(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سوابۍ پړونۍ

[01.Jul.2022 - 13:36]

 

 

د سوابۍ پړونۍ

لیک: مولانا خانزیب

د پښتنو تور سرو رواېتي پرده د زمانو نه ،لوئي پړونې ،دې دغه پړونې هم دود دې هم د شرعي پردې اړتيا پوره کوي داسې د پړوني شکلونه په هره سيمه کښې بېل بېل هم وي په پښتنو کښې د پردې دود کم د جبر لاندې نه دې راغلې بلکې دا د خپل ټولنيز ژوند او د پښتو د عنعناتو لاندې زیږېدلې دود دې  د پښتنو په سیمو کښې زنانه د خپلې خوښې د رنګ پړوني په سروي چې پکښې زياتره سپين رنګ و ي. پښتنې زنانه پخپل چم مالت کښې عموما وړوکې زړوکې پړوني په سروي خو چې کله بل کلي ېا ښار ته ځي نو بیا لوئي پړونې ټکري برقعه په سروي د پړوني دود په زرګونه کاله پخوا پدې روان شوې وو چې کله به په لار قافله تله شوکمار به لارو ته راوتل که په جوپه کښې به تورسرې وه نو په هغې به ېو لوئي څادر اچول شوې وو که قافله به لوټ کول شوه نو په پړوني کښې پټې زنانه ته به څه نه وائل شو .

د پښتنو په سيمو کښې عموما د برقعې ېا څادرې دود هم دې پرده په کم څادر پکار ده په کم نه ده دا د رواج مسئله ده قرآن ورته جلباب وائلې ځنې ليکوالان د برقعې په اړه وائي داد عربو نه راغلې او د اتيا ېمې لسيزې پس دود شوې خو په تاريخي توګه دا خبره سمه نه ده ځکه چې اسټيورټ الفنسټن په ۱۸۰۹ کښې په پېښور کښې د پښتنو تورسرو د پردې چې کم شکل بیانوي نو څېړنکار حسن کاکړ ليکي چې دا هم د اوس وخت برقعه ده .

د پښتنو زنانو سپين پړونې د سوونه کاله نه دود دې لکه خوشال بابا ېو شعر کښې ېادوي!

که اووينې د مکېش که سالو که دوشاله ده 

دا  همه  واړه  د سپين  پړوني زار  شه !

په سوابۍ کښې د زنانو ېو ځانګړې پړونې هم دود دې چېل هم ورته وائي چې سپين رنګ کښې او ځائې په ځائې پې لکه د وينې څاڅکي وي دا پړونې د سوابۍ د تورسرو ځانګړې پېژاندګلو ده دغه ټاکي پړونې په سوابۍ کښې په مختلفو سيمو کښې څه په پينځه رنګه کښې کارول کېږي .

ددې پړوني په اړه عموما چې کم زباني رواېات دي ېا په سماجي رسنۍ کښې چې کمې وېناوې وي نو دا پړونې د سيکھ شاهي دوخت ۱۸۲۳ د شاه منصور د جنګ سره په شاليد کښې تړل شي خو ولې بل خؤا د سوابۍ په تاريخ باندې په اردو ژبه کښې څېړنکار ،ضياء الله جدون ، چې کم ځانګړې کتاب ليکلې نو په هغې کښې ددې پړوني شاليد د پيرنګېانو د وخت د ېو جنګ په ړومبي اګست  ۱۸۵۷ د نارنجي سيمه ېادوي .

کله چې سوابۍ نارنجي کښې  د ېو غونډۍ دپاسه د هغه وخت مجاهدينو خپل مرکز جوړ کړې وو دغه مجاهدينو ډېر د سيد احمد او شاه اسماعیل سره د هند نه راغلي هم وو پيرنګېانو ګوښتل چې د مجاهدينو مشر مولوي عنایت علي اونيسي د مسټر وائل د وېنا ترمخه پيرنګېانو په شوه کښې خپل پوځي بلوک جوړ کړو څورلس سوه سپاېان توپونه او هاتيان ورسره وو په ړومبي اګست مېجر واګن د خپل پوځ سره نارنجي ته اورسېدو د کلي قطب ته چې کمه واله وه دهغې په غاړه ئې توپ اولږولو او ډزې شروع کړې د سختې جګړې پس پيرنګېانو کلې اونيولو د کلي زياتره کورونو دېوالونه لوېدلي وو څه درې نيم سوه غازيان شهيدان شوي وو په جنګ کښې د هند ډېر مجاهدين تښتېدلي وو  څه درې نيم سوه کسان مړه وو پدغه شهيدانو کښې فقط پنځوس هندوستاني مجاهدين وو  نور ټول د سوابۍ د ، شوۍ ، شېخ جانه ، نارنجي ،نوي کلي ، ډاګۍ ، ايسپزي پښتانه وو .

چې جنګ بس شو سخته ګرمي وه پيرنګېانو خپلو مړو ته هم څوک نه پرېښودل د زنانو چغې سورې چې ډېرې شوې نو د سوابۍ پښتنې تور سرې خپلو مړو له ورغلې مړي سم راسم کړل نور څه نه وو نو تورسرو خپل سپين پړوني په شهيدانو خواره کړل پدغه وخت پدغه مېدان کښې پدې سخته ګرمۍ کښې خدائې باران هم اوکړو په شهيدانو اچول شوي پړوني په وينو ځائې په ځائې سره شو.

دغه پړوني په کورونو کښې تر ډېر وخت د عقيدت په توګه ساتل شوي وو  څه وخت پس دغه تورسرو دغه د وينو ککړ پړوني په سر کول شروع کړل رورو دغه سپين سور رنګ والا پړونې د تورسرو د سيمی پړوني د فېشن ېو دود شو په سوابۍ کښې د جمعه خان کاکا په نامه ېو سړې وو هغه به دغه پړوني جوړول او د هغه وخت په ، ډبلې روپۍ ، نقشه به ئې پې جوړوله او تراوسه دغه رنګ پړونې د سوابۍ د پښتنې خاورې د تور سرو ځانګړې رواج دې په مشیني دور کښې پدغه پړوني کښې اوس ډؤل ډؤل نور فېشن هم کول شي.

ددغه پړوني تاريخ ددې خاورې د تورسرو د ننګ او پت  تاريخ دې دغه پړوني د سوابۍ د پښتنې خاورې د تاريخ ېاد دې ددغه پړوني په تقدس او تاريخ په پردو ډالرو روزل شوي د اېن جي اوز ذهنيت نه رسي .

کله تګ د ښارونې کړه کله تګ د ښاپېرۍ کړه

بس ېو ټکې ټکې چيل په ځان راخور د سوابۍ کړه !

 

مولانا خانزېب.

-
بېرته شاته