(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

منظور پشتین

[15.Jun.2022 - 15:15]

   مشر منظور او مارټین لوتر کېنګ

لیک: Mahmood Khan
مارټین لوتر کېنګ په امریکا کې د تورپوستو د حقونو مدافع او مدني فعال و. 
شاوخوا ۱۹۶۵ کال و چې لوتر کینګ مبارزه پیل کړه. دا وخت تورپوستو د رایې اچولو حق نه درلود، کاري مزد یې له سپین پوستو څخه کم و، په ښاري بس کې تورپوستی اړ و چې سپین پوستي ته سیټ پرېږدي او نور ډېر مدني حقوق یې تر پښو لاندې وو. کله یې چې مبارزه پیل کړه، په هغه وخت کې یې د سپین پوستو تر څنګ تورپوستي امریکایان هم په مخالفت کې ودرېدل. 

د مارټین لوتر کېنګ او د مشر منظور حفظه الله مبارزه بیخي سره ورته ده. دوی دواړه د تاریخ په دوه بیلو پړاوونو کې ورته کرکټرونه دي. تورپوستي نهايي محکوم خلک وو. ډېر حقوق یې تر پښو لاندې وو او یوازې د غلامانو رویه ورسره کېدله خو کله چې مارټین یې د حقوقو مبارزه پیل کړه او د سپین پوستو په څېر یې ور ته مساوات او حقوق وغوښتل، لومړي مخالفین یې تورپوستي و. وجه دا وه چې د دوی وړې ګټې د سپین پوستو لخوا خطر سره مخ کېدلې. یانې د لوتر کېنګ خبرې او بیانونه ددې لامل شول چې ځینې تورپوستي دندې له لاسه ورکړي. 

ورته کار له منظور سره هم وشو. د منظور لومړني مخالفین پښتانه دي. هغه پښتانه چې منظور ور ته ژوند غواړي، په خپلو طبیعي سرچینو ور ته واک غواړي، د پښتون په خاوره د پښتون واکمنېدل غواړي او د پښتون له خاورې د جګړې ټغر ټولېدل غواړي. ما ته جالبه دا ده چې که یو پنجابی د منظور مخالفت کوي خو د هغه حاکمیت ننګوي او له ګواښ سره یې مخ کوي. د هغوی د ظلم کیسې کوي او خلکو ته یې اصلي څېره ور ښيي. پښتون چې محکوم دی، بې دندې دی، ځنګلونه یې ورسیځي، کور ته یې پنچابی جګړه راوړي، پنجابی یې وژني او...نو بیا پښتون ولې د منظور مخالف شي؟ 

بس یو څو خبرې چې د Theory of Conspiracy  یا د توطیې د تیورۍ زېږنده ده، په خوله کې یې اړوي را اړوي. د منظور د مبارزې ګټه څه ده؟ څه یې وکړل؟ تشدد ولې نه کوي؟ منظور د آی اس آی سړی دی، د سر پښتانه پرې وژني، د را او ملي امنیت کس دی او ډېر نور بې بنسټه تورونه چې د پاکستان ټول حکومت یو هم پرې ثبوت نشو کړی، پښتانه یې په خوله کې اړوي را اړوي. دا کوم تورونه چې پر منظور لګیږي- همدغه تورونه په مارټین لوتر کېنګ هم لګېدل. په هغه تور و چې له کمونستانو سره اړیکه لري. د FBI مشر تر کلک نظارت لاندې و او دده ټلیفوني مکالمې یې څارلې مګر هیڅ په لاس ورنغله.

د منظور د مبارزې ټول پینځه کاله کیږي او ټول پښتانه شاو خوا ۸۰ میلیونه نفوس لري. په دې اتیا میلیونه پښتنو کې منظور پسې پینځه میلیونه پښتانه هم نه دي ولاړ خو مونږ ترې تمه لرو چې په پینځو کلونو کې دې پښتونستان هم ازاد کړي، پښتانه دې هم ازاد کړي او لوی افغانستان دې هم جوړ کړي؟ پښتون دومره وېشل شوی دی چې واحد ادرس پیدا کول یې پېړۍ غواړي خو مونږ چې هر منزل ته په لنډو د رسېدو قایل یو، ټول ځمکني واقعیتونه ایسته غورځوو او یواځې همدا خبره کوو چې منظور څه وکړل؟

 منظور خو به هغه وخت څه کوي چې د پښتنو لپاره خو یو واحد ادرس او یو واحد ممبر شي کنه! ته په افغانستان کې د منظور خولی نشې زغملی نو مبارزه به یې څنګه دومره زر بریالۍ شي؟ هیڅ یوه مبارزه هم په پینځو کلونو کې نتیجې ته نه ده رسېدلې. مبارزه کې زندانونه، مرګونه او تنګڅې وي. مبارزه د سختیو نوم دی. د څنګ ملګري به دې وژل کیږي، ته به وژل کېږې خو یو وخت به راځي چې ستا فکر او شعور به په نسلونو کې ریښې کړې وي.

 مارټین لوتر کېنګ هم ووژل شو، ګاندي هم خو د مارټین د مبارزې په نتیجه کې تورپوستی امریکايي اوباما د امریکا ولسمشر شو او د ګاندي د مبارزې په نتیجه کې یو ازاد او د پراخ زغم سیکولر دولت چې پر ځان بسیا دی، را منځته شو. 
هغه وخت به تورپوستو ویل چې لوترکېنګ څه وکړل؟  د کمونستانو سړی دی مګر لوترکېنګ داسې څه وکړل چې دوه کاله مخکې د یو تورپوستي په وژلو ټوله نړۍ کې احتجاجونه پیل شو او یو تورپوستی یې د مبارزې په نتیجه کې د سپین پوستو ولسمشر شو. 

تاسې اوس په زغرده ووايئ چې منظور څه وکړل خو یو وخت که ژوندي وئ بیا به د منظور د تقدس وردونه کوئ. اوس زمونږ در نه هیله ده که د منظور ملاتړ نشئ کولی او د منظور په حق کې خبره نشئ کولی، اقلا په بېځایه خبرو د منظور او پلویانو دریځ هم مه ور کمزوری کوئ. تاسې په دې خبرو سره د دوښمن په ژرنده اوبه ورخوشې کوئ او له هغه پنجابي سره مو هیڅ توپیر نه کیږي چې د منظور مخالف دی.

لوتر کېنګ به ویل: په پای کې به مونږ ته د دوښمنانو خبرې نه بلکې د ملګرو خاموشي په یاد وي!

-
بېرته شاته