چې په هره ژبه پوهیږئ لکه، عربي، آلماني، فرانسوي، فارسي او همداسې نورې ژبې پښتو ته وژباړئ.

 

د خپلو ملګرو سره شریکه کړئ تر څو چې د پښتو ژباړه ژر تر ژره بشپړه شي!

اسحاق عزېزي

..........

 

 

ګوګل پښتو ژباړن  
د پښتو ژبې په سلګونو زرو مینه والو دانټرنټ له لارې له ګوګل څخه غوښتنه وکړه، چې  پښتو ژبې ته،  چې له ۷۰ میلونو زیات ویونکي لري په ګوګل ژباړن کښې لکه د نورو ژبو په څېرځای ورکړي .

په زرګونو پوهانو، لیکوالانو، ادیبانو، څیړونکو اوپه ځانګړي ډول د هیواد بهر او دننه د پښتنو ځوان کول (نسل)  په ګوګل پښتو ژباړن کښې په خپله خوښه  په وړیا توګه، بې له مادي ګټې کار پیل کړ، چې له ښه مرغه او د ګوګل دمشرانو نه په مننې په 17.02.2016نېټه ګوګل د ۱۲نورو ژبو تر څنګ پښتو ژبې ته هم  ګوګل ځای ورکړ، چې د ډېرو نېمګړتیاوو او ستونزو سره سره دا د پښتو ژبې د ودې، پرمختګ او بډاینې په برخه کې یو  بې ساری اوستر ګام دی، 

د 17.02.2016 نېټې راپدې خوا  په ګوګل  پښتو ژباړن کښې ګڼ شمیر پښتنو په وړیا توګه کار کړیدی او کوي یې، چې د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره  لکه څنګه چې پکار دي بسنه نه کوي او دشته ستونزو، خنډونو او نیمګړتیاوو دله مینځه وړلو او سمولو لپاره اوس هم لاډیر کار ته اړتیا ده.

 دا دافغانستان دحکومت دنده ده،  چې ګوګل  پښتو ژباړن ته لومړیتوب ورکړي او په اړینه او ګړندۍ توګه  دې علومو اکاډمۍ ته دادنده وسپاري ، چې ژرتر ژره د ژبپوهانو، څېړونکو، مسلکي کسانواو لیکوالانو یوه تلپاتې  ډلګه ګۍ یا کاري ډله  وګوماري، چې د اطلاعاتو او کولتور، د مخابراتو او ټیکنالوژۍ ، د قومونو او قبایلو، دپوهنې او دلوړو زده کړو وزارتونو او د نورو اړوندو ادارو سره په ګډه  یو مرکز جوړ کړي  او هره ورځ  پښتو ژباړن  مخ پر وړاندې بوزي اودګوګل پښتو غږیز ژباړن پیل شوی کار ته وده ورکړي.
 
دپښتوژبې په کره کولو (معیاري کولو) او د پښتو ویونکو بیلابیلو لهجو په همغږي کولو کښې دې دپښتو اکاډمۍ ـ  پېښور او د پښتو اکاډمۍ کوټې سره  هم په ګډه  لاس په کار شي او له هیواده بهر ژبپوهانو او څېړونکو  فعاله ونډه  دې هم پکښې جوته کړي، چې  پښتوژبې  ته ژوند وروبخښي او دا لاسته راوړنه په ګوګل کښې تلپاتې ځای ولري
پښتو ژبه د ټول پښتون ملت ګډه شتمني ده ، نو په ولسي کچه  د پښتو ژبي ټولو مینه والو او په تیره بیا هغه ځوانانو چې تر اوسه پورې  یې پښتو ژباړن کې کار کړی دي خپل کار دې دوام ورکړي  او خپله ونډه دې پکښې وساتي
د پښتني کولتور او پښتو ژبې  د غوړېدا، بډاینې، ودې او غښتلتیا په هیله             

په پښتنه مینه او درنښت

 

-
بېرته شاته